د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې موازي جوړښتونه د پخوا په پرتله پياوړي شوي؟

ع، ابراهيمي 31.05.2016 11:52

کله چې محمداشرف غني د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او بريالی شو، د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وروسته يې  ولس سره ډېری ژمنې وکړې (د موازي جوړښتونو ختمول، ملي شورا او ولايتي شورا غړو ته د کاري چوکاټ برابرول او وزارتونه د ولس په جوپړ کې کول) يې د شويو ژمنو په سر کې ځای درلود.

د ماموريت په لومړيو کې يې د وزارتونو، مستقلو ادارو او ولاياتونو سل ورځني پلانونه وغوښتل، هر پلان يې يو په يو د خپل نظره تېر کړ، کومو چې اصلاحاتو ته اړتيا درلوده هغه يې اړونده ادارې ته د اصلاحاتو په موخه واستول او کوم چې يې خوښ شول ادارو يې په عملي کېدو پیل وکړ، تر ټولو ښه خبر خو دا وه چې د لومړي سل ورځني پلانونو پايلې د ولس سره هم شريکې شوې.

په ادارو کې يو لړ مثبت بدلونونه رامنځته شول، ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو تعرضي حالات غوره کړ چې تر ډېره بريده يې د دښمن ملا ورکړوپه کړې، قراردادونو کې د ژور مالي فساد مخنیوی وشو، لويو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته زمينه برابره شوه او يو شمېر نور مثبت کارونه هم وشول، مګر پايله يې څه ده؟ ولسمشر په کړيو ژمنو وفا کړې؟ ولس له دې کارونو څومره خوښ دی؟

دا هغه سوالونه دي پدې لنډه ليکنه کې ورته اشاره کوم، پدې هیله چې حوصله مو ورته تنګه نشي.

جمهور رئيس ټولو وزارتونو ته دنده سپارلې وه، چې ولایاتونو ته ولاړ شي، د دومې ادارو کارونه دې له نږدې وڅاري، د ولس ستونزې واوري، اولیتونه په خپل کلني پلانونو کې شامل کړي او په ټوله کې وزارتونه د ولس په چوپړ کې وسي، وزیرانو نمايشي هڅې شروع کړې، ولاياتونو ته ولاړل، غوړې ډوډۍ يې وخوړې، تحفې يې تر لاسه کړې، ښايسته انځورونه يې په ټولنيزو شبکو، خبري ساعتونو او ويب پاڼو کې خپاره شول، میشتو قومونو او ولسونو سره يې ژمنې وکړې ولې تر دې دمه يې هېڅ مثبت اقدام ندی شوی، مطلب دا چې د جمهور رئيس هداياتو ته یوازې نمايشي پوښ ورکړل شو، د ولس په سترګو کې خاورې وشيندل شوې او لکه څنګه یې چې يادونه وشوه د کابينې په غونډه او جمهور رئيس يې غوړ راپورونه د کاغذ پر مخ ور وړاندې کړل نور هېڅ...

د ميزان په ۷مه يعنې د جمهور رئيس د لوړې د مراسمو په ورځ په لومړنۍ بيانیه کې ولسمشر ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ته به کاري چوکاټونه برابر کړي، د دوی لاسوهنې به بندې کړې او نور ډېر...

په اورېدو يې وکیلانو پښې وډبولې، د جمهور رئيس په مقابل کې يې رسنیو کې منفي تبلیغات پیل کړل، ولسمشر يې ویراوه خبره د پخوا په شان پاتې شوه نه يې لاسوهنې بندې شوې، نه یې لسګونه سرتيرې، نه يې باج اخیستل او نه يې هم په قوت کې کوم بدلون راغی.

د موازي جوړښتونو ختمولو ژمنه يې تر دې دمه نه پوره کړې، ولسمشر ویلی و چې موازي جوړښتونه به ختم کړي، ولې نتیجه يې کومه ده؟ زورواکي هماغه شان په زور کې دي، وکیلان، وزیران او چارواکي لا د پخوا په شان لسګونه سرتيري له ځانه سره لري، رنجر موټرونه، اعاشه، معاشونه او تیل يې هم د دولت له بوديجې اخلي، بیا هم یاد جوړښتونه لکه د تېر په څير همداسې په زور او دبدبه کې دي.

په ټوله کې ویلی شو، چې بې اعتنايي، بې عدالتي او انارشيزم د پخوا په خیر دوام لري، مګر هېڅ اقدام يې د مخنیوی دپاره نه تر سترګو کېږي.

موږ د ولسمشر محمداشرف غني مثبتې کړنې ټولې ستایو، په حقيقتونو سترګې نه پټو، ولې دا هیله، غوښتنه او اميد ترې هم لري چې د ولس سره دې په کړيو ژمنو وفا وکړي، دا دردېدلی ولس ارامتيا او پرمختګ ته اړتيا لري، د دوی هيلې يوازې د ولسمشر په قاطع مديریت پورې تړلې دي، هیله ده ژمن پاتې شي او د ولس ارمانونه پوره کړي.