غزل
03.07.2016 14:22ستا غیږ کي دي شپه زما په برخه سي
بیا دي هدیره زما په برخه سي
سین او تې چي ستا پر شونډو نه راځي
څنګه به دي خوله زما په برخه سي؟
در که مي د زړه کړ سرچپه درته
ګرم دي سرچپه زما په برخه سي
مه دروه خپل د بڼو صوات او فې
درد به د خپل زړه زما په برخه سي
ته چي د لاور نه دال او لام واخلې
اور هغه شېبه زما په برخه سي
سین د پردېس اخلمه سالو ته خپل
پت به مي پوره زما په برخه سي