د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان برېښنايي ستونزو ته لنډه کتنه

ډاکټر لمر 24.05.2016 23:51

افغانستان يو ډېر بېوزلی هېواد دی او له بده مرغه چې تر ننه نه توليدي مملکت شو او نه هم خودکفا ملت. د مرحوم محمد ظاهر شاه له دورانه نيولې بيا د شهيد سردار محمد داود خان تر واکمني پورې دغه بدمرغه ملت په بهرنيو مرستو يا دونري سيروم ساتل شوی دی، چې څوک يې علت داخلي ټبريزې شخړې ګڼي او نور يې بيا د سيمه ييزو او نړېوالو بهرنيو لاسوهني نوموي، خو د فارسي متل دی، چې وايي «مالته هوش کُن و همساېته دزد نګير».

له بده مرغه په وروستيو څلورو لسيزو کې په افغانستان کې  لومړی سره حوبا راغله او بيا شينسري سوټيان راغلل، چې هم يې ځان تباه کړ اوهم يې ملت بيا د غلامۍ په لومه کې ښکېل کړ، چې دا دي ۱۵ کاله کېږي، چې افغان ولس په وينو کې لمبېږي او د نا اهلو واکمنو د کړو وړو قرباني ورکوي، چې دغه افغاني بدمرغي به څومره نوره پسې اوږدېږږي، هېچا ته يې پته نه لګېږي.

د ۱۳۶۰ کلونو په بهير کې د افغانستان د کمونيستي غوبل او جهادي شرارت په ترڅ کې د کابل ښار برېښنا مخ په ورکېدو شوه، چېرې به د نغلو پايې الوتلې وي، او بل ځای به د درونټې توربينونه فلج شوي ول، خو قرباني يې لکه نن غوندې د کابل ښار څو ميليونه بېوزلو، له جنګ او شرارته متنفرو خلکو ورکوله. په کابل کې د کورونو برېښنا په عليکينونو واوښته او ډوډۍ به يې په تېلو پخېده.

ما مخکې له ۱۳۶۰ کاله د افغانستان په اطرافي سيمو کې ژوند کولو، چېرې چې د برېښنا څرک ليا نن هم نه ليدل کېږي، خو نن سبا هلته او دلته يو شمېر خلک په سولرونو سمبال دي او د برېښنا له نعمته برخمن دي، خو هغه مهال په سيمو کې د ګيسونو کارول ډېر معمول ول، مګر د ۱۳۶۰ لمريز کلونو په ترڅ کې په کابل کې خال خال ګيسونه ليدل کېدل، خو د کابل خلکو د دودګينو عليکنونو او لوګنو لمپو ته د سرخوږي شپې سبا کولې، چې ويل به يې: کابلي نان مُلي!

د هغه مهال يوه پېښه چې د کوټې سنګي په سيمه کې تر سره شوې وه، تر ننه مې نه هېرېږي. نن سبا دغه سيمې ته د پل هوايي نوم يادېږي، خو په اصل کې د ميرويس مېدان په نامه په ښاروالي کې ثبت ده. د تېلو اخيستل په کابل کې هغه مهال يو ستر جنجال وو. ما به تېل تل د کوټه سنګي او یا هم د دېمزنګ د تيلو له ټانکه اخيستل. هغه مهال به ژمي کې کله کله هوا تر منفي ۲۵ حتی منفي ۳۰ درجو ښکته کېدله. ما هغه مهال د مسافري ژوند د خپلوانو په کور کې تېرولو او د ګذارې ژوند مي درلودلو. کله به مې چې تېل راوړل، نو تر کوره به مې د ګېلن په وسپنه او د کابل ښار په سړو لاسونه داسې يخ وهلي ول، چې حتی ټول هډونه به مې سوځېدل، د کابل په ژمي کې به مې هرومرو هم شونډې، هم د پښو خپړې او هم د لاسونو څپړې چاودېدلې وې، نو له ځانه سره به مې ويل: اولاد غريب د سرمایي زمستان کابل! 

