بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


کرونا جدي ونيسئ

لنډه کيسه (کرونا جدي ونيسئ) ميرمن: وه سړيه! نن دا څوومه شپه ده چې ماشومان وږي ويده کوم. سبا ته څه چاره وکړه، مونږ خو يې زغملی شو، خو د دوی لوږه نور نشم زغملی. خاوند: غرمه يې څه وخوړل؟ ميرمن: غرمه مې ورته هغه وچ کړي پالک جوش کړل. خاوند: سبا ته چې هر څنګه کيږي، بازار ته ځم، تر څو مې چې څه نه وي پېدا کړي، نه راځم. که نور نه وي خپل ځان خو وژلی شم. ميرمن: خدای دې نکړي، داسې مه وايه. خاوند: څه وکړم؟ د مرستې څوک نشته او ښار يې بند کړو. ښارونه خو هغه خلک بندوي، چې ولس يې پ

16.04.2020 احدګل خادم

د عشق لفظ د الله او رسول لپاره ناروا دي

دا چې عشق يو نه يو اړخ د افراطي مينې سره لګوي او د خلکو په اند د مينې له درجو څخه ده، او الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم سره مينه عبادت دی او اصطلاح شرعي ده نو ټول اړ دي تر څو الله تعالی او رسول سره د ميني لپاره په شرعي نصوصو (قران او حديث) اکتفا وکړي، په قران او حديث هر ځای کې د محبت لفظ راغلی ( والذين ءامنو اشد حبا لله ) البقره ۱۶۵۵ همدا شان د بخاري او مسلم په رواياتو کې هم ټول د محبت الفاظ استعمال شوي، همدا راز ابن القيم رحمه الله هم په اغاثة اللهفان کتاب کې ذکر کړي چې د عشق لفظ د ال

12.04.2020 اصغر صلاح

د ليکلو اصول

عنوان يا سرخط د موضوع اظهار يا عکاسي کوي ۔ د تحقيقي ليک (مقالې يا کتاب) سرخط داسې پکار وي چې ترې پته ولګي چې دا تحقيق دے نۀ چې يو رپورتاژ يا افسانه ۔ په تحقيق کښې عنوان په ډېر سوچ او عقلي بنيادونو باندې داسې ليکل پکار وي چې ترې د موضوع د حد بندۍ او تفصيلاتو پته اولګي ۔ د سرخط په انتخاب کښې د هر څه نه زياته توجه معنويت ته پکار ده ۔ د تحقيقي او تخليقي ليک په سرخط کښې فرق وي ۔ په تخليقي ليک کښې اکثر عنوان د ليک نه بعد ليکلے شي او يا که اول ليکلے شوے وي نو هم پکښې دومره لچک موجود وي چې بيا يې بدل

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

د پروفېسر داور خان داود ژوند او ادبي خدمات

د پروفېسر داور خان داود ژوند او ادبي خدماتليک: ډاکټر محمد علي ديناخېلنېټه: ۸م اپرېل ۲۰۲۰په پښتو ادب او په خصوصي توګه په اولسي ادب کښې د پروفېسر داور خان داود د نوم نه هر څوک واقف دي ۔ داور خان يې خپل نوم او داود يې تخلص دے ۔ داور خان داود په ۱۴ فرورۍ ۱۹۴۰ کښې په پېښور کښې د عبدالمجيد په کور کښې پېدا شۀ ۔ د ګورنمنټ لوئر مډل سکول لنډي ارباب پېښور نه يې تر شپږم جماعته پورې سبق ووئېلو ۔ په کال ۱۹۴۵ کښې دوي په ګورنمنټ هائي سکول نمبر ۳ پېښور ښار کښې په ووم جماعت کښې داخله واخسته او په ۱

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

لنډه کيسه (نيمه بيه)

د ښار په يوه ګڼه ګوڼه کې د سرک غاړې ته يوه ښځه چادري په سر په داسې حالت کې ناسته وه، چې ماشوم يې په غيږ کې نيولی وو. مخې ته يې يو څادر غوړيدلی وو، چې دپاسه ورباندې د دنداسو وړې وړې ګيډۍ پرتې وې. کله به د ماشوم په غلې کولو او کله د مشتري سره په خبرو کولو کې بوخته وه. د لرې نه يې اعلانونه تر غوږ شول، خو د بازار د شور له امله ورباندې پوهه نشوه. د لاوډسپيکر دا غږ ورو ورو نژدې کېدو، تر دې چې تر دوی راورسېدو. دا د ترافيک پوليسو موټر وو، چې دپاسه ورباندې لاوډسپيکر لږيدلی وو. بار بار ترې دا اعلان

