ژونـــــالــــیزم!

دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!

لیکوال : مفتي فضل هادي (سالک)
(څلورمه برخه )

دخبر ارزښتونه :دخبر ارزښت هغه دی، چې خبر راپیژني، یعنې داهغه تله یا ترازودی، چې خبریالان پرې دپیښو ارزښت تلي ،،خبري ارزښت پخپله پیښه کې نغښتی وي، خودخبریال په هڅه اوهاندسره راوسپړل شي ،په بله وینا هره پیښه دخپل ډول له پلوه خبري ارزښتونه لري اودغه ارزښتونه خبرته خبري ارزښت ورکوي ،څومره چې دا ارزښت ډیروي ،په هماغومره دخبریالانو دپام وړ ګرځي او دخبرپه سرخط کې یې ځایوي .
خبریالانوته نه ښایې چې یوې داسې پیښې پسې وګرځي، چې ټولوته په زړه پورې وي، یادې یوه خبراو پیښه کې دټولو خوښه وپالي ،ځکه دهرچا ذوق بیل بیل دی ،چې پدې ډلبندۍ کې ځینې ارزښتونه دادي :
۱-مهالنی نږدیوالی :(Timeliness)-ترټولو وروستۍ پیښې یا معلومات نوې وي ،نوی والی دبیلابیلو خپرندویه وسیلویا رسنیو د ډول له مخې تعرفیږې ،داوونیزو(هفته نامو)دتیرې اوونۍپیښې هم خبري ارزښت یا نوی والی لري ، میاشتنیولپاره دتېرې میاشتې پیښې او خبرونه نوی والی او خبري ارزښت لري ،دیوې ورځپاڼې لپاره په تېروڅلریشتوساعتونوکې رامنځته شوي پیښې نوي وي ،دانټرنیټي پاڼولپاره هر څو دقیقې مخکې خبر یاپیښه خبري ارزښت لري ،دنوې والې څخه موخه هغه پیښې دي ،چې ډیری خلک یې په اړه معلومات نلري، چې همدایې ډیر مهم خبري ارزښت دی .
۲-ځایي نږدیوالی :(Geographical Proximity ): خلک هڅه کوي، چې دخپلې سیمې اوګاونډي هیوادونوپه باب خبرونه واوري ،خلکوته هغه خبر ډیر جالب وي ،چې پخپله سیمه یاهیوادکې پیښ وي، بیا ورته هغه جالب وي ،چې ګاونډي هیوادیا نړۍ کې پیښ شوي وي ،همدا مکاني یا ځایی نږدې والی دخبري ارزښت مهم عنصر دی ،که څه نن هر اوسیدونکی یوې سیمې او هیواد پورې محدود ندی پاتې ،بلکې هغه نن ځان دنړیوال کلې فعال اوسیدونکی ګڼي ،نولدې امله دنړیوالو ټولو پیښونه ځان خبرول غواړې او بل دلیل ښایې دنښلوونکیو وسایلواوپرمختللې تکنالوژي له امله دوګړوتر منځ داړیکو نږدیوالی وي، خوپردې سربیره بیاهم یو اوریدونکې یا کتونکې ته دخپل وطن او کلې خبر لومړیتوب لري ،لکه ننګرهار کې په تولیدي برخه کې دیوې سوادګریزې ،کرهنیزې ،روغتیایي پروژې احیاء او بیا رغونه او یا دکوم تعمیراتي کار خبر ننګرهاریانوته لومړیتوب لري ،خودکابل او شمال اوسیدونکیوته بیا ننګرهار کې دا ډول پرمختګونه یوعادي خبر دی اوکوم ډول لومړیتوب ورته نلري .