زه به په تېلو پسې زياتره وخت وروسته د شپې د خوځښت د منعکېدو نه يعنې وروسته له «قيود شبګردي»، چې د شپې له ۱۰ بجو او نېمې شپې تر ۴ بجو پورې به وو، د نېمې شپې په څلورو بجو به زياتره د ميرويس مېدان د تېلو ټانک ته (چې اوس يې پر ځای د دستفروشي ډګر جوړ شوی دی) ورتلم، خو ايله به د سهارپه شپږو بجو په دې وتوانېدم، چې يو ګيلن چې ۴،۵ ليټره تېل به کېدل اخيستل به مې. له يو ګيلن د زياتو تېلو اخيستلو اجازه نه وه او دولت منع کړې وه، چې خلک بايد له يو ګيلنه ډېر تېل وانخلي، بس ژوند همداسې وو، ځکه په بازار کې تېل ډېر ګران بيه ول، نو «بيادر نان ته بخو و پردې ته بکو!».

هغه مهال زه د حبيبيې لېسې زده کوونکی وم. وروسته له دې چې تېل به مې واخيستل، نو بيا د ګولايي پل سورخ پر لور کور ته روانېدم. کله به مې انتظار هم وايستلو، خو له بده مرغه چې تېل به خلاص شول او يا به سرتېری او يا هم کوم آمر صيب په قهر شو او د ټولو ګيلنونه به يې په لغتو ووهل او له سيمې به يې وشړلو او یا به هم د داسې انډوخر په نتيجه کې د تېلو د مشتريانو تر منځ شخړه پيل شوه، چې يو به وېل زه مخکې وم او بل به ويل چې زما ګيلن هلته وو، نو بس يو بل اخوډب به مو هم په سوسياليستي بې تيلې کې تېر کړ.

د تېلو د اخيستلو مشتريان لکه د مُلي وحدت دولت د افغانستان له هر ټبره جوړ وو، چې په جنګ کې به چا د اوغان غول ناره کړه، بل به د ... خر، بل د کله خام او نورو به د راپز او بيني پچُق نارې پورته کړې، خو مېرمنو به د خپلو بدمرغيو کرېکې وهلي، چې د خدای په پار کرار شی او په کراره خپل تېل واخلی، دا چې ساړه مو وژني بس نه دي، چې تاسو اوس يو بل هم پسې وهی او سپکوی.

د تېلو د اخيستلو لپاره به ټول خلک سهار ډېر وختي راتلل او خپل ګېلن به هر چا په کتار کې کېښود، خو بدمرغي دا وه، چې هر څوک بايد په همغه ساړه کې په کتار کې درېدلی وی، ځکه که پوليس يا سرتېری به راغی او کوم ګېلن به يې پرته له څښتنه وموندو، نو یا به يې ګېلن وړلو او یا به يې داسې په لغتو درته وهلی وو، چې بېرته به دې نه شوی موندلی او یا به داسې چيتو پيت وو، چې د استفادې وړ به نه وو، ځکه نو موږ مجبور وو، چې له نيمې شپې، په همغه ساړه ژمې کې د تيلو د تر لاسه کولو پورې بايد په کتار کې درېدلی وی.

يو ځلې، په نيمه شپه کې په تېلو پسې ووتلم، د مېرويس مېدان د تيلو ټانک ته ورسېدلم، کتار ډېر اوږد وو، لږ ترلږه ۶۰۰ تنه نرينه او ښځينه په کتار کې درېدلي ول. ډېر ساړه وو، داسې ویل کېدل، چې هغه مهال هوا تر منفي ۳۰ درجو پورې ښکته شوې وه. په ديوالونو د يخونو کندېلونه راځړېدلي ول، ځمکه لکه سپينه هنداره ښویه وه، چې په هر دويم ګام کې به پرې ښوېدلې او يا لوېدلې، چې د هډونو د ماتېدو ګواښ هم ورسره مل وو، خو دا هرڅه چې وو، خو تېرېدل او ټپونه يې هم جوړېدل.

مګر یوه شپه يا ښه ووايم هغه د ژمي تياره سهار وختي زه په کتار کې درېدلی وم او زما نه لس ګېلنه وروسته يوه نامراده نجلۍ  په چادري کې پېچلې پر ځمکه ناسته وه، خو ما يې ګيلن څو ځلې مخې ته وښويولو، نو د وخت په تېرېدو، د تيلو تر پمپه واټن هم کمېدو، نو ما ورغږ کړ، چې نوبت دې نېژدې دی، خو دا چُپ وه، يوه شيبه وروسته يوبل تن له مشتريانو هم ورغږ کړ«خوارک بخې که نوبتت مېرسه!»، خو دغه نجلۍ غلې وه او و نه خوځېدله، يو بل هم پرې يو دوې دقيقې وروسته بيا غږ وکړ، خو نجلۍ لکه بُت پر ځمکه ناسته وه، زه لږ ورنېژدې شوم او ورته مې وويل، چې پاڅه وار دې رارسېدلی دی! خو دا و نه خوځېدله. موږ ټول لږ څه مشکوک شولو، يو تن يې پر اوږه لاس کېښود چې ويې ښوروي او يا يې راويښه کړې، ځکه موږ ګومان کولو، چې له ستومانتيا ډېر دروند خوب پرې راغلی دی، مګر خوب نه وو، سمدلاسه ړنګه بنګه په کېن اخړ غونجه منجه ولوېدله، سا يې وتلې وه! او د «بخدا مُرده، بخدا که مُرده، وی مُرده، الله مُرده، راستي مرده....!» نارې پورته شوې او په مشتريانو کې د وېر واويلا پيل شوه، خو د کريکو تنين ېې ليا تر ننه زما په غوږونو کې زمزمه کېږي!

