د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېلابېلې ټولنيزې ليکنې

16.11.2015 11:06    |   محمد انور ولید له جګړو څخه د خلاصون کړنلارې

انساني ټولنې هغه مهال له تاو تریخوالي او جګړو څخه نجات موندلی شي چې د شر، فساد اوفتنو اچولو منابع یې تشخیص ، او د تمویل ، تجهیز او ودې لارې یې پر مخ بندې شي . پر ضد یې له اختلافاتو او شخړو سره د مناسبو او رغنده لارو چارو د ودې او په کاراچولوفرهنګ په کې عام شي . په ټولنیز سیستم کې د عدالت او حقوقو د تأمین له پاره اړین اقدامات په کې تر سره شي . خوددې ټولوکارونو د ترسره کولو له پاره ترهرڅه وړاندې اړونده پوهنه اوروزنه د ظرفیتونو د ارتقأ او لوړولو له پاره اړینه ده ترڅو په کلاسیک او مکتبي منل شوي شکل خلک د مور له ِغېږې څخه بیا آن تر ګوره پورې د سوله ییز ژوند پر اهمیت او ګټو باندې پوه وي .

12.11.2015 11:03    |   سهراب ویسا د افغان غږ!

هر افغان حیران پاتې چې په چا غږ وکړې ترڅو غږ ته یې مثبت ځواب ورکړل شي، د تېرو څلویښتو کالونو نه را په دیخوا افغان د هر چا دروازه وټکه وله ترڅو د دوستي لاس یې په منګلو کې ټینګ شي او خپل هیواد د ظالمانو له ظلم څخه وژغورې، اما بدبختانه تر نن ورځې پورې د افغان دا هېله پوره نشوه.

11.11.2015 11:31    |   توریالی ملیار تور قاتل

لا ورو ورو ښوریدل، لا د بې وسې مور یو لاس د خپل زوی په سینه نښتی و، لا د ځوان زوی سر د خپلې مور له غېږې نه و ښوییدلی چې قاتل دنورو لاس تړلو پر خوا ورمخه کړه... د قاتل د وحشت تنده لا نه وه ماته.

09.11.2015 11:15    |   جاوید حیدرزی اسلامي حدود او زموږ نیمګړې پوهه

په اسلام کې د لویو ګناهونو له پاره حدود ټاکل شوي؛ تر څو ټولنه له فاسدو او چټلو کسانو پاکه شي او حق حقدار ته ورسي په نتیجه کې اسلامي حکومت جوړ څو خلک آرام او هوسا ژوند وکړي.

09.11.2015 00:11    |   قاضی طارق په سورت النحل کې د رزق په هکله درې مثالونه

کوم کور ، کلی ، ښار او یا هیواد ته څښتن تعالی د رزق پراخی ور کړی او ډول ډول نعمتونه یې ور په برخه کړی وی نوهغوی ته په کار ده چې د څښتن د دغو نعمتونو شکر اداء کړی ، د الله پاک فرمانونه ومنی ، د شرک ، کفر، عصیان او سرکشۍ په لاره و نه خوځېږی ، کنه څښتن تعالی ته دا ډېره اسانه ده چې دغه نعمتونه ترې بیرته واخلی او امن او سکون یې په وېره او خوف بدل کړی .

08.11.2015 12:03    |   توریالی ملیار د شهیدانو کان

افغانستان کې چې هر څوک وژل کیږي هغه شهید دی او دا خبره د هر وژل شوي پر سر زما ملاصاحب کوي