۳-غیرعادي والی (Nove lty):زمونږ شاوخوا سیموکې هره ورځ لسګونه پیښې کیږې ،خوخبریال پسې پلټنه وکړي اوددوئ له منځه غیر عادي پیښه دخلکو دمعلوماتو لپاره ترې انتخاب کړي ،ځکه په خبر کې غیر عادي والی مهم عنصر دی ،اودپیښو غیر عادیوالی دخبري ارزښت ترازو دی، لکه :اوړې کې د واورې اورښت ،دډیرو اولادونو په یو وخت زیږیدل او دیوه کوچني ماشوم لخوا په چاړه دکوم یرغلګراومتجاوز دښمن عسکر خیټه څېرل ........
۴-ټکر(Conplict) : معلومات اوپیښې پخپل ذات کې ټکر لري او دغه ټکر پر خلکو اغیز پری باسي ،دبیلګې په ډول دمالیې دزیاتوالې وړاندیز په ډیرو خلکو اغیز ښندې ،ځکه دمالیې زیاتوالی دډیرو ژوند اغیزمن کوي ،یا د دووډلوتر منځ دجګړې پر مهال په ناڅاپې توګه دیوې کوچنۍ نجلۍ وژنه ډیر اغیز لري ،دجګړې په ټس کې دبې ګناه کوچنۍ نجلۍ شهادت ډیرخلک دردوي اوخلک ښایې ددې کیسې په اوریدو کلک غبرګون وښایې .دلته دټکر څخه موخه وژنه او وینه توییدنه نده ،بلکې نورې ډیرې ګڼې بڼې هم لري ،لکه دنظرونو ټکر،چې ډیر کله دسیاسي ډلو ترمنځ رامنځ ته کیږې او داسې نور..................
۵-احساسات (Emotiom): له احساساتو نه موخه دپیښو په وړاندې غبرګون دی ،دغه احساسات ټول یو ډول نوي ،دوګړوله پلوه توپیرکوي ،احساسات دټولووګړو ځانګړنه ده ،ځکه هرڅوک څه نا څه احساساتي کیږې ،خو دلویانواومشهورو څېرو احساساتي کیدل ، یو مهم خبر جوړوي ،اودعامووګړواحساساتي کیدل هم یو خبروي ،دعامو وګړو احساساتي کیدل دناببره پیښوپه وړاندې دي، لکه :ټولوژنه ،ورانۍ ،کله دخوښیو پروخت هم را پاریږې ،داحساساتو راپاریدنه دخواشینۍ ،ویر،خواخوږۍ ،ګواښ ،اوپه نورو بڼو وي ،دبیلګې په ډول کلونه وړاندې نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړ چې :دامریکایانو لخوا ګوانتنامو یا بګرام د زندانونو په کندو یا چټلو اوبوکې دقرانکریم غورځونه ،یا غرب کې دهایلینډ هیوادکې دځینو متعصبو یهودو په لارښوونه د رسامانو لخوا داسلام دستر پیغبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم کاریکاتور جوړول ، دامریکا په یوه کلیسا کې دیوه ګمراه پادرې لخوا دقرآنکریم سوځونه ،دابو غریب په بدنام عراقي زندان کې له بندیانوسره غیر انساني چا ل چلند،هغه پیښې دي ،چې دنړۍ دعامو مسلمانانولخواپرې احساسات راوپاریدل ، مجلل تعمیرات پکې وسوځیدل ،خلک پکې مړه او ژوبل شول او ډیری پیښې مینځته راغلې .
همداسې داسلامي هیوادونو دمشرانو لخوا په پرله پسې پیغامونوکې دسیمې او نړۍ هیوادونوته ډاډ ورکول چې مسلمانان به ورسره په ښه ګاونډیتوب اوسوله کې ژوند وکړي، په ورته توګه تشریح کیدای شي .