ما له ننه څو کاله مخکې ګڼشمېر ليکنې کړې وې، چې د افغانستان د متوازنې او هراړخيزې ودې لپاره بايد کوم ټکي په پام کې ونيول شي، د افغانانو له خبرو سره سم مې له ځانه  «جَامعُالکَمالات» جوړ کړی وو، خو نه زما  هلو ځلو ځای ونيو او نه هم زما ليکنو کومه خاليګاه ډکه کړه، چا راته بدې ردې وليکلې، او بل راته د علمي صلاحيت سپارښتنه وکړه او په دومره ډېرو «هر کارې بې روزي» کې زه هم تريتام شوم او نورو راته وويل چې «سنګ بجای خود سنګين است!» او بل راته وويل، چې په وړه خوله لويې خبرې مه کوه، نو ما هم کرار په فرار مصلحت وګڼلو او خوله مې پټه او قلم مې پڅ کړ!

خو د افغنستان ستونزې هېڅوک په کراره نه پرېږدي، ځکه وايي چې وروسته له دې چې د ښاغلي اشرف غني واکمني رامنځ ته شوې ده او لشمک تېمکي «LT» يا ګل مرجان يې ورپورې لکه پايڅوړ ورتړلی دی، چې حتی بيتالخلا ته هم ورسره غبرګ روان وي او هره شيبه ورته  غوږ کې د پنځوس سلنه سلسله زمزمه کوي. لومړې مرستيال يې د شمال مړزخانو ته روان وي، چې په بګيلو مړزانو د جنګ ډګر وګټي، خو بل مرستيال يې بيا نن سبا ځان په برېښنايي مزيو زندۍ کړی دی، چې کوکې يې تر اروپا او سپکې يې تر بريتانيا وختلې!

له بده مرغه په وروستيو څو لسيزو کې په افغانستان کې هر څه په قومي تله کې تلېږي، مګر نه په ملي ارزښتونو کې نغښتي دي! احزاب په قومي بنسټ جوړ شوي دي، نه په ملي مسؤليت او بينالافغاني مصؤنيت. ټولو ته څرګنده ده، چې په وروستيو ۱۵ کلونو کې د امريکا په رهبري او د ټلوالو په رهنمايي د تروريزم تر پلمې لاندې د افغانستان سهيل، لوېديز او ختيزې سيمې ځپل کېږي او متداومه جګړه پکې روانه ده، چې اوس يې دحشراتو نړۍ هم د پېريانو جنګونو ته راوغوښته، خو وسمهال يې تاوتريخوالی تر منځنيو او شمالي سيمو هم خېژي! چې عاملين يې بيا هم همدا سيمه پال مګر نه ملت پال رهبران دي.

د افغانستان د نېکمرغي لپاره بايد د امنيت تر څنګ د عزت مصؤنيت، د ملت ښوونې او روزنې، روغتيا او د ژوندون هوساينې ته پاملرنه وشي، چې د زراعت، صنعت او لويو لارو جوړول د دغه موخو لپاره اړين دي، خو د هېواد د متوازن او هر اړخيز ژوند لپاره د برېښنايي انرژي موجوديت حياتي دی، چې د تېلو، ګازو او سکرو تر څنګ برېښنا د يو مملکت او سيمې په توليدي کېدلو او خودکفا کېدو کې بنسټيز رول لوبوي.

