د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الازهر پوهنتون

عطا محمد میاخېل 11.04.2015 13:35

د مصر مشهور پوهنتون دی چې په قاهره کې موقعیت لري .
د ازهر ټولنه یا جامعه الازهر بنسټ د جوهر صقلي په امر چې د معزالدین له خوا د مصر نیولو ته ګمارل شوی وو ، په کال359 ق کې دهغه له خوا کیښودل شو .
ازهر د ایټالیا د پولونیای مدرسې څخه وروسته چې څلور پیړۍ له هغه څخه پخوانۍ ده ، په نړۍ کې ډیره پخوانۍ مدرسه ده په کال 404 ق کې د الجزایر حاکم ابن العزیز یو جومات پیل کړ او د ازهر مدرسین یې نوموړي جومات ته ولیږدول ، بیا وروسته صلاح الدین ایوبي هغه قفل کړ چې تقریبا 260 کاله د تدریس کار په هغې کې وځنډید د الملک الظاهر بیبرس ، امیر عزیز الدین ، اید مراعلی په وختونو کې د ازهر ماڼۍ بیا ورغول شوه او دهغې حقوق او اوقاف دوهم ځل ورکړل شول .
دخدیو پاچا عباس په هغې کې یو کتاب جوړ کړ ، د سید جمال الدین افغاني شاګرد شیخ محمد عبده د پاملرنې له امله دهغې په تدریسي چاروکې اصلاحات رامنځته شول او ریاضي او ځیني طبیعي علومو تدریس هم د هغې په تعلیمي نصاب کې شامل شول .
کوم چوپړ چې فاطمیانو مصر او اسلامي نړۍ ته کړی دی ، په دې کې یو هم د پخواني ازهر جومات له پاره کار و چې د پوهې مینان د نړۍ له هر ګوټ څخه هلته ورتلل څرنګه چې دغه جومات د مسلمانانو له پاره د پوهنې دزده کړې ډیره ښه وسیله وه له همدې امله یې دهغه عزت کاوه لکه چې وویل شول ، شیخ محمد عبده د قدر وړ هڅې پدغه برخه کې کړي دي .
ده باور درلود که چیرې د ازهر ټولنه د مصر او اسلامي نړۍ ستره د زده کړې ځای وي باید اصلاح شي ، دی باوري و ، چې که چیرې د هغه وخت اداره او تدریس میتود کې دود یز اصول اصلاح شي او د هغه پروګرام پراخ او د هغه په کریکولم کې ځینې عصري علوم هم شامل کړي ، په اسلامي نړۍ کې به دلارښود څراغ مقام ونیسي په دې ډول یې د خدیو دوهم عباس پاچاه موافقه د خپل پلان په نسبت تر لاسه کړه لکه چې یوه کمیټه یې جوړه او په کال 895 ق کې یې د تدریس نوي فانون له پاره د څلور ګونو مذهبونو څخه مرکبه کمیټه وټاکله چې شیخ محمد عبده او ملګري یې عبدالکریم سلمان هم په نوموړې کمیټې کې ګډون درلود .
محمد عبده د مدرسینو له پاره معاش زیاتوالی ، د زده کوونکو هستوګنې له پاره بیلابیلې خونې او داعاشې د ښه والي په تنظیم لاس پورې کړ او د رخصتي وخت یې هم محدود کړ او ځینې نوي علوم یې نصاب ته ور شامل کړل او یوه نوې کتابخانه یې تاسیس کړه په کال 911 ق ازهر د قانون پر اساس یوې بلې مرحلې او نظام ته ولیږدول شو . ځکه د ازهر د ټولنې تخصیص وټاکل شو او دهغه رییس تر ریاست لاندې مجلس مقرر شو چې د ازهر عالي مجلس بلل کیده او د دغه مجلس ستروعلماو له پاره نظام وضع شو او دڅلور ګونو مذهبونو د هریوه له پاره یو کس منسوب او هر یوه له پاره د مجلس ځانته ځای وټاکل شو .
د ازهر ټولنه د نوموړي قانون سره سم اداره کیدله او لومړي فواد  د حکومت په دوره کې زیات اصلاحات پکې راوړل شول ډیر مهم اصلاحات یې دا و چې په یوه څانګه کې د تخصیص لارښود مقرر شو په 1923م کې د دغه قانون پر اساس عصري مضامین په پروګرام کې شامل شول ، د زده کونکو عقلي او ذهني سویه یې اوچته کړه او د معلوماتو دایره پراخه او کوم توپیر چې د دوی او د نورو مؤسساتو د محصلینو تر منځ وجود لاره جبران کړل په پایله کې د ازهر ټولنه په ترقي او پرمختګ پیل وکړلو او شپږ کالو په او ږدو کې د زده کوونکو شمیر له زرو تنو څخه زتات شو .
 
