د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستر راز

شهزاده شيرين زوی 24.10.2016 21:37

ورځ په تلو کې وه او د اسمان پر خړې لمن يې د ماښام په تورې سياهۍ داسې کرښې ليکلې وې، چې چا د ورځې پاى او چا د شپې پيل ګڼلې.
کرښې د لوستلو له پلوه دومره ساده او روانې وې، چې لوستي خو ﻻ څه چې نالوستي پرې هم پوهېدلاى شول، خو خلک د مادياتو په لټه کې داسې بوخت شوي و، چې د کرښو پر لوستلو يې سرونه نه خوږول، يوازې سرليک به يې د ورځې د پاى او د شپې د پيل په نوم نوماوه.
ليکوال د خپل هغه مسوليت پر اساس، چې د ولس  سترګې او د حالاتو ژباړن ګڼل کېده د تصور سترګۍ (عينکې) پر سترګو کړې او کرښو ته ځير شو.
د کرښو سرليک چې خلکو د ورځې پاى او د شپې پيل ګڼه، هغه انسانانو ته د ورځې پيغام وه. ورځې تر همدې سرليک لاند ې ليکلي ول:
((زه درنه ځم او تاسې پر لوى الله  سپارم، خو په تلو، تلو کې غواړم، چې تاسو د څښتن تعالى  د قدرت پر يو ستر راز پوه کړم او هغه دا، چې تاسې کوم وختونه د ورځې او شپې په نومونو نومولي، هغه په حقيقت کې د څښتن تعالى  د ځواک داسې زنځير دى، چې يوه کړۍ يې د پولادو او بله يې د الماسو ده....
((څښتن تعالى  د دغه زنځير يو سر پر يو او بل سر پر بل توکي پورې تړلى دى. يو توکى پر مخ روان دى او بل توکى په همدې زنځير راکاږي....
((د دغه زنځير فوﻻدي کړۍ چې تاسو ته مخامخ شي، نو تاسو يې شپه بولئ او چې هغه ستاسو له نظره تېره شي او سپينه الماسي کړۍ تاسو ته مخامخ شي، نو هغه ورځ ګڼئ، خو دا داسې نه ده. د څښتن تعالى  دغه اوږد زنځير، چې پر هرې کړۍ يې دولس ساعته مزل کېږي؛ تاسې يې د يوې ورځې او يوې شپې پر نومونو پېژنئ، خو دا په حقيقت کې هغه زنځير دى، چې په يو سر پورې تړلى توکى يې له آدمه(ع) تر قيامته پر مخ روان دى او په بل سر پورې تړلى توکى به تر هغې پورې راکاږي؛ څو يې ستاسو مخ ته راوړي....
((د دواړو توکو نومونه له څلورو تورو ځنې جوړ دي. توپير يې په خپلو کې دا دى، چې د يو د پاى تورى د تللو په معنى ولاړ دى او د بل د پيل تورى د راتللو پر معنى ولاړ او د پاى تورى يې له راتللو وروسته د تل پاتې کېدلو په موخه پروت دى....
((دواړه توکي څښتن تعالى  د خپل ځواک پر همدغه زنځير تړلي، چې يوه کړۍ يې فوﻻدي (شپه) ده او بله يې الماسي (ورځ) ده....
((پوهېږئ! د همدې ورځې او شپې د زنځير پر يو سر پورې دنيا تړلې، چې تلونکې او فنا کېدونکې ده او پر بل سر پورې يې اخرت تړلى، چې راتلونکى او تلپاتې کېدونکى دى.))