د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

همت 11.10.2016 14:08

غزل
احساس یم راوستـــــــــــــلی چې روان یم پر دې لاره
لدې کبله زه یم لاس په ســــــــــــــــــــــر له هره کاره
راځئ ملګرو بوزئ ما یوې دښتې یا بېـــــــــــــــدیا ته
قسم دی نور په تنګ یم له رسمونو د بـــــــــــــــازاره
راځئ یارانو واورئ نن د زړه راز درتـــــــــــــه وایم
که دا حال وي برباد شوو ځان بېدار کړئ خدای لپاره
کلتور دی که دستور دی شول بربـاد دیموکراسي شـوه
زه وینم عنعنه مو شوه پامال او زښتـــــــــــــه خـواره
که دود دی که رواج دی ورځ تر بلې پردی کېـــــږي
دا هر څه مو وتلي دی له واک او له اختیــــــــــــــاره
د پوهې او منطق او د دلیل قدر پیــــــــــــــــــــکه دی
رجوع وکړئ خالق ته بله نشتــــــــــــــه کومه چـــاره
لدې بې سره ښار څخه زه نه غواړم ګلونــــــــــــــــــه
سکروټې راته راوړئ د پښتو د دود له نــــــــــــــــاره
چې ځان ته مې را پام شي او د ځان پلیتي ګـــــــــورم
قسم دی چې شرمېږم د دوزخ له سره انــــــــــــــګاره
په زړه مې زښته ډېر دي چې یې وینم یایې ګـــــــورم
په نیمه باندې پوه شئ د "همت" له دې ګفتـــــــــــــاره
د وردګو عالی شوار دفتر (کابل)
۱۷/۱۲/ ۱۳۸۹