افغانستان ټولټال تر ۱۵۰۰۰،۰ ميګا واټه برېښنا ته اړتيا لري، خو له بده مرغه د افغانستان چارواکو په وروستيو ۱۵ کلونو کې د ۲ تريليونو ډالرو د مرستو په چاپېر کې بيا هم و نه شوی کولی، چې د افغانستان زراعت، صنعت او برېښنايي کېدلو لپاره اړين کار وکړي او ډېرې پروژې يې ناکامه دي، چې نن هم افغانستان د خپلو ۳۵ سلنه اړتياوې د برېښنا په برخه کې نه شي پوره کولی، نو هم غريب دی، هم مريض او هم درپه دره! ځکه د برېښنا په برخه کې هم له ټولو برېښنايي بندونو او توربينونو (نغلو، سروبي، کجکي، چک، سلما) او داسې نورو سره بيا هم  خپلې اړينې برېښنايي اړتياوې نه شي پوره کولی.

نن سبا افغانستان د جيوپولتيک په نقشه کې بيا غوره موقعيت خپل کړی دی، ځکه روسان په سوريه، اوکراين، ګورجستان، کوکاز او تورکيه کې له ناټو او امريکا سره ښکر په ښکر دي او خپله سيالي او زور په دغو ملکونو کې آزمويي. له بل پلوه د روسيې اغيزناک موجوديت په منځنۍ آسيا کې د اروپا او امريکا يا ښه وويل شي ناټو لپاره بله سرخوږي ده، خو افغانستان کولی شي په ښه درايت له خپل دغه ننني موقعيته سمه ګټه پورته کړي.

ايران د امريکا او يا ناټو له وېرې له روسانو سره جيوپولتيک اړخونه لګوي، مګر بيا هم له عربانو سره په يوه او يا بله سيمه کې د شيعه خپرېدونکي پوتنسيال ته لمنه وهي، چې هم سوني مذهبه عربان ورته په دو دو کېږي او هم امريکايان ورته ټوپونه وهي، ځکه چې ايران کله اسراييل ګواښي او کله هم هزاره ګان د سوريې، يمن، عراق او همدا ډول يمن  مذهبي جنګ ته استوي، خو تړک يې له افغانانو وباسي.

پاکستان نن سبا په خپلو هستوي راکټونو هم لويديز ګواښی او هم هندو-چين ته نېغ نېغ کېږي، مګر بايد ياده شي، چې پاکستان په صنعتي برخه کې د نړۍ ۱۳ ځای خپل کړی دی، چې د ميکروتکنولوژي امکانات يې هم ډېر پر مختللي دي. نن سبا يې درمل، کيمياوي مواد، خوراکه مواد، برقي توکي هم افغانستان ته راواردېږي او هم د منځنۍ آسيا څو ملکونو لکه: کرغزيستان، تاجکستان، اوزبيکستان، تورکمنيستان، کزاکستان او ګڼشمېر اروپايي ملکونو ته خپل توليدات استوي، چې لنډه لاره يې له افغانستانه تېرېږي او نړېوال قدرتونه هم دغه لاره معقوله او خپلو جيوپوليتيک غوښتنو ته ژمنه لاره ګڼي، خو د دغه لارې لپاره يو ثابت، مصؤن او آرام افغانستان ته اړتيا ده.

پاکستان او تر څنګ يې هندوستان همدا ډول ترانزيتي برېښنايي انرژي ته اړتيا لری، چې خپل صنعتي ماشين پرې وچلوی، ځکه نو افغانستان کولی شي د خپل جيوپولتيک موقعيت پر بنسټ يو ستر اقتصادي  ترانزيتي مرکز وګرځي، چې له اقتصاد سره د سيمې سياسي حالات او د خلکو ژوند هم ښه کېږي، چې افغانان وکولی شي په خپلو سيمو کې د اقتصادي او صنعتي مرکزونو په جوړولو د هېواد د پرمختګ سبب شي او هم د ټولنې غړو ته د کارموندنې شرايط رامنځ ته شي.

نن سبا د آسيا د پراختيايي بانک او د نړيوال بانک په نوښت او ارزښت د هغه برېښنايي پروژې چې د منځنۍ آسيا له ملکونو څخه برېښنا د افغانستان ګڼشمېر سيمو ته او همدا ډول  پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، خو د انرژي د ترانزيتي برېښنايي مزيو د غزولو په اړه قومي ذهنيتونه بيا پړسېدلي دي، چې يو يې له سالنګه تېروي او بل يې غواړي له باميانو يې تېر کړي، خو يو پلو کې ملي ذهنيت ژوندی دی او د ملت او هېواد ګټه ده، مګر بل پلو ته د خودخواهي ډنډوره جوړه شوې ده.