07.04.2020 احدګل خادم

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - شپږمه - برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د خپلې معلمۍ په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم. زه د ۱۳۵۶ لمریز کال، د مرغومی په میاشت کې د انجینرۍ د پوهنځۍ، څخه

02.04.2020 عبدالله - وردک

بهار

مژده که آمد بهار سبزه و گل بیشمار آب فراوان به باغ گشته روان هرکنار غچی و پروانه شد زنده به بوی بهار بلبل آبی کند غلغله درجویبار کرده شگوفه به باغ درخت سیب و انار برلب آب روان سایۀ بید وچنار کوکوزنان فاخته نشسته برشاخسار به شاخ سروبلند ناله کندزارزار زخانه مور و ملخ گشته روان سوی کار توهم بدو پشت کار ای پسر هوشیار خاطره : بهارشد، ابربهاری با رعد وبرق لحظات متوالی میبارد وبعد پراکنده شده، آفتاب نمایان میګرد

27.03.2020 دودیال

ګوګلي ډاکتران !

ګوګلي ډاکتران ! عبدالله - وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د کورونا د وایرس په هکله، ټولې مجازي پاڼې ډکې دي، او هرڅوک چې هرځای، یو معلومات پیدا کړي، نو هغه سمدلاسه،

26.03.2020 عبدالله - وردک

د اِکسيل اساسي فورمولې او فنکشنونه - لنډه یادونه

يوویشتمه پېړۍ د چټکتيا پېړۍ ګڼله کېږي، یوه داسي پېړۍ چي په لنډ وخت کي يې ډېر هغه څه ممکنه کړل، چي پخوا به افسانې ښکارېدې. هو افسانې! پخوا به خلګو ویل چي پر ځای به ناست يې او خپل چهارطرفه به وينې، د ورځو سفرونه به ساعتونو او ساعتونو هغې به په دقیقو کي کیږي دا او دې ته ورته، چي په اورېدو به يې انسان هېښ سو. زما ښه په ياد دي، پلار به مي له هرات څخه کوټي(پښتونخوا) ته ټلیفون کاوه، سهار وختي به د مخابراتو په یو لوی صف کي په نوبت ولاړ وو، چي وخت به يې را ورسېد وربه غی او د کوټي والا

24.03.2020 تېمورشاه یوسفزی

پښتو باید سمه ولیکو

په ویبپاڼو کي مي کتل څو «وییني» مي تر سترګه سوي،چي داباید سمي ولیکو. ترمخ تردې چي «وییني» وګورو دپښتو ژبي یوڅوستایني دنامه سره ګورو. لکه: پراخه یوه ستاینه ده،دنامه سره راځي. پراخ ملک،پراخ هېواد، پراخ تندی ... خو پراخه مړینه، پراخ مېړه، پراخ سړي ناسمه لیکنه ده. ډېرمړه،ډېرسړي،ډېره مړینه،ښه مېړه ... ښکلې سندر غاړې او ښه آواز ئې، که و وایوچي ښه سندرغاړې ده؛خودښکلاستاینه نه کوو،بلکي د«آواز» یائې د ټولنیز حالت ښه یو.د«ستاینو»سم پکاروړل دنامه سره دایو ډېراوږدپښویزاوادبي بحث دی؛پردغه څوبولګو

23.03.2020 محمدسرور وکیلي

معرفی قاموس کبیر افغانستان

قاموس کبیر افغانستان یک گنجینه ی علمی و اکادمیک قاموس( Dictionary)، لغتنامه(Glossary)سالنامه های احصائیویStatistical yearbook))، دایره المعارفها( Encyclopedia) و کتب درسی پوهتونهاTextbook)) در هر کشور کُتب مرجع وماخذ های معتبر و دارایی معنوی(intellectual property) شمرده میشوند. این آثار گرانبها در جوامع پیشرفته، متمدن و دارای فرهنگ عالی دستاورد بزرګ نخبگان علمی (Elitism) بوده، در خدمت جامعه و مراکز علمی قرار میداشته باشند. ارزشدهی فوق العاده به چنین اثار در نظامهای نخبه سالار( Scientific

23.03.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

کرونا او زموږ پنځه زره کلن تاریخ

کرونا او زموږ پنځه زره کلن تاریخ بابا څنګه ده کرونا؟ هیڅ شی نشته دا د کافرو دسیسه ده په مسلمانانو تاثیر نه کوي. نو بیا د کعبی طواف ولی بند شو؟ په سعودی عرب، مصر او نور اسلامی هیوادونو کی مسجدونه ولی بند شول؟ په مسجد نبي کی ولی د لمونځ کوونکی شمېر کم شو؟ دا خو ټول مسلمانان دي. دا هم د کفار دسیسه ده تا تیره شپه په تلویزون کی ونه لیدل چی کوترو د کعبې طواف کاوه؟ د خدای د کور طواف هیڅوک نه شی بندولای. ماته د بابک (پخوانی ولسمشر) کیسه را په یاد شوه، چا ورته ویلی وو چی ښځه دی

