د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فیسبوکي جرايمو مخه به څنګه ونیول شي؟

ع، ابراهيمي 27.04.2016 12:49

افغانستان کې د سايبري قوانينو پر وړاندې د مبارزې قوانينو نشتون د دې لامل شوى چې له امله يې سلګونه مستعارې او سپانسر شوې فېسبوک پاڼې چې تر شا يې مشخصې کړۍ حضور لري، په هېواد کې نرمه او روانې جګړه پر مخ يوسي او تر ډېره په کې مطرحې سياسي څېرې تخريبوي.

 ټولنيزې شبکې په ځانګړي ډول فېسبوک، په دې وروستيو کې د اړيکې، اطلاع رسولو، د مسايلو د نقد او د افغانستان د تحولاتو په اړه عمده رول او اغېز لري، خو د اسانتيا رامنځته کولو پرته يې ډېرې ستونزې هم راولاړې کړې دي.

 د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې جګړه، تاوتريخوالى، قومي، نژادي او لساني تبعيضونه، بې وزلي او فساد تر خپلې کچې رسېدلي، ډېرو کسانو ته په کې بيا له ملي ګټو خپلې شخصي او ګوندي ګټې ډېرې مهمې دي او د سلګونه سپانسر شويو او مستعارو پاڼو راڅرګندېدل ډېرې خطرناکې او د اندېښنې وړ پايلې لرلى شي. په دغو پاڼو کې بيا ډېرى سياسي مطرح شوې څېرې تخريب کېږي او د خلکو ذهنيتونه سخت زيانمنوي.

جاسوسان، حقايق تلخ، رييس، متفکر، افغانستاني، باغبان، پاڅون/مبارزه، قانون، کابليان، ملي مشر، پدروطن، فدايت وطنم، رستاخيز ملى، وطن جنت نشان دى، ژوندښکلى دى، نارنج ګل، تورخم ، اعتدال ، ملى پاڅون، تغيير، جبهه، قلب آسيا، کره خبر،غيرتي پښتون، زارله تا نه او دا ډول سلګونه نورې پاڼې له دا ډول سپانسر شويو پاڼو څخه دي، چې له دې ډلې يې يو شمېر د حکومت خلاف او يو شمېر نور يې بيا د سياسي مطرحو څېرو خلاف او يا هم د مشخصو اشخاصو په پلوي ليکنې کوي.

د نظر خاوندان پدې اند دي، چې د ټولنيزو شبکو کې داسې يو شمېر داخلي او بهرنۍ کړۍ شته چې د سختې او نرمې جګړې ترڅنګ د بېلابېلو شبکو له لارې هم فعاليت  کوي، چې دغه کار بيا له سختې جګړې هم سخت دى.

په مجازي نړۍ کې چې کوم جرمونه ترسره کېږي، هغو ته سايبري جرمونه ويل کېږي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې سايبري جرمونه بيا د نورو حقوقي او قضايي جرمونو په څېر ګڼل کېږي او د تر سره کوونکو لپاره يې قوانين او مجازات هم شتون لري، خو په افغانستان کې بيا د سايبري جرايمو پر وړاندې د مبارزې قوانين شتون نه لري او دا کار بيا د دې لامل شوى چې ځينې کسان بيا د خپلو سياسي موخو تر سره کولو لپاره په ازاده سره په ګواښ، تخريب او بې اتفاقۍ لاس پورې کړي.

د مخابراتو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ټوليز ډول شاوخوا شپږ ميليونه وګړي له ټولنيزو شبکو کار اخلي چې ٨٧ سلنه يې فېسبوک او ورپسې ټويټر، يوتيوب، فليکر او نور کاروي.

تاسو فکر وکړئ که سلو کې ۸۷ سلنه کارکوونکي فیسبوک کاروي نو پدې حتماً وپوهېږئ چې ۸۷ سلنه کارکوونکو څخه به ۴۵ سلنه داسې کارکوونکي وي چې د يوې ايډې او کارنده نوم څخه څو نور مستعار نومونه او صفحې لري چې زيات به يې د دولت په خلاف او د دښمن په ګټه څرګندونې کوي.

يو شمېر نور بيا د سیاسي شنونکو په نوم په ځينو رسنيو کې داسې بې مسووليته څرګندونې کوي چې د خلکو تر منځ د نفاق تخم شيندې او د دولت په خلاف د خلکو احساسات راپاروي، د نظر خاوندانو په اند د داسې شنونکو او د هغه ظالم، جابر، ناحقه او ورانکاري دښمن هېڅ فرق نشته چې په يوه او بله بهانه جنګ ته دوام ورکوي او د بې ګناه انسانانو ويني تويوي.

موږ د ولسمشر محمداشرف غني، اجرائيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د امنيت شورا، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، ملي امنيت عمومي رياست او اړونده ادارو څخه په کلکه غوښتنه کو، چې داسې اشخاصو مخنیوی دې وکړي چې په مختلفو مستعار نومونو ايډي ګانې لري، صفحې لري يا د شنونکو په نوم د دولت خلاف او د دښمن په ملاتړ څرګندونې کوي سخت مجازات کړي، تر څو روانو ناامنيو، بدبختيو، ستونزو او مشکلاتو مخنیوی شوی وسي.