د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټولنيزو اړيکو دنيولو مهارت او لارې چارې

ساحل منګل 14.01.2016 11:28

ژباړه/ساحل منګل
داسې ورځ به نه وي ،چې تاسې په خپل کلي ،ښار ،کار ځای او نورو کې له خلکو سره اړيکې ونه نيسی،دخلکو تر منځ  ډيری اړيکې د وړو ستونزو له امله ،چې په خبرو کې ېې لرې لوېې لوېې ستونزې راولاړوي . ددې لپاره ،چې ښې او ګټورې اړيکې ونيسی لاندې ټکي  له تاسو سره مرسته کولای شي.
پر خپل نفس اعتماد ولرئ
داړيکو نيولو ښه مهارتونه پرخپل نفس اعتماد باندې پيلږي ،که کوم کس پر خپل نفس باندې اعتماد ولري ډېر ښه معلوميږي .پر خپل نفس باندې اعتبار لکه اهن ربا تاسو خپلې خواته کش کوي او ستاسو کړه وړه  ددې څرګندوينه کوي ،چې خپلو ملګرو ته اهميت ورکونکي ياست.کله ،چې دخپل ځان په اړه قوي حس ولری مقابل لوری ډير ژر تاسو ته خپل دزړه حال وايي او دهغوی زړه خپلوی.
کله ،چې غواړی موثره اړيکه ونيسۍ نو يو له مهمو قوانينو څخه ،چې تاسې ېې بايد مراعت کړی داده ،چې دمقابل لوري سترګوته  وګورئ.دمقابل لوري څخه دسترګو غړو ل ددې ښکارندويي کوي ،چې تاسو له هغوی سره جوړ نه ياست .کله ،چې دوه کسه له يو بل سره اړيکه نيسي ،ډيره موثره اړيکه رامنځ ته کيږي .دسترګو اړيکه هغو خبرو ته ،چې تاسو ېې مقابل لوري ته کوی هم اعتبار ورکوي .
نورو ته اعتماد ور و بښئ
ډير ځلې داسهوه درڅخه کيږي ،چې دځان په اړه زياتې خبرې وکړی .په اړيکو نيولو کې له دې خراب بل څه نشته ،چې دځان په اړه يو څوک خبرې کوي .يوه مهمه خبره،چې څنګه له خلکو سره اړيکه وساتو داده  ددې پرځای ،چې مقابل لوری مجبور کړې دتا خبرو ته غوږ ونيسي ،له هغه څخه وغواړه ،چې دخپل ځان په اړه خبرې وکړي.دا ددې لامل کيږي ،چې مقابل لوری ښه احساس وکړي او پر خپل نفس باندې ېې اعتماد لوړيږي .همدا رنګه دا کار دې ته هم لاره هواروي ،چې ستا خبرو ته هم ښه غوږ ونيسي .
ښه غوږ ونيسئ.
په خپلو خبرو کې نورو ته د علاقه مندۍ نښه ورکړئ .همدارنګه دمقابل لوري خبرو ته دسر ښورولو تايد وکړئ.موسکي کېدل او نورې کلمې لکه هو،سمه ده .اورم ېې ..... ،چې دمقابل لوري خوښې وي وړاندې کړئ.ددې لپاره ،چې مقابل لوري  ته وښاياست  ،چې ستاسې دهغوی خبرې ښې اورۍ ،بايد هغو ته داڅرګنده کړئ ،چې دهغو دخبرو په معنی تاسو پوهيږئ او کاملا هغوی ته متوجه ياست.ددې کار لپاره کولای شی دمقابل لوري مهمې خبرې ورسره تکرار کړئ.داکار ددې ښکارندويي کوي ،چې تاسو يواځې غوږ نه نيسی بلکې دهغوی مفهوم هم ښه درک کوی.
سوی تفاهمات مو حل کړئ.
ستونزې او سوی تفاهمات مو حل کړئ .کله ،چې مونږ دکار په ساحه کې کومه ستونزه راښکاره کيږي او يا په خپل منځ کې په کومه خبره ونه پوهيږی هغه بايد ډير ژر حل او په اړه ېې اقدام وکړئ او که داکار ونه کړی نو په ژوند کې به مو ډيرې ستونزې راولاړې شي .
دوه ځله غوږ ونيسئ،يو ځل خبرې وکړئ
وايي په يوه دليل الله ج تاسې ته دوه غوږه او يوه خوله درکړې.دهغې دليل دادی ،چې بايد دوه ځلې زيات له هغه څه چې خبرې کوی غوږ ونيسئ.دخلکو سره په  اړيکو کې ، يعنی هغه وخت ،چې له تاسو سره څوک خبرې کوي بايد ټوله پاملرنه هغوی ته واړوی‎ او  ټوله توجه ېې  جلب کړئ .بايد په دې فکر کې نه شی ،چې دمقابل لوري دخبرو دخلاصېدو وروسته تاسې څه ووایی او څه به راپېښ شي.تمرکز وکړئ،هغه اطلاعات ،چې وړاندې کيږي جذب کړئ او دهغه سره دخبرو دتسلسل ساتلو  په خاطر مسلسلې پوښتې وکړئ او خاموشي ماته کړئ.
اختياط  وکړئ
دخپل شخصي ژوندې باالخصوص هغه رازونه ،چې د دوستۍ په لومړۍ کې مو ساتلي مخنيوی وکړئ. همدارنګه دشخصي سوالونو څخه ډډه وکړئ،ځکه ،چې مقابل لوری دا احساس کوي ،چې دهغوی په حريم تيری کوی .
د نورو نظر وپوښتئ
دځان په اړه دنورو له نظره خبر شئ.هر وخت دخپلو نږدې دوستانو څخه دځان په اړه وپوښتۍ ،چې کوم کارونه ېې ښه او کوم ېې بد دي .له هغوی وغواړئ ،چې په صادقانه ډول خپل نظر درکړي .دا ارزيابي ددې لامل کيږي ،چې دځان په اړه ښه معلومات تر لاسه کړی  او دښو ټکيو په زياتېدو او دبدو ټکيو په مخنيوي کې ترې ګټه واخلئ.
داړيکو دمخنيوي لارې مو وپيژنئ.
هغه موانع ،چې تاسې اړيکې زيانمنوي وپيژنئ،ملامتول،قضاوت کول،تهديدول،مسخره کول او دنورو دخبرو پرې کول  داټول هغه موانع دي ،چې ستاسې د اړيکو لارې بندوي .
خپلې کاري وړتيا وې مو زياتې کړئ.
کوښښ وکړئ هره ورځ دخپل کار په اړه نوي څه زده کړئ او دهغه په اړه له خپلو همکارانو سره خبرې وکړئ.ددې سربېره دخپل  مسلک ،خبرو،همکارانو په اړه هم اطلاعات ولرئ او دخپلو وړتياو له امله هغوی ته ګټه ور ورسوئ په دې کار سره دهمکارانو په زړونو کې ځای نيسی.
Sahilmangal39@gmail.com