د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېلابېلې ټولنيزې ليکنې

30.12.2015 13:52    |   ساحل منګل ذهني تجسم اوتصوير سازي زمونږ په ژوندکې څومره اهميت لري؟

ذهني تصوير سازي يا تجسم هغه ذهني موقيعت دی ،چې مونږ ته ددې اجازه راکوي تر څو له هغو محدوديتونو څخه خلاص شو ،چې مونږ په خپله رامنځ ته کړي دي . ذهني تصوير سازي په مونږ کې روښنايي پيدا کوي تر څو هغه څه ،چې زمونږ خوښيږي ووينو اوپه هغو باور وکړو او دا يو معمول دی تر څو د هغه څه په اړه ، چې ته ېې غواړې تجسم او تصوير سازي ونکړې په واقيعت نه بدليږي. تصوير سازي او تجسم دپنځو حواسو په مرسته زمونږغوښتنه ده ،کله ،چې د يوه شي وجود په ټولې مانا سره تجسم او هغه حس کړی ډير ژر په واقيعت بدليږي .

29.12.2015 11:25    |   جاوید حیدرزی پښتانه او بې ځایه غیرت

موږ ټولو د غیرت په اړه اورېدلي؛ خو ډېرو کمو کسانو د غیرت اصلي او اساسي معنا درک او په خپل ژوند کې یې عملي کړې. لکه څنګه چې ویل شوي چې غیرت د انسان له فطري او ذاتي صفاتو څخه دی، نو په ځينو کې دا صفت ډېر ځواکمن او په ځینو نور کې بیا کمزوری وي؛ فطري صفاتو ته که پاملرنه وشي او د عملي کولو تمرین یې ترسره شي د وخت په تېرېدو به دا صفت په هغه کسانو کې هم پیاوړی شي چې دا فطري صفت یې کمزوری دی. غیرت په دوه برخو ویشل کیږي

29.12.2015 11:24    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ټینګ حلبي سرتېری

یوه ورځ له ورځو ، پنځه ویشت حلبي سرتیري ول چې کېدای شو ورته ، وروڼه وویل شي ،ځکه ټول له یوې پخوانۍ څمڅۍ څخه جوړ شوي ول .ډول او څېرې یې داسې وې چې ټولو وسله پر اوږو درلوده ،مخامخ یې کتل او رسمي سره او شنه کالي یې ډېر ښایسته ول.یوه ورځ هغه وخت چې د هغې قطعۍ سر پورته شو چې دوي په کې ول ،لومړنۍ خبره یې چې واورېده دا ، وه چې : (( حلبي سرتېری !)).دا د هغه کوچني هلک غږ و چې له خوښۍ نه یې خپل دواړه لاسونه سره پړقول ، ځکه دا

29.12.2015 11:19    |   توریالی ملیار انجنیر (ط،ظ) /طنز

یوه ورځ یو معلم ورته په غصه شو، وې او طاهره نور دې د نوم له ویلو او لیکلو ستړي شوو هره ورځ دې یوه نوې فقره کړې وي له دې وروسته دې نوم یوازې (ط) ولد (ظ) لیکو اخر سړی شه ټول مکتب او کلی کور درنه اور اخیستی

29.12.2015 11:15    |   ايمل افغان سوله غواړو

د سولی په اړه له پاکستان سره د حالاتو په وړاندی مقاله.

26.12.2015 16:13    |   توریالی ملیار د سي، ډي اتم بم (طنز)

یو ځل تر ځان تېر شوم، قسم مې وخوړ او شق مې وکړ چې د ا د قدیر سي ډي ونه ګورم په والله کې یې پرېږدم، اول مې ځان ته کفن واخیست چې هسې نه د بلا په خوله کې ځان ور کوې نو دا کفن خو په خپلو لاسونو واخله، نور نو نه د چا قرضداره یم او نه مې څوک قرضداره دي د کورنۍ د الله مل شي.