۶-پراخوالی یا لویوالی (Maynitude) :
دیوه خبرپراخوالی اولویوالی دخبرپه اهمیت کې ډیر اغیز کوي ،څومره چې پیښه غټه او پراخه وي، هماغومره ډیر خلک اغیزمن کوي ،لکه دیوه موټر په اوښتویا چپه کیدو کې چې یوازې یو کس سرسري ټپی شوی وي ددې نه ددې خبر ارزښت ډیر وي ،چې دې پیښه کې ډیر خلک ټپیان شوي وي ،یعنې دزیان په ډیریدو خبري ارزښت رامنځ ته کیږې ،یا یوه غونډه کې (10000)لس زره کسه ګډون وکړي، خوبلې غونډه کې (5000)پنځه زره کسه برخه واخلي ،ښکاره ده چې (10000)دلسو زرو خلکو ګډون د(5000)پنځو زرونه ډیرارزښت لري .
۷-شخصیتونه (Personalities): له شخصیتونوڅخه مو مراد چارواکي ،مخور اونور هغه کسان دي، چې شهرت لري، چې کله دخبرلپاره داسې څیرې محور وي، نوخبر ارزښت پیدا کوي .
۸-ځایونه : داشخاصوغوندې دځایونوشهرت له پلوه هم دخبري ارزښت ډیروالی منځته راوړي ،دمشهوروکسانوپه څیر مشهورځایونه هم خبر په زړه پورې کوي ، لکه :دپارلمان یا دولسمشر د دروازې مخې ته چې چاودنه یا مظاهره وشي، نو دښاردنورو ځایونوپه نسبت یې څوبرابره اغیز زیات وي
۹-دپیښې یا راپور کره والی : دپیښې دکره والی یاسموالې نه مراددپیښې رښتینوالی دی ،خبریال باید دپیښې په اړه سم دقیق معلومات ولري اوبیایې رسنۍ کې خپورکړي ،که چیرته خبریال ته دپیښې په اړه سم دقیق معلومات نوې ،نوبایدپه نشرکې یې احتیاط وکړي ،ددې پیښې صداقت هغه وخت شونی کیدای شي، چې خبریال پخپله ددې پیښې ځای ته ورشي اویاهم دخپلوسرچینوپه باب باوري اوډاډه وي ،ځکه ډیرکرته یوبې اساسه خبر ژورنالیست یا خبریال دمحکمې میزته کشوي او ددې رسنۍ اعتبار له منځه وړې .
۱۰-توازن : دتوازن څخه مراد دخبر حقیقت اوپرحقایقوولاړخپرول دي ،یعنې یوه ژورنالیست ته نه ښایې چې دیوه چا دډیرې مېنې ،محبت اویایې دبغض اوشخصي تعصب په بناء خبر خپورکړي ،دپیښې په اړه باید له انصافه کارواخستل شي اوخبریال دې خپل نظر پکې نه ورګډوي ،دبیلګې په ډول که چیرته فلسطیني مجاهدین په یوه فدایې بریدکې داسرائیلي اشغالګروپوځي بیسونه او بارکونه په نښه کړي اوډیر ځاني او مالي تاوان ور واړوي ،نوغرب ماډله نړیوالې رسنۍ په اسرائیلي یرغلګرو عسکرو ددې برید داغیز دکم ښودلو خبرونه په شد ومد خپروي ،خودانصاف له مخې باید داسې رسنۍ دفلسطیني هیواد دویندوی نظر هم دپیښې په هکله هرومرو خپورکړي او دداړو لوریو څرګندونې په متوازن ډول خپرې کړي ،هسې نه چې دواکمنوڅرګندونې دپیښې په باب په سرخۍ کې خپروي، خو دمقاومت دویندویانوغبرګون چورلټ له پامه وغورځوي، چې دابه لویه بې انصافي او ددې خپروندویه رسنۍ ولسي اعتبار به راوغورځوي .
۱۲-روښانتیا: دخبرژبه باید ډیره ساده او روانه وي ،ځکه چې خبر لوستي ،نالوستي او نیمه لوستي ټول لولي او اوري یې ،نوداسې خبري ژبه پکارده ، چې داټول پرې وپوهیږې .
نوربیا.............
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