هند: بېوزله مېرمنې د مېړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی
سروجنې نومې ښځه له خپله ناروغ میړه جوګل سره د اندهراپردېش ایالت نه رایپور کې خپل کور ته پر لار وه، چې میړه یې په اورګاډي کې ومړ.
له عامر سره مینه خو له هنره یې کرکه
د هندي فلمونو وتلی ستوری سلمان خان وايي، شخصاً پرې عامرخان ګران دی، خو وايي له مسلکي پلوه ورنه کرکه کوي.
د کلیوالي ژوند انځورونه
د مالي کوچیاني او کلیوالي ژوند په انځورونو کې
د ليبيا يوه الوتکه تښتول شوې
افريقيه هوايي شرکته وايي د ليبيا يوه مساپروړونکې الوتکه چې ۱۱۸ تنه په کې سپاره وو تښتول شوې او په مالټه کې په زوره ښکته کړل شوې ده.
برلین کې پر یوه بازار د لارۍ برید شکمن ایټالیا کې ووژل شو
د راپورونو له مخې؛ د برلین د کریسمس په بازار کې د برید اصلي شکمن انیس عامري د ایټالیا په میلان ښار کې وژل شوی دی.
سوریه کې د ترکیې هوایي بریدونو 'درنه ولسي مرګژوبله اړولې'
د ځینو راپورونو له مخې؛ د سوریې په شمال کې د ترکیې د هوایي بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې. د یوه بل خبر له مخې؛ انقرې تراوسه د داعش لخوا د ترکیې دوو نیول شویو پوځیانو ژوندي سوځولو ویډیو په تړاو غبرګون نه دی ښوولی.
جرمني کې د پېرلو پر یوه مرکز د برید هڅې په شک دوه ورونه نیول شوي
د جرمني پولیس وایي؛ دوه کسان یې نیولي چې شک پرې کېږي پلان یې درلود ددغه هېواد په لویدیځ کې د اوربرهاوزن ښار ته نژدې د پېرلو پر یوه مرکز برید وکړي.
اکسپرېس ټریبیون: د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ
د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى او ورته يې د ډيورند کرښې له پورې غاړې د توغنديزو بريدونو له امله احتجاج کړى.
استرالیا 'د کریسمس ورځې احتمالي ترهګریز برید شنډولو' خبر ورکړی
د استرالیا پولیس وایي؛ د ملبورن ښار پر مرکز د کریمس په ورځ د یوه احتمالي ترهګریز برید نقشه یې شنډه کړې ده. د استرالیا پولیس وایي؛ په دې تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي
د پاکستان بلوچستان ایالت کې پروسږ کال د امنیتي ځواکونو ۶۲ کسان وژل شوي وو، خو سږ کال دغه شمېر د دسمبر تر ۱۵ مې ۱۵۳ کسانو ته لوړ شوی دی.
محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی
کرېکېټ کې د افغانستان محمد شهزاد د ای سي سي يا کرېکېټ نړيوالې شورا له خوا د اسوشيېټ يا دویمې کچې کرکېټ د کال غوره لوبغاړي جايزه ګټلې ده.
ډونالډ ټرمپ: باید امریکا خپلې اتومې زېرمې پراخې کړي
د امریکا متحدو ایالتونو ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا باید د خپلو اتومي وسلو زېرمې پیاوړې او پراخې کړي. ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په په یوه ټویټر پیغام کې کړې.
له حلب نه د ولسي کسانو ایستلو وروستی پړاو
د نړیوال سره صلیب مسوولین وايي تر پنجشنبې یا جمعې پورې به د سوریې حلب ښار له هغو سیمو د ولسي خلکو ایستلو لړۍ بشپړه شي، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.
هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي
هرنام کور بریتانیا مېشتې پېغله ده او له دې کبله یې نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب ' د نړیوال ریکارډ ګېنز کتاب ' کې ثبت شوی، چې کم عمرۍ کې بشپړه ږیره لري.
''په پټه خوله د فېسبوک کتل مو ښايي خواشیني کړي''
یوه نوې څېړنه ښيي، رخصتیو کې د خوشحاله او یو ځای کورنیو تصویرونو لیدو له کبله د فېسبوک یو شمېر کاروونکي ښايي خواشیني شي.