محمود نظری
د طنز نړیوال تاریخ له څلورم ټوک څخه

سلیمان لایق اوطنز



۲۰۲۰-۱۹۳۰ م
سلیمان لایق په (۱۹۳۰ م) کال کې په ښرنې کې زېږیدلی دی ،د هغه اصلي نوم غلام مجدد او د پلار نوم یې هاشم خان دی .
سلیمان لایق په کال (۱۳۳۶ه ل) کې د ادبیاتو د پوهنځی د فلسفې له څانگې فارغ سو ی دی هغه په رادیو کې او د پښتو د انکشاف په اداره کې کار کړی دی، بیا یې دپرچم دجریدې د امتیاز د خاوند دنده تر سره کړې ده ، د ثور له کودتا وروسته هغه درادیو تلویزیون وزیر بیا د سرحداتو وزیر په صفت کار کړی دی .
داچې هغه د خلق د گوند غړی و نو د ثور د کودتا مخکې د وخت د دولت له خوا ډير ځورېدلی دی ملایانو هغه د بې دیني په تور تکفیر کړی دی ،خو د خپل انقلاب وروسته بندي سوی دی ؟!
سلیمان لایق دا افغانستان یو تکړه لیکوال او شاعر دی . دهغه ډیر داستانونه ، مقالې او شعرونه په رسنیو کې چاپ سوی دی او د ادبیاتو لوړې جایزې يې اخیستي دي.
د هغه اثرونه دا دي :
طنزیه داستانونه : پست خالي ، گرگ سپيد، شهر نا پرسان
دهغه لومړی منظوم کتاب «چونغر » په کال ( ۱۳۴۱ ل) کې چاپ سو ی دی ، بیا یې نور کتابونه په نامه د: کېږدۍ ، یاودنه او درمندونه ،منظوم فلکلوری طنزویه ، ساحل ، دفتر بادبان( په دري ژبه)، شېبې او ترانې ،د اباسین سپيدې، غرونه او کساتونه ( ناول)... د یو بل پسې چاپ سوي دي .
د هغه شعرونو منځ پانگه : ټولنیز مسایل، پښتون ته نصحیتونه ، ، د انقلاب ستاینه او د ملایانو او جهادي رهبرانو غندل ، فلکلوری کیسې اوداسی نور جوړ وي .
د هغه په شعرونه کې له طنز ه نیولی تر ټوکو پورې له هزلونه څخه تر هجو پورې بیلگې سته هغه اتکلاً په ټولو ټولنیزو ، سیاسي ، عشقي برخو کې شعرونه ویلي دي د هغه طنزونه خواږه اوسپين دي خو هجوې يې ترخې او سپکې دي، هزلونه يې خواږه، تخنونکي او خوندور دي او ټوکي يې پندي او خندونکي دي .
دهغه شعرونه ډیرې ښې نیوکې لري ،چې د رمز اوکنایو مالگه ورسره کډه سوې ده ؛خو کله کله د شعر په اخیر کې له ډیر خښمه ناببره د هزل خواته کښیږي.
هغه په شعر کې د چا مدح نه ده کړې لکه چې هغه خپله وایي:
زما هډوکي له لا فخر کړې په گور کې
ومی نه لیکل د سپو صفتونه
پرې مې ږده ملا زه د تسپو او نفلو نه یمه
عشق د لیونتوب را باندی وایي گواهې
د هغه په ډیرو شعرونه کې د د ثور د انقلاب او کارگرو د نظام ستاینه کوي
د پشتون څلی ، ختلي غرونه
درنې خبرې ، درانه خویونه
چې هو یې وکړه بله به نشي
څو یې په تن وي مغرور سرونه
یا داچې وايي:
گوند چې تکیه شو په شورویانو
جنون حاکم شو په انگریزانو
ملایې راووست په موږ یې سپور کړ
اوس ورته ټینگ شۍ انقلابیانو
خو د انقلاب د ناکامیدو وروسته بیا بله لاره پيدا کوي او ملامتي په ځینو نورو چې ده و رسره کار کوی اچوي او په هزل وايي :