07.11.2015 13:04    |   محمد انور ولید د شخړې ( منازعې ) خصوصیت

د ټولو انساني روېښونو او ارزښتونو ضد افراطي او تفریطي توپیري چلند د شخړې اصلي لاملونه بلل کېږي . ټولې شخړې د افراط او تفریط زیږنده دي ، ځکه شخړه له توپیرونو ( تفاوتونو ) څخه مینځته را ځي . کله چې د خلکو او ډلو ترمینځ د ارزښتونو، تصوراتو، مفکورو، غوښتنو او اړتیاوو خوځښتونه او حرکات یو د بل په وړاندې سره مخ شي ، په خلکو او ډلو کې احساسات را وپاروي ، چې بیا دا احساسات د شخړو په تو ګه را ښکاره کېږي . شخړې د متقابلو تعاملاتو د ( ناسم چال چلند ) په بهیر کې له یوې مرحلې څخه بل پړاو ته دا خلېږي او په خپل وار سره د ذیدخلو ډلو تر مینځ د اړیکو د بدلون سبب کېږي .

07.11.2015 12:55    |   نورالرحمان میرزئ د نورمجمد تره کی انقلاب او شنډۍ ترورۍ

یوه ریښتونی کلیواله کیسه د نن څخه تقریباً ۳۸ کاله مخکی چی کله د نور محمد تره کی د ثور انقلاب منځ ته راغی نو په ټول افغانستان او بیا په کلیو او بانډو کی څوک د سیاست د الفبی نه هم خبر نه ؤ او بیا خصوصاً ښخو خو بالکل د سیاست نوم هم نه ؤ آوریدلی