25.12.2015 12:27    |   سید رقیب ( شاه هاشمي) هدایت

د حضرت محمد مصطفی ص مبارک میلاد دی ټولو مسلمانا نو ته مبارک وی د هدایت مضمون یوفقی موضوع ده د میلا د النبی ص په وړاندی عرض دی الله ج دی اول ما او بیا نور ټول مسلمان په نیکو هدایت کړی چی جنګونه او بد بینی په هیواد کی نه وی هدایت ځه ته وایی :

25.12.2015 12:25    |   سید قیاس سعیدی کسب او کار

کسب او کار او د حلال رزق د ګټلو په لاره کی بوختيا نه يواځې دا چی دانسان ورځنی ژوند دتيرول وسيله ده بلکې دده حيثيت او ټولنيز موقف د دروندوالی لامل هم کيږی . کسب او کار هره هغه پيشه ،کار،صنعت ،پيرودل او پلورل او حلال –قانونی فعاليتونه دي چې يو څوک يی دخپل ژوند دتيرولو او دعايد دترلاسه کولو لپاره پر مخ بيايي دکسب او کار محصول يا نتيجه (هم جنس اوهم خدمات ) بازارته دعرضی په موخه وي او له دغه عرضه کولو څخه موخه دګټی ترلاسه کول وی . له بلې خوا دکسب او کار محصول ته ټولنه اړتيارلري .له همدي امله ورته تقاضا مو جوده وي . يعنی دکسب او کار په پايله کی يو مطلوبيت ايجاديږی . داسلام سپيڅلی دين هر ه مشروع او حلال کسب نه يواځی داچی روا بللی بلکی فرمايي چی کسبګر دالله دوست دی . کيدای شي کسب او کار ساده او عنعنوي وی . کيدای شي ډير ميکانيزه ،پيچلی او دنوی تحنيک پر بنسټ فعاليتونه وي . دبيلګی په توګه څپلی او بو ټان ګنډل . ترکاڼي خياطی ، کرونده کی کار ، دڅارويو روزنه ،چر ګانو روزنه اوداسی نور ټول معمولي او پيژندل شوی او عنعنوی کسب او کارونه دی ، اما په انتر نيت کی فعاليتونه او په نويو پر مختللو تکنالو ژيو باندی استوار اقتصادی فعاليتونه بيا عصری او م

24.12.2015 12:56    |   ډاکټر حمیدالله زړء ور صاپی دمولاناجلال الدين یوه لَڼډه حکایه

یوه ورځ مولانا جلال الدین بلخي(رومي) ،د یو خوږ غږي حافظ نه د قرآن کریم قراءَت اوریدء او ورسره ېې له سترګو اوښکې هم تویولې. تر څنګ ېې یو بل کس ناست و چې په خوبولي ځان ېې اسوېلي ایستل. دې سړي له مولانا وپوښتل: تاسو افندي(په تورکي کې افندي =ښاغلی یا محترم ته وايي. ژ.) ولې اوښکې تویوئ؟ !"مولانا په یوې له نزاکته ډکې لهجې ځواب ورکړ:-"دغه غږ چې د دې خوږ غږي حافظ صاحب له قراءته اورم، ماته لکه د جنت د دروازې د خلاصېدو د ږغ په شان راځي آسوېلي ایستونکي کس خپل سر د تاءييد په شکل وخوځاوء او وېې ويل" ماته هم لکه د جنت د ور پرانیستلو په شان راځي :مولانا صاحب په خپله مخصوصه نزاکتي لهجه داسې تصحیح وکړله

24.12.2015 12:53    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ، او هغه کار او ښار پرېښود

(( ستا له لاسه ما خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړه ...)) ، جمال د دې خبرې په کولو سره د بي بي ګلې بغارې او رمباړې پورته کړې : (( کومه کورنۍ ...په دې کورنۍ راټوله وه ...ما یې د جوړ او ناجوړ پوښتنه کړې ...زه خدای ووهلمه چې ددې کور ناوې شومه ...دوي څه بې عزته خلک دي ...دوي خپل لیدلي و او د نورو نه ...ما سره ځان وهي ! له خپل یو تار وېښته سره بې دا ټوله کورنۍ دې برابره نه کړم ...ته هم هماغسې ترنګړ یې لکه خپله کورنۍ دې ... نور ، نو ما ته داسې خبرې و نه کړې ... پوه شوې ؟ )).احمد په پوره حوصلې سره د بي بي ګلې دا او دې ته ورته نورې خبرې ، هره ورځ اورېدلې ...او پرته له دې

