د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان پرلپسې غميزې ته لنډه کتنه

ډاکټر لمر 28.12.2015 13:07

دا ټولو ته څرګنده ده، چې افغان ولس د خپلې غميزې د څلورمې لسيزې په درشل کې دی، مګر د هر افغان هيله دا ده، چې په څه ډول دغه غميزې ته د پای ټکی کېږدي او خپل ولس ته د سوکاله او خوشاله ژوند وږمې ورکړي، خو له بده مرغه افغان ولس داسې ستړی او ستومانه دی او يا په سليقوي اخوډب کې ښکېل دی، چې د دغه غميزې د حل لاره هم ترې ورکه ده، ځکه نه معتمد ليډر شته او نه هم متحد خلک، بس ټول د ماغزو د فعالولو پر ځای، منګولې پياوړې کړې او يا د خدای په هيله ناست دي او ښېرې کوي، مګر دا خبره يې له هېره ايستلې ده، چې خدای وايي: بنده ستا يې حرکت او زما يې برکت!
د افغانستان سرې او له وينو ډکې پاڼې ښيي، چې د افغانستان د وروستۍ غميزې لومړۍ څپه ليه په ۱۹۷۵ ميلادي کال د مرحوم شهيد سردار داود خان د واکمني په ترڅ کې په لوګر، بدخشان، پنجشېر او نورو سيمو کې د مسلمانډوله جنګیاليو وسلوال بغاوتونه ول، خو د افغانستان د واکمني، د هويت او د امنيت بربادي بيا د سرې غميزې له غوبله پيل شول، چې دا دي تر ننه د افدغانستان خاوره په وينو مينځل کېږي او خلک يې په لمبو کې لمبېږي.  
د افغانانو متضاد ذهنيت نه يوازې په سياسي بهيرونو، غورځنګونو او ګوندونو کې ليدل کېږي، مګر په برېښنايي ليکو کې هم هر افغان خپله درنه او د نورو سپکه وايي او په تشنامو فرهنګي او پوهنيزو غونډو کې هم د افغان سياسيونو متضاد ذهنيتونه او سليقوي هويتونه رابرسېره کېږي، چې د يو او بل په ګرېوان کې منګولې خښوي، مګر يو يې هم خپل ګرېوان ته نه ګوري او ګرم او پړ په نورو کې پلټي.
څه موده مخکې د افغانستان په اړه په يو بهرني ملک کې افغانان د يو پوهنيز سيمينار تر چتر لاندې راټول شوي ول، چې يو شمېر ويناوالو په خپلو ليکنو کې د شاه شجاع تر څنګ د ببرک کارمل، کرزي او ننني غني يادون هم کړی وو، خو يو شمېر اورېدونکو غبرګون ښودلی وو، چې په خلقيانو کې يو شادروان تره کی سم رهبر وو او په پرچميانو کې ډاکټر نجيب سم سړی وو!! اما زما اندېښنه دا ده، چې آيا ۳۰ ميليونه افغانان کاڼه او ړانده دي او يا دومره کودن دي، چې د افغانستان د غميزو مسؤلين هم نه پېژني، يا د لاسپوڅي او وطنپرست توپير هم نه شي کولی او يا دا چې د يوې ډلې او يا د بلې سليقې غړي ګومان کوي، چې ټول ملت يا ويده دی او يا احمق! په هر ډول چې وي، تاريخ څوک نه شي بدلولی.
زه په دې ګومان یم، چې ګواکې په بهرنيو ملکونو کې به غونډې په دې تمه جوړېږي، چې له افغانستانه لرې د افغان ولس غږ پورته کړي او د افغانستان د غميزې په اړه يوه پوهنيزه ناسته جوړه کړي، د افغان ولس يو شمېر خواخوږي او پوهان دې ته وهڅوي، چې د افغانستان د غميزې د پاي ته رسولو لارې چارې وموندي او همدا ډول د بهر مېشتو افغانانو نظريات راټول کړي او ولس ته يې ورسوي، خو داسې ښکاري چې هلته هم لکه چې افغان سياسيون په سليقوي، سياسي، ژبنيز او يا هم قومي ګرداب کې لاهو وي.
دافغانستان پرونۍ او نننۍ ستونزې بايد د افغانستان په ايتنيکي جوړښت، جيوپوليتيک موقعيت او اقتصادي بنسټونو په شاليد کې وڅېړل شي او د حللاره يې هم په همدغو دريو پديدو کې راونغاړل شي، ځکه په افغانستان کې بېلابېل ټبرونه ژوند کوي، افغانستان د هندو-آسيا په ترانزيتي لاره باندې پروت دی او لوړه غرنۍ سيمه ده، چې له نظامي پلوه د هند، چين او روسيې تر تحديد نيولو، يوه ښه سيمه ګڼل کېږي، خو همدا ډول په وروستيو سلو کلنو کې افغانستان له اقتصادي پلوه يو بې وزله او پيېلی هېواد وو او نن خو بېخي د بهرنيو مرستو په سيروم ژوندی پاتې دی.