د گوند ناره وه د ویښولو
نه د تړلو ، نه د وژلو
یو څو مور غوي راکې پیدا شول
د نرخ او څلي د سپکولو
هغه دا ځل خپل گوند غندي هغه چې هغه یې ستا ینې کړي دي ، هغه هجرت کوي هغه هجرت چې هغه ډیر غندلی دی دا دده په شعرونو کې ضد ونقیض پیداکوي
گوند یوه اډه شوه د شیطانانو
د بي هدفه منافقانو
افغان چې زخم د ننگ ونام شی
غیرت يې مړشی هوډ یې تمام شی
وطن یو گوند وو خو وروسته گندشو
دځان غوښتونکو په لومه گند شو
په جلا برخو ټوټه ټوټه شو
موړه موړه شو پیوند پیوند شو
چاچې هجرت که مابه غندلو
زه یوبې رحمه هجوي شاعر شوم
د وریتو شویو زړو له ښیراوو
وطن پردی شو، زه مهاجر شوم
هغه وايي زه په کال( ۱۹۹۲م ) دمی دمیاشتي په نیمایي کې له اور اخیستي افغانستان څخه دکوزې پښتون خوا دخیبر سیمې ته ولاړم. ترهر څه دمخه مې دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغني خان په آدرس چې هغه وخت داوږدې ناروغۍ په وجه دمړینې دانتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته مې هغه ته په هما غه بستر کې دده په غوښتنه ولوستله.غني خان خپل نږور«نرگس » ته وویل،چې قصیده زما په غږ کې ثبت کړې. کله چې زه دقصیدې دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل مې چې دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل... افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدې دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم.

دا زموږ د ستر گو وړاندې، «غني » گوره څه تیر یږي
یــو با تور ملت غر قیږي، یو مظبوط وطن نړیږي
یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي
څه بې پته شوو جنگونه، څه بې هوډه شوو ننگونه
تو لعنت په دې شملو شه، لا دي جگي نه شرميږي
دا د چر گ لکۍ ته ورته شملې واچوئ په ځمکه
دا د شرم او ماتي نښې، پښتنو ته نه ښا ييږي
شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندې وي لکه
اوس په هر کدو جگيږي ، اوس په هر «اجړا» خوريږي
خدايه دا دي څه راوکړه ، چې يو نر دي راپرې نښود
هر کمر ته چې تکيه شو، لکه شگه را شړيږي
يو «ميرويس» په موږ کې نشته، چی گر گين لارې ته سم کړي
يو «شير شاه» راپورته نه شو، چې «مغل» ته ودريږي
د سلیمان لایق په شعرونو کې نیوکې ډیري لیدل کیږي، چې ډیري يې طنزي نیوکې دي؛ څه سپورې ستغې یې هم ویلې چې ځینې یې هجوي دي، څه نه ویل شوي شعرونه يې هم ویلي چې باید ویل سوی وای چې ځینې یې هزلونه دي، ډیري سپیني خبرې یې هم کړي ، نصیحوتونه او فلکلور ي کیسې هم لري .
کله کله وضع او شرایط هغه اړباسي د کنایوله دیواله سر را وڅت کړي او سپیني خبرې وکړي دا چې موږ په سپينو خبرو آموخته نه یو هغه راته سپورې ستغې ښکاري .
لایق د جهادې مشرانو په هکله وايي:
دې سپکو شویو ږیرو ته گوره
چې اور راشیندي له پردي کوره
خپل خلک وژني د بل له پاره
ورینداره بیا یې له خپله وروره

هغه دجهاد داسې ستاینه او تعریف کوي:
جهاد د خلکو تالا کول دي
هم سپکول دي ، هم ورکول دي
دناوستلو ټوپک مارانو
په ټولو چارو حاکمول دي
جهاد پلمه ده د ورانولو
له یوې مخي د چورولو
آزاد جواز دی پاکستاني ته
د افغانانو د ختمولو
جهاد بل شی نه دی لوټ او غارت دی
د لوټمارانو یو سیاست دی
په تالان جنگ دی د تالانگرو
ددوښمنانو یو مصلحت دی

