پېښور کې کتاب پلورنځي ولې په کمېدو دي؟
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې ډېری زده کوونکي وايي د کتاب اخیستلو لپاره مجبوره دي نورو ښارونو ته لاړ شي
پېښور کې کتاب پلورنځي په بندېدو دي
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې ډېری زده کوونکي وايي د کتاب اخیستلو لپاره مجبوره دي نورو ښارونو ته لاړ شي
'وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې سره تړلې دي'
امریکا وايي افغانستان کې وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې یو بل سره تړلې دی
د برلین د برید شکمن کس
له جرمني رپوټونه وايي پولیس په یوه ټونیسي پسې ګرځي.
بونیر کې د نرښځو پر نڅا او سندرو بندیز لګېدلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په بونیر سیمه کې چارواکو د نرښځو پر نڅا او سندرو ویلو بندیز لګولی. ځايي چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرېکړه یې د ځايي قومي مشرانو او خلکو د استازو په غوښتنه کړې.
روسیې کې د بدیل شرابو څښاک له کبله د مړینې شمېر ډېر شوی
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له هغه وروسته د سختو اقداماتو امر کړی، چې د شرابو پر ځای د لمبېدو لپاره د کارېدونکو بدیل الکحولي څښاک یا لوشنو څښلو له کبله دغه هېواد کې لسګونه کسان مړه شوو.
'نا دولتي موسسو ته دواړه حکومت او مخالفین زیان رسوي'
د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ اداره یا ACBAR وايي، په افغانستان کې نادولتي موسسو ته هر کال د حکومتي چارواکو او مخالفو ډلو له خوا درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.
'لویه څارنوالي جنرال دوستم ته د جلب مکتوب استولی'
د افغان حکومت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د افغانستان لویې څارنوالۍ نن جنرال دوستم ته د جلب مکتوب استولی چې له هغه څخه د احمد ایشچي د تورونو په اړه توضیحات وغواړي.
د برلین برید؛ د جرمني پولیس ۲۴ کلن شکمن تونسی لټوي
رپوټونه وايي د جرمني پولیس د تونیس هېواد وګړي پسې ګرځي چې ویل کېږي ښايي د دوشنبې پر ورځ برلین کې د لارۍ په مټ د برید تر شایې لاس وي.
پروسس شوې غوښې خوړل "ښایي ساه لنډي زیاته کړي"
څېړونکي وایي؛ د پروسس شوې غوښې خوړل ښایي د ساه لنډۍ اعراض (نښې نښانې) لا پسې ډېر کړي. ژورنال توراکس مجلې کې د خپاره شوي راپور له مخې، فرانسه کې پر نژدې ۱۰۰۰ کسانو تر ارزولو وروسته څرګنده شوې چې په اونۍ کې تر څلورو ټوټو ډېرې غوښې خوړل یو خطر دی.
د عکسونو البوم: د کال تر ټولو اوږده شپه
د چهارشنبې شپه د کال تر ټولو اوږده شپه(یلدا) وه، د دې شپې د مراسمو او بنډارونو لپاره د تیارو شوو خوړو انځورونه
د روسي سفیر وژنه: هغه عکاس چې د پېښې انځورونه یې اخیستي
کله چې وژنه وشي، دا ډېره ګرانه وي چې هملته مسلکي خبري عکاس وموندل شي، چې څو شیبې وروسته د وژونکي عمل یا اکټ او څرګندونې خوندي کړي.
افغان ښځینه فوټبال لوبډله د سوېلي اسیا سیالیو کې لوبېږي
د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډله د سوېلي اسیا فوټبال سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته ولاړه. دا سیالی د ډسمبر پر ۲۵مه د هند په کوربه توب ترسره کېږي.
۱۰۲ کلن ساینسپوه د دفتري کار د ځای پر سر جنجال وګاټه
د اسټرالیا تر ټولو بوډا خو په کار کې ښکېل ۱۰۲ کلن ساینسپوه د یوه اسټرالیايي پوهنتون په انګړ کې د دفتري کار د جاري ساتلو دعوه یا جنجال وګاټه.
د وژل شوي روسي سفیر مړی روسیې ته ولېږدول شو
د ترکیې په انقره کې د یوه ترکي پولیس په لاس د روسیې د وژل شوي سفیر اندري کارلوف مړی روسیې ته لېږدول شوی دی.