بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
د هېوادونو او ولسونو سوکالي او نېکمرغي په زده کړه کې نغښتې. په جګړه ځپلو او وروسته پاتې ټولنو کې چې څومره زده کړې ته پاملرنه کمه ده، نو همغومره په کې ستونزې هم زیاتې دي.
هو! زه هغه لیکوال او شاعر یم، چې د ادب او فرهنګ په تیره بیا د پښتو ادب، شعر او شاعرۍ زرغون ګلبڼ به په ډیرو ښکلو او رنګینو ګلونو ښایسته ، سمسور، غوړیدلی، تازه او ښیرازه وساتم .
جګړې او تاوتریخوالي د نورو شیانو ترڅنګ د افغانانو له خولو مسکا او خندا هم اخیستې، نږدې هر کور یې د ویر پر ټغر کېنولی، په مړو او ټپیانو کې یې ورته برخه کړې.
زده کړه د ولسونو ګډه پانګه ده او څومره چې په دې برخه کې د ولس رول زیات وي، نو همدومره ورسره د زده کړې کیفیت او ارزښت ډېرېږي. د ولس له ونډې څخه موخه داده چې د ښونځیو، ښوونکو او زده کوونکو څارنه دې وکړي.
(اشک¬های تورنتو در پای درخت انار) دهیواد دتکړه لیکوال او ژورنالست سیامک هروي ناول دی چې په دې وروستیو کې په ښکلې قطع اوصحافت په کابل کې چاپ شوی دی . ((اشک¬های تورنتو در پای درخت انار)) په وروستیو کلونو کې ددري ژبې دچاپ شویو ناولونو په ډله کې یو بې ساری ناول بللی شو.
گورباچوف د كارمل سره د خپل ملاقات په هكله سياسى بيرو ته داسى وويل:
لنډه کیسه دسویډن د مالموپه ښارکې د خالي شپه ده. دلته يو ښکلی هوټل دی. وایي چې یو افغان يې چارې سمبالوي . مالمومیشتي افغانان راټول شوي دي، ګوړه ماتې ده. د اروپا له نورو هیوادو نه یې هم دوستان، خپل او خپلوان رابللي دي. ټنګ ټکور روان دی. سندرغاړي بدلیږي رابدلیږي. یو تر بله مستي کوي. د زړونو ځنګ او بړاس باسي. نڅاوې، اتڼونه دي، او پای کوبي ده. د ټولو په شونډو خنداوې ناڅي. د خدمت لپاره خدمتګارې(ګارسونانې) په ځانګړي یونیفورم کې چې تور پطلونونه، سرې کرتۍ او جیګري خولۍ په تن لري،ګردې تاویږي. چاته چای او چاته کولاوې رسوي. هلک او نجلۍ مخامخ څنګ په څنګ په څوکيو ناست دي. د لورونو څپې دي چې له یوې پسې بله رارسیږي. د هیڅ شي کمی نشته. مونږ هم د ځانګړو رابلل شوو په کتار کې ځانونه احساسوو. ځوانان خپلې پیرزوینې لوروي. زمونږ لپاره د څښلو پرېماني ده. ټول ملګري ګرم دي.....
زده کړه او پوهه هغه څه دی چې د هر هیواد او ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي، له نېکه مرغه زموږ د هیواد خلکو هم اوس دغه ټکی ته پوره پاملرنه کړې او دادی وروسته له اوږدو جګړو او ناخوالو له یوې لسیزې نه زیاته موده وشوه چې زده کړې بهیر مو په هیواد کې ښه شوی.
دا خبره چې ښځه د کور ډیوه او رڼا ده ډېره مشهوره ده. دومره ډېره چې ممکن ان ستاسو تر غوږونو هم در رسېدلي وي، خو له بده مرغه لا هم ډېر بدمرغه فکرونه او لاسونه شته چې د کورونو د همدې ډیوې د وژلو او یا د هغې د رڼا د تیتولو ناوړه او ناولې هڅې کوي. دغه وړ ناوړه هڅې یواځې ښځو ته زیان نه اړوي، بلکې دا په لوی لاس د ټولنې زیانمنول دي، ځکه ټولنه د ښځې او نارینه له ګډ وجود څخه جوړه ده. یانې د یوې ټولنې په جوړولو کې چې نارینه څومره ونډه او ارزښت لري نو ښځې هم ورته ارزښت او ونډه لري ان په ځینو مواردو کې یې تر نارینه و څخه هم ونډه ډېره ده.
يوه ټولنه هغه وخت مخته ځي چې ژبه يې مخکښه وي، د نورو ژبو سره سمه روانه وي، اقتصادي، سياسي، سوداګريزې او نورې چارې يې هم له دې امله ښې روانې وي چې نورې نړۍ ته يې ژبه مطرح وي او پېژندل شوي وي. موږ همېشه وايو چې: «موږ وروسته پاتې خلک يو.» دا په دې مانا چې د نورې نړۍ له خلکو وروسته پاتې يو، دوی ډېر مخکې دي، خو زموږ خپلو کارونو ته مو پام نشته چې ولې وروسته پاتې يو. د خپل وروسته والي لامل مو تر اوسه مالوم نه کړ، فقط دا يوه خبره کوو چې نا لوستي يو، علم نه لرو، بېسوادي ده او. . .
هېواد کې ډېری خلک او پېژندل سوې څېرې سته، چې وخت نا وخت ستايل کېږي، غونډې ورته جوړيږي او خلکو ته ورپېژندل کېږي.