24.12.2015 12:51    |   وکیلي پرنیوکي یوه کتنه اومننه

دافغان تحرک څخه ډېره مننه ! لومړی چي زما لیکنه ئې په ځیر لوستې ده . زما غوښتنه تل دغه وه،چي زمالیکنه ولولۍ او که کوم نېمګړ تیاوه هغه په ګوته کۍ . نوله دې کبله هم ډېر خوښ یم او هم منندوی یم، بیاهم مننه ،چي یوه لار ښوونکې نیوکه ئې کړې ده . روښتیاهم چي « اصطلاح » او «تعریف» ډېر توپیر سره لري او (Definition) چي اصلي او آري مانا ئې « تشریح،شرح اوتوضیح داصطلاح) ده؛دایوه ښکاره خبره ده . ځکه په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) یا

22.12.2015 22:24    |   مشفق داقتصاد دپیاوړتیا لپاره باید له خپلو طبیعی زیرمو څخه ګټه پورته کړو

جګړې اوناامنی هغه ستر لاملونه دي چې نه پریږدي زموږ هیواد اقتصادی وده ترلاسه کړي ، خوداباید په دې مانا ونه اوسي چې موږ لاس ترځنې کینو او خپلو اقتصادي سرچینو ته پام ونه کړو او ګته ترې پورته نه کړو ! زموږ اقتصاد دنورو ګڼو عواملو ترڅنګ کولای شي د معدني زیرمو څخه دګټې اخستنې له لارې وده وکړی . زموږ دسږکال ملي بودجه چې ولسي جرګې ته وړاندې شوې او متاسفانه تراوسه تصویب شوې نه ده او دولسي جرګې په غونډه کې رد شوه یواځې دوه ویشت په سلو کې له کورنیو عواید تأمینیږي او اوه اویا په سلوکې بیا هم زموږ پراختیایی او عادي بودجه په بهرنیو مرستو اتکأ لري ، چې زموږ همدغه په بهرنیو مرستو اقتصادي اتکأ زموږ دیوشمیر ناخوالو او بدمرغیو لامل ګرځی او زموږ استقلالیت او خپلواکی تر سوال لاندې راولی .

21.12.2015 11:50    |   محمد انور ولید د ژوند په چاپېریال باندې د جګړو ناوړه اغېزې

ټول ژوندي څیزونه په متحرک او ساکن ډول په یوه محدوده کې ژوند کوي چې همدې محدودې ته د ژوند چاپېر یال ویل کېږي . په هغه ځایونوکې چې هلته ژوند روان وي ، د ژوند چاپېریال بلل کېږي . د بېلګې په توګه : د اوبو یو ډنډ ( حوض ) دریابونه ، بحرونه ، غرونه ، دښتې ، ځنګلونه ، کروندې ، کلي ، ښارونه... او نور . په دې ځایونو کې ډول ډول حیوانات ، نباتات او نور ذره بیني موجودات اوسېږي ، دوی ټول له یو بل سره او له خپل فزیکي چاپېریال سره اړیکې لري او دوی ټول په مجموع کې په داسې توګه تنظیم شويدي چې په مسلسله توګه فعالیت کوي او د ژوند په ساتنه کې له یو بل سره مرسته کوي . خو جګړه یې پر ژوند ـ او د ژوند پرچاپېریال باندې ډېرې ناوړه اغېزې کوي ، چې د انسانانو خپلمینځي اړیکې او د ژوند له چاپېریال سره د هغوی اړیکې له ډول ډول ګواښونو او پرې کېدو سره مخ کولی شي .

21.12.2015 11:45    |   قضاوتمند محمد طارق نجم د حضرت محمد ص لنډ ژوند لیک

يو وخت داسې ؤ چې د نړۍ په هر لوري د جهل او ناپوهۍ، وحشت او بربريت تورې تيارې خورې وې، خلكو به د يو بل سره په ناحقه خبره په كلونو كلونو دښمنۍ كولې ، د ډير تكبر او لويۍ له امله به يې د يو بل په كوپړيو كې شراب څښل، هماغه ؤ چې متعال او مهربان خداى  د نبي آخر زمان په پيدا كولو په دې امت د رحم او عاطفې پېرزوينه وكړه. د رسول الله ټبر د عربو په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ په اړه ابوحاتم وايي: ټول مؤرخين په دې اتفاق لري چې تر عدنانه پورې د نبي كريم  د نسب لړۍ بلاشك او شبهې صحيح ګڼل كېږي، اما له عدنان څخه وروسته د اسلامي تاريخ پوهانو تر مينځ اختلاف تر سترګو كېږي امام بخاري په باب مبعث النبي  كې د نبي كريم  د نسب سلسله تر معد بن عدنان پورې بيان كړې او په خپل يو بل كتاب كې يې چې تاريخ كبير نومېږي بيا دغه سلسله تر حضرت ابراهيم  پورې رسولې ده. نولومړى د شجرې هغه برخه چې د ټولو په نزد درسته او صحيح ګڼل كېږي: نو محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب (شيبه) بن هاشم (عمرو) بن مناف (مغيره) بن قصي (زيد) بن كلاب (مهذب) بن مره بن كعب بن لؤي بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر (قريش) بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.

