د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

شهزاده شيرين زوی 25.12.2016 14:22

دا هنر ګڼه سمبال په دا ادب شه
ټيټ که جګ يې برابر د مخاطب شه

له وړوکي سره ووړ، زوړ سره زوړ شه
د هر قشر د پام وړ په دا سبب شه

تر کعبې د تلو ارمان ورپسې مه کړه
خپل ګرېوان کې په طلب د خپل مطلب شه

په هوا کې د سترتوب مرتبه نه شته
د دې کار په پار د خاورو په نسب شه

په تقوا يې مقدم د يار حضور کې
چا ويلې؟ که عجم يې نو عرب شه

که دې عرش لکه فرش غواړې تر پښو لاندې
په خپل نفس کېږده پل خوښ په دا منصب شه

هوښيار اوسه ښايي هر څه دې پایمال کړي
وږی آس ګڼه شهوت ورته جلب شه

مه وېرېږه نه يې خورمه، نه يې ځبېښم
د خواږه کلام له پاره شکر لب شه

خير که لمر شان دې راڼه ذهنونه نه کړل
شيرين زویه! په همدې موخه کوکب شه