د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو

عطا محمد میاخېل 18.05.2015 12:12

له پنډه ډکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
   د مسلمانانو او کفارو ترمنځ په جګړه کې، د مسلمانانو له خوا ډېر کافران اسیر شول، چې د اسیرانو په ډله کې د هغه قوم د سردار لور هم شامله وه، هغه چې د قوم د مشر لور او ښه ژوند یې درلوده، نو اسارت ورته ډېر سخت وو، له صحابه وو یې د خپل خلاصون غوښتنه وکړه، مګر صحابه (رض) ډېره فدیه وغوښته، هغې چې د خپل خلاصون له پاره بله چاره نه لیدله، نو له ځان سره یې فکر وکړ، چې باید د مسلمانو مشر او پیغمبر نبي کریم (ص) ته ورشي، تر څو له اسارته خلاصون پیدا کړي، رسول الله (ص) ته ورغله، له صحابه و کرامو څخه یې شکایت وکړ او وې ویل : په داسې حال کې چې د هر شخص فدیه معلومه ده، زه چې د قوم د سردار لوریم، نو فدیه یې څو چنده وویلې، تر څو زه ونه شم کولای، چې له اسارته خلاصون پیدا کړم . حضرت نبي کریم (ص)، چې د دغې نجلۍ خواشینی او ناهیلۍ حالت ولید، نو زړه یې پرې سخت وخوږېد، له هغې څخه یې د واده غوښتنه وکړه، کله چې نجلۍ د اسلام د ستر لارښود غوره اخلاق او مهرباني ولیده، له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځاېیده، فوراً یې له نبي کریم (ص) سره واده ومانه، د واده مراسم تر سره شول. د دې بي بي نوم بره وو، بره په مانا د ځان ستاینې. رسول الله (ص) پر هغې جویره نوم کېښود . بي بي جویره د مومنانو مور ( ام المومنین ) شوه، څوموده وروسته د بي بي جویرې پلار د خپلې لور د خلاصون له پاره حضرت نبي کریم (ص) راغی، پوه شو چې لور یې له رسول الله (ص) سره واده کړی دی، د کفارو مشر ولیدل، چې لور یې په ظلم او اسارت کې نه بلکې د حضرت نبي کریم (ص) بي بي ده، نو د رسول (ص) له دې مهربانۍ څخه ډېر خوشاله شو، هغه هم د سلام مبارک دین ومانه او مسلمان شو، کله چې د مکې خلک خبر شول، چې د قوم د سردار لور له نبي کریم (ص) سره واده کړی دی، نو فوراً یې  د بي بي جویرې د قوم اسیران خوشې کړل او وې ویل : موږ څنګه کولای شو، چې د رسول الله (ص) د مېرمنې ( ام المومنین ) قومیان د اسیر او غلام په توګه ونیسو، د بي بي جویرې د قوم ټول اسیران یې خوشې کړل، کله چې کافرانو د مسلمانانو غوره اخلاق او مهرباني ولیدله، نو وې ویل : تر ټولو غوره دین د اسلام دین دی، په دې دین کې عدالت ورورولي، رښتینولي او مینه ده، ماشا الله حکمت وګورئ، چې د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو.  
  کافرانو او منافقینو ته ستر درس دی، چې هغوی وایي، مسلمانان ولې څو ودونه کوي.       د حضرت نبي کریم (ص) په هر عمل او وینا کې حکمت نغښتی دی .