18.12.2015 11:29    |   اسدالله ولوالجی ما افتخار تناول میفرمائیم

من از آن زمان بدینسو که سواد سیاسی کسب کردم ، با این حرف ها آَشنایی دارم: " مردم ما فرزند های کسانی هستند که اسکندر را به زانو در آوردند، انگلیسها را که در قلمرو متصرفات شان آفتاب غروب نمی کرد چنان شکست دادند که دیگر جرئت تجاوز به این کشور از ذهن خود برون کردند. پوز روسهای متجاوز را به خاک مالیدند." این حرف ها دقیق است و می شود که آن به آنها افتخار کرد. اما اینکه پس از این موفقیت ها چه چیز را در دست داریم که با استفاده از آن این افتخارات ما حفظ و مداومت پیدا کند؟ خصوصا پس از خروج روس ها از سرزمین مان و پیروزی مجاهدین در هشت ثور 1371 و دست یافتن آنها به قدرت .

18.12.2015 11:26    |   حضرت سهاک د سوداګرۍ په نړیواله ټولنه کی د افغانستان غړیتوب

د سوداګری نړیوال سازمان او زمونږ هیواد

17.12.2015 12:27    |   محمد طاهر کاڼی د اسحاق ننگيال »سیندونه هم مري« نښير ته يوه کتنه

ما تر دې څه مودې دمخه زموږ د پښتو ژبې د نامتو شاعر اسحاق ننگيال کوم شعري غونډ او یا شعري کليات نه وو لوستي او کوم شعري نښير يې لاس ته نه وو راغلی.

16.12.2015 11:49    |   قاضی طارق په رزق کې شرک

الله پاک ستاسو د جنس ، ستاسو د شکلونو او ستاسو له نفسونو څخه ازواج او جوړې پېدا کړې دی ، که چېرته یې دا جوړې د حیواناتو له نورو انواعو څخه پېدا کړی وای نو د دوئ تر منځ به دوستی ، ائتلاف او رحمت نه وای حاصل شوې ، نو دا د څښتن خورا لوی رحمت دې چې د بنی ادم څخه یې هم ذکور او هم اناث پیدا کړه او دغه ښځې یې جوړه ګرځولې له نرو سره ، او له دغو جوړو څخه یې اولادونه او لمسیان ور پېداکړه چې د اړتیا په وخت کې د دوئ مرسته او خدمت تر سره کړی .

15.12.2015 11:20    |   یوسف هېواددوست لنډه کیسه ،‌ د هومر په قبر ګل

د ختیځ شعرونه له سورګل سره د بلبل د مینې ، له انګازو ډک دي .په چوپتیا کې ، له رڼو ستورو سره ، په روښانه شپو کې ، کوچنۍ مرغۍ دغه شان خپلې مینه ناکې سندرې، ګل ته وایي . د( ازمیر) ښار ته نږدې ،تر لوړو چنارو لاندې سوداګرو خپل له بار څخه ډک اوښان وچلول او ستړو اوښانو ، همدا چې دغې سپېڅلې ناپېژانده خاوره کې خپل ګامونه کېښودل ، خپلې اوږدې غاړې یې په غرور سره لوړې ونیولې .دلته ما ، د غوړېدلو سرو ګلانو بوټي ولیدل .ساراني کوترو په هسک کې د ونو د ښاخونو تر مینځ الوتنه کوله او وزرونه یې د لمر تر وړانګو لاندې لکه مرغلرو ځلېدل . د دغه ګل بوټي ، یو ګل له هغه بل

