د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حورا

الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمی ) 22.11.2016 12:47

حورا :  

د حورا کلیمه یوه عربی کلیمه ده .  

حورا  د ح  په زور باندی  [  ح َ ]  چی د  حوراء. مفرد حور او  په  پښتو کی حوره   کلیمه  استعمالیږی   په پخوانیو ادیانو کی د حورکلیمه  د جنت ښکلی ښځه په معنی او د ځمکی پر مخ فرښته ته حورا وائی .  

یعنی سپین پوسته ښخه چی توری  غټی ښکلی سترګی لری .

هورا :

په اوستا  کی :  مستی راوړونکی اوبو ته لکه (شراب،بنګاوه او نور ) وایی

په کوردی  ژبه کی  :  د غوغا په معنی دی .  

په لاتین ژبه کی :      د تشویق او تحسین د پاره هلهلی ته وایی .   

حوره: د جنت ښځه ښکلی توری سترګی او سپین پوستکی لرونکی ښځه  

په قران کریم سورة الرحمن ایة ۵۶ کی الله ج  داسی فرمائی :

« فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ »

ژباړه : د داسی حیا ناکو سترګو لرونکی ښځی به پکی وی چی له دوی نه وړاندی به هیڅ انسان او پیری لاس نه وی وروړی .

(سورة الرحمن ایة ۵۶  )

حورالعین : یعنی د جنت ښځی په قران کریم کی د حور او حورالعین په الفاظو کی راغلی  

ښکلی چې سپین مځ، پاک لمني ، نیک خویه ، مهربانه   د شخص د عمر سره برابره ، توری سترګی ، باکره ، ښکلی تور ویښتان لری.  

په سورة  واقعه  ایة ۲۲ کی الله ج داسی فرمایی :

« وَ حُورٌ عِينٌ كَأَمْثالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ »

ژباړه : حورالعین لکه د مرواریدو غوندی چی پری لاس نه دی لګید لی . سورة واقعه ایة ۲۲

حورا د بی بی فاطمة الزهرا  لقب دی چی اکثراً  داسی راغلی ( انیسه الحورا)  

بی بی فاطمة الزهرا په خصوصی ژوند کی د ټولو د پاره یوه نمونه وه د حیاء، عفاف، پاک لمنی ، مهر ، عاطفه او ایمان . په ټولنیز ژوند کی هم د شهامت ، شجاعت ، فداکاری د حق په لار کی ، عدالت غوښتنه کې  تر ټولو مخکښه وه . .

رسول اکرم ص فرمایلی دی :

- قال رسول اللّه صلى الله علیه وآله: «فاطِمَة سِیِّدةُ نِساءِ أَهْلِ الجَنِّة».

بی بی فاطمه به  د جنت دښځوداهل  سروره وی ( صحیح البخاری).

هره ښځه که پنځه وخته لمونځ وکړی ، او د روژی په میاشت کی روژه ونیسی ، او د امکان په صورت کی حج وکړی ، زکات ورکړی او د خپل میړه مطیع او فرمانبرداره اوسی د بی بی فاطمه په شفاعت به جنت ته داخل شی .  

«انسیه حوراء» په انسانی ترکیب سره یو ه فرښته ده  په لطافت او ملاحت ، حورا او انسانی دنیا کی بشر دی خود مادی نا پاکیو څخه پاک اوعاری دی ، بې بي فاطمه الزهرا ښځینه ناروغی نه درلودی چی بتول ورته هم وایی .  

سید چی جمع یی سادات دی د عربی لغاتو څخه دی چی په اصل کی سیود  دی په معني د اقا او سرور او په اصطلاح هغه کسانو ته ویل کیږی چی د پلار له سټی د « هاشم » د رسول اکرم صلــــــــی اللــــــــه علیــــــــــه وسلـــــــــم غور نیکه دی وی یعنی د بنی هاشم د قبیلی وی .  

