د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا ته د ولسمشر سفر او هیلې !

شکرالله پاڅون 01.03.2015 22:41

د سپينې ماڼۍ د راپور له مخې ټاکل شوې ده چې د مارچ میاشتې پر څلورویشتمه ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر امریکا ته لاړ شي ، له ولسمشر سره به په دغه سفر کې د حکومت اجرائیه رئیس هم ملګرتیا کوي . د راپور له مخې ددغه سفرپه ترڅ کې به ولسمشر د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما سره له ترهګرۍ سره پر مبارزې ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتو ، د افغانستان پر امنیتي وضعیت ، له طالبانو سره د سولې په بهیر او په ټوله کې د سیمې پر وضعیت خبرې وکړي . ویل کېږي ولسمشر غني به د امریکا سنا ته هم وینا وکړي . د شنونکو په اند ولسمشر غني د خپل حکومت په بهرني سیاست کې تر دا مهاله یو څه بریالی دی او کړي بهرني سفرونه یې هم تر ډېره مثبت ارزول شوي . امریکا ته د ولسمشر غني دغه سفر هم له هیلو خالي نه برېښي . غواړم د سفر د اجنډا پر یوشمېر موضوعاتو تبصره ولرم . ۱: له ترهګرۍ سره مبارزه : شاوخوا یوه لسیزه افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د یوې جګړې کوربه دی ، د ملګرو ملتونو د پرېکړې پراساس د ناټو او ایساف په چوکاټ کې د شاوخوا دوه څلوېښت هېوادونو عسکر په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې ښکېل دي . خو ډېری شنونکي او همدارنګه تېر حکومت پردې نظر و چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه هله پایله ورکولای شي چې د ترهګرو اصلي مرکزونه په نښه شي ، د ترهګرو اصلي مرکزونه له ډیورنډ کرښې ها خوا یادېږي او غوښتنه داده چې باید د ترهګرو مالي سرچینې ، د روزنې مرکزونه او نورې حمایوي سرچینې په نښه او له منځه یوړل شي . د چارو شنونکي مستقیماً پاکستان تورنوي چې ترهګر او د افغان دولت وسله وال مخالفین روزي او په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره پرې جګړه مخته وړي . څو ورځې وړاندې د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په یوه مرکه کې اقرار وکړچې د افغان دولت وسله وال مخالفین ددوی له لورې رامنځته شوي ، روزل شوي او حمایه یې روانه ده او ددې کار لامل یې دا وښود چې د حامد کرزي په مشرۍ پخواني افغان حکومت له هند سره ډېرې نږدې اړیکې پاللې او دغه اړیکې پاکستان د خپلې ملي ګټې پر زیان ګڼلې ، همدا و چې پر وړاندې یې وسله روزل او په افغانستان کې یې پرې جګړه توده ساتله . له ترهګرۍ سره مبارزه د ولسمشر غني د سفر په اجنډا کې ځای لري ، داسې هیله مندي شته چې ولسمشر به په دغه سفر کې له امریکا سره چې په افغانستان کې د ناټو او ایساف ځواکونو په سر کې قرار لري ، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه سپینې او غوڅې خبرې وکړي . یوه بله خبره چې دغې تمې ته سړی ورنږدې کوي ، هغه داده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په باب د امریکايي مقاماتو په دریځ کې تغیر دی ، څو ورځې وړاندې د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمېټې مشر له خپل حکومته وغوښتل چې له پاکستان سره په دې خاطر خپله مالي مرسته ودروي او نور بندیزونه هم پرې ولګوي ، چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتینی نه دی . همدې ته په کتو امکان لري ، پر هغه څه خبرې وشي چې له ډېرې مودې یې افغانان په تمه وو . ۲:له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل : افغان ملي پوځ د روزنې په درشل کې دی ، که له یوې خوا تجهیز او مالي امکاناتو ته اړتیا لري ، له بلې خوا پوځي مشورې ته هم اړ دی . بله دا چې داسې ګنګوسې هم شتون لري او د چارو شنونکي تبصرې کوي چې د افغانستان یوشمېر ګاونډیان همدې ته شپې شماري چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او دوی د خپل نفوذ او خپلې تر لاس لاندې برنامې نه په ګټې اخستنې په افغانستان کې د خپلو اهدافو پر ترلاسه کولو کار پیل کړي . بله دا چې