د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېلابېلې ټولنيزې ليکنې

02.05.2016 10:16    |   توریالی ملیار د کلیمو او توریو بې ځایه کارول

(او قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو نه دي) دغه جمله دوه مفهومه وړاندې کوي یو دا چې قبلې ته مخ ګرځول د لمانځه له شرایطو بلل کیږي او بل مفهوم یې دا دی چې قبلې ته مخ ګرځول په شرطونو کې نه بلل کیږي، نو لیکوال که دلته له (نه) کلیمې تېر شوی وای جمله به د مفهوم له اړخه سمه وه- البته ډېر وخت په لیکنو کې همدغه (نه) بې ځایه کارول دې ته ورته ستونزې پیدا کوي.

01.05.2016 10:13    |   شاکر جلالي د کارګرو نړیواله ورځ

د نړۍ له پيل نه انسان د خپلې روزۍ د پیدا کولو لپاره دوه انتخابه لري؛ لومړی دا چې خپله به ازاد کار کوي، څوک پرې کار نه لري. څومره چې يې خوښه وي، هغومره کار کوي. په دغه ډله کې کروندګر او ښکاریان شاملېږي. پخوا به عموما انسانانو خپله روزي له کروندې او ښکار څخه لاسته راوړه. دوهمه ډله هغه کارګر دي چې د نورو له لورې ګومارل کېږي، آمر لري. په یو مشخص کار مامور کېږي، څه چې آمر وایي هغه به تطبیقېږي، خپله ازادی نلري.

28.04.2016 10:15    |   دکتوتر طاهر منصوري د ربا ډولونه

ربا الدیون هغه ربا ته ویل کیږي چې پور اخیستونکی د وخت په تیریدون سره د پور ورکونکي په رأس المال کې د زیاد راوړي، په ربا الدیون کې زیادت شرط دی. له نومړۍ ربا نه د جاهلیت په وخت کې خلکو استفاده کوله او د خلکو په منځ کې مروجه ګرځیدلې وه

27.04.2016 10:48    |   صمدي په لغمان کې زرګونه ځوانان څنګه په کار شول؟

سره له دې چې په دې وروستیو کې دهېواد په لر او بر کې سختو جګړو اود نړیوالې ټولنې د مرستو په بېسارې ډول کمیدو دبېکارۍ کچه خپل وروستي حدته رسولی ،ورسره سم زرګونه ځوانان اړ شوې چې دجګړو او بېکارۍ له ستونزو هېواد پریږدي او د نړۍ نورو ملکونوته په مرګونولارو زړه ښه کړې،چې ډیر خويې په همدې غره ییزواوسمندري لارو دمرګ خولې ته ور ولویده اوخوږ ژونديې دښې راتلونکي قربان کړ.

27.04.2016 10:47    |   رضا مشھود نام اقبال در فلسفہ خودی ’’ اقبال زندہ است‘‘

علامہ اقبال در سال ۱۸۷۷در سیا لکوت تولد یافت، تعلیمات دورۀابتدایی فارسی وعربی رااز مولوی میر حسن استاد دانشکدہ مشن علوم شرقیہ آموخت۔ بعد از تعلیمات فوق لیسانس در دانشکدہ اوریینتل بہ حیث استاد فلسفہ وانگلیسی آغاز بہ خدمت کرد، در آن زمان از پروفسور آرنلڈ کسب فیض کرد و بہ سال ۱۹۰۵بہ انگلستان سفر نمود ودر آنجا درآزمون بیرسٹر موفق شد ودر جرمنی درموضوع ’’تصوف در ایران ‘‘تعلیم دکترا را کسب کرد ،از آنجا بہ وطن باز گشت کرد ۔و کا ر وکالت آغاز نمود۔ ولی بعد ازایامی کاروکالت رارھا کرد۔ ودر سال ۱۹۳۸ دارفانی را ترک کرد۔ آغاز شاعری از نالہ یتیم کرد ۔ اقبال دوستدار وطن بو د چنانکہ از سخنوری او پیدا است کہ او محب حقیقی ھندوستانی بود کہ دلیل اش را ترانہ ھندی گفتہ می توانیم ،علامہ اقبال بہ ھر دو زبان فارسی و اردو شعر سرودہ است کہ زمینہ شاعری ھر دو زبان اش یکسان است او در زمینہ شاعری بہ نام پیغمبر شھرت یافت۔