هغه د وطن وضع په طنز سره داسې انځور وي:
وطنه گوره دا دی څه حال شو
چې هر حرام دی غلو ته حلال شو
موږ خپلو خروته لا هک او پک یو
ملا ته گوره چې خر دجال شو
هغه د ملایانو دحکومت په اړه وايي:
د جنگ اورونه بیا تازه کېږي
ملا حاکم شودوزخ جوړیږي
د ملا عدل بې اوره نه شی
افغان وطن به جهنمیږي
یا داچې:
ملا حاکم شو امتحاني شو
له حجري ووت سم میداني شو
په څو کلدارو پاکستاني شو
په څو ډالرو امریکایي شو
یا داچې :
د ملا یانو توره ناورینه
زما وطنه په وینو خوړینه
وخت را نېږدی دی وزر ازاد کړه
هم له سیافه هم له گلبدینه
هغه د زورواکانو ، غدارانو هجوې کړي، چې دا هجوې هغو ته شلاغې او نېښونه دي،هغه دداسو خلکو ډیره کرکه ښیي له هغه سره لکه دخپل شخصي دښمن کړه کوي او وايي:
پرو ني ملا ته گوره ، چې ټو ک خور و سقا ط خورو
اوس چې خصم د افغان شو، په سرو زرو کې ډوبيږي
لويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښې ببره ږيره
ويته خوله بې شرمه شرگی ، لکه مچ هر څه کې لويږي
ربه دا لا څه تالان دی،چې به خپل وطن یې وینم
چې خپل سپي په پردي ننگه،افغانانو ته غپیږي
دا به بیا اباسین ایشي،ډوبوي به تورې کونې
تور پنجاب به وهل کیږي،له بنسټه به نړیږي
هغه د مستو د گاړې په نامه شعر کې د بامیان د بودا د برخلیک او د ملایانو دنړۍ لید په هکله په طنزوايي:

ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام
سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام
اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام
قران یو ه چاړه، د بې بنیاده انتقام
الله د ږیرورو قاتلانو یو امام
ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه
ولس یوه رمه، او امارت د مستو گاړه
د تورې لمن نیسه خلاسوه ورڅخه غاړه
دوه غبرگ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه
ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه
چاچې کړې بي موقع خوب وخنداده
د بریښنا په شانې یوه خندا کې تللي
محتسب که هر څو چم د احتساب کړي
رند پوهیږي چې په زړه کې څه حساب کړي
په قبا کې يې پټ کړی خم د میو
که په خوله هرڅو وردونه د ثواب کړي

