د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چین لوی تاریخی دیوال

حضرت سهاک 01.06.2015 23:51

د چین د لوی دیوال تاریخ له میلاده مخکی له پنځمی تر اتمی پيړۍ پوری رسیږی چی د شمال له لوری دپرتو ملیتونوله هغو جملی نه د مغولو د حملو د مخنیوی په مقابل کی جوړ شوی. دا دیوال د اور لپاره برجونه لری چی دخبررسولو لپاره ورڅخه کار خیستل کیده او ورڅیرمه کلاګانی چی د دښمنانو اطلاعات به یی حاصلول. د دی دیوالو کار د هغه وخت امپراطور چین شی هوان په واسطه له میلاده مخکی تر 221 کال پوری تکمیل شو.
په هغه وخت کی د چین د دیوال اوږدوالی 5000 کیلومترو پوری رسیده چی وروسته د خان د سلسلی امپراطورانو په دوره کی د پورته یادشوی دیوال اوږدوالی لسو زرو کیلومترو پوری اوږد شو. له هغه وروسته د دی دیوال اوږدوالی 50 زرو کیلومترو پوری ورسید چی د مځکی په شاوخوا د ګرځیدو سره معادل دی.

کوم دیوال چی اوس موجود دی د 1368 -1644 زیږدیزو کلونو په منځ کی د چینیانو د مینګ سلسلی په وخت کی جوړ شوی دی چی اوږدوالی یی 7300 کیلومترو پوری رسیږی او د چین 9 ولایتونو منځ کی پروت دی . دا دیوال په ډیر مهارت سره جوړ شوی دی چی غر او دیوالونه یو بل سره پیوند موندلی دی او په هغه وخت کی دښمن په هیڅ صورت کی له دیواله د باندی خوانه منځ خواته نفوذ نشو کولی. دیوال معمولا له خښتو او مستطیل شکلو تیږو نه جوړ شوی . د دیوال په منځ کی خاوری او شګی اچول شوی دی او لوړوالی یی10 مترو پوری رسیږی . د دیوال بر یا عرض باندی څلور آسونه غبرګ تیریدلای شی په ځینو ځایونو کی د دیوال بر 4-5 مترو پوری رسیږی د سلاح او غلو رسولو لپاره د یوال داخل کی زینی پورته شوی دی او د سرتیرو لپاره کوټی ، سلاح کوټونه او د غلو ګدامونه او د دښمن په باب د خبر رسولو برجونه هم ورته جوړ شوی دی . البته د دی دیوالونو مقاومت په اوس وخت کی د دښمن د مخنیوی لپاره له منځه تللی خو خپل تاریخی ، معماری او توریستی ارزښت یی ساتلی دی. د دی دیوالونو جوړښت ځانته ابهت او خپل عظمت لری. چی دغرونو ترمنځ لکه یو ژوندی ښامار کوږ وږ غزیدلی دی او یوه زړه وړونکی صحنه یی ترسیم کړیده .
چینایان وایی : « هغوی چی د چین دیوال ته نه دی ختلی ، هغوی اتلان نه دی .»
د چینایانو یو پاچا هم خپل هدف ته ونه رسید ، ځکه چی په ډیرو ځایونو کی دیوال شکست کړی او مغولانو پر دوی حملی کولی.
هرکال زرګونه ګرځندویان یا توریستان او د نړۍ مشران د دی دیوال لیدلو ته ورځی . چینایان د خپلو نیکونو په دی تاریخی یادګار باندی ویاړی . د دی دیوال ځینی برخی ډیری ښی ساتل شوی دی له هغی جملی نه د « بادلینګ » دیوال چی بیجینګ ته نژدی ولاړ دی د « سی ما تای » دیوال او د « موتیان یو » دیوال چی د چین د دیوال ختیزه برخه ده او لومړنی دروازه نومیږی. د « جایوګوان » دروازه د دیوال په لویدیزه برخه کی موقعیت لری چی د ګرځندویانو لپاره ډیره په زړه پوری دی او هر وخت له دی برخو نه لیدنه کوی.
د چین دیوال په پخوا وختونو کی د میلیونونو چینایانو رنج ، زحمت او هوښیاری تجسم کوی چی د زرګونو کلونو په تیریدو لا له منځه ندی تللی او خپل زړه وړونکی ښایست یی ساتلی دی. په 1987 میلادی کال کی د چین دیوال دنړیوال فرهنګی میراث په جمله کی ثبت او د « چین د ملت سمبول » په حیث وپيژندل شو.