د مرحوم اعليحضرت محمد ظاهر شاه په واکمني کې مرستې افغانستان ته راتلې، خو د دولت چارواکي ناولي نه ول او لږ تر لږه يې د افغانستان د دولتي ادارې بنسټونه جوړ کړل، چې د څلوېښتو کلونو په درشل کې افغانانو نسبي هوسا ژوند درلود، خو وروسته د شهيد سردار محمد داود خان له کودتا په افغانستان کې هر څه بل ډول شول او افغانستان په مسلسلو غمېزو کې لاهو شو، چې په ځوانانو کې داسې وراشه رامنځ ته شوې ده: «دا دي زموږ سياسي سټې او ګوندونه څلوېښت کاله په دې اخته دي، چې هغه اداري جوړښتونه چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په څلوېښت کلنه واکمني کې جوړ شوي دي، له منځه یوسي، خو بيا هم نه دي توانېدلي، چې په څلورو لسيزو کې ټول له منځه يوسي!».
د سرې غميزې په ترڅ کې په ولس داسې مېچن وچلول شوه، چې تر ننه ليه خلک د غم په ټغر کينوي، خو همدا ډول د چپيانو په ژبه؛ دمجاهد تر نامه لاندې د اشرار پديده هم رامنځ ته شوه، چې شرارت يې د افغان ولس ټول بشري بنسټونه له منځه يووړل، چې پايله يې د شني غميزې رامنځ ته کېدل ول. د شنې غميزې دوره د افغان ولس په تاريخ کې د دويمې سقوي په نامه ياده شوه، خو د افغان ولس غميزه نوره هم پسې اوږده شوه، چې سپينه غميزه لکه خپسکه پرې خپره شوه او د افغانستان د تاريخ د جهالت دوره يې رامنځ ته کړه او دا دي پنځه لس کاله کېږي، چې پر افغان ولس سوټه کراته لاسپوڅه اداره واکمنه ده، چې د بشر په تاريخ کې د «فاسدې دولتداري» د نامه وياړمنه ده.
د افغانستان په دولتداري کې تل فساد، واسطه، رشوت او دولتي ترور موجود وو، ځکه په يو مملکت کې چې، په چارو ګومارنه نه په ظوابطو مګر په روابطو وي، نو هرومرو به د پورته يادو شويو ناوليو پديدو د خپرېدلو او پياوړي کېدلو زمينې هم ورسره غبرګې وي، چې عاقبت يې نن سبا موږ وينو او ملک مو دا دی د څلورو لسيزو په ترڅ کې په وينو کې لمبېږي او نن مو هېواد د تباهي په کنده کې پروت دی او په فساد کې ډوب دی.
په افغانستان کې د مسلکي پوهې نشتوالی او يا هم د ديپلومي مسلکيتوب تر پردې لاندې د نااهلو واکمني ده، چې پرته له تفکره او يا هم پرته له ابتکاره د واک پر ګدۍ نا اهله ناست دي، چې د افغانستان د متوازنې او مسلکي پرمختګ لپاره کوم ځانګړی پروګرام نه لري، ځکه هماغه د «بې خلطي فيرونه» دي، چې کله يې متفکر ولسمشر ولي او کله يې متشکر مرستيال، ځکه ټوله کورنۍ يې په مډالونو سينګار شوه!
له بده مرغه افغانستان ليه تر ننه يو مصرفونکی مملکت دی، چې نه امنيت لري، نه کور، نه کالي او نه هم ډوډۍ، خو ملت هم د افغانستان د توليدي کېدلو لپاره تر ننه کومې معجزې ته لاس تر ذنې ناست دی، چې داسې معجزه تر ننه نه ده رامنځ ته شوې او د وحشت ملي په دولتداري کې د افغانستان د واکمني د بنسټونو د ورانېدو څپه ليه هم ګړندۍ شوې ده، چې څوک يې د افغانستان د فتبال ملي لوبډله د «شېران خراسان» په نامه يادوي او نور يې د ملي سرود پر ځای د قرصک نغمې غږوي.