سلیمان لایق دهیوادپه بدو حالاتو کې خپلې اندېښنې بیانوي کله هم دااندېښتې دزړه له خوږه د هجوي په ویلو تمامیږي، هغه خپلو سیاسي مخالفینو ته ؛ د بل په امر ملایانو او مذهبي مشرانو ته ؛ د انقلاب نا پوه مشرانو ته او باالاخره نا پوه پښتنو ته خطاب کوي د هغو بد کړه غندي او ان کله کله له درده سپورې او ستغې ورته وایي.
هغه د زړو فکرو ملا یانو سره جوړ نه دی هغه ملایان غندي. هغه پښتو او پښتونواله مطرح کوي لومړی نصیحت کوي بیا یې ان په ډبره ولي او هغوی
پښتو پښتونولی ته هڅوي چې د هیواد په حالاتو سوچ وکړي.
هغه وايي د ملایانو د مخنیوی لپاره هر چیرې ولاړم اخیر ناچاره بیرته ملا ته کښېناستم.
عقل همت مې له چا ونه لیده
په بیار ته راغلم ناست یم ملا ته
هغه د پښتون یو لوی عیب پیسه پرستي بولې هغه سره زر او پیسې داسې تعریفوي .
د اطلا چې هر سړی يې په ارمان دی
دا قاتل د شرافت او د وجدان دی
فلز نه دی استبداد دی تجاوز دی
د انسان په عواطفو کي شیطان دی
هغه د ډیرو مذهبي او کامي مشرانو بې علمي غندي وايي:
ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې
هغه داسې پښتانه غندي، چې ننگ نه لري، هغه وایي چې پښتون بې ننگه شي بیا په پستي که څوک نه پسې رسیږي.
افغان چې زخم د نام د ننگ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي
هغه د پیسه پرستو ناروغانو د ظاهري ژوند چې ټوله ورځ د پیسو په راټولولو اخته دي په هکله وايي هغوی درمان نه لري وايي ان که مسیحایې درملنې ته راشي هغه به لا د پیسو ټولولو په سوچ کې واچوي .
احساس مې غلی شوی د ماڼیو په اړ خوکې
ایمان مې خیرن شوی په درواغو سلامو کې
بې خونده، بې مزې شوم، په چوکیو په میزو کې
پښتو مې ورکه کړي ژوند په دې خلکو په سړو کې
اورونه دي سوځل کړي په موتړو په قصروکي
گران شوی ماته ژوند په دې خلکو په سړو کې
هسي تللی یو د خپل ځان په غمو کې
د پیسو په تموج او توفانو کې
که انفاس د مسیحا راشی علاج ته
مبتلا به شی په فکر د پیسو کې
هغه د بد خلکو د پيژندولو لپاره یو چو کات جوړوي او په طنز وایي:
يو چې ډېر خوري سوگندونه
بل چې ډېر کاندي پورونه
اشنايي ورسره مه کړه
دابې پته دي خويونه
هغه ددوښمنانو له دسیسو څخه هم پرده پورته کوي چې څرنگه په پښتنو کې د نفاق زڼي کري ، دسیموو، ژبو او مذهبي توپیرونو اور ته لمن وهي.
ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو
د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو
د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو
د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو
ازبك او نورستان ته يې دم ا يښي دى دوركې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې
دا څنگه منور دى
په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو
راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو
تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازونو
په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د گلونو
وهي په دېوالو د لمر په خونه كې گاپكې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې
دا څنگه منور دى
هغه دخان او خانی حالت په هیواد کې غندي او وایي:
کوم ملت چې خرد خان وي ملت نه دی
چې د خپل قوت نادان وي ملت نه دی
چې د نورو له ویالې څخه ویرېږي
او غافل دخپل توفان وي ملت نه دی
هغه افغانانو ته په نصیحت وایې ټول عمر دی عبث تیرسو بېله دې چې یو ښه کار دی هم خپل خوار ملت ته کړی وي.
هلکتوب په لوست او لیک کې درنه تیر شو
په ځواني کې حرص ومال درنه چاپير شو
په زړښت کې سمه شمه د سهار يې
څوک چې زوړ شو ناتوان، چې مړ شو هیر شو
هغه بیا هم ناکامه انقلاب غندي د هغه مشران چې خپله هم یو له هغو څخه دی بې اودسه ملایان بولي او وایي:
دا موټري، دا باغونه او قصرونه
دا په وینو آباد شوي تعمیرونه
دا به وسپړی یوه ورځ د خلکو مخکې
د چا غلا دچا تیری د چا ظلمونه
انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه
زه په جگ آخورکې دچا نه خورمه وربشي
