د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان له سیاسی او قونسلی نمایندګیو نه د افغان مهاجرو شکایتونه او د هغوی دحل لاری

حضرت سهاک 24.02.2016 12:11

پدی وروستیو ورځو کی د افغان مهاجرینو شکایتونه له خپلو رسمی او سیاسی نمایندګیو نه ډیر شویدی او دوی ته نده معلومه چی د دی مشکلاتو اصلی ریښه چیرته ده. په هرحال سره د افغانستان دولت رسما مسوولیت لری د خپلو اتباعو غوښتنو ته که په هیواد کی دننه وی او یا له هیواده د باندی رسیدګی وکړی. د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ، ټولی سیاسی او قونسلی نمایندګی مسوولیت لری د خپلو اتباعو قانونی غوښتنو ته رسمی ځواب ووایی. له یوې خوا د دغو اسنادو د اجرا په مقابل کی د افغانستان دولت کافی صکوک اوعواید ترلاسه کوی او له بلی خوا د خپلو هیوادوالو قانونی او رسمی اسنادو په اجراکولو کی له هغوی سره همکاری کوی.
فکر کوم دلته ملامتی په دواړو خواوو کی ده ، څه ژرنده پڅه او څه جوار لانده دی.
له یوې خوا د افغان مهاجرو شمیر په ټولو اروپایی هیوادونو کی زیات شوی دی او له بلی خوا په سفارتونو او قونسلکریو کی مسلکی پرسونل لږدی او د مراجعینو کارو لپاره د هغوی شمیر اوکاری ظرفیت دومره ندی چی د مراجعینو مشکلات پری حل شی. قانونا په هر سفارت او قونسلی کی رسمی او محلی کارمندان باید د افغانستان په دواړو رسمی ژبو وپوهیږی او هیڅوک د دی حق نه لری چی ووایی ته ولی په پښتو یا دری نه پوهیږی؟ دا پوښتنه باید د دولت له رسمی کارمند یا دیپلومات نه وشی چی ته ولی په دواړو ژبو نه پوهیږی؟ ځکه هغه د دولت رسمی کارمند دی. د اساسی قانون له مخی پښتو او دری دواړه د افغانستان رسمی او اداری ژبی دی. ديپلوماتان د خپلو دندو او د مراجعینو د اسنادو د اجرا په مقابل کی معین دالری معاش ، د کور کراییه ، بیمه او نور ديپلوماتیک امتیازات تر لاسه کوی.
افغان مهاجر هم هغه لازم اسناد چی د دوی هویت تثبیت کړی او دهغوی کره والی وښیی له ځان سره نلری . سفارتونه او قونسلګری هم مجبوره دی خپل اسناد د اداری له لحاظه د امکان تر حده تکمیل کړی. چی دا غوښتنی د مراجعینو د ناراضیتوب سبب ګرځی.
څه کول پکار دی او د حل لار څه ده؟
زما په نظر ټول افغان مهاجرین باید له سفر نه مخکی باید د هویت تذکره ولری او کله چی اروپایی هیوادونو ته ورسیدل ، تذکره اونور ضروری کاغذونه باید په پوست کی را وغواړی.
مخکی له دی چی مهاجرین سفارت یا قونسلګری ته مراجعه وکړی د سفارت رسمی سایت وګوری چی د کوم سند لپاره کوم کاغذونه ضرور دی او سفارت په کومو ورځو کی کار کوی، دسفارت آدرس اونور لازم معلومات ترلاسه کړی. کیدای شی د تیلیفون له لاری وخت ریزرف کړی او په معین وخت ځان هلته ورسوی ترڅو په لږ وخت کی د دوی کارونه اجرا شی.
د سفارت کارکوونکی نشی کولای په یوه ورځ کی له معین تعداد مراجعینو نه زیات شمیر مراجعین قبول او د هغوی ټولی غوښتنی اجرا کړی. مثلا د پاسپورتونو اجرا کول د پخوا په پرتله یوڅه مشکل شویدی ، ځکه په کمپیوتر کی ټول معلومات باید ثبت او تر بیا چک کولو نه وروسته هغه چاپوی.
زما په آند د افغانستان سیاسی نمایندګی او قونسلی د خپل پرسونل د پوره کولو لپاره کولای شی په میشتو هیوادونو کی له هغو افغانانو نه همکاری ترلاسه کړی کوم چی پدی برخه کی کافی تجربه لری.
مراجعینو سره زشت برخورد او یا هغوی ته د درخواستی مستردول چی سبا راشه او یا له سفارت نه د پولیسو په زور شړل ، خپلو هیوادوالو ته د بیګانه اتباعو خطاب د مراجعینو د قهر او غوسی سبب ګرځی. په ځینو مواردو کی لیدل کیږی چی د سیاسی نمایندګیو کارکوونکی له خپلو مراجعینو سره نظامی او ډیر قهرجن برخورد کوی . لازمه ده چی په عصبی ناروغیو اخته کسان د دیپلومات او سیاسی کارمند په سفارت په صفت مقرر او استخدام نشی.
له بلی خوا د افغانستان د باندینو چارو وزارت د خپل تشکیلات له شرایطو او د وخت له غوښتنو سره سم عیار کړی او د خپلو کارمندانو د استخدام په برخه کی د هغوی ژبنی انډول په نظر کی ولری.