د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

دلاور پردېس 02.07.2016 01:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

یار کوي خواږه خواږه کتل خبري نه کوي
دا رښتیا خبره ده چي ګل خبري نه کوي

خدایه موږ د څومره لوی نغمت څخه بې برخي یو
ښکلي راته ناست دي پر بغل خبري نه کوي

بیا مي توري شپې په سپینو اوښکو روڼول غواړي
بیا ګوتي وهي په تور کاکل خبري نه کوي

تا ته به هر وخت وایي په ژوند کي یاران لږ نه دي
ماته خو پښتون زړګی د بل خبري نه کوي

دا دی د جانان پر حُسن دومره ږغیدلی دی
چا ویل پردېسه چي غزل خبري نه کوي؟