د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکايان دجعلي عيسی ع د راوستلو په لټه کې

ساحل منګل 02.08.2015 14:20

ژباړه/ساحل منګل
هغې مقالې ته په کتو سره ،چې په ۱۹۹۹ کال کې واشنګټن پوسټ کې خپره شوې ،دامريکا فوځ دعامه ذهنونو دکنټرو ل په موخه د(psyops)  په نامه يوه پروژه په لاره اچولې ،چې په هغې کې له داسې ټکنالوجۍ څخه ګټه اخيستل شوې ،چې دهغې په وسيله کولای شي تصويرونه او غږونه توليد کړي ،چې ليدونکي او اوريدونکي دهغې په ليدو او اوريدو وډار شي او دغه ډارېې په زړه کې کښيني.
دامريکا د دفاع وزارت پلان جوړونکو دصدام حسين له خوا دکويټ دنيولو  وروسته وغوښتل ،چې ددې ټکنالوجي په مرسته يوه داسې ويډو توليد کړي ،چې په هغې کې صدام حسين په داسې حال کې وښودل شي ،چې دجنسي اړيکو په حال کې وي تر څو دغه ويډيو په ټول عراق او عربي هيوادونو کې خپره کړي تر څو له صدام حسين څخه دخلکو نفرت وشي .که څه هم له دغه ډول ويډو جوړنکي کلپ څخه سرف نظر وشو خو ددې پروژې کار لاهم روان دی .
ددې پروژې له خوا يو بل وړاندېز ،چې دامريکا دفوځ ديوه لوړ رتبه مشر له خوا شوی وو داو ،چې دصدام حسين دمخاليفينو په سيمه کې داسمان په فضاکې دالله ج مبارک نوم په وريځ کې وليکل شي تر څو خلک داعقيده پيدا کړي ،چې دوی پر حقه دي او بايد دصدام حسين پر ضد پاڅون وکړي.دغه ټکنالوجي دهولوګرافي (Holography) په نامه ياديږي ،چې يوه نمونه  د هغې دترکي ولسمشر رجب طيب اردغان هغه ويناوه ،چې په ۲۰۱۴ دجنوري په ۲۶ ېې دترکيي په ايزميز کې کړې وه.
دعامه ذهنونو دکنټرول پروژه دامريکا دلويو مصرف کوونکو پروژو څخه ده،ددې پروژې يوه لويه برخه رسنۍ دي دډيرو کلونو راهيسې په دې لګيا ده ،چې دامريکا دخلکو،دسيمې ،ديوې سيمې دخاصو سيمو دخاصو خلکو او حتی دنړۍ دخلکو ذهنونه داسې عيار کړي ،چې ددوی دګټو سره په ګټه کې وي .دغه پروژه په دو عمده برخو ولاړه ده،غبرګون او دحل لاره په دې معنی ،چې امريکايان يو ستونزه رامنځ ته کړي  او وروسته ېې په په رسنيو کې قوي غبرګون پرې وښيي او ددې ستونزې دحل لارې تر شا خپل اهداف پلي کړي .
ددې ټکنالوجۍ له خوا داسماني غږونو عمومي اوريدل دي او بل ډول ېې دځانګړو کسانو لپاره اوريدل دي .په دې ټکنالوجۍ کې دراديو فريکونسي غږونو نشرول دي ،چې دمايکرويف په واسطه د۱۰۰ ميګاهرتز څخه تر ۱۰۰۰۰ ميګاهرتز پورې ديولړ مشخصو امواجو له خوا خبرې کيږي .
يو عادي انسان څنګه کولای شي ،چې د آسماني او ځمکني غږونو تر منځ توپير وکړي ؟ددې ځواب ډير ساده دی هر ځمنکی غږ له يوه معلوم لوري څخه راځي ،کله ،چې زمونږ مبايل ته ځنګ راځي نو زمونږ مبايل له هغه ځايه ،چې څوک خبرې کوي هغه ځای معلوموي ،چې له کوم لوري خبري کيږي  او غيبي يا اسماني غږونه بې لوري دي او په ساده اصطلاح دهغې لوری نه معلوميږي .نو په دې ټکنالوجي کې دهمدې ډول اسماني غږونو ،چې لوری ېې نه معلوميږي ګټه اخيستل شوې او انسان نه پوهيږي ،چې داغږ له کوم لوري راغی او خلک فکر کوي ،چې دابه اسماني غږ وي.
دامريکا دفوځ له خوا دغې جوړې شوې ټکنالوجي دکال غوره جايزه وګټله ،چې دامريکا فوځ په ارشيف کې د(patent:4,877,027) په نامه ثبت شوه.
اوس پوښتنه داده ،چې دامريکا فوځ ولې ددې ټنکالوجي ،چې ګمان کيږي بشپړه شوې په لټه کې دی.
څو هدفه دي .
۱ دځان لپاره دخاصو کسانو ګمارل ،چې ددوی په خوښه کار وکړي .
۲ دمشخصو کسانو دذهنونو کنټرول.
۳ دمشخصو کسانو ليوني کول او له کاره غورځول.
۴ او پخپله په نړيواله بڼه هماغه د شيطان پالونکو اجنډا ده . موږ ټول پر دې خبر يو ، چې نبي کريم (ص) دجال ، المسيح دجال ، يعنې دروغجن عيسی بللی و او څرنګه چې پوهېږو ، چې مسيحيان عيسي (ع) ته خدای وايي ، نو هر کله چې د دوی يو سترګی لارښوود ، يعنې دجال راشي ، دوی به له دې ټکنالوژۍ نه ګټه اخلي او خلک به د دغه دروغجن غيبي ( آسماني ) غږ په وسيله هغه ته راوبولي او هغه به خلکو ته د عيسی په نامه وروپېژني ، چې په غالب ګومان به ډېر خلک ، حتی ځينې مسلمانان هم پر دې چل،ول دوکه شي .