په ازهر کې د زده کړې مراتب  :
لومړنۍ زده کړې چې وخت یې څلور کاله و او لاندې مضامین پکې تدریس کیدل :
فقه ، دیني اخلاق ، تجوید ، استذکار ، قرانکریم ، توحید ، سیرت النبي ، مطالعه او محفوظات ، انشأ ، نحو، صرف ، خط او بلاغت ، تاریخ او جغرافیه ، حساب ، هندسه عملیه ، مبادي علوم ، حفظ الصحیه او رسم .
ثانوي زده کړې چې وخت یې پنځه کاله و او لاندې مضامین پکې تدریس کیدل :
فقه ، تفسیر ، حدیث ، توحید ، استذکار ، قرانکریم ، صرف ونحو ، بلاغت ، بدیع او بیان ، معاني ، عروض او قافیه ، مطالعه اومحفوظات ، انشأ ، ادب اللغه ، ریاضي ،
( حساب ، هندسه ، الجبر ) ټولنیز علوم ( تاریخ او جغرافیه ) طبیعي علوم ( کیمیا ، بیولوژي ، فزیک ) اخلاق او نور ...
لوړې زده کړې : د نوموړو زده کړو وخت څلور کاله او په درې ګونو پوهنځیو ویشل شوی و.
الف ) د حربي ژبې پوهنځی چې لاندې مضامین پکې تدریس کیدل :
صرف او نحو ، علوم البلاغه ، عربي اداب ، اوله اسلام څخه د مخه دعربو تاریخ ، داسلامي ملتو تاریخ ، تفسیر ، حدیث ، د انشأ اصول ، فقه اللغه ، بهرنۍ ژبې او نورو فارغانو ته د عربي ژبې زده کړه هم ورکول کیدله .
ب ) د حقوقو پوهنځی : ( اسلامي قانون ) : چې لاندې مضامین پکې تدریس کیږي :
تفسیر ، حدیث ، د فقې اصول ، د اسلامي قانون تاریخ ، فقه ، د مذاهبو مقایسه ، عربي ادبیات ، د بلاغت علوم ، مطق ، بهرنۍ ژبې ، او او دغو فارغانو له پاره په اسلامي حقوقو کې شهادتنامې ورکول کیږي .
ج ) د دیني اصولو پوهنځی  (اصول دین ) : لاندې مضامین پکې تد ریس کیدل :
توحید ، د حج او ازاله شبه په ایراد چې په اوسني وخت کې په ځانګړي ډول رواج مومي ، مطق , فلسفه ، ، اخلاق ، تفسیر ،  حدیث ، عربي ادبیات ، تاریخ ، علم النفس، علم البلاغه ، بهرنۍ ژبې ، دفارغانو له پاره د الهیاتو په برخه کې لوړه شهادتنامه ورخښل کیده دغې برخې هم لوړو زده کړو پورې اړه لرله او په دوو برخو ویشل شوی دی .
1 د تصدیقنامو اخیستل چې محصلین به یې د (حلیمیه شهادتنامې ) د ترلاسه کولو له پاره تیارول چې له دریو څانګو څخه عبارت و او د هرې یوې څانګې تعلیمي دوره له دوو کالو څخه عبارت وه .
الف ) اسلا مي حقوق .
ب ) موعظه روحي تزکیه .
ج ) تعلیمات .
2 په تدریسیه مضامینو کې تخصص په شپږو څانګو ویشل شوی وو او هر ې برخې داسې دوره لرله چې له پنځو څخه تر اوو پورې اوږده وه او په لاندې ډول ده .
الف ) اسلامي قانون او دهغه اصول .
ب ) الهیات او فلسفه .
ج ) د اسلام تاریخ .
د ) تفسیر وحدیث .
ه ) ګرامر او بلاغت .
له پورتنی شرح څخه څخه پوهیدای شو چې موضوعه قانون د 1926 م کال څخه وروسته د ازهر په ټولنه کې اغیزې کړي ، دغه قانون نه یوازې د ازهر ټولنې په اصلاحاتو کې مرسته وکړه بلکې د زده کوونکو راتلونکې یې د کار په ډګر کې هم پ نظر کې ونیولو له کال 1928 م څخه وروسته اناثو محصلانو هم د دغه پوهنتون ته لاره وموندله ، په کال 1957 م کې یوه بله عمومي کتابخانه د دغه پوهنتون له پاره جوړه شوه چې په هغې کې په زرګونه ټوکه قیمتي کتابونه موجود وو .
 
مجلة الازهر :
دغه مجله چې په رښتیني توګه د ابرومندو چاپي اثارو څخه ده په کال 1930  م کې د لومړي ځل له پاره خپره شوه ، نوموړې مجله د نوموړي پوهنتون د تکړه کسانو له خوا چاپ او خپریدله او داسلام له بیلابیلو برخو څخه بحث کوي .
 
 
د الازهر بودیجه :
لکه چې وویل شول د الازهرد هغې د اوقافو پر عاید اتو ولاړه وه خو په 1892 م کې د مصر حکومت د الازهر مصارف پخپله عمومي بودیجې کې شامل کړل .
 
دالازهر اعلی مجلس :
دغه مجلس دیوه تقننیه هیات څخه عبارت وو چې د قانون سره سم جوړ شوی دی او حق لري ټولې هغه لایحې او قوانین چې د تدریس او اداري چارو او دیني معاهدو د جریان له پاره وضع او ترتیب کیدل تر غور او تدقیق لاندې ونیسي .