د سالنګ په لاره د ۵۰۰ کيلوواټ برېښنايي مزي غزول څخه د شبرغان، ميمنه، اندخوی، کندز، سمنګان، بغلان او نورو سيمو تر څنک د افغانستان مرکزي سيمو ته لکه وردک، غزني، لوګر او سهيل سيمو لکه پکتيا، پکتيکا، ننګرهار او نورو سيمو ته د برېښنا رسول دي، مګر تر څنګ يې نور بيا د باميان او ډايکوندي نارې وهي، خو يو ملي تفاهم ته په سپين سترګي خاورې شني او ګواښونه کوي.

د سالنګ پر مسير تر ۱۲ ميليونو خلکو ته، چې د هېواد د نفوس ۳۵ سلنه تشکيلوي برېښنا وېشي او يوه برخه يې پاکستان ته ترانزيت کېږي او دغه پروژه تر ۶۰۰ ميليونه ډالره ارزانه تمامېږي او ډېر ژر د پليکېدو ده، خو بل پلو ته بيا د باميان لاره ده، چې نوې بررسي ته اړتيا لري او کېدلی شي تر ۳ کلونو پورې اوسنۍ پروژه هم وځنډوي، نو زه د يو شمېر افغانستان مېشتو خلکو په منطق او خودخواهي نه پوهېږم، چې ولې دغه ملې پروژه له ګواښ سره مخامخ کوي، چې د دغه پروژې دونران له افغانستانه بېزار کړي او ويې تښتوي.

نړيوالې موسسې او همدا ډول نړيوال بانکونه د ګڼشمېر ملکونو لپاره پراختيايي او ساختماني پروژې لري، چې وروسته پاتيو او غريبو ملکونو لپاره ډېرې حياتي دي، خو که افغانان له دا ډول ذهنيت سره د يو او بل پښې ووهي، نو باور وکړی، چې د دغو پروژو نړيوالې مرستې به هم له لاسه ورکړي او په کوم بل آسيايي او يا افريقايي ملک کې به تطبيق شي، چې بيا به افغان ولس لاس تر ذنې ناست وي.

د هزاره ګانو نننۍ مظاهرې ما ته د دوزخ يوه کيسه راپه ياد کړه، چې وايي: يو ځلې د مسؤلينو لخوا د دوزخ څارنه او څېړنه روانه وه، چې چېرې خلک په سرو لمبو کې لمبه کېدل، بل ځای په جوش اوبو کې خوټېدل، بل ځای په ديګونو کې پخېدل، نو د دوزخ ټولو برخو ته چوکېدار او ګزمه درېدلې وه، خو يو دېګ پسې سرې لمبې وې، خو نه چوکېدار وو او نه هم ګزمه وال وو، نو مسؤل کس وپوښتل، چې دغه ديګ تش دی او که څنګه، چې نه چوکېدار لري او نه هم ګزمه؟ نو مؤظفينو ورته ووېل، چې ديګ ډک دی، خو دلته افغانان دي، چې يو د دېګ څنډې ته راوخېږي، نو بل يې له پښو بېرته ورکش کړي، چې ونه تښتي! نو د افغانانو له برکته به په دوزخ کې هم سم سره خوړينېږو يا پخېږو!!!

اوس هم يو شمېر په دې نه دي خوشاله، چې د افغان ولس ۳۵ سلنه يا تر ۱۲ ميليونه خلک، چې د بلخاب او مزار هزاره، د شبرغان اوزبک، د فارياب تورکمن، د ګڼشمېر سيمو تاجک، پښتانه او پشه يي دې د برېښنا له نعمته برخمن شي، سربېره پر دې، چې د ترانزيتي برېښنا په پروژه کې يو ۲۲۰ کيلو واټه مزی، چې تر ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د انتقال توان به لري او د باميانو او دايکونډي خلک به ترې برخمن کېږي، په پام کې نيول شوی دی، مګر دلته نو بيا د خودخواهي هغه خبره ده، چې «ميم زرما ټوله يې زما!».

بله موضوع دا ده، چې د سهيل خلک اوس د برېښنا لپاره د ۸ سېنټو پر ځای ۳۵ يا ۴۰ سنټه  په هر کيلو واټ زيات ورکوي، چې نقص يې هره ورځ تر لسهاوو ميليونه ډالرو ته رسېږي او که دغه پروژه تر ۳ کلونو وځنډېږي، نو خلک به بيا هم ګران بيه برېښنا اخلي او یا به د څو کلونو لپاره د برېښنا له نعمته بې برخې وي، چې اقتصادي او ټولنيز زيان به يې له حده ډېر وي، مګر د سالنګي پروژې له تطبيق سره سم به د افغانستان ۱۲ ميليونه خلک نېکمرغه شي او مرکزي سيمو ته به هم ژر برېښنا ورورسېږي، چې د بين الافغاني د هوسا ژوند سبب به شي.