27.04.2016 10:47    |   رضا مشھود ولیؔ الحق انصاری و شعلۀ ادراک او

سر زمین اود ھ درھند یکی از مرکز علوم وفنون است که نامور ترین قدیم شعراء و ادباءپیدا شدند وگزشتند۔نوابین اودھ خود عالم،و دوست داران دانشمندان علم وھنر بودند فارسی در ھند زبان دولتی بود که بعد زوال سلطنت مغولیه به طور کلی از بین نرفته حتی تا کنون در ھند فارسی زندہ است پرو فسور ولیؔ ا لحق در یکی ازپاسداران زبان فارسی بودکه نام او ولیؔ الحق انصاری ونام پدرش وجیه الحق بود،خانوادش برای علوم دینیه و خدمت دین در جایگاہ که به نام فرنگی محل مشھور است سلسلۀ نسب انصاری صحابیٴ پیغمر محمدرسو ل اکرمﷺ به حضرت ایوب انصاری می رسد۔پسر ایوب

26.04.2016 10:07    |   ډاکټر حمیدالله زړءور صاپی د اپریل ۲۳ درې ویشتمه او څو بیلابیل کلتورونو کې ېې لمانځنه

دوه ورځې مخکې مې له رسنیو معلومات حاصل کړل چې :۱-یونسف دا ورځ دکتاب اودخپرونکو حق دنړیوالې ورځې په حیث له ۱۹۹۵ ز. کال راهیسې منلې ده او په دې اړه ډیر مضمونونه دنړۍ په څلورکنجونوکېد کتاب د ښېګڼو او دتر ټولو ښه <دوست> ګڼلو او د مطالعې په فایدو ولیکل او ولوستل شول ؛ په انګلستان کې ېې د شکسپیر د ۴۰۰مې کالیزې سره نمانځي. ۲- په پښتونخوا کې د قصه خوانۍ د خونړۍ پیښې ۸۳مه کلیزه وه!!. د پښتنو او افغانانو اوسني ځوان نسل خو به فکر کوم دا پیښه بیخي د یاده وتلې وي، ځکه دا اوس په قصه خوانی کوڅه او بازار کښې یوه لوحه یا بوړډ په پښتو نه لیدل کیږي او نه د پښتونخوا تش په نامء <عمرانخاني او پرویز خټکي په ولایت کې> پښتانه ماشومان او ځوانان د مورنۍ او پلارنۍ ژبې له زده کړو او لیک لوست منع شوي ؛ نو د قصه خوانۍ او خدايي خدمتګارانو قصو مشران یو په یو په اجل او بې-اجله ! د آخرت خواته کوچ کوي، نو دا قصې به راتلونکو نسلو ته یواځې په ځینو پخوانو کتابونو <که هغه هم پاتې وي> ورسیږي>> وګورئ پورته ۱ شمیره کې د کتابونو ارزښت!

26.04.2016 10:02    |   خان ولي کامران ویسټ انډیز (غرب الهند)

د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې د غړو نومونه هغه مهال زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د خلکو زړونه وګټل چې د افغان کرکټ له لوبډلې څخه یې په هند کې د کرکټ د نړیوالو شل اوریزو سیالیو پرمهال ماتي وخوړه

24.04.2016 17:02    |   محمد انور ولید روغتیا او قیادت

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش کچه یې کله ارثي ـ کله اکتسابي او کله هم دواړه بڼې لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي اوکېمیاوي ) عواملو ، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو، او نورو مترقبه او متوقعه او غیر مترقبه او متوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل سره تر سترګوکېږي .