23.03.2020 محمد اکبر پیمان

زمونږ کلي او بانډې

درویشتمه برخه ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپي الحاج مرزا جمعه ګل خان ساپی د ملک محمد شریف خان ځوی د فتح محمد خان لمسی په کال ۱۲۸۱ ه ش د لغمان ولایت د عمرزیو د خیراباد په کلي کې په یوې منوره کورنۍ کې سترګې دنیا ته خلاصې کړې دي ۰ خصوصي زد ه کړې یې د دري ژبې په ادبیاتو ،فقه ، صرف نحوه او نور دیني علومو کې د لغمان او ننګرهار په ولایاتو کې د مشهورو علماوو څخه ترلاسه کړې او تر هغه وروسته بیا د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د مامور په توګه ولس ته د خدمت جوګه ګرځیدلی دی۰ مد

18.03.2020 سمیع الدین افغاني

سرې کرښې!

سرې کرښې! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم ‌و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د سرې کرښې ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو کې ډېر زیات یادیږي، او دغه سره کرښه هم، بیا یوه واحده کرښه نده، او هرڅوک خپلې هواىٔي سرې کرښې لري. د یادولو وړ ده، چې د یوه سره کرښه، کېدای شي، د بل چا سره کرښه نه وي. یا په بل عبارت، کرښه، تر کرښې، فرق کوي! ی

11.03.2020 عبدالله وردک

غبرګې لوړې؛ د معاملو ژورې!

سږنۍ ولسمشريز ټاکنې د کمي او کيفي دواړو اړخونو ډېرې ضعيفې وې، په کمي لحاظ د خلکو ګډونو خورا لږ و،په د ۳۶ ميليونی نفوس کې چې ښايي رای ورکولو وړ په کې د ۱۸ ميليونو شاوخوا وي، ايله يو نيم ميليون شاوخوا وګړو په کې خپله رايه وکاروله. په کيفي لحاظ ټاکنې ډېرې ناندريزې وې، پر درې لکو رايو تر پايه له ولسمشر غني پرته نور اکثره کانديدان معترض دي او وايي چې هغه مخکې او وروسته له وخته استعمال شوي او د بايو ميتريک ستونزې يې سرباري. په هر صورت په دغسې يوه شکمنه سيالۍ کې ګټونکی اعلان شو، دغه اعلان بي

10.03.2020 وحيدالله مصلح

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - پنځمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک پنځمه - برخه انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې تر آخره پورې، په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، زما د امریکې د تحصیلي بورس په هکله، ٔچې

05.03.2020 عبدالله - وردک

د غرض لاسونه

دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ او چرته چې یوالی او ورورګلوي وي هلته بریا او نیکمرغۍ خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کورنۍ نه راوخله بیا تر کلي کور،ولسونو،هیواد او د بشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠ کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا زیان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي هیوادونو دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړي او دنور انسانانو حقوق غصب اودهغوی هستي او

03.03.2020 سمیع الدین افغاني

مینه، شعر، ښځه او سیاست

« هغه څه چې زما لپاره ارزښ لري شعر دی، او شعر پخپله زه و ته یو...» نزار قباني(۱۹۲۳ – ۱۹۹۸) د سوريې نامتو سیاستوال و ‌ډیپلومات او د معاصرې عربي نړۍ یو تر ټولو ستر مینه‌لیکونکی او ډېر لوستل سوی شاعر دی. «مینه او ښځه د هغه د شعرونو موضوعیت ده او د هغه مینه‌لیکنې د ښځې د ښکلاپیژندنې و روانپيژندنې د ذهني ظرافت و نرمیو د ټولو اړخونو غبرگونونه او د یوه شرقي نارینه لرلید په ښه توگه رانغاړي او څرگندوي. د هغه د شعر دوهمه موضوع سیاست دی. قباني په خپلو ټولو دوه ځلوېښت دفترونو کې له څرگندو تصویرونو او

27.02.2020 سلیم پاینده

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - څلورمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک څلورمه - برخه انګلستان - فبروری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې تر آخره پورې، په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. پدغه لیکنه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل په پوهنتون کې، د خپلو