امریکا ترشاه یوه بله تجربه پرېښې ، چې هغه له عراقه له وخته مخکې او د عراق د حکومت د غوښتنې په پام کې نه نیولو سره له عراقه د خپلو سر تېرو ایستل و او پایله یې دا شوه چې عراق په کورنیو او تظیمي جګړو کې ښکېل شو . که د دوو خواوو ترمنځ معامله کېږي ، نو دواړه خواوې خپلې ګټې په کې سنجوي ، امریکا او افغانستان په خپلو کې ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لاسلیک کړي ، امریکا به خپلې موخې لري او افغانستان خپلې . ولسمشر غني د خپل هېواد وضعیت ته په کتو اوس دا د افغانستان په ګټه ګڼي چې امریکايي ځواکونه دې د اړتیا پرمهال په افغانستان کې پاتې وي . امریکا چې له افغان حکومت سره د لومړي مرسته کوونکي ټټر وهي ، ددې ډېر امکان شته چې د افغان ولسمشر دا غوښتنه ومني . ۳: له طالبانو سره د سولې بهیر : په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د بریالیتوب خبرونه خپاره شول ، داهم وویل شول چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو لپاره د طالبانو یو لوړپوړي پلاوي له پاکستان او چین سره خبرې کړي . د طالبانو له لورې هم په لویه کچه ددغه خبر د پخلي خبرونه ورکړل شول . ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت له پیله تر دې دمه خپل کړي بهرني سفرونه تر ډېره پر افغان سوله او افغان اقتصاد را څرخولي . له سعودي عربستان سره یې هم د اقتصادي مرستو او پروژو او هم په افغان سوله کې د مرستې غوښتنه وکړه ، چین سره یې هم په افغانستان کې د پانګونې او په افغان سوله کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې ، پاکستان سره هم د افغانستان په اقتصادي وضعیت او له وسله والو مخالفینو سره د سولې په برخه کې پر رښتیني همکارۍ وغږېد . له یوې سیمې اقتصادي ګټې هله ترلاسه کېدی شي چې په هغه سیمه کې امنیت او ثبات شتون ولري او په کومه سیمه کې کې چې جګړه او مخالفتونه وي اقتصادي پروژې په کې نه تطبیقېږي . نن نړۍ پر اقتصادي جګړه بوخته ده . افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په کې د جنګونو له امله اقتصادي زېرمې خوندي او پر ځای پاتې دي . هر هېواد ورته سترګې نېغې نیولي . افغانستان په خپله دا توانايي نه لري چې له خپلو زېرمو سالمه ګټه واخلي او یایې هم اخراج کړي . اړ دی چې یو داسې هېواد چې دا توانايي ولري ، د خپلې ګټې په پام کې نیولو سره له هغه هېواده مرسته وغواړي . چین د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په افغان سوله کې د همکارۍ ټټر وواهه ، پاکستان چې له افغانستان سره د چین د همکارۍ غږ واورېد ، نو یې په افغان سوله کې د رښتیني همکارۍ چغې شروع کړې او ځان یې په خطر کې ولید . ځکه چين د پاکستان ستر سپوټ کوونکی او حمایه کوونکی هېواد دی . چین هم له همدغه فشار نه په ګټې اخستنې په افغان سوله کې د رښتیني همکارۍ په برخه کې پر پاکستان د فشار راوړلو غږ وکړ . امریکا چې اوس په سیمه کې د چین او روسیې له اقتصادي پرمختګ نه په وېره کې ده ، اړه ده چې دا هم له خپل ټول توان څخه په استفادې اوس هغه لوبه وکړي چې په افغانستان کې دسولې د راتګ او د اقتصادي رقابت او ونډې اخستنې ستره برخه واله شي . له پاکستان سره د امریکا میلیاردي ډالري مرسته اونورې همکارۍ پر پاکستان هغه فشارونه دي چې امریکا هم کولی شي ، پاکستان د افغان دولت د وسله والو مخالفینو له ملاتړ او روزنې را وګرځوي او سولې ته لار پرانیزي . ۴: د امریکا سنا ته د ولسمشر غني وینا : د امریکا سنا دهغه هېواد سرنوشت ټاکونکی ارګان دی ، که ولسمشر د امریکا سنا ته قانع کوونکې خبرې وکړي ، نو د امریکا سنا به خپل حکومت دې ته اړ کړي چې له افغان ولسمشر سره کړې ژمنې عملي کړي . افغانان شاوخوا څلور لسیزې جګړې وځپل ، نن یې چې په هېواد کې د سولې او ارامۍ لپاره هر ګام اخستل کېږي ، دوی یې پایلو ته خوشبین دي . په ټوله کې د ولسمشر نورو سفرونو ته په کتو دغه سفر چې د مارچ پر څلرویشته به یې امریکا ته وکړي هم د افغانستا پر ګټه ډېرې هیلې زېږوي .