په دې ټول پوهېږي، چې د افغانستان د بدمرغيو د علتونو يو اړخ خو کورني قومي، مذهبي، ژبني ستونزې دي او بل اړخ يې د بهرنيو ملکونو مستقيمې او غير مستقيمې مداخلې او لاسوهنې دي، چې ښه بېلګه يې به ۱۹۷۹ م کال د روسانو بربنډ يرغل، بيا د ګاونډيو پټ او څرګند يرغلونه دي، ځکه ايران افغانستان ته د خپلې کلتوري حوزې او پاکستان بيا د خپلې پنځمې سوبې په سترګه ګوري، خو نن سبا بيا د لويديز صليبيانو هغه يرغل کړی دی، چې د امريکا تر مشري لاندې پر افغان ولس دا دي له ۲۰۰۱ تر ننه يعنې (۲۰۱۵ کاله) پورې، تېرېږي، چې ناخوالې، بې کفايتي او عاقبت يې ټولو ته څرګند دي.
خو زموږ ټولو سره يوه پوښتنه ده، چې د افغانستان د ناخوالو بنسټيز علت څه شی دی او ولې موږ داسې بدمرغه يو، چې نه شو کولی له دغه ستونزو ځان، ملت او مملکت وژغورو. آيا افغانان د دې پوهنېزه، ذهني او فزيکي وسه لري، چې له دغه ستونزمن حالته ځان وژغوري او که نه! او د ژغورنې ميکانيزمونه به يې څه وي او په څه ډول به په ټولنيز ژوند کې پلي کېږي.
د دې لپاره چې د افغانستان د ادارې، امنيت او سوکاله ژوند په اړه پر ميکانيزمونو څه وسپړو، نو ښه به دا وي، چې د ټولنيزې ادارې د کاوړتيا علتونه د افغانستان د ځانکړي ژوند په شاليد کې ياد کړو او هغه ټکيو ته نغوته وکړو، چې زموږ د ملت پر سر تېر شوي او ليه هم افغان ولس د دغو بدمرغو پدېدو په لومه کې نښتی دی.
له بده مرغه ننني دولتي لوړپوړي چارواکي نېغ په نېغه په فساد کې ښکېل دي. زموږ متل دی، چې وايي: ماهي چې هر ځله له اوبو راونيسې نو تازه دی، خو روسان بيا وايي: که ماهې ورستېږي نو لومړی يې سر خوړينېږي!، ځکه نو په افغانستان کې هم د فساد جرړې له ارګه راپيلېږي، چې څوک له ايرانه، څوک له ازبکستانه او بل له پاکستانه په پټه او بربنډه تغذيه کېږي، خو د فساد په سرکې لوېديز صليبيان د امريکا تر مشري لاندې درېدلي دي. په لومړني انځور کې به ووينی، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۵ پورې يوازې امريکا تر ۱،۷ تريلونه ډالره د افغانستان پر بربادي لګولې دي.
د افغانستان په ټولنيز ژوند کې به غلې کېږي، چې د ټولنې غله د مرد او نامرده غله په نامه وېشل شوي دي، چې مېړنی غل هغه دی، چې په خپله سيمه کې غله نه کوي او د غلې په ترڅ کې د شتمنيو څښتن ته جسمي ضرر نه رسوي او د ښځو خونو ته نه ننوځي، مګر نامرده غل بيا هغه دی، چې په کور او کلي کې غله کوي، چې نه په څښتن بند دی او نه هم په ناموس، نو ځکه ورته ناځوان او نامرده ويل کېږي، نو نننيو واکمنو هم خپل ملت يرغمل کړی دی، د بيتالمال غله کوي او یو بې وزله ملت په خپل ټاټوبي کې کړوي.
د دولتي ادارې غله بيا په حرفوي غلو، قراردادي غلو، پروژه يي غلو او خسدوزانو وېشل کېږي، خو له بده مرغه په وروستيو لسيزو کې د کوڅه ډبو غلو پدېده او د لويو لارو غلو اندېښنه هم رامنځ ته شوې ده، چې دا دي د څلورو لسيزو په بهير کې پر ولس باندې د ظلم او بدمرغيو مېچن چلوي، چې قرباني يې بې وزله ملت دی، چې د اوباشانو او زورواکانو د ظلمونو په لومه کې ښکېل دی.  
د حرفوي غلو بېلګه د افغانستان په هر يو وزارت کې ليدلی شو، ځکه د وزير حرفه د وزارت اداره ده، مګر ښاغلی معاصر وزير صيب د وزارت په ټولو قراردادونو کې ونډه لري، چې په رسنيو کې دګڼشمېر لوړپوړو چارواکو نومونه د قراردادونو په غلو کې ياد شوي هم دي او رسنيو ته له راوتلو وروسته د ټولو خولې پټې شوې هم دي، چې په دولتداري کې د مافيايي سيستم پياوړتيا ته په نېغه ښودنه کوي، ځکه فورمول ساده دی، که ته ووايې ته وې، نو زه به هم ووايم چې ته وې!
