د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

همت 31.12.2016 15:40

قلم له ما ريښتيــــــــا غواړي خو زه ورته نا توان يم
خبره سپيـــــنه سختــــــــــه ده که زه هسې لړزان يم
همت وايي چې مخکـــې هم د ترپ وم هم دخرپ وم
داپرېــــــــکړه د زمان ده چې له هر چانه ناځوان يم
زما په خيــــــال زما په شان به ډير داسې راګیر وي
غيـــــــرت او خپل ضمير مې رانيولی تر ګرېوان يم
که سپين وايم داخپل ځان مې اغاز او هم انجـــام دی
دا نور وګړي څه کوم خپل ځان ته پرېشـــــــــــان يم
سيـــــــــاست مې ګډ و وډ کړ قانونونـه خو لاپريږده
په هســـــــــــکه غاړه وايم چې زه هم باتور افغان يم
کړه وړه زمونږ دچا دي تاسې ټول ښه پرې پوهیږی
په خوله وايو لمسی دابدالي يا محمــــــــــــــد جان يم
چې څو کســـــــــــــــــــه لډر يې مخ او شاته درېدلي
پوهانـــد مو ورته اړدی زه خو هسې يو چوپــــان يم
لښکر دی که ليــــــــډر دی هر وګړی دخپل سر دی
خبـــــــــــــره که دچور وي ګوره زه هم قوماندان يم
دولت مو جمهوريت دی خو لږ ګنګس شانته ښکاري
قسم ده چې په تیـــــــــــــــــــره خپله رايه پښیمان يم
وزير دی که والي دی دا چوکۍ يې په ټیــــــــکه دي
زما کومه څوکۍ ده وروره سخت ډېر سرګــردان يم
نورنه ځم وړاندې نه وايم بدماش په ما خبـــــــرېږي
په ډار ډېر ښــــــــــه پوهیږم ځکه زه هم يوانسان يم
افسوس چې کونډې رنډې يتيمان مو درپــــــه دردي
غلبیــــــــــــل شهيد مې هیردی په ډالر پسې روان يم
ايله چې يې اتيا کسه هوښيـــــــار مونږ کې پیدا کړل
زه دومره ځيرکۍ ته د جمهور رئیس حيـــــــران يم
پوهیــــــــــــږم چې زما خبرې هيڅ ځای ګټه نکړي
خو دا راته ښــــکاره ده چې دخپل ځان په نقصان يم
سپين غرهوټل ننګرهار 13/4/1384