06.11.2015 11:07    |   نویده خوشبو د ښځې خاوند شخړې

د ښځې خاوند شخړې : لیکواله : نویده خوشبو کله چې د ژوند ملګرې نه وي نود ګډ ژوند تصور دا وي چې لاس په لاس سر په اوږه به ټول ژوند د شنو پاڼو یخ باد خوشبویواو کله په زېړو پاڼو کې په قدم وهلو تېر شي . کله چې به ما ښځه خاوند په جګړه یا بحث لېدل نو حیرانه به شوم او ژر به مې یو پړ کړ ،که ښځه مېړه به سره پردي و او نښلېدل به نو ما به ژر تحلیل وکړ او ویل به مې پردې ښه دې ، دې ( ښځې )ته چا ویل چې خپل سره واده وکړي پردي کم و او که به پردو سره جګړه وکړه نو ویل به مې چې که خپل یې وې نو تپوس نه به ډارېده له خپلو به یې سترګې سوځېدې دا حال به نه و. بس ګډ ژوندراته خوندور په خپل واک او د مجردې د وړو ستونزو د خلاصون وسیله ښکارکېده . خو د ګډ ژوند له پیله وروسته اوس د هرې ښځې خاوند په کوچني بحث هم فکر کوم او غواړم د هر جوړې د ستونزې رېښې پیدا کړم د ډېرو او مختلفو کورنیو مسایلو سربیره په ډېرو حالاتو کې چې تقریبا په ډیرو کورنیو په ځانګړې توګه د نویو واده شویو جوړو په منځ کې ډېر د اختلاف د رامنځته کېدو سبب ګرځي د ښځه خاوند د کورنې غړي ، کورنې ماحول، قومي ، ژبني سمتي او نور توپیرونه دي . د دواړو په منځ کې مداخلې ، شک ، د یو بل د حقونو نه مراعتول ، نه درناوې ، یو بل ته د وخت نه ورکول او ډیر نورمسایل هم شته چې د ښځه خاوند په منځ کې ستونزې پیدا کوي او مینه په کرکې بدلوي خو زه غواړم نن هغو مسایلو ته چې ډیر بې ارزښته دي او د دوو کسانو د ګډ ژوند د خرابېدو لامل ګرځي څه ولیکم ډېره موده کیږي چې له مختلفو جوړو سره مې د هغوې د اختلاف د سبب په اړه پوښتنې کړي او کله زه خپله هم له همدغو ستونزو سره مخ شوې یم او خپله مې هم تېروتنه کړې او بیا له بحث وروسته مې فکړ چې دا ستونزه ولې پیدا شوه نو له لږ فکر وروسته مې په ځان خندلي او ځان راته ساده ښکاره شوې ځکه ما د یو باندني کس غم کور ته راوړې وي، پوه نشوې؟! زما یوه ډیره نږدې ملګرې چې زه ورسره ښه پيژنګلوي لرم ماته ګرانه ده ضرور نده زما خاوند ته دې هم ګرانه وي که زما خاوند یې په خلاف څه و وايي دا سمه ده چې سپیناوې ورکړم خو د همدې خبرې جګړې ته رسېدل په مقابل کې د هغه د ملګري بد یادول او جګړې ته رسېدل سم کار دی ؟ ما له خپلې کورنۍ سره کلونه کلونه ژوند کړې ورسره مینه لرم نو د دې توقع لرل چې زما خاوند دې هم په یوه میاشت یا کال کې زما کورنۍ همدومر مهمه وبلي چې زه یې ګڼم یا برعکس خاوند دې له ما همده تمه ولري؟ منظور مې د زړه د مېنې او احساس دی ښځه د ننګرهار او خاوند د کونړ لازمه ده چې د ولایتي توپیرونو په سر جګړه وکړئ ؟ یا میرمن د یو ننګرهار د کامې او خاوند د لعلپورې او پر دې تفاوت جګړه وکړي ، یا د بحث په منځ کې یو بل ته پيغوور ورکړي؟ شخړه په خوړو کې د میرمنې په تیروتنه پیل ‍شوې وي او خبره دې د یو بل کورنیو ته په بد رد ویلو ورسي؟ او یا خاوند کومه تیروتنه وکړي او میرمنه دې ورته کلې کور په کورنۍ یا خپلوانو کې د کوم بل کس ستونزه پیغور کړي او ټول د ورته وڅنډي ؟ کله مو فکر کړې چې یوه وړه شخړه ولې په لوېې شخړې د میرمن او خاوند منځ کې په کرکې ، په وهلو او آن په بیلتون بدله شوې؟ که د خاوند ورو غل او د میرمنې ورو بد وي وي نو ولې تاسو خپل ژوند او اړیکه خرابوي جرم فردي دی هر سړی پوه شه او خپل کار ېې ، ستا خاوند خو غل نشو، او یا ستا میرمن خو بده نده نو پیغور په څه یا دواړه لوري د خپل ورور په کړنو درديږي نو څه له یې یادوئ. دباندې شخړه ولې کور ته راوړئ ، په نورې نړۍ کې جاپاني له امریکاېې ، تور له سپین ، سور له زیړ سره واده کړې چې لوۍ تفاوتونه لري ، خو مونږ چې د یو هیواد خلک یو ، د پلار د خانې یا غریبې ، د ژبې او د رواجونو په سر نښلو او خپل ژوند تریخ کړو. دا سمه نده چې ښځه خاوند به هیڅکله بحث نه کوي له یو بل نه به مروریږي هم نه او یا به خفګان نه رامنځته کیږي دا منطقي نده که مرور نشئ نو د پخلاینې خوند څه دې زه غواړم د وړوکي بحث پیل چې په جګړې وهلو او ښکنځلو پای ته رسیږي خبرې وکړم. کله چې مو ستونزه خپل منځ کې پیدا شوه نو د امتحان لپاره یو ځل ډېر وړاندې مه ځئ یو بل ته مور پلار کورنۍ چې دواړو لوریو ته ډیر ارزښت لري مه یادوئ ، که وردګ دی که کابلې ده پیغور د رواجونو او یا ژبې مه ورکوئ د تېریادونه او هغه پيښې چې د نورو په کورنیو کې شوي وي که د دواړو لوریو ان مور ، خور پلار یا ورور هم کومه تېروتنه کړي وي مه یادوئ که ستاسو خپل منځي مرورېدا په ستونزو ، کرکې په بې تفاوتې ستړیا او تریخوالي بدله شوه نو بیا مه منئ. د یادونې ده چې دواړه لوري دې دا مسایل په پام کې ونیسي ، په یو ګل نه پسرلې کیږي. د مینې ډک ، خوشحاله او بې له شخړو ژوند په هیله .

