ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کشمير کې د مسلمانانو احتجاج

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې۷۰ کاله وړاندې له پاکستانه ورغلو هندو کډوالو ته تابعت ورکول کېږي. دغې حکومتي پرېکړې سخت سیاسي مخالفوتونه را پارولي.

24.12.2016 BBC

افغانستان کې هوايي شرکتونه

په افغانستان کې يو شمېر خلک شکایت کوي چې هوايي شرکتونه سم خدمات نه وړاندې کوي. دلته ټولټال درې کورني او اوه بهرني هوايي شرکتونه فعال دي.

24.12.2016 BBC

ژوي او طبيعت

چینايی الاصله بریتانیایی عکاس جکي پوون یو له هغو ګوتو په شمار کسانو دی چې اوس هڅې کوي د چين په غرونو او درو کې د وحشي ژوو فلمونه او عکسونه واخلي.

24.12.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه او پرمختياوې مو د دې اوونۍ په کلېک کې راغونډ کړي دي.

24.12.2016 BBC

''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

نوي افغانستان په نامه د څېړنو مرکز وايي، افغانستان خپلې یوازې ۳۰ سلنه اوبه کاروي او پاتې نورې پرته له اغېزناکې کارونې ګاونډيو هېوادونو ته ورځي.

24.12.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۴۰ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

24.12.2016 BBC

کندوز: 'نفوذي' طالب د 'پاڅونوالو' قومندان او څلور ملګري وژلي

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ د طالبانو یوه نفوذي کس په خان اباد ولسوالۍ کې د پاڅونوالو یو قومندان او د هغه څلور ملګري وژلي دي. حکومتي چارواکو او طالبانو دواړو د پېښې پخلی کړی.

24.12.2016 BBC

کندهار کې د ښوونځيو حال

کندهار کې داسې یوه ښوونځي ته ځوو چې ماشومان یې دا کلونه کېږي په خېمو کې زده کړې كوي. دا یوازې کندهار نه دی. د سوېلي ولایتونو لکه هلمند، روزګان او زابل کې هم دا ستونزه پراخه ده.

24.12.2016 BBC

د افغانستان لویدیځ فراه ولایت کې د طالبانو برید کې '۱۰' پولیس وژل شوي

د افغانستان په لویدیځ کې د فراه ولایتي شورا رییسې ویلي؛ د فراه په څنډه شمالګاه سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې لږ ترلږه ۱۰ پولیس مامورین وژل شوي. ولایتي حکومتي چارواکي د مړو شمېره کمه بولي. طالبانو ددې برید مسوولیت منلی.

24.12.2016 BBC

د افغانستان نوموتې پیلوټې نیلوفر رحماني امریکا کې د پناه غوښتنه کړې

د طالبانو رژیم تر ړنګېدو وروسته افغانستان کې د ښځو د وړتیا د سمبول په توګه راڅرګندې شوې لومړنۍ ښځینه پېلوټې نیلوفر رحماني په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده. د افغانستان هوایي ځواک یوه چارواکي ویلي؛ پیلوټان باید د روزنې دورې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته وروګرځي.

24.12.2016 BBC

برما: د هغه روهینګیا مسلمان مړی موندل شوی چې خبریالانو سره یې خبرې کړې وې

څو ورځې وروسته له هغه چې یوه روهینګیا مسلمان د برما (میانمار) د راخین ایالت ناارامیو په اړه له خبریالانو سره خبرې وکړې، مړی یې موندل شوی چې سر یې له بدنه غوڅ شوی دی.

24.12.2016 BBC

"ډېری افغانان باوري نه دي چې اشرف غني به دوستم محاکمه کړي"

د امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په اړه په خپاره کړي مطلب کې وايي؛ نوموړى د ظالمانه کړنو له امله پېژندل شوى، خو دا ځل ښايي له حده اوښتى وي.

24.12.2016 BBC

کابل کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر کور برید شوی

اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وایي؛ دوو وسله والو د کابل په ختیځ کې دده پر کور برید کړی او د هغه یو ساتونکی یې وژلی دی. پولیسو ویلي بریدګر تښتېدلي او تراوسه د برید انګېزه څرګنده نه ده.

24.12.2016 BBC

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییلي مېشت ځایونو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ

د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو نه ۱۴ د دغه پرېکړه لیک د تایید لپاره رایې ورکړې، خو امریکا له رایې ورکولو ډډه وکړه، البته امریکا متحدو ایالتونو د دغه پرېکړه لیک د وېټو کولو لپاره رایې نه ده کاروولې.

23.12.2016 BBC

' په دا میرات کلي کې زه په نښه شومه '

د هغې د سیمې خلک له قوم نه د باندې نجونې نه ودوي، خو دا یې ورکړې وه او همدا خبره به وه چې هر ځای به ناسته وه، خلکو به په سپک نظر ورته کتل.

23.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more