24.04.2016 17:01    |   محمد شفیق حقپال د مطالعې او کتاب لوستلو لارې چارې

که چیرې غواړئ بریو ته ورسیږئ که چیرې غواړئ خپلو هدفونو ته ورسیږئ نو دپوهې لاسته راوړل ترټولو اړین دي، دغه پوهه کولای شئ داستادانو، ښوونځیو، پوهنتونونو ... له لارې ترلاسه کړئ او هم دمطالعې له لارې. له مطالعې زموږ هدف دلته د کتابونو او لیکنو لوستل دي، دعظیم الشأ ن قرآن تلاوت او ترجمه او احادیث او نور دیني کتابونه خو ترټولو لومړی باید مطالعه شي او د خپل ژوند ډېره برخه باید ورته ورکړئ، په دې برخه کې یواځې دکتابونو او د بريښنایې وسایلو له لارې د مطالعې په هکله لنډ بحث غواړو وکړو چې کیدلای شي دهرکتاب او متن د لوستلو لپاره تاسو ته ګټور تمام شي. مطالعه هغه بهیر دی چې په ترڅ کې یې یو شخص یومطلب یا یوه موضوع د لیدلو او ویلو له لارې ترلاسه کوي. اود ډېرو موخو لپاره ترسره کیږي: دپوهې دزیاتوالی په خاطر مطالعه، د بیکاری دوخت تیرولو او ځان بوخت ساتلو لپاره مطالعه، دیوې پوښتنې دځواب موندلو لپاره مطالعه او نور.

24.04.2016 16:58    |   سردار محمد همدرد استاد يون، ښه ليکوال که غوره سياستوال

داسې ټولنه او داسې قوم چې يو وخت يې د جلال او عظمت کيسو د نړۍ د پاچاهانو تختونه لړزول، داسې وخت وو چې ټوله نړۍ ورته سرټيټې وه، داسې ملت و چې پر کيسو او اتلولۍ يې د ټولې نړۍ هوښيارانو خولې خوځولې او داسې ولس وو چې نورې نړۍ کتابونه پر وليکل. خو دغه ولس، دغه ملت او ژبه يې په اوسني عصر کې دومره محاصره ده چې ويونکي، لوستونکي، ليکوال او پوهان يې د خلاصون په اړه د څه ويلو جرأت نه لري.

22.04.2016 12:49    |   ډاکترشارق ساپی د بخت مير اکا موډ اوفیشن

تهذیب اوثقافت د يوه ولس اوټولنې خاموش تعریف دی. موږ افغانان اوبیا په خاصه پښتانه له کلتوري اړخه په تاریخ کې سخت دریځې پاتې شوی يو. خو د ګلوبلایزیشن په دې دورکې زموږ د ځینې مهاجرو اومسافرو افغانانو ترحد اوښتی کلتوري بدلون هم ژړوونکی اوهم خندوونکی دی.

20.04.2016 11:04    |   اجمل درمان څڼورکي کاکا ته د ټپي کوچني زارۍ

څڼورکي کاکا ته د ټپي کوچني زارۍ هی ..! ما مه وژنئ زه مسلمان يم، ما ته شپږ کليمې هم زده دي، سهار وختي مې لمونځ وکړ او د مسجد له قاري صاحب مې سبق هم وويلي. د نن سبق مې دا و چې : ...

19.04.2016 21:26    |   اسم هجران د هیواد د ټولنیزي بیا روغاوني په هکله د کدرونو(روڼ اندو) مسوولیت

دا یوه منل شوی او څرګنده حقیقت دی چې د ټولنیزو چارو ټول واک له حکومت سره وي، او د چارواکو له ملتیا پرته په ستونزو بریا هم ناممکنه ده، خو له دې خبري هم انکار نه شي کیدلي چې وايي «ګیږدۍ په خپلو مرندو اباد ده». یعنې یوه ټولنه په خپلو افرادو او اتباعو بیسا او سوکاله ده. که د ټولنې اتباع د خپل راتلونکې په هکله اندیښنه ولري، او د ممکنه ستونزو د حل په موخه مناسب تدابیر په پام کې ونیسې، نو حتمي ده چې د روڼ سباوون نیکمرغي به یې په برخه وي، چې د نړۍ د ټولو پرختللو هیوادونو روان بهیر ددي ښه بیلګه ده. د دوي په کاري اصولو او خوځښتونو کې به هرومرو توپير وي، خو په عمومي پرنسیب کې یې د اصلاح او چټک پرمختګ راز یو دی. یعنې وګړي او کدرونه یې د خپلو ابتکاراتو په درشل کې د نوو چارو د لټون په تګل کې دي، او تر یو بل د مخکښ سیالي ترسره کوي. لري به نه ځو، که د ختیځي اسیا هیوادونو لکه چاپان، کوریا، مالیزیا، اندونیزیا، سنګاپور ان تر چین پوري ټولو ته په ځغلند نظر سره وګورو، نو د وګړو او کدرونو د مدنی خوځښت لیوالتیاوي او شوقي رغبتونه یې ددي لامل شوي چې ټولنۍ یې له پوره رفا سره د سترو شاهکاريو د ترسره کیدو جوګه شوي، او حکومتونه یې په یو متناسب حد کې د واک د ساتلو او اسانتیاوو د برابرولو په چارو بوخت دي. اتباع یې له دې فرصیته څخه په ګټه اخیستو سره سکون محسوسوي او روڼ اندي یې بیا بریاوي ترلاسه کوي، چې کوم وصفي بیان ته اړتیا نه لري.«چیزي که عیان است چه حجت به بیان است».