06.11.2015 11:07    |   عبدالله دانشیار فیسبوک مو رازونه او اسرار ساتي ، څنګه یې لرې کولای شو ؟

فیسبوک مو رازونه او اسرار ساتي ، څنګه یې لرې کولای شو ؟ لکه د ګوګل پلټونکي ماشین په څیر فیسبوک هم ستاسو ټولې هغه پلټنې ، خوښونې ، نظرونه او د نورو پاڼو لیدنې چې تاسو په دې نړیواله اجتماعي شبکې کې ترسره کړي دي ، ساتي . له بده مرغه هر څوک کولای شي چې په یوه کلیک کولو سره ستاسو پټ تاریخ او رازونو ته لاس رسی په هغه حال کې ولري چې تاسو خپل د فیسبوک اکاونټ مثلا په وظیفه کې پرکمپیوټر خلاص پریښی وي ، او یا دې خپل خاص موبایل چې هر پروګرام ته کود نه لري د یو چا سره پریښی وي .

05.11.2015 11:10    |   محمداسلم محتاج د سولې هنر مو ندي زده

ټولو هغو چاته چې ځان د افغانانو مشر بولي: د آمن ژوند هغه فردي حقوق دي چې په ظاهره هر انسان ورته قایل وي خو کله کله داسې پېښېږي چې موقت وخت د خلکو د حقوقو غوښتلو لپاره مبارزه وشي او په بریالیتوب سره يې بیا هم سوله وشي امن راشي. مګر د افغانستان په روانو حالاتو کې مونږ پیدا شوو ماشومان شوو لویان شوو عمر مو له نیمایي څخه واوښت. لیکن هغه هیله او ارزو چې یو انسان یې د ژوند لپاره لري او هغه هم په امن کې ژوند کول دي ومو نه لیده.

02.11.2015 11:41    |   محمد انور ولید دپه شخړوعادت ټولنود بدلون کړنلارې

څنګه کېدای شي په هغو ټولنو کې چې له دوامدار تاو تریخوالي او زورورو شخړو څخه زیانمنې او له شخړو سره عادت شوې وي ، د سولې پرخوا بدلون ته لاره هواره شي ؟

01.11.2015 13:02    |   امين الله بهار زه قاتل يم لنډه قيصه

بلا سا کښ يي سره راټول کړي وو ټيټ جګ ، واړه زاړه، ....

31.10.2015 12:56    |   مشفق کرکت میتواند مثال شود برای پیشرفت درسایر عرصه ها

به سلسله افتخارات ورزشی افغانستان اینک تیم ملی کرکت ما توانست به یکی از اعضای دایمی شورای جهانی کرکت یعنی تیم زمبابوی شکست دهد. مبصرین کرکت گفته اند که این موفقیت تیم افغانستان درتاریخ 200 ساله کرکت جهان ریکارد جدید میباشد که یک تیم دسته دوم کرکت برای اولین بار توانسته است در تورنمنت پنج روزه بازی های کرکت یک تیم درجه اول وعضواصلی شورای کرکت جهانی را به شکست مواجه سازد. تیم کشور زمبابوی از جمله ده تیم برتر جهان محسوب میگردد که این پیروزی برای تمام افغانها افتخار آفرین میباشد .

31.10.2015 12:53    |   محمد انور ولید څنګه د شخړو د منفي خوځښت مخنیوی وکړو ؟

دا چې شخړې منفي اړخونه هم لري، نو موږ څه ډول کولای شو چې ددغو منفي اړخونو مخنیوی وکړو ؟ لازمه خو داده چې لومړی په هغو خواوو او چاپېریال کې د بدلون راوستو له پاره یو لړ اقدامات تر سره کړو چې په کې شخړه را مینځته شوې. په زیاتره شخړو کې د تشدد د را مینځته کېدو په صورت کې هغه وخت کموالی او شاته تګ را تلای شي چې زور زیاتی په پرله پسې ډول پر ځای ولاړ حالت ځانته غوره او دواړه خواوې له شدیدو زیانونو څخه متأ ثره شوې وي.

