د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد ملي څېره

سردار محمد همدرد 06.04.2016 14:11

هېواد کې ډېری خلک او پېژندل سوې څېرې سته، چې وخت نا وخت ستايل کېږي، غونډې ورته جوړيږي او خلکو ته ورپېژندل کېږي.
د دغه خلکو له ډلې يې ډېری دولتي چارواکي او يا داسې څوک وي چې په مهم بست کې کار کوي، خو نن زه په يو داسې چا خبرې کووم چې له تېرو ۱۴ کلونو کې يې له کار او کړنو متاثره سوی يم، شخصيت يې ما مطالعه کړی دی، له هر پلوه راته پاک او ملي شخصيت ښکاري.
که څه هم د ښاغلي کرزي حکومت او بيا په اوسني حکومت کې د ډېرو چارواکو له کارونو راضي نه يم، همېشه مې پرې نيوکې کړي دي، نيمګړتياوې مې په ليکنيزه بڼه او په يو شمېر رسنيو کې ولس ته په ډاګه کړي دي، خو د تېر حکومت داسې چارواکي هم پېژنم چې ښه مديريت يې لاره، په ګوندبازۍ او چوکۍ بازۍ يې کار نه لاره، فقط خپل کار يې کاه.
د ښو چارواکو له ډلې يې يو هم د ملي امنيت د عمومي رياست پخوانی مشر رحمت الله نبيل وو.
د ښاغلي نبيل ښه ځانګړنه دا وه چې ملي شخصيت وو، په هر وخت کې يې ځان بې طرفه وساته، حتی زموږ تېرې ټاکنيزې ناندرۍ چې هر چا او هر چارواکي پکې تر خپله وسه لاسوهنه وکړه، چغې يې ووهلې، په ښکاره او پټه يې غيرقانوني کارونه وکړل خو ښاغلی نبيل په دغه شان ګرم بازار کې بيا هم بې طرفه پاتې سو او خپله دنده يې په پوره صداقت سرته ورسوله.
دا چې ملي امنيت د يو هېواد مهمه اداره ده او د ټول هېواد حالات له همدغې ادارې ورانېدلی هم سي او ښه سنبالېدلی هم سي، تر ښاغلي نبيل مخکې پکې ډېرې ستونزې وې، خو کله چې نوموړی يادې ادارې ته راغی نو ډېره ښه يې مديريت کړه، بنسټيز کارونه يې وکړل، دا اداره يې پر پښو ودروله، د هېواد په لر او بر کې يې په واک کې کړه او ټولې ستونزې يې له منځه يوړې.
وطن په ښو خلکو جوړيږي، خو ستونزه دا ده چې ښه او پاک خلک په کم شمېر کې پيدا کېږي، ښاغلی نبيل هم ښه انسان دی، يو شمېر خلک به وايي چې مخکې دې ولې نه معرفي کاوه، ځواب مې دا دی چې بيا به يو شمېر خلکو داسې فکر کولی چې ښاغلی نبيل په ښه بست کې دنده لري نو په دې خاطر دې پرې ليکنه کړې ده او يو څه تمه ترې لرې.
ښه خلک لکه د ستورو هر چاته روښانه وي، نه پټيږي، نو زما قلم چې تل مې د دولت پر منفي کړنو نيوکې کړي دي، د ښو خلکو په مثبتو کارونو هم چلېدلی سي ترڅو نور يې له تجربو ګټه واخلي او له تاريخ پټ پاتې نه سي.
ښاغلي نبيل يو داسې شخصيت لري چې د ولس په زړونو کې ځای لري، ځکه نوموړي د هيچا سره معامله ونه کړه، لکه مخکې چې مې وويل ملي شخصيت دی، په هيڅ ګوند او سياسي حزب پورې تړل سوی نه دی، خپلواک دی او د ښه کار تر شاه يې همدغه خپلواکي د برياليتوب راز دی.
ما دوه ورځې وړاندې د واليانو په اړه هغه واليان چې اوس د واليانو انجمن جوړ کړی دی يوه ليکنه وکړه، د دوی يو شمېر شعارونو ته مې اشاره وکړه.
يو شمېر دوستانو راته وويل فقط نيوکه کوې، خو نه داسې نه ده، همېشه مې د هغه دولتي چارواکو ملاتړ کړی چې دې خاورې او ولس ته صادقه وي، د فساد ضد وي او کار کوي.
خو راځئ چې د سمو خلکو ملاتړ وکړو، تر شا يې ودرېږو، د تګلارو په عملي کولو او ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړو او د هغه خلکو پر ضد قلمي جهاد وکړو چې فساد کې ښکېل وي، ټولنه خرابوي، نظام تخريبوي او د سپڅلتيا په جامه کې دروغجن وي، خاين وي او منځ يې خوسا وي.
د يو موټي او ازاد افغانستان په هېله!