په ښوونه او روزنه کې د کتابونو د چاپولو بوديجه، د قرطاسيې بوديجه او طبيعي خبره ده، چې د ښوونځيو او د ښوونې او روزنې د پرسونل بوديجوي برخه ده، د ښوونيځو واحدونو تعميراتي برخه هم شامله ده، چې اوپراتيفي پيسې په پام کې ونه نيول شي، نو که وزارت له خپل هر چارواکي لس ډالره يعنی ۵۰۰ يا ۶۰۰ افغانۍ پټې کړي، نو په جمعي توګه له خپلو ۳۵۰۰۰۰ پرسونله کولی شي په يو وار هره مياشت ۳،۵ لکه ډالره پټ کړي، چې په کال کې ۴،۲ ميليونه ډالره کېږي.
په ښوونه او روزنه کې د وحشت ملي نوي وزير تر ۲۰ ميليونه ډېر کتابونه چاپ کړي دي، نو که په هر کتاب کې يو ډالر غله شوی وي، نو په نېغه ۲۰ ميليونه ډالره غله کېږي او همدا ډول د ښوونې او روزنې پروژه يي غلې بيا زياتره په لرې پرتو او نا امنه سيمو کې د خيالي اداري واحدونو، د خيالي ټولګيو، او خيالي ښوونځيو جوړول دي، چې هرومرو ورته د سوادآموزي کتابونه هم تآليف او چاپ شوي دي، چې په لومړۍ پاڼه کې به يې ليکلي وي:
دا ټوپک دی. دا طالب دی. په ټوپک طالب ووله. هغه بايد مړ شي!!!   
کله چې زه د طب پوهنځي محصل وم، نو د مرحوم ډاکټر نجيب د واکمني په وروستي کال کې، په کابل کې له خپل ماما سره د کابل انجينيرانو يو بنډار ته تللی وم. په دغه مېلمستيا کې تر ۴۰ تنو رئيسانو، مديرانو او برحاله انجينيرانو ګډون کړی وو، خو وروسته له ښوروا دوی ټول په دوو ډلو ووېشل شول، چا ويل «بطر نو مېزنيم» او نورو ويل «فلاش مېکنيم»، نو په دې ډول دواړه ډلې په دوو کوټو کې ووېشل شوې، پر ما څو ځله خوب راغی، خو ماما مې راته برګ شو، چې مجلس کې مه ويده کېږه، خو د دوی قمارخانه زما لپاره سمه خوبړنه بنګ خانه ګرځېدلې وه. ما هم هڅه وکړه، چې لږ ځان بيدار کړم، نو له يوه ګوټه به اورېدل کېدل: چال ته برو! له بل اړخه به ويل کېدل: رئيس صاحب خودت تېر شو! بيا بل به ويل: سر پُت اينقه آمد! له بل کونجه به چا غږ وکړ: فلينګيش چند شد! ټول په قماروهلو کې لاهو ول، نو يو قمار باز انجينير بل ته داسې ويل: رئيس صاحب امو تعميره نلدوانيش خلاص شد، چطور کردي! امو نل جستی جاپاني دو انچه ره کار کردي! نو زه هم دغو خبرو ته غلی شوم! نو انجينير صاحب ورته ويل: نې بابا داخل دېواله یکونيم انچ روسي کار کردېم و قسمت های بيرون دېوالاره باز دو انچه و یکونيم تنچه جاپاني کار کرديم! هغه بل ورته ويل: اګر کنټرول بيايه باز چطور ميکني! هی لالا رئيس! نل يکونيم انچ روسي را با مفروزه ها در داخل دېوال با يک متر نل دو انچه جاپاني وصل کرديم. نه کارګر فاميده او نه هم کلانتر، بس اګر کسې کنترول هم بيایه، امو نل های بيرون دېواله که دو انچ جاپاني است مېبينه و در راپور تفتيش هم همينطور نوشته مېشود. په دې وخت کې دواړو ما ته وکتل. زه د دوی په پرتله ډېر ځوان وم او دوی ته مې هک پک کتل، نو يوه يې راته وخندل او داسې يې خپلې وروستې اپلتې ووېشتلې: او جوان سر دېوال اېطور دولت شاش کُن که بشاره!!
ما داسې هم اورېدلي دي، چې کله د ډاکتر نجيب او ببرک کارمل تر منځ د واک شخړې خپل لبرېز حد ته ورسېدلې، نو د پرولتاريا رهبر مرحوم ببرک کارمل ښاغلي مجيد سربلند ته په يوه غونډه کې ويلې ول، چې «دېګ کې برای ما نه جوشد در او ګو بجوشد!»، نو د افغانستان وروستنۍ واکمنۍ همداسی دي، چې نه د ملت غم ورسره دی او نه هم د مملکت عزت او نه يې هم پر ستونزو سر ګروي، مګر د واک ګدۍ ته بيا ټول شخوند وهي.        
