- خلک وطن جوړوي
- مونګه جیبان‌‌‌‌‌‌ډکه وو
- دوي آسمانو ته جګ شول
- مونګه اوښان چلوو -


بي له شکه چه افغانانو دا سل کاله د خپل هیواد په آبادولو کي پاتي راغلي دي. او یو عمده دلیل يي همدا ده چه مشرانو يي په لویه او وړه کچه بهرنیانو ته د پيسو په مقابل کي جاسوسي کړي او کوي. همدا لامل شوي ده چه د هیواد راتلونکي مو د پره دیو په لاس کي خلک مو عریب او هیواد مو بل هر بهرنې هیواد ته محتاج ده. کله چه په ټوله نړۍ کي د بریتانیا استعمار پاي ته ورسید او په 1939 کالونو کې نړۍ په دوهم نړیوال جنګ کي ښيګل شوه او د نړیوال جنګ نه وروسته په 1945 د اکثرو هیوادونو اقتصاد ‌‌‌‌‌‌ډير کمزوري وو او دا هیوادونه هر یو يي دي خپل اهیواد آبادولو ته لاس په کار شول.
لاکن افغانانو چه نه يي په دوهمه نړیواله جګړه کي د چا ملتیا کړي وه او نه يي هم خپل هیواد او راتلونکي نسل ته پام وکړ چه یو څه په میراث ورته پریږدي. یو څه يي چه په میراث پریښودل هغه هم ټوپک او بيساري بیسیوادي. همدا ده چه نن ورځ لیري به نه ځم د پاکستان او ایران خوښي نه پرته هیڅ کار مو دلاسه نه کیږي او دوي موږ ته سرنوشت ټاکې او هر رقم چه وغواړي همداسي به کیږي که دوي وغواړي صلح به راځي او که ونه غواړي همداسي به په جنګ کې ښيګل وو.
یواځينې د حل لار مو یووالې او یو موټي کیدل دي تر څو و کولاي شو چه د استعمار زنجیر مات کړو‌‌.