19.04.2016 21:07    |   محمد انور ولید د ډګر جنرال غازي بسم الله خان وردک د بنسټ په ځواب کې

په دې څو را وروسته کلونو کې په وردکو ولایت کې ځینې مؤرخین ، مشاهیرلیکونکي او ابن الوخت د تجارت پېشه نهادونو په نامه بنسټ لرونکي لیکوالان را پیدا شوي چې د وردکو د زرګونو شهیدانو او ريښتینوژوندیومبارزینواومؤسسینو په موجود یت کې په ډېره سپین سترګۍ د خپلو شته دولتي اوغیردولتي چپي فمېنېسټي امکاناتو پرمټ یې داسلامي اصیلوتحریکونواومبارزې په مسیرمسخه کولوپسې را اخیستې ، له جهاد اومبارزې څخه یې د مؤمن خان ښامارجوړکړی اوهرڅوک په خپله خوښه یوه تسمه ترې باسي او وایي چې ګواکي د روسي ښکېلاک ښامار موږ مړکړی اوغواړې پردې سره د خپلو تېرومنفي عادتونو، مهارتونواو معاملو له مخې د جهاد اواصیلې اسلامي مبارزې مخ پربله خوا واړوي او راتلونکو نسلونو ته وښیي چې ګواکې ددې قافلې د پیل او پای ټول علمبر داران همدوی وواو بس .

19.04.2016 21:05    |   خوشحال آصفي شهيد ډاکټر نجيب الله؛ د افغاني تاريخ وياړلي څېره

د افغاني وياړلي تاريخ پاڼې ګواه دي چې پاكستان تل په ښکاره او مرموز ډول په زرګونو افغانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په شهادت ورسول، هر افغان چې په افغانستان كې د پاكستان د ګټو په خلاف اوچت شوى، د نا معلومو عواملو او اشخاصو له خوا وژل شوى. د همدغو وياړلو اشخاصو سرلارشهيد ډاکټر نجيب الله دی چې په مړينه او شهادت يې ځمکې، اسمان، ملت او خاورو اوښكې تويولې، د ډاکټر صاحب نور ټول ښه صفات که پر ځای پريږدو نو يوازې د افغانانو د سرسخته دښمن (پاکستان) په مقابل کې يي دريځ او پاليسي د افغاني وياړلي تاريخ زرين ټکي دي. ډاكټر نجيب الله د خپلې واكمنۍ پر مهال د پاكستان سره پر جګړې سربېره، د پاكستان يو سر سخته مخالف افغان وو. د تاريخ په پاڼو کې راځي چې پاكستان په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله له مخالفو اشخاصو سره داسي معاهده درلوده چې ډاكټر نجيب الله به په بې عزتۍ سره په شهادت رسوي او كه ژوندى ونيول شو، نو پاكستان ته به سپارل كېږي بيا همداسې وهم شول او د پاکستان تالي څټو د افغانانو د سلو سر (ډاکټر نجيب الله) په خورا بې رحمۍ په شهادت ورسوو.

19.04.2016 20:54    |   افغان تحرک په افغانستان کې ټولې خواوې باید د ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو د ساتلو لپاره، له تدبیر، عقلانیت او پوره دقت څخه کار اخلی!

د ښونیزو چاپیرال د ساتلو او حفاظت یی په هکله یو څو کرښی.

