تیمور؛ د کرینا کپور او سیف علي خان د زوی نوم بحثونه پارولي
د هند بالیووډ سینما ستورې کرینا کپور او سیف علي خان د نوي زېږېدلي زوی نوم تیمور پر ټویټر بحثونه راپارولي دي.
هند پاکستان ته د تلونکو اوبو د ډېر کارولو هڅې چټکې کړې
هندي چارواکي وايي، د لوېدیزو سیندونو له اوبو د ډېر کار اخیستلو هڅې یې چټکې کړې دي. دوی وايي، په راتلونکو څو کلونو کې د اوبو د ډېر کارولو لپاره، ډېرې اوبه زېرمه کوي او نهرونه ورته جوړوي.
د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر د څارنوالۍ د جلب حکم ناقانونه وباله
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر وایي؛ د لویې څارنوالۍ لخوا يې د جلب حکم ترلاسه کړی، خو دا حکم غیرقانوني دی او ښاغلی دوستم به د توضیحاتو لپاره څارنوالۍ ته ورنشي. څارنوالۍ وروسته له هغه د دوستم د جلب حکم وکړ چې یوه پخواني والي ادعا وکړه دوستم ډبولی او له جنسي پلوه یې ځورولی.
پېښور کې د افغان مېرمنو د حقونو لپاره (کډواله) اداره جوړه شوه
په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په ګډو هڅو په خپلو پښو د افغان ميرمنو د درلو لپاره د (کډواله) په نوم اداره جوړ شوه.
د عکسونو البوم: کوچنیو هوښیارو ژوو د احساساتو عکاسي
د اندونیزیا د یوه عکاس محمد رویم د ځناورو انځورونه ډېر هیښوونکي دي.
وروستیو څلورو لسیزو کې امریکا کې د اعدام ترټولو ټیټه کچه
یوه نوې څېړنه ښيي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې څو ورځو کې پایته رسېږي، په متحده ایالتونو کې د اعدام سزا شمېره په وروستیو څلوېښتو کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
د یوټیوب ستوری ادم صالح له لندنه نیویارک ته له الوتکې ایستل شوی
د یوټیوب یوه مشهور ستوري ادم صالح بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه له لندن نه نیویارک ته د دلتا هوايي شرکت له الوتنې پاتې کړل شو، چې له خپلې مور سره یې تیلیفون کې عربي خبرې وکړې.
عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري
مشهور هنرمند یو ځل بیا کارند ښکاري دا مهال د هند د هریانه ایالت په وړو ښارونو په چوکونو کې په ماته ګوټه هریانوي ژبه د خبرو کولو په حال کې ښکاري..
حلب؛ مخکېنی برم او اوسنی کړاو
په سوریه کې د تاوتریخوالي له پیلېدا وړاندې حلب د سوریې تر ټولو لوی ښار او ستر اقتصادي او صنعتي مرکز و. خو په تېرو څلورو کلونو کې دا ښار لولپه شو؛ لوېدیځ ته یې حکومتي ځواکونه پاتې شول او ختیځ یې مخالفو وسله والو ونیو.
د سوریې الباب ښار جګړه کې داعش ۱۴ ترکي پوځيان وژلي
د ترکیې پوځ ویلي، د سوریې الباب ښار کې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره په خونړۍ جګړه کې ۱۴ ترکي پوځيان وژل شوي دي.
کابل کې د ملي شورا د غړي پر کور وسله والو کسانو برید کړی
د افغانستان پلازمېنه کابل کې پولیس وايي، ماښام مهال دریو وسله والو کسانو د دغه هېواد د ملي شورا یوه غړي میرولي پر کور برید کړی دی. چارواکي وايي، د پولیسو ځانګړي ځواکونه له پېښې سملاسي وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل.
ځینې مېړونه ولې پر ښځو نیوکې کوي؟
یو شمېر نارینه په خپلو ښځو د دې نیوکه کوي چې مېرمن یې بې سیلقې ده، خپل ځان او یا بچیان نه شي سمبالولی.
هند: په هوا کې د کثافاتو غورځوونکو الوتکو شرکتونه به جریمه شي
هند کې یوې محکمې امر کړی د هوايي چلند هغه شرکتونه به ۵۰ زره روپۍ جریمه کړې، چې د الوتکو له تشنابونو یې په هوا کې بشري کثافات وغورځي.
د پراسټېټ سرطان لومړيو مرحلو لپاره درملنه
بریتانیا کې جراحي ډاکترانو د پراسټېټ سرطان د لومړيو مرحلو لپاره یوه نوې درملنه موندلې ده چې ډېره ګټوره یې بولي
کنګلونه د راتلونکې وړاندوینه کولی شي؟
تر انترکتیا لاندې لرغوني کنګلونه ښايي د نړۍ د راتلوونکي اقلیمي بدلون وړاندوینه وکړي