شپه مې په سړه هوا کې سبا کړه، سبا چې نهه بجې کېدلې نو له کوټې څخه وایستل شوم او یوه پولیس مخامخ د حوزې امر ته وروستلم- د حوزې امر دفتر ته چې ورسیدلم نو څو کسان نور هم عریضې په لاس یوه او بله خوا سره ناست او ولاړ وو، د دوی تر منځ یوه په زوره ناره کړه وې پیدا مې کړ.
د جګړې دې نوم او رنګ دواړه ورک شي، ځکه د وژنو، ورانیو، دربدریو او کډوالیو تر څنګ یې له موږ څخه ټولنیز اداب، نزاکتونه، اخلاق، احساس او هر څه ومروړل. همدغې بدمرغې جګړې له موږ څخه انسانیت ، مینه او خواخوږي واخیستله او په بدل کې یې موږ ته جنګسالاران، قاتلان، غله، مفسد او د ارزښتونو سوداګر راکړل.
د نړی تر ټولو سوچه اوپه دین مین مسلمانان يواځی او یواځی عجم دی.سره له دی چی ټول عرب تر ننه پوری داسی لاس ته راوڼه نه لری چی مسلمانان پری فخر وکړی.(ای کاش محمد(ص)عجم وی.)نن چی په ټوله اسلامی نړی کی اور بل دی لامل یی عرب دی که پوره او په غور سره ورته ځیر شو دا اور عربو بل کړی او تر ننه یی د خپلو بادارانو او د خپلی بقا لپاره ورځ تربلی پکه کوی او تازه یی ساتی هغه ځکه چی د دوی پکی ګټه ده.همدا عرب دی چی القاعده،داعش،بګوحرام،لشکرطیبه او ورته افراطی ډلی جوړوی.نن د نړی په کچه د عربو له لاسه مسلمانان په اور کی کړیږی.تر اوسه عرب
دمحمد شفیق حقپال دوه نوی کتابونه چی یو یی تالیف او بل یې ژباړه تازه له چاپه راووتل
دا مجهول او غير يقيني حالت سړی په داسې څلور لارې برابروي چې د سړي لوری او لودن غلط شي، چې څه ووايي؟ څه وليکي؟ او په کومه روان شي؟ دې حالت زه هم سربدله کړی يم.په دې دوه سري حکومت او بی دروازو وطن کې له ما هم یو کس ورک دی، هيله ده چې په پيدا کولو کې راسره مرسته وکړئ
سپورټ نه یوازې د انسان د بدني ښکلا، ځواک او پیاوړتیا سبب ګرځي؛ بلکې د ملي یوالي د رامنځته کېدو، د تعصب د لمنځه تلو او په ټوله کې د یوه هېواد د ځلانده پرمختګ تر څنګ د اتلولیو، ویاړونو او لاسته راوړنو بې ساری لامل ګڼل کېږي.
د مرحوم علامه محمود طرزی د میت-انتقال په باره کی یو څو کرښی.
د ډګر جنرال غازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه
اوس خو په دي شپو ورځو كي د اولادونو د وژلو يوه بله ستره لوبه روانه ده ، چې د روزي د ګټلو لپاره يي د كفارو ملكونو ته ليږي چې يا خو د قاچاقي سفر په اوږدو كې عملا د كوم قاچاق وړونكي له خوا په قتل ورسول شي ، او يا په كومه دشته كې د لوږې مړ شي او يا هم د كوم سمندر په تل كې د كوم ماهي يا بل بحري حيوان له كومي تېرشي.
د جنازې صفونه ودریدل، لمونځ اداشو، ملا وغږیده او عسکر خاورو ته ټیټ کړای شو، فاتحه خلاصه او ستر غم یوې خړې جونګړې ته اړم شو، بله ورځ جومات کې دوکانداران سره وپسنېدل، یوه وې کورنۍ یې له ما مالګه وړې، بل وې د بوجۍ اوړو پیسې پرې پاتې شوې، بل وې درې میاشتې مخکې مې ټیم غوړي ورکړي و، درملتون والا وې د پلار د نسخو پیسې یې تر اخره را نه کړې،
کله چې یوه انسان ته زرغوصه ورزي اونه شئ کولای چې خپله غوصه کنترول کړای شئ، لومړی دي یوکلاس اوبه راواخلې اودیڅښي دهرغړپ په کولوسره دی فکر وکړی هغه اوبه چې زما له ستونې تېریږی اومعدی ته ځي څه قسم باندی ځی کوم مراحل طې کوی ایا له دوي سره کوم نورمواد هم شته چې بدن ته داخلېږی او که یوازي اوبه دی. اوبه دانسان حیات ته ډیری مهیمې دي،اوددی ترڅنګ دغصې په کنترولوکې لویه ونډه لری. کله چې یوانسان اوبه څښې د ده هغه ټول حواس په اوبوکې وي که تاسوچېرته لېدلې وي یوانسان چې اوبه څښې نوهغه خپل ټول حواس داوبوخواته ځانګړی کوی ګوري یې چې کومه خاشه یاهم کوم بوټې نه وي پکې داحالت دانسان دغوصې په راکمه ولو کې مهم رول لری.اوخپله انسان اولنې حالت ته راګرځوی،دابه تاسوته ډیرساده معلومیږی چې په یوکلاس اوبوسره سړی څنګه خپل هغه دغوصې حالت خپل عادی حالت ته راګرځوی اوخپل هغه غوصناک وضیعت له لاسه ورکوی خو!