17.04.2016 10:28    |   دکتور محمد سعد ابراهیم النادي بیع الوفاء

بیع الوفا یو له هغو څلورو بیعو څخه ده چې د ربا (سود) شبهه په کې ده، اکثره خلک ترې زموږ په ټولنه کې استفاده کوي. خو د ډیرو علماوو په نظر بیع الوفاء د ربا لپاره چل جوړول دي. ځینې فقها بیع الوفا جایز ګڼي او د رهن له جملې یې شمیري.

16.04.2016 11:12    |   بریدمن اجمل د يو سرتېري غږ

د شپې يوولس بجې دي. د سړک پر غاړه د شنو ونو، بوټو او اوږدو فصلونو په منځ کې مو پوسته ده. تیارې د رڼا پر مرئ منګولې ښخې کړې دي. نری نری باران ورېږي. په پنځه متري کې څوک نه ښکاري. فضا خاموشه ده. د خدای دا لوی کاينات او طبيعيت د ارام په غېږ کې پروت دي. د يوې شرشرې غږ په زړونو کې لارې جوړوي. د ويالې اوبه په نري چرچر او قړقړ د ښېرازۍ سندرې وايي. زه د خپلې پوستې په يو لوړ برج کې ناست يم. ياران مې څو شېبې د خوب مېلمانه دي. زه ګوته په ماشه خښه ده. په ترپ او درب پسې سترګې اړوم. ګوته مې پر ماشه ايښې ده. په شېبه،شېبه کې خپل شاوخوا چاپېريال څارم. د باران څاڅکي په ترپال پرېوځي او ټق‌ټق کوي. ماته د خپلې جونګړې ځوړند چت يادېږي. اوس به زما کوچنيان د چک‌چکان له وېرې سرونه په بړستونو ننباسي.

16.04.2016 11:06    |   میرعنایت الله آشفته تیر پنجر را آقای جان کری سه سال دیگر جواز رانندگی داد؟

تیر پنچر را آقای جان کری سه سال دیگر جواز رانندگی داد؟

16.04.2016 11:05    |   عبدالله دانشیار د خریدارۍ پر وخت پر یوې حجاب کړې ښځې برید او د بریدګر حیرانتیا !

یوه حجاب کړې ښځه د خریدارۍ لپاره ولاړه ، نو یوې انجلۍ پری برید وکړ ، او هغې ورته مخ لوڅ کړ نو حیرانه یې کړه !

16.04.2016 11:03    |   توریالی ملیار خولې به کولپ شي/ طنز

په زرګونو هغو خولو ته به کولپونه واچول شي چې په نه خبره یې کومي شلولي او ټر په پر بدولي، د کولپ اچولو ټولواک کمسیون وايي د دوی حوصلې هغه وخت سر ته وختلې چې په وار وار اخطارونو دغو خولورو، د ارقامو خیال و نه ساته او هر وخت زموږ جیبونو ته یو ناچیز لویدلی رقم په ډک کلچ بدلوي، زموږ د جیبونو پیسې سره ضرب او جمع کوي او هغه څه ترې را وباسي چې موږ په ولا باالله که اخیستې وي.

15.04.2016 10:11    |   سعادت ستانيزى مونږ پخپلو بدبختيو کې څومره لاس لرو؟

يوه لنډه تبصره ده چې مونږ خپلو اجتماعي مسايلو ته متوجه کوي. مونږ بايد خپله کوشش وکړو چې خپل ځان کې مثب تغيرات راولو

15.04.2016 10:11    |   تابع پر ځای تقلید د هر دروند انسان حق دی!

دخپل قوم د ژغورنی لپاره باید لاس په کارشو

13.04.2016 10:22    |   عابد شاهي کانال

لغمان دافغانستان يوله هغوولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې دامهال په کې دبيارغنیزډګره څخه دلسګونو پروژو دبشپړېدواویا پيلېدو خبرونه ترغوږکېږي خو له دې سره سره بيا هم له دغه ولايته په سلګونو ځوانان د بې روزګارۍ له امله نوروهېوادونوته په سختو او قاچاقي لارو زړه ښه کوي،دلغمان ادارې ددغه ولایت دزارعتي ودې،پراختیا او اقتصادې ستونزو د راکمولو ترڅنګ ځوانانو ته د کارموندنې په موخه وپتیله چې دشاهي کانال دلسیزو مړه پروژه بیرته راژوندي او د کار په پيل سره سلګونو ځوانانوته په کور دننه دکار زمینه برابره کړي.