د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فرمايشي ګمارنې او د هلمند جګړه

سردار محمد همدرد 13.03.2016 13:01

د هلمند د ستونزو لویه مسله د وکيلانو او سياسيونو ترمنځ سياسي وېش دی
هلمند په ستراتېژيک لحاظ د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دی. دا ولايت د تاريخ په اوږدو کې د جګړې لويه سابقه لري.
زه نه غواړم چې تاريخ ته ولاړ سم، خو غواړم چې د هلمند پر اوسنيو حالاتو يو څه وليکم:
د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته چې کوم حکومت رامنځته سو په دې دوره کې هم دا ولايت د جګړو شاهد پاتې سو، هم په ملکي حکومتولۍ کې چې څومره تمه کېده هومره لاسته راوړنه نسته.
له يوې خوا چې هلمند له ګاونډي هېواد پاکستان سره ۱۶۲ سرحدي تپل سوې پوله لري او له بل پلو ايران ته نږدې موقيعت لري. له يوې د روانې جګړې ډېر جګړه مار له پاکستانه راځي او بل پلو وسله والو طالبانو ته هم هلمند ډېر ارزښت لري.
زه دې موقيعت او جوړښت ته په کتو سره په دې اند يم چې، هلمند ته بايد د نورو ولايتونو په پرتله ډېره توجوه وسي.
په دې برخه کې کله نا کله د دولت نه پاملرنه وي او کله بيا د هلمند د وکيلانو او سياسيونو ترمنځ د قدرت وېش، خپلسري او فرمايشي ګمارنې وړ او ناوړ نه توپيرول او په پټو سترګو پر دندو ګمارل لوی ستونزې رامنځته کړي دي او د هلمند د روانې نا امنۍ او جګړې په غځېدو کې يې پوره رول لوبولی.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو د دغه ولايت ولسوالۍ وېشلي دي. هر څوک چې کومه ولسوالي لري نو تر ډېره يې ولسوالۍ کې خپل کسان پر دندو ګمارلي دي. دا مقرريانې هر چاته په ډاګه مالومې دي، د هرې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قومندان او حتی د حوزو امران، په ملکي برخه کې ځينې مامورين او د ښوونځي ښوونکی لا د وکيلا په واسطه ټاکل کېږي. وړ او نا وړ نه پېژندل کېږي. سواداره او بېسواده نه توپېرېږي خو وکيلان او سياسيون يې د خپل قدرت ساتلو لپاره که په هر قيمت وي خپلو اړونده ولسواليو کې پر دندو ګماري.
په تېر وخت کې چې کوم واليان او امنيه قومندانان هلمند ته راغلي دي، د هغوی په راتګ او ټاکنه کې هم د يو شمېر وکيلانو لاس وي او د دوی په واسطه د هلمند لپاره پشنهاد کېږي. هغه والي او امنيه قومندان چې د وکيل صيب شرطونه ومني او جوړجاړی يې ورسره وسي نو سملاسي والي يا امنيه قومندان ټاکل سوی دی.
اوس هم لويه ستونزه دا ده چې د هلمند روانه جګړه مهارول يوه منظمه اداره او قوماندې ته اړتيا لري. په دا وروستيو کې چې هلمند ته ښاغلی عبدالجبار قهرمان د اپراتيفي مشر په توګه راغی، د ده په راتګ د هلمند خلکو اميداوري پيدا کړه. هغه د اصلاحاتو لپاره ژمن و، او دا تمه هم کېده چې يوه قوي همږغي به جوړه کړي، ځکه چې جنرال قهرمان صيب د پوره هوډ او ټينګې ارادې خاوند دی.
خو زه چې فکر کووم  ښاغلی قهرمان د ډېرو ستونزو سره مخ دی. اصلاحات هغه وخت راتلای سي چې د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبيق سي، دا نو بيا په صلاحيتونو پورې اړه لري، زما په اند مرکزي حکومت د ښاغلي قهرمان صيب خبرو ته ډېر غوږ نه ايږدي، که چېرې حالات همداسې وي کېدای سي هلمند له نورو زياتو ستونزو او امنيتي ګواښونو سره مخ سي.
که مرکزي حکومت ښاغلي قهرمان ته دا صلاحيت ورکړي چې د وکيلانو لخوا فرمايشي ټاکل سويو ولسوالانو، امنيه قومندانانو او نورو استخدام سويو کسانو ترمنځ تغير تبديل راولي، د مکافاتو او مجازاتو اصل باندې ټينګار وکړي. ښه همغږي رامنځته کړي نو يوازې دا نه چې د هلمند روانه جګړه به کابو کړای سي بلکې دغه ولايت ته د احتمالي پېښېدونکو ګواښونو مخه به هم ونيسي.
مرکزي حکومت بايد په دې برخه کې ډېر محتاطه و اوسي، که اوس جنرال عبدالجبار قهرمان ته پاملرنه ونه کړي او نوموړي ته پوره صلاحيت او واک ور نه کړي او مشورې يې ونه مني نو ولس به نور هم ناهېلی سي او پر اوسني دولت به يې باور تر دې هم ټيټ سي.