د قراردادي غلو ښې او پياوړې نښی په امنيتي وزارتونو کې په بېلابېلو قراردادونو کې راڅرګندېدلی شي. په دغه وزراتونو کې د پرسونل تر څنګ، د خوراک، نظامي جامو او همدا ډول نقليه وسايلو او د هغوی تېل په پام کې نيول کېدلی شي. يوې امريکايي څېړنې ښودلې ده، چې په امنيتي ځواکونو کې کله داسې قرار دادونه شوي دي، چې يو ليټر تېل له ۵۰ تر ۷۰ ډالره هم اخېستل شوي دي، نو د امنيتي د هر قرارداد غلې کېدلی شي تر څو ميليونه ډالره ورسېږي. څنکه چې په دويم انځور کې ګوری، اوسمهال د صليبيانو د يرغلګرو د عسکرو شمېر ورځ تر بلې کمېږي او له افغانستان پښې سپکوي، خو په افغانستان کې يې داسې يوه مافيايي ډله واکمنه کړې ده او داسې يو ټولنيز اور يې بل کړی دی، چې افغان مظلوم ملت به ليا نورې څو لسيزې په خپلو وينو کې لمبېږي او يو ورور به د بل ورور وينې ته لکه هابيل او قابيل ناست وي.
په نظامي برخه کې هم قراردادي غلې نوې نه دي، ليا د کمونيستانو په واکمنيو کې ډېرې آوپراتيفي پيسې کارته او پورته شوې دي، چې په شمال کې د قومي فرقو او لواوو جوړونې يې يوه ښه بېلګه ده. د وحشت ملي لومړی مرستيال هم هغه مهال يوه فرقه په شبرغان کې درلودله او بله يې بيا په ميمنه کې له رسول پهلوان سره او يوه يې بيا له غفار پهلوان سره په سرپل کې جوړه کړې وه، چې د مليشو اِعاشه او اِباطه يې د مرحوم ډاکټر نجيب د دولت لخوا او د روسانو په نغوته تر سره کېدله، چې په دې ډول يې د قومي ملېشو د غلو زمينه برابره کړې وه، چې نننی د وحشت ملي دولت هم د هغه مهال د واکمنو په پل پل اېښودلی دی.
کله چې زه د طب پوهنځي په پنځم کال کې محصل وم، نو يو ځلې په کابل کې له خپل يو همدوره محصل سره د هغه د ورور دفتر ته ولاړلو، دفتر په جاده کې يوه عادي مسافرخانه وه، خو ورور يې د رسول پهلوان يو نامتو قوماندان وو. هغه مهال به د ۲۵ تر ۲۸ کلونو پورې ځوان وو، خو دا بل ورور يې د ترخيص د اخيستلو لپاره ورغلی وو، هغه مهال دغه ځوان د طب د فاکولتې د څلورم ټولګي محصل وو، چې زما څخه يوه دوره وروسته پاتې شوی وو.
ما ورنه وپوښټل چې کريمه دا ترخيص په څه ډول اخلې، نو راته يي وويل، چې مخکې له دې چې په فاکولته کې شامل شي، له خپل ورور سره مې خپل نوم په قومي ملېشو کې لکه سرتېر ثبت کړی وو، نو اوس مې د خدمت وخت پوره شوی دی او ترخيص اخلم! نو هغه مهال به په دې ډول خلکو په ملېشه يي فرقو کې د عسکري له مکلفيته ځانونه خلاصول، نو ما هغه مهال د فارسي متل ورته تېر کړ، چې: مربي داري مربا بخور!