14.12.2015 11:17    |   ډاکټر فیض الله (ثاقب) سم او ناسم تشخیص یعنی څه؟

کوم تشخیص سم او کوم ناسم ده؟

13.12.2015 13:30    |   امین خاطر د نيوکو لامجال نشته!؟

د نړۍ په کچه هيڅ کوم هيواد هم د خپل ولس له نيمګړو هيلو، سياسي بې ثباتيو، کرکو او بهرنيو ليوانو په ناپامه ملګرتيا سوکالۍ او برياوو ته ندي رسيدلي بلکه د خپل ولس له ثابت ملي سياست، سالم فکر او بشپړې هيوادنۍ مينې سره مل يې د خوښيو او برياوو ګامونو پسې ګامونه ايښي دي. په دې پوه شئ چې د هېواد ساتنې، سوکالۍ او پرمختګ يواځينۍ لاره داده چې ولس په ټوله معنی د خپلو چارواکيو تر څنګ د ملي ګټو د خوندي کولو او پاللو لپاره ودريږي تر څو د مهالنيو ګټورو ملي ګامونو تر څنګ د راتلونکو نسلونو د ذهنونونو روڼتيا او فکري استقرار کې هم خپل اغيزمنتوب وښايي.

12.12.2015 13:53    |   ثناءالله صالحي د افغانستان د نوو او معاصرو پیړیو تاریخ پاتې پوښتنې او ځوابونه

۵۲ پوښتنه: امان الله خان د سلطنت له اعلان څخه وروسته په کومو اقداماتو لاس پورې کړو؟ ۵۲ پوښتنې ځواب: په لومړي سر کې د مخالفینو په تصفیه کولو يې اقدام وکړو. کرنیل شاه علي رضا د قاتل په عنوان اعدام کړو او نصرالله خان يې په عمري بند باندې محکوم کړو، محمد نادر د ۲۱ تنو نورو سره خوشی کړای شو.

09.12.2015 11:54    |   عادل مومند په زده کوونکوکی د اختلال د رامنځ ته کیدوعوامل اودمخنیوی لاری

لکه څرنګه چی ټول انسانان په خپلومنځنوکی ډیر تفاوتونه لری چی دغه تفاوته یی د رنګ، قد، اندام له مخی په واضح ډول لیدل کیږی،مګریوتعدادنورخصوصیات او تفاوتونه د هغوی د فعالیتونوپه وخت کی څرګندیږی نوڅرنګه چی زمونږموضوع دزده کوونکوپه هغه فعالیتونوباندی راڅرخی چی دهغی فعالیتونوپواسطه دیوتعداد نورو زده کوونکودوخت ضایع اوپه تدریس کی د ښوونکی د مزاحمت سبب ګرځی چی دغه فعالیتونوته په لنډ ډول اشاره کوم

08.12.2015 15:33    |   عمادالدین دوران د ایمل پسرلي “کیسه”

“کیسه” د ایمل پسرلي د یوې لنډې کیسې نوم دی، چې د سپیدې په اتمه ګڼه کې مې ولوسته. د “کیسې” په لوستلو مې د داستاني ادب تنده ماته او د تنقیدي ادب تنده زیاته شوه. تنده خو مې ځکه زیاته شوه، چې یو خو مې د پروفیسر اسیر منګل په یو کتاب (د پښتو افسانې سل کلن بهیر) کې د ایمل پسرلي د ښو افسانو ذکر لوستی ؤ او بل مې د خپل طبعیت خلاف ډېره موده ادبي نقد نه ؤ کړی. نو؛ ومې غوښتل، هغه تبصره چې زه یې د یادې “کیسې” په اړه لرم، له لوستونکیو سره هم شریکه کړم.

08.12.2015 11:12    |   محمد انور ولید د اسلام له نظره د بدلون بنسټ

د اسلامي ټولنو اصلاح یو ساده او آسانه کار نه دئ . ځکه پرته له یوې دقیقې نقشې او معقولې کړنلارې څخه د انساني ټو لنو اصلاح نا ممکنه ده . انساني اصلاح چې په حقیقت کې ویده ضمیرونه ور سره را ويښېږي او انساني معاشره جوړوي ـ د بشپړ انساني تعمیر رغولو له پاره یو داسې انساني بنأ او معمار په کار دئ چې د هغه تخصص او وړتیا په ټولو بشري ټولنو کې یوه بې ساري بېلګه وي . ترڅو موجوده او راتلونکي نسلونه یې له فیضونو او فضیلتونو څخه برخمن او خصلت او سیرت یې د یوې وجیبې او سنت په توګه په خپل ژوند کې پر ځان باندې عملي کړي .