اکسپرس ټریبیون: هند بیا پاکستان کې جوړېدونکي یوه کنفرانس ته له ورتګه ډډه کړې
پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټربيون وايي؛ هند يوځل بيا په پاکستان کې جوړېدونکې يوه سيمه ييزه غونډه کې له گډونه ډډه کړې.
فیسبوک د شخصي معلوماتو خپرولو له کبله ۳۰۰۰ پونډه جریمه شو
فسبوک کمپنۍ د يوه کس د شخصي معلوماتو د خپرولو په خاطر ۳۰۰۰ پونډه جريمه شوه. د انګلستان د سترې محکمې يوه قاضي ويلي، دغې ټولنيزې شبکې له شخصي معلوماتو ناوړه ګټه اخیستې ده.
سوري پوځ مخالفانو ته له حلبه د وتلو خبرداری ورکړی
په داسې حال کې چې د سوریې د حلب ښار له ختیځه د ولسي وګړو د ایستلو لړۍ دوام لري، د سوریې پوځ خپلو مخالفو وسله والو ته خبرداری ورکړی چې د حلب له ختیځه ووځي.
د مکسیکو اورلوبې توکو مارکېټ کې چاودنو لسګونه کسان وژلي
مکسیکو کې چارواکي وایي؛ د پلازمېنې مکسیکو سیټي بهر د اورلوبې د توکو یوه مارکېټ کې چاودنې لږ ترلږه ۲۶ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي.
عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده
د ښیوې له نادر خان نه دوې لوڼې په یوه شپه بوتلل شوې. مشره لور يې په خوښۍ خپل کلیوال ته ورکړې وه، خو نیمه شپه د ده په وینا بېرته کورته وشړل شوه.
افغانستان: د برمته شوې بهرنۍ جوړې ویډیو خپره شوې
په ټولنیزو رسنیو کې د هغې امریکایي او کاناډایي جوړې نوې ویډیو خپره شوې چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
په افغانستان کې د خورما ونو دودېدل
د افغانستان د کرنې وزارت په ځینو ولایتونو کې د خورما بڼونه جوړ کړي او وايي چې موخه يې د دغې مېوې د ونو نيالولو دودېدل دي.
۱۰۰ ښځې: غر هم د اوسېدو نه دی ښار هم دغسې دی
زه خبریاله یم او ډېرو ته به داسې زمرۍ ښکارم چې ګنې هېڅ د ډار تعویز پر غاړه نه لرم، خو که مې رښتیا پوښتۍ داسې نه ده.
د کرینه کپور او سیف علي خان کره د زوی زېږون
کرینه او میړه یې سیف علي خان ویلي، چې خپل نوي ماشوم ته یې د تیمورعلي خان پټودي نوم ورکړی دی.
ميا افتخار حسين: پښتانه ټول افغانان دي
د عوامي نشنل ګوند يو مشر میا افتخار حسين وايي، دريځ یې روښانه دی، او د باچاخان له تګلارې نه دي اوښتي. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، پښتانه ټول افغانان دي که افغانستان کې اوسېږي او که په پاکستان کې.
د امریکا او روسیې راتلونکي اړیکي به څنګه وي؟
په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ د تېلو د ایکسن موبیل شرکت مشر ریکس ټیلرسن د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په توګه غوره کړی، داسې ښکاري چې د حکومت تګلاره به يې د معاملو پربنسټ ولاړه وي او داسې یو بدلون به د روسيې په ګټه وي.
افغانستان کې د برمته شوې بهرنۍ جوړې ویډیو خپره شوې
په ټولنیزو رسنیو کې د هغې امریکایي او کاناډایي جوړې نوې ویډیو خپره شوې چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي. جوشوا بایل او میرمن یې کتلن کولمن له افغان او امریکایي حکومتونو غواړي چې د دوی د د خوشې کېدو په بدل کې دې، د دوی د تښتوونکو غوښتنې ومني.
'د وینې معاینې له لارې د زړه احتمالي حملې معلومول ممکن دي'
ماهرین وايي، د وینې یوې ارزان بیه معاینې له لارې اوس دا معلومیدای شي، چې په ظاهره یو روغ رمټ کس تر کومه حده د زړه په رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دی.
د کریکټ بورډ د تېرو کلونو بودیجوي لګښت پلټل کېږي
د افغان کریکټ بورډ د تېرو پنځو کلونو د بودیجې د لګښت پلټنه د نوي مشر شکرالله عاطف مشعل له کاري لومړیتوبونو ده او دا لومړی ځل دی، چې ددغې ادارې یو مشر ددغه راز ګام اخیستلو هوډ کوي.
روسیه د سفیر وژلو په تړاو ترکیې ته څېړونکي استوي
د روسیې دولت ترکیې ته د خپل سفیر د وژلو د څېړنې په تړاو یوه څېړونکې ډله استوي. انقره کې د روسیې سفیر د وینا پرمهال د یوه وسله وال په ډزو ووژل شو.