له بده مرغه په يو شمېر برېښناپاڼو کې د مغز شويي پروسيجر هم پيل شوی دی، چې يو شمېر يې په زړو څېړنو او انځورونو د خلکو سترګو ته خاورې شني، مګر خلک دې يو ځلې د افغانستان جغرافيوي جوړښت ته وګوري او و به ويني، چې باميان د برېښنايي مزي له اصلي مسيره تر سلهاوو کيلومتره لرې پروت دی، مګر له بغلانه ورته يو برېښنايي مزی په آساني ورغزېدلی شي.

 نورو بيا ليکلي، چې د لوړ ولټاژ برېښنايي مزي د سرطان ګواښونه رامنځ ته کوي او همدا ډول نور روغتيايي آفتونه هم ورسره غبرګ دي، مګر آيا په باميان کې خلک نه شته او يا دا چې د هزاره او باميانيانو جسمي، رواني، فزيکي او بيولوژيکي جوړښت بل ډول دی، چې د لوړ ولتاژ مزي اغېز نه پرې کوي، خو علمي څېړنو دغه پېښه نه ده ثابته کړي، که نه نو په نيويارک، هامبورګ، لندن کې به په مېشتو سيمو کې هېڅ پايه او برېښنايي مزي نه ليدل کېدل!

يو شمېر نور بيا د سالنګ غرنۍ سيمه يا برفکوچونه يادوي، چې په غرونو کې د پايو درول ستونزمن دي او يا دا چې په سالنګ کې ډېر برفکوچونه دي، خو لکه چې باميان هېڅ غر نه لري او يا د ژمي برفکوچونه بېخي نه لري. سالنګ خو بيا هم ښه دی پر غرونو کې يې د سهيل او شمال لويه لاره غزېدلې ده، چې لږ تر لږه د دغه پروژې ترانسپورتي ستونزې خو يې تر يو بريده حل کړې دي، په باميان کې خو ليا سمه لاره هم نه ده غزېدلې، ځکه که غرونه يې ډېر لوړ نه دي، مګر ډېر ګڼ خو دي. بايد په ګوته کړم، چې عجيبه خام مغزونه او بې ځايه فکرونه دي! خلک سپوږمۍ ته وختل او نن سبا مريخ ته روان دي، خو يو شمېر افغانان ليا پر غرونو د پايو د ټومبلو اندېښنه لري!

پايله

افغانستان يو ډېر بې وزله، وروسته پاتې او جنګ ځپلی هېواد دی، چې د دونرانو په سيروم ژوندی دی او مغزونه هم ترې په فرار دي، ځکه نه مصؤنيت شته، نه امنيت شته، نه ژوند شته او نه هم کار، ځکه نو هر افغان بايد د دونرانو هرې پروژې ته لبيک ووايي او د پلې کېدلو زمينه دې يې ورته برابره کړي، چې د افغان ولس يو هوسا ژوند ته لاسرسي پيدا کړي.

د سالنګ په برېښنايي پروژه باندې د افغانستان ۳۵ سلنه نفوس آبادېږي او يا هم هوسا کېږي، چې پخپله د کار او ښه ژوند زمينه خپلو ګاونډيو ته هم برابرولی شي، چې د سيمو پرمختګ کېدلی شي د ټول هېواد د پرمختګ سبب شي. يوه ښه بېلګه د افغانستان احساساتي ژوند او لاسبندي ده او بل اړخ ته د پاکستان تخنيکي او ټولنيزه پېشروي ده. که پاکستان هم لکه موږ غوندې در په دره وی، آيا موږ به د خوراکي توکيو، بریښنايي رچيو، د درملو د اخيستلو امکانات درلودلی او که نه! موږ هر کال له پاکستان سره  تر ۷ ميليارډه ډالره تجارتي تبادله لرو او اوړه مو ليا له کزاغستان او کرغيزستانه راوړل کېږي، نو په افغانستان کې هم د يوې سيمې وده د هېواد د بلې سيمې په وده نېغ اغېز لري.

و من الله التوفيق