ليه نيمه ګړۍ نه وه تېره، چې خونې ته څو تنه راننوتل، نو يو ته يې چې پايڅې يې له لنګيو سره لګېدې او ګوپيچه يې آغوستې وه د ډګروال صيب خطاب وکړ، بل چې يوه خيرنه صدرۍ يې آغوستې وه، نو د قوماندان صيب غږ وشو او يو بل چې پټکی يې پر سر وو او د ګوپيچې پر سره يې يو عسکري رنګه واسکټ آغوستی وو، نو د جنرال صاحب بالا بيشين وړانديز وشو، نو ما ټولو ته کتل او يو بل ته مو ځانونه معرفي کول، چې قوماندان صيب خپل پټکی وغوړولو او ډګروال صيب د پټو يوې څنډې ته او جنرال صيب يې بلې څنډې ته کېناستل او کمسايي يې پيل کړه، له جوبونو يې د زرګونو بنډلونه په پټکي کېښودل، چې پايله تر دې ورسېدله، چې جنرال صيب خپل کلاشينکوف د قمار په ټغر کېښود، په دې ډول ډګروال صيب ټولې پيسې له کلاشينکوف سره په قمار کې وګټلې، خو جنرال صيب ورته وويل، چې: به آسمان بروي از پايايت مېګيرم و اګر در زمين درايي از ګوشايت مېګريم! پاڅېده او خپله تشه لمنه يې وټکوهله! ليه شيبه نه وه تېره، چې د رسول بېخدا او ګلمجمانو تر منځ ټکوټوک پيل شو، نو جنرال خپل کلاشينکوف بيرته په پور واخيست او دا يې پسې وويل: قرضت سر زاغ باشه زاغ زنده باشه، لالا... او جګړې زور واخيست او ما هم له خپل همدوره محصل سره يو ځای له دغه ځايه د سينما پامير په لور، پښې سپکې کړې!
 ننني پروژه يې غله بيا خپل کارونه د «حقوق زنان»، «خانه امن» او ګڼشمېر نورو ورکشاپونو په اډانه کې تر سره کوي، ملت ته بې ګټې مګر سياسي پروژې جوړوي، چې نښيې يې د ټولو دولتي ادارو او وزارتونو په کارخانو کې پيدا کېدلی شي، خو تر ټولو لويې پيسې په تعميراتي او لارجوړونې په پروژو کې غله کېږي، چې ښه بېلګه يې د کابل مزار، کابل کندهار او کابل جلال آباد لويې لارې دي، چې په جوړولو يې په ميليونونو ډالره ولګېدل، مګر نه سالنګ جوړشو او نه هم شينډنډ او نه هم بل ډنډ.  
خسدوزان بیا هغه روشتخوران او ماجراجويان دي، چې په خپله شعبه کې د قرطاسيې غله کوي، يا د يوې امضا لپاره له ۵۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانۍ اخلي، خو کله خبره تر لکهاو هم رسېږي، چې د کابل ښار ترافیک د موټرو لمبرپلېټ وشکوي او بيا د پارچې د درې سوو افغانيو پر ځای په دوو سو افغانيو بسنه کوي او يا هم په کومه اداره کې چې ۵۰۰ افغانۍ ورکړې، نو درته به ووايي، چې: اګر تا چار بجه اسناد ته مېخواهي ۵۰۰ افغاني مېشود او اګر سبا پشت اسنادت بيايي باز ۳۰۰ افغاني مېشود، چې په دې ډول خپله دوه سوه افغانۍ حلاله روزي تر لاسه کوي.
کله چې زه د حبيبيې په لېسه کې ليه متعلم وم، نو کله کله به د خپل يو خپلوان قرطاسيه فروشي ته تللم، خو يوه ورځ د تعليم تربېې د کوم رياست او يا هم د وزارت يو چارواکی د دغه وزارت لپاره قرطاسيه اخيستلو ته راغلی وو، چې د قلمونو، پنسلونو، کاغذونو، ستېپلرونو تر څنګ يې سينجاکونه، مشواڼۍ او ګڼشمېر نور توکې واخيستل، چې د هر توکي په بيه کې به د اجناسو په ليست کې بيه د وزارت د چارواکي په غوښتنه زياته لیکل کېدله، چې زما له سنجس سره سم يې هغه مهال د يو لک افغانيو شاوخوا خريداري وکړه، نو د غلې کچه يې تر لس زرو افغانيو رسېدله، نو دې ته وايي خسدوزي.
د امنيتي ګواښونو تر څنګ د افغانستان د اقتصادي شمزې د ماتېدلو بله برخه مافيايي غله ده، چې تورې پيسې سپينېږي، يا عربي ملکونو ته انتقالېږي، چې ګڼشمېر لوړپوړي چارواکي له نغدو پيسو سره په بهرنيو ملکونو کې په هوايي ډګرونو کې نيول شوي هم دي، مګر هېچا هم سر پرې ونه ښورولو او پروني غله ننني واکمن دي، څوک د بهرنيو چارو وزير وو، څوک هم د ماليې وزير وو، بل د کرزي مرستيال وو، مګر نن خپل مخکنی بادار ملامتوي او ګومان کوي، چې ملت هم لونډ دی او هم کوڼ.