31.10.2015 12:52    |   عثمان څولیزی زوی ته

زوی ته ! هر زوی او لور ته په ساده پښتو نثر ژباړل شوی هغه متن دی چې باید هر ځوان او پېغله یې ولولي او تر خپله توانه عملي بڼه ورکړي. هیله ده د لوستونکو د پام وړ وګرځي...

31.10.2015 12:51    |   امين الله بهار سوله: لنډه كيسه

پوره درې ورځي کيږي چې د نوموړي د دفتر مخ ته

31.10.2015 12:51    |   عثمان څولیزی له خدای سره څو خبرې

له خدای سره څو خبرې! له دري نثر څخه په پښتو نثر ځیني په زړه پورې نصېحتونه دي. هیله ده د لوستونکو د پام وړ وګرځي.

30.10.2015 11:19    |   افغان تحرک سفر نامه، سفر لیک او یا مزل لیک څه دی او لمړنۍ سفر نامه کومه وه

د سفر نامه په هکله یو څو کرښی.

29.10.2015 11:19    |   نجیب منلی سفر نامه

د هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.) له «کیسو» نیولې د مارکوپولو (۱۲۵۴ م. – ۱۳۲۴ م) تر «د نړۍ توصیف»، د ابن بطوطه (۱۳۰۴ م. – ۱۳۷۷ م.) تر «رحله»، د چارلز داروین (۱۸۰۹ م. – ۱۸۸۲ م) تر «د یو طبیعت پوه سفرونه» او د کلود لیوي ستراوس تر «غمجنې دایرې» پورې د تاریخ په اوږدو کې د فکر او نظر خاوندانو سفرونه کړي او له دغو سفرونو څخه یې خپل کلي کور ته داسې یادونه راوړي دي چې د هغه ولس د فکر او نړۍ لید په جوړېدلو کې یې د لومړۍ درجې نقش لوبولی دی. په اتلسمه پېړۍ کې (چې اروپایان یې د رڼاګانو پېړۍ بولي) د سفر نامې ادبي صنف دومره وده وکړه چې د هغه وخت ځینو کره کتونکو ورته «د ښو خلکو رومان» وایه.

28.10.2015 14:15    |   محمد انور ولید تشدد (تاوتریخوالی) او جګړې

تعریف : هر ډول ذهنیتونه، تصورات، کړنې او سیستمونه چې د ځان او نورو د فزیکي، مادي، معنوي، رواني او چاپېریال ته د زیان اړولو او صدمې رسولو سبب وګرځي ـ تشدد ( تاو تریخوالی) بلل کېږي. تشدد او تاو تریخوالی د انساني جوړښت په سرشت او طبیعت کې وجود نه لري، په بله وینا : تشدد جینیتیکي او ارثي بنیاد او

28.10.2015 14:13    |   مشفق د طبیعی پېښو په وخت کې باید معیاري تدابیرونیول شي

دجګړو ترڅنګ طبیعی پېښې بل هغه ناورین دی چې زموږ مال او شتمنی را نه اخلي ، وروستی زلزلې چې دا ډیره موده یی په افغانستان او سیمه کې ساری نه ؤلیدل شوی بیاهم موږ ته ډیر مالی او ځاني تاوانونه راړولي . کارپوهانو نظر ورکړي چې له نېکه مرغه ددغې ۷ ، ۷ درجې زلزلې مرکز نږدې ۲۰۰ کیلومتره له ځمکې لاندې دبدخشان دولسوالی په ۷۰ کیلومتری کې ؤ، که چیرې دغه فاصله یوه څه لنډه وای په دې کچې زلزلې به ډیر مالي او ځاني تاوان اړولی وای ، خو اوس هم لا دهیواد له لرې پرتو سیمونه پوره معلومات نه دي اخستل شوي کیدای شي چې دیادې زلزلې زیان تراعلان شوې رقم څخه ډیر زیات وي .

