ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پښتونخوا چارواکي: عربانو ته د څاړي د ښکار اجاز نه ور کوو

د خیبر پښتونخوا چارواکو د څاړي پر ښکار له بندیز وروسته د مرکزي حکومت له غوښتنې سره سره عرب شهزادګانو ته هم اجازه ور نه کړه، چې دغه مرغه ونیسي. څاړی په ژمي کې پاکستان ته ځي.

12.12.2016 BBC

کابل د م. م امنيت شورا ته له حزب اسلامي د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې

افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي. د بهرنیو چارو وزارت له لارې په یوه لیک کې افغان حکومت دا غوښتنه کړې ده.

12.12.2016 BBC

نایجیریا کې ۷ او ۸ کلنې نجونې د ځانمرګي برید لپاره کارول شوې

د نایجیریا شمال ختیځ ته په یوه بازار کې د اوو - اتو کلونو په عمر ماشومې نجونې د ځانمرګو بریدونو لپاره کارول شوې دي. عینی شاهدان وايي، دواړو نحونو یو په بل پسې ځانمرګي بریدونه وکړل.

12.12.2016 BBC

وانشګټن پوسټ: ټرمپ د روسیې ولسمشر ته نږدې کس د بهرنیو چارو وزیر ګوماري

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې چې عنوان یې دی(د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه)

12.12.2016 BBC

ټرمپ: ښايي واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي

د امریکا ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سیاسي او اقتصادي برخه پر چین نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ممکن حکومت یې د واشنګټن د "یو چین" پر پالیسۍ د بیا کتنې لپاره غور وکړي.

12.12.2016 BBC

جنرال نوید مختار د آی اېس آی نوی مشر ټاکل شوی

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ډګر جنرال نوید مختار د څارګرې ادارې، آی اېس آی، د نوي مشر په توګه ګومارل شوی دی. تر دې وړاندې نوموړی د کراچۍ د قول اردو قوماندان و.

12.12.2016 BBC

افغان کډواله 'تر اروپا د بدچلند مېړه له خوا تعقیبه شوې'

لینا تر دې ۲۵ کاله مشر سړي ته وروسته له هغې په زوره واده شوه چې ویل کېږي پر دې یې جنسي تېری وکړ. دا ۲۳ کلنه افغانه نجلۍ اوس یونان کې د کډوالو په کمپ کې ده. هسپانیه کې له کډوالو د ملاتړ خیریه موسسه د دې کیسه تاییدوي.

11.12.2016 BBC

د اقتصاد له نړۍ اوونيزه خپرونه

کېنيا غواړي دا راتلونکی کال د تېلو په صادرولو پيل وکړي، دا او ډېر نور د دې اوونۍ د اقتصاد له نړۍ تازه ګڼه کې کتلی شئ

11.12.2016 BBC

ميانمار کې د روهنګیا مسلمانانو حال د يو پت خبريال راپور کې

ميانمار کې د روهنګیا مسلمانانو حال د يو پت خبريال راپور کې چې د تاوتريخوالي ناوړه تېريو کيسه يې کوي.

11.12.2016 BBC

پوهنتونونو کې ۲۳ سلنه نجونې دي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي پوهنتونونو کې د ښځينه زده کوونکو شمېر ۲۳ سلنې ته رسېږي.

11.12.2016 BBC

د زده کړې په برخه کې اندېښنې

د کونړ نجونې چې د کورنيو د فشار له مخې د نورو ځايونو ليليو کې ژوند نه شي کولی، د خپلې سيمې پوهنتون کې په زده کړو بوختې دي، خو د زده کړو څرنګوالي په اړه يې بيا اندېښنې دي.

11.12.2016 BBC

د قاهرې قبطۍ کلیسا کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل

د مصر پلازمېنې قاهرې کې پر قبطۍ کلیسا بمي برید کې د چارواکو په وینا ۲۵ کسان مړه او لږ تر لږه ۲۵ نور ژوبل شوي دي. چادونه د یکشنبې پر ورځ هغه مهال وشوه چې خلک د مذهبي مراسمو لپاره کلیسا کې ول او د قربانیانو ګڼ شمېر ښځې دي.

11.12.2016 BBC

استانبول کې چاودنو ۳۸ کسان ووژل

ترکیې هوډ ښوولی د هغو ۳۸ کسانو غچ به اخلي چې استانبول کې له يوه فوټبال لوبغالي بهر دوو چاودنو کې وژل شوي.

11.12.2016 BBC

"لس شل کاله چې نور هم تېر شي، موږ واده نه شو کولی"

د کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه په پښتون مارکيټ کې یو کمپيوټرکار په لوړ غږ دا سندره غږوي چې وايي: "وه شيرينې راشه نن یو زړه کوو... پټ دواړه له هر چا نه واده کوو".

11.12.2016 BBC

بارسلونا له خپلو دوو ستورو سره د قرارداد غځولو په درشل کې

د بارسلونا کلب له خپل ارجنټایني ستوري لیونل مسي او یوروګوایي ستوري لویس سوارېز سره په خبرو دی چې له دې لوبډلې سره قرارداد وغځوي.

11.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more