نوم: محمــــــــد رسول الله(صلــــــــی اللــــــــه علیــــــــــه وسلـــــــــم  )                

کورنی نوم : هاشمی

پلارنوم : عبدالله بن عبدالمطلب

مورنوم : آمنه بنت وهب

دنیکه نوم : عبدالمطلب بن هاشم

سیادت  ( سادات ) د حضرت محمد ص الهاشمی له اولادو څخه یواځی د بی بی فاطمة الزهرا " عليه السلام " او حضرت علی " كرم الله وجهه "  اولاد ته ویل کیږی .

نوم : حضرت علی " كرم الله وجهه "   

پلار نوم : ابو طالب بن عبدالمطلب  

نیکه نوم : عبد المطلب بن هاشم  

د بی بی فاطمة الزهرا " عليه السلام " ځامن هریو حسن " عليه السلام " او حسین " عليه السلام " اولادی ته سادات الهاشمی ویل کیږی .  

هغه کسان چی د بنی هاشم له قبیلی او د امام حسن " عليه السلام " او امام حسین " عليه السلام " اولاده نه وی او د بی بی فاطمه الزهرا " عليه السلام " له طریقه د اسلام سردار حضرت محمد ص مصطفی ته ونه رسیږی باید خپل تخلص هاشمی یاد نه کړی ځکه دا تخلص یو مشخص خاص قومی تخلص دی بنده سیدالسادات الحسینی (الحاج دیپلوم انجنیر سید رقیب شاه  "سادات الهاشمی" بن میرزا سید غفورشاه "هاشمی" بن میرزا سید هاشم "هاشمی "بن سید احمدشاه "هاشمی " ) یم .  

د رسول الله ص د نورو لورګانو اولادونه چی د پلار له نسبه بنی هاشم نه دی نو هغوی ته سادات الهاشمی نه ویل کیږی .  

هغه احترامی القاب چی په مختلفو وختو کی ساداتو ته په کار وړل شویدی لکه : امیر، سید ، شریف ، میر، میرزا، پاچا ، اغا .  

د میرزا او شریف لقب : معمولا په ساداتو کی رسم ګرځیدلی دی هغه کسان چی د مور او پلاره سادات  وی د شریف یا میرزا اصطلاحی ، لقب استعمالوی .

دمیر لقب :ځینو ځایونو کی د میر لقب هم استعمال شویدی په پښتنو سیمو په ډیرو ځآیونو کی د سیدانو کلی ته د میرانو کلی او سید ته میر او پاچا هم وایی.

رسول الله ص فرمایی :

وعن أبي هريرة - رضي الله عنه  :  

 قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم - : لا ترغبوا عن آبائكم ، فمن رغب عن أبيه فقد كفر . متفق علیه

ژباړه : له ابو هریره رض روایت دی  چی رسول الله ص وفرمایل : له خپلوپلرونو مخ مه ګرځوی ، څوک چی له خپل پلاره مخ ګرځوی ، په حقیقت کی دا کاریی کفرحسابیږی .

 ریاض الصالین ۱۸۰۳ حدیث مخ  ۹۲۸  

رسول الله ص بل ځای کي فرمایی :  

" من ادعی إلی غیر أبیه وهو یعلم فالجنة علیه حرام "

 (روایت احمد، بخاری ومسلم)،  

ژباړه : له سعد بن ابی وقاص رض څخه روایت دی : چی رسول الله ص فرمایلی دی  ( څوک چی غیر له خپل پلاره بل چا ته خپل نسبت وکړی او دا پوهیږی چی هغه یی پلار نه دی جنت پر دی شخص حرام دی .

                                                                        متفق علیه  

                                  ریاض الصالحین۱۸۰۲ حدیث  مخ  ۹۲۷  

 

الله ج مو دی په صالحینو کې حساب کړي او له کفر څخه و ساتی او د سمو کړو او ګفتاره سره مو دی الله ج د جنت لایق و ګرځوی .  

امین یا رب العالمین