د وحشت ملي د مافيايي غلې تداوم د کابل بانک د غلې متواتره سلسله ده، چې د وحشت ملي د ښو چارو مسؤل، د دغه مافيايي دولت اجرايوي رئيس، د ولسې جرګي مرستيال او د اشرف غني حقوقي مشاور د خليل الله فېروزي په وروستۍ غله کې دلالي کوله، خو اشرف غني بيا ترې خبر نه دی! چې د کابل بانک يو ستر غل چې ۱۵ کاله قيد هم پرې ختلی، پرته له پوښتنې له زندانه راخوشې کېږي او د ملت شتمنيو ته د بلې غلې پلان جوړ کړي او د ارشدو مشاورينو په مشورو يې پلی کړي، چې حق حقدار ته ورسېږي.
په افغانستان کې د مافيايي غلې بله پديده د أپينو کرل او د ترياکو اوبه کول دي، چې افغان بزګر يې يو کيلو هېروين په ۲۵۰ ډالرو خرڅوي، خو مافيا يې بيا له ۲۰۰۰ نېولې تر ۵۰۰۰۰ په پاکستان، ايران، ازبکستان او تورکيه کې اوبه کوي، نور نو بيا د نړيوالې مافيا کار و بار دی، چې افغاني ترياک تر لوېديزې اروپا او شمالي امريکا پورې ورسوي، چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له څرګندونو سره سم په نړيوال ترياکي ترافيک کې تر ۳ تريلونه ډالر ښکته او پورته کېږي، خو افغان ولس يې لوږه تېروي او قرباني يې ورکوي، ځکه اوسمهال په افغانستان کې تر ۲ ميليونو خلک په هېروينو، چرسو او نورو مخدراتو روږدي دي، چې هم يې امنيتي ګواښونه رامنځ ته کړي دي او هم يې ستره روغتيايي معظله زېږولې ده، چې پېټي يې بيا هم د افغان ولس پر اوږو پروت دی، خو چړچې پکې بيا همدغه د وحشت ملي مافيايي چارواکي پرې کوي. په وروستي انځور کې ګوری، چې له بده مرغه بايد ياده شي، چې نن سبا هم په افغانستان کې تر ۲۵۰۰۰۰ هکتاره ځمکه د اپينو په کرلو لړلې ده او افغان ولس ته يې د سترو ګواښونو اندېښنه رامنځ ته کړې ده.
افغانستان د سوريې، عراق، ليبيا تر څنګ د نړيوال مافيايي اقتصادي سيستم قرباني دی، ځکه د خدای شته په ځمکه کې په داسې ملکونو کې پراته دي، چې د صليبيانو لاس نه ورته رسېږي، يا يې په مسلمانانو نه لورېږي، ځکه نو سترګې يې ورته سرې دي. د افغانستان طبيعي زېرمې تر ۳ تريليونو ډالره تخمين شوې دي، منځنۍ آسيا د تېلو په زېرمو پرته ده او عربي ملکونه بيا په تيلو کې لامبي، ځکه نو هم امريکا، هم روسيه، هم اروپا او هم هندو-چين ورته سترګې پټې کړې دي او غواړي چې دغو زېرمو ته ځان ورسوي، چې ټاپي يې هم يوه زړه پروژه ده، خو د لوبغاړو يې نوې څېره ده.
نن سبا نړيوال پور له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تريليونه ډالره اټکل شوی دی، چې افغانستان په درېيمه يا څلورمه پوروړې کتيګوري کې راځي، مګر د نړۍ لوی پوروړي بيا امريکا چې تر ۲۲ تريلونو ډالره پوروړې ده، همدا ډول چين تر ۱۶ تريلونو ډالرو، اروپا تر ۱۷ تريلونو ډالرو او ډېر ملکونه هم په همدې ډول لږ او ډېر پوروړي دي، مګر ولې دغه ملکونه خپل پورونه يو بل ته نه ورکوي؟ د بېلګې په توګه، که امريکا خپل پور له چين سره اوبه کړي، نو د چين پور به خلاص شي او د امريکا پور به ډېر ژر کم شي، خو پوښتنه دا ده، چې ولې داسې نه کېږي!

د نړۍ ټول ملکونه له څو ځانګړو بانکونو څخه پور اخلي، چې غوره يې  نړيوال بانک ډله، د پيسو نړېواله زېرمه، چې مرکزيت يې په امريکا دی، دي. د نړيوال بانک (WBG) د ډلې لنډکی په دې ډول دی (IBRD, IDA, IFC, MIGA, ICISD)، چې اقتصادي امکانات يې تر څو سوه بيليونه ډالره اټکل کېږي، خو د پيسو نړېواله زېرمه (IMF) بيا د ۸۰۰ بيليونو ډالرو شاوخوا اقتصادي امکانات لري، چې ټوله نړۍ يې پوروړې ده.