نه دچا خرکیږم د بارونو نه کچر
زه که د چا خرشمه پښتو به شرمنده شي
ناړي به راتوکړي په سپين مخ باندې هنر
هغه د ښځو تاریخ ته یوه کتنه کوي اوپه طنز د هغې له خولې وایي:
زه په ټول تاریخ کي ملعبه ستا د شهوت ومه
یا یوه تحفه د ستمگرو د رضا
کله چې به خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم
پښې به مې شوی ماتې د هر ظالم ته په نڅا
هغه په طنز وایي که زه یا انقلاب نه واي د ا د هیواد ریاکاره دښمنان به چا رسوا کول :
دا چي ناڅي د پنجاب و تورو ډلو ته
د افغان په دښمنۍ باندي ترټل چا
دا ناولي د جنت ټېکه داران به
په پلورلو د وطن باندي نيول چا
چا سوگند ته کښېنول د خدای په کورکي
داکافر مسلمانان به لوڅول چا
چا به ميږي خلاصولې له لېوانو
د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا
سور قاتل او تور ملا وطن تلاقه
د انصاف پاکه تله کي تلل چا
درواغجن وطن پلورنکي مشران به
ناخبره ولسونو ته ښودل چا
دهغه ډیر طنزونه له یو عمومي سطحي څخه د ډیرو جذباتي کیدو په اثر شخصي سطحی ته کاږل سوي دي یا دا چې دهغه چاپیریال هغه اړ ایستی چې ټینگ توري وکاروي ځکه دخان ښکنځل هم نصیحت وي نو ځکه هغه د غټ کونې، تور کونې، حرموني کنايې په زغرده کاروي .
د هغه په شعرونو کې لکه سعدی او مولانا او خوشحال خان خټک د انساني غړو نومونه اخلي لکه تیونه، کونه ...
که څه د انسانی غړو نومونه اخیستل په نورو ژبو کې چندان عیب نه گڼل کیږي خوپه پښتني کلتور کې دانسان دتناسلی اندامونه نومونه،درکیکو کلماتو او ښکنځلو پر خوله راوړل او دهغو لیکل بې ادبي بولي، خو په ورځنیو خبرو کې دا داسی کلمې ډیر کارول کیږي. دغسې شعرونه ته په ادبیاتو کې هزلونه وایي چې جنسي هزلونه په دوو برخو ویشلی سو لکه: پورنو گرافیک او اروتیک .
پورنو گرافي هزلونه یوازې د انسان د هڅولو لپاره ویل کیږی چې کومه هنری ښکلا نه لري .
اروتیکي هزلونه نه یوازې دا چې جنسي هڅونه لري بلکه ښکلایز ارزښت هم لري چې د هنر په ډگر کې راځي او جنسي ټکي او موخه يې د شعر اصلي مضمون نه جوړوي. اروتیک ادبیات په ټولو کلتورونوکې لیدل کیږي
دسلیمان لایق د شعرونو یوه بله برخه هزلونه او ټوکې جوړوي .
دا د سلیمان لایق د هزلونه څو بېلگې :
ده په دوو تیو لگولي وي منگولې
پښې يي قمار کې هم جنت او هم ثواب
زه به دخپل زړه بلبل راضي کمه چې راشي
خیرکه په سینه باندې دي رپي دوه بازان
ماوی په سپنه دی دوه کوترې دی رپیږي
پرې مې ږده چي لوبم پې دی دوو کو ترو زه
ورانه له خندا شوه وې يې: نه نه نه نه نه
څوکې به درنکړم ددې دوو وزرو زه
یا
ظالمان همیشه خوري د مظلوم غوښې
په کمزور د زورور منگولي خښې
لرگبه ووي له غضبه خوټې راکه
دامی بس دی خزانی ځانته بسیا که
غریبگوټی وی توبه می له دی گټو
چې تر خوټو پوری ډوب شومه په خوټو
دده خوټي هم د نورو سره ولاړي
دده خوټي هم ورسره ولاړی
سپره پاتې شو غموته جینگې داړې
یوه بله بېلگه :
تا خلاصي کړې د نجونو ټنۍ
تا له چا ایستي د ایستلو جامي؟
چاچي پټ کړی په شوخۍ کې بدن
تايي چیرلی د چیرولو جامي؟
یا
کله دی شین کمیس په سپینو پښو
چیری لیدلی چې ښوییږی پسې؟
له زنگنو تر ښکلو تیو پورې
ورو ورو ځوځیږي او لوڅیږي پسې
یا
تا په سینه باندې داغونه ايښي
چا د گرموپېدونکو تیو؟
تا يي رودلی دی د نارو څوکي
ته يي مست سوی يې په سپینو میو

د هغه څو ټوقیز شعرونه :
د تور کمېس له سپخېدلی د زره
دنجل پوستکی تخنولی نه يي
تاچې د حسن لوټماري کوله
هغي په غلاباندی نیویلی نه يي؟
یا
نجونو ما پریږدی چې رسوا کیږم
نوی عاشق یم بې حیا کیږم
ماله دې گرمو شونډو نه ساتئ
له واکه وزم بې پروا کېږم
دا هغه د نصیحتونو یوه بېلگه:
پخپله هو چې څوک باوري وی
مټ او چمبه یې د زمري وی
چې هویې نه وي لیري تري گرزه
که «باختري» وي که «خاوري» وی
دا لیکنه د هغه په دې مدحه شعر پای ته رسوم چې د ځان په هکله وايي:
زه د بلبلانو او گلانو شاعر نه یمه
ماسره د شپو ورځو کاروان په خوځېدو دی
دا نړي به مسته د شرابو په نغمو کمه
دومره که تسل شم چې افغان په خوځېدو دی