17.02.2020 عبدالله - وردک

سورخولۍ

دکوچنیانو له پاره لنډه کیسه  Von: Brüder Grimm   ژباړن: رڼا ګل اریوبزی یووخت یوه و ړه، خوږه، ښکلې جلۍ وه، دا به چې هرچا لیده، ورباندې ډیره ګرانیده، خو تر هر چا زیاته په خپلې نیاګرانه وه، نیایې تل په دې فکر کې وه چې، خپلې لمسۍ ته یو څه ډالۍ کړي. یو ځل يې یوه سره اوبدل شوې خولۍ ورته ډالۍ کړه، چې دسر سره يې ښه ناسته وه اوښکلې ښکاریده، نوځکه دې جلۍ بل څه نه په سر کول، تل له همدې خولۍ سره ګرترځيده، له همدې امله په سورخولۍ مشهوره شوه. یوه ورځ يې مور ور ته وویل

16.02.2020 رڼا ګل اریوبزی

په مکه کې د یوې نصرانۍ جنازه !؟

د غم او زغم په غوړیدلې لمن کې، د ګډ سوله ایز ژوند د سترې تابلو څو ګوتې په شمار خیرن او څه ځلیدلي انځورونه. کله چې د شوروي اتحاد دیکتاتور سټالین مړ شو نو خروشچوف او سیاسي پولیټ بیرو د تفاهم،‌ درناوي او ګډ سوله ایز ژوند د فلسفې نغاره وډنګوله، نو پراوډا ولیکل: د شوراګانو د هیواد ټول وګړي سم برابر او د خپل نظر مالکان دي. خو مازې څو میاشتې وروسته ولیدل شول چې په مسلمانې مرکزي آسیا کې په زرګونو انسانان، څوک ووژل شول او ځینې د سایبریا کمپونو ته واستول شول. د وال سټریټ جورنال، بي بي

08.02.2020 ولي الله ملکزی

ماکس ویبر او د هغه ژوند او آثار

(د نامتو ټولنپوه، اقتصاد پوه او څیړونکی ماکس ویبر د مړینی د سلم کال په مناسبت) په افغانستان کې له ۱۳۸۱ل. کال څځه وروسته نوې سیاسي پروسه پیل شوه. افغانان د خپل ژوند یوه نوی پړاو ته ډیر خوښ وو. نړیوالې ټولنې د ټولنې په ډیرو چارو او ټولو اداري او اقتصادی ډګرونو کې بیسارې مرستې پیل کړی. په دې کې یو هم مدیریتی مهارتونه لوړول او دملکی خدمتونو بیارغاونه وه چې ټولنې ته دعامه خدماتو د وړاندی کولو او دمشتریانو د رضایت توقع ورڅخه کیدله. دا یو لومړیتوب و چې باید ملکی خدمات او عامه اداره، په اداره ک

07.02.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

ګډه لیکنه که جلالیکنه!

په پښتو ژبښود کي ډېر ټوټکي ( Particle)یاادات سته،چي دیوه نامه یاکړني اویا وییني دپوهاوي لپاره راځي؛خوپخپله خپلواکه مانانه لري.خپلواکه ساده مورفېم (Morphem) دي. دلته ئې دوه ټوټکي یاني ادات څېړو. لکه: (په او له).بولګه: په کندهار کي باران اوري. له ننګرهاره راځم. (په او له) هغه مهال له ګړي سره ګډ لیکل کیږي،چي خپل ګرامري ستاینه ونه لري. (په او له) دواړه ټوټکي(prepositions)دي.دبڼي لمخه ساده خپلواکه مورفیم (Morphem)دي چي مورفیم یو( یوناني اولاتیني)ګړه یا وییکه ده. مورفي (Morphe)مانابڼه،ج

28.01.2020 محمدسرور وکیلي

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - درېیمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک درېیمه - برخه انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ. غواړم، پدغه لیکنه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې ثانوي زده کړې په هکله، معلومات وړا

27.01.2020 عبدالله - وردک

د واک غوښتنه او ټولټاکنې د شریعت له نظره

د اسلامي شریعت له انده ولسمشرۍ، د ملي شورا غړیتوب او نور منصبونه حق او امتیاز نه دي، بلکې دولتي منصبونه یې مسؤولیت گڼلي دي. د اسلام له نظره واکمني داسې شی نه دی، چې خلک دې ورته ډېری هلې ځلې او کوښښونه وکړي او پر ټاکنیزو سیالیو دې ډېرې پېسې ولگوي. د نوماندۍ حق دې ته وايي چې هر وگړی د دولتي منصبونو د نیولو له پاره ځان چمتو او هغه د ځان له پاره وغواړي. د اسلامي شریعت د ځینو نصوصو له ظاهري بڼې داسې برېښي چې د ټولیزې قاعدې په توگه هر څوک د نوماندۍ حق نه لري. د بېلگې په ډول: حضرت عبدالرحمن بن

23.01.2020 محمد سرور نیاومن

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more