د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کاربن مونو اکساید CO :د چاپیریال ککړتیاوی له کتاب څخه

الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمی ) 11.01.2017 13:05

دکتاب لیکوال : الحاج دیپلوم انجنیر سیدرقیب شاه ( هاشمی )

کاربن مونو اکساید اثرد انسان پروینه کی داکسیجن کمښت منځ ته راوړی پر تنفسی سیستم ،زړه او ماغزوباندی بد اثر اچوی .

دا اعضاء د اکسیجن O2د کمبوده سره ډیر حساس دی هغه کسان چی دوینی د کمبود سره مخ دی اوهغه کسان چی د لوړو سیمو اوسیدونکی دی د کاربن مونو اکساید سره زیات نه خرابیږی خوستونزی ورته خامخا منځ ته راوړی .

دهوموګلوبین ترکیبی میل د کاربن مونو اکسایدCo سره نسبت اکسیجن O2 ته ۲۵۰-۳۰۰ مرتبه لوړدی وروسته له دوساعته تماس د 250 ppm کاربن مونو اکساید سره ۱۶٪ سلنه هومو ګلوبین دوینی په کاربو کسی هیموګلوبین تبدیلیږی اولین علایم دکاربن مونواکساید CO د مسمو میت سره دادی چی د کارباکسی هیموګلوبین سلنه ۱۰-٪ ۲۰ شی علایم یی دادی : ګنګسیت ، عمومی سستیاء ، کانګی اودعضلاتو سستی ځکه چی دا ګاز په عضلاتوکی زیرمه کیږی باید ووایم چی دعضلاتو سستی د ککړتیا اومسمومیت نه وروسته هم وی .

ددی ګازکم مقدار ppm 15-50 چی ۲-۵٪ سلنه کارباکسی هیموګلوبین ایجادوی .

دسګریتو د دود تنفس کول ۲۰۰- ۸۰۰ ppm کاربن مونو اکساید لری د کارباکسی هیموګلوبین تولید په وینه کی مربوط دی د :

• دګازغلظت

• دتماس وخت او زمان

• دتنفس سرعت

% COHB = 0.005 [CO ppm]0.85 (α . t)0.63

COHB ٪ : کارباکسی هیموګلوبین سلنه په وینه کی

[CO] : دکاربن مونو اکساید غلظت

α : فیزیکی ضريب

سخت کارونه 3 α =

کم وزنه سپک کارونه 1 α =

t : د فعالیت دتماس وخت په دقیقه

{15}

د سګریتو د څکولو ضررونه :

نړیوال سازمان WHO د تحقیقاتو له مخی په هرو ۸۸ ثانیو کی یوتن د دخانیاتو له امله مری ، هغه کسان چی د ځوانی په شروع کی د دخانیاتو په استعمال شروع وکړی ( زیاتره له ٪۷۰ سلنه کسان په سګریتو باندی د ځوانی په لومړی سرکی روګدی کیږی)ترنور عادی کسانو تخمین ۲۰ کلونه کم ژوند کوی دا کسان د سګریتو د څکولو سره هغه ناروغی چې پیدا کیږی دا دی : د سرطانونو انواع چی په نتیجه کی تدریجی مرګ دی ، د زړناروغی ، د ويښتانو له منځه تګ ، د غوږونو کم اویدل ، د غاښونو توریدل او له منځه تګ ، د هډوکو پوکی ، د معدی زخم ، د لاس د ګوتو رنګ تغیر مومی ، د مردانه جنسی ناتوانی ، په ښځوکی د حمل نه اخیستل ، په ښځو کی د جنین سقط ، د رحم سرطان او نور دی .

په عکسونو کی ګوری هغه کسان چی په سګریتو روګدی دی د هغوی پپوس ( ششونه ) توریږی او زیات امکان دی چی په سرطانونو اخته شی