د دغه امريکايي يا لويديزو بانکونو د بديل هڅې څو ځله شوي دي، مګر د امريکا لخوا يې مخنيوی شوی دی، ځکه په نورو بانکونو کې هم د امريکا ونډه ډېره غوښينه ده، نو د بانکي چارو ستراتيژي په نړېواله کچه تعينوي. په ۲۰۱۴ ميلادي کال د نوي پرمختګ بانک (NDB) بنسټ کېښودل شو، چې د روسيې، برازيل، چين، هند او جنوبي افريقا، يعنې (BRICS) په نوښت رامنځ ته شوی، نو اقتصادي امکانات يې له ۵۰  تر ۱۰۰ بيليونه ډالره اټکل شوي دي. د افريقا د پيسو زېرمه (AMB) بيا دومره اقتصادي امکانات نه لري، چې په نړيوال اقتصادي نندارتون کې ولوبېږي، خو د آسيا د پرمختګ بانک (AND) بيا تر څو سوه بيليونه ډالره امکانات لري، چې په دې بانک کې هم د امريکا ونډه بيا تر ۱۸ سلنه رسېږي، چې ډېره غوښينه ده، ځکه نو د بانک نړيواله ستراتېژي يې تر کنټرول لاندې ده، چې ټوله نړۍ يې پوروړې پاتې شي، نو افغانان بايد د نړۍ دغه نازک سياسي او ستراتيژيک حالت درک کړي او له خپله کوره جنګ لرې وساتي او اوسنۍ د اور لمبې په خپل اتفاق، فکري درک او خلاقيت مړې کړي، چې افغانستان هم لکه نورو پرمختللو ملکونو له نورو سره سيال شي، نور نو دروېزه بس ده.   
پايله
تاسو ته څرګنده ده، چې د جان کېرې په نوښت په افغانستان کې يوه دوه سرې او چارپايه اداره رامنځ ته شوه، چې د وحشت ملي پېلامه يې پيل کړه. په دغه دولتداري کې اشرف غني پرته له دې چې په افغاني ټولنه کې خپل کاري ټيم ولري او يا يې جوړ کړي، نو هغه زاړه مسلکي چارواکي يې هم سپکو سپور کړل، خو ډاکټر عبدالله بیا د جمعيت اسلامي په اډانه کې خپلې ټولې مهرې داسې وګومارلې، چې اشرف غني يې د ارګ په چاردېوالي کې رااحصار کړ، چې متفکر متواتر تېروځي او امنيتي چارې داسې يو حالت ته رسېدلي دي، چې د ۲۰۱۵ م کال په اوږدو کې تر يو ميليون خلک له افغانستانه د مهاجرت په موخه راوتلي دي، چې يو شمېر يې د يونان د سيندونو د کبانو خوراک شول او په افغانستان کې کله يوه سيمه او کله هم ټول ولايت سقوط کوي، خو متفکر بيا جېنګه خوله خاندي.
همداسې چې دو سره دولت رامنځ ته شوی دی، خو همدا ډول د ملا محمد عمر مجاهد د مړينې انګازه هم خپره شوې ده، چې د طالبانو د خپلمنځيو شخړو زمينه يې برابره کړې ده، چې په وروستيو څو اونيو کې طالبانو د خپلو دوو څانګو مشران سره ووژل، چې اوس به دغه جګړه قبيلوي بڼه اخلي او وينه به په وينه مينځل کېږي. همداسې چې مرکزي دولت په څانګو وېشل شوی، خو همدا ډول د وسلوال مقاومت ډلې هم په څو برخو بېلې شوې دي، چې د نوې سقوي يا ملېشه يي ملکلطوايفي اندېښنې پکې نغښتې دي.   
د افغانستان د غميزې د پايښت يوه نخسه موجوده ده، چې بهرني زبرځواکونه يا نړيوال اقتصادي زورواکان دې ته قانع کړی شي، چې يو ناپېيلی، با امنه او پرمختللی افغانستان د سيمې او نړۍ په ګټه دی، د دغه موخې لپاره بايد يو داسې مسلکي سازمان شوې ډله رامنځ ته شي، چې د انتقالي دولت په جوړېدو د واک واګي تر لاسه کړې، چې افغان ملت له ننني وحشت ملي او پروني مافيايي سيستمه د تل لپاره خلاص کړي. اوس هم ليه ناوخته نه ده، بايد افغان مسلکي، صادق او په انسانيت او بشريت مين خلک د يو ملي ګوند په اډانه کې د پوهې، تحصيل او طبيعي خبره ده، چې د انساني اخلاقو پر بنسټ راټول شي او د خپل موجوديت غږ پورته کړي او د افغانستان په سوکالي کې جوت ګامونه پورته کړي، چې نړيوال پورونه يا مرستې د افغانستان د پرمختګ په پروژو ولګوي، نه د ملت په بربادي.
مننه
و من الله التوفيق