25.10.2015 13:19    |   اسم هجران د پښتو موسقي د نامتو سندرغاړي، میروس شوقي په هکله یوه یادونه

د بشریت له پیدایش تر اوسه یا په عامیانه اصطلاح له بابا آدمه تر دي دمه د تاریخ په اوږدو کې داسي هنري څهري پیدا او راڅرګند شوي چې د پخپل فطری استعداد په توان سره یې ستري کارنامي ترسره کړي، او د وخت نومیالي بلل شوي دي. دا اتلان که د پوهي او حکمت په ډګرونو کې وو، او یا هم که د هنر او ادب په محفلونو کې. البته یو توپیر شته، چې د پخواني کارنده اشخاصو ټول زیارونه او فني وړتیاوي به د دوي له مرګ سره یو ځای خاوري شول، خو په اوسنې عصرکې هرڅه د تاریخ په غیږ کې ثبت کیږي، او په ډیرو مواردو کې د نورو لپاره هم د لاري مشعل ثابتیږي. په هرصورت له سریزي به تیرشو، اصلي خبري ته به راشو، ځکه لوستونکي اوس له ډیرو مقدماتي خبرو په تنګ شويدي.

25.10.2015 12:32    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ پېغمبر

جبران خليل جبران يو لبناني الاصل شاعر، ليکوال او انځورګر و چې د ۱۸۸۳ ميلادي کال د جنورۍ په شپږمه نېټه په لبنان کې زېږېدلی او د ۱۹۳۱ ميلادي کال د اپرېل په لسمه نېټه د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کې وفات شو. خليل جبران زيات شمېر آثار لري خو له ټولو نامتو اثر يې (پېغمبر) دی. نوموړي خپل دا اثر چې يوه فلسفي او ټولنيزه ليکنه ده په انګرېزي ژبه ليکلی دی او د لمړي ځل لپاره په ۱۹۲۳ ميلادي کال کې نشر شو. خليل جبران پر خپله دې ليکنه ۲۵ کاله وخت ولګاوه. ليکوال په خپل دغه اثر کې په ډېره خوږه او شاعرانه ژبه له زيږېدو نه تر مرګ پوری د انساني خصلت د بېلابېلو اړخونو، لکه ژوند، مينه، دوستي، مرګ... په هكله خپله فلسفي ديدگاه چې د انسان د رړه د خوښې آرمانونه پكې نغښتي دې، لوستونکي ته وړاندې کوي.

22.10.2015 12:55    |   سهراب ویسا مونږ څوک یو، او څه غواړو؟

لومړی غواړم دا خبره واضح کړم چې مونږ څوک یو!... دا نړۍ الله تعالی د انسانانو لپاره پیدا کړي ځکه خو یې انسان ورته خلیفه وګرځه وه، هر انسان کولی شي چې د دي خبري ثبوت د ځان لپاره پیدا کړي چې دا نړۍ الله تعالی د انسانانو لپاره پیدا کړي ترڅو د ځان لپاره په دي نړۍ کې خوندي ځای پیدا کړي او هلته ژوند وکړي، په همدې ډول سره مونږ هم انسان یو او د ځان لپاره خوندې ځای لرو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم یادیږي او په دې ویاړو چې مونږ ټول افغانان یو په نړۍ کې ازاده، خپلواکه هیواد لرو چې د افغانستان په نوم یادیږي، په 1747 زیږدیز کال کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمدشاه بابا له خوا د دولت په توګه اعلان شو او تر نن ورځي پورې د افغانستان په نوم یادیږي.