د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پخوانی مار په نوي پوستکي کې !

شکرالله پاڅون 20.01.2015 18:28

د پاکستان یو وتلي لیکوال احمد رشید په خپله تازه لیکنه کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان سره منلې چې یوشمېر افغان پوځیان به په پاکستان کې د پاکستان د پوځ له لورې روزل کېږي . د رسنیو د رپوټونو له مخې احمد رشید په خپله دغه مقاله کې زیاته کړې چې افغان حکومت له افغانستان سره د هندوستان د څلور سوه میلونه ډالرو هغه مرسته چې له مخې یې افغان پوځیان په هندوستان کې روزل کېږي هم د پاکستان په خاطر ځنډولې ده .
د رسنیو د خبرونو له مخې افغان حکومت د احمد رشید ددغې مقالې او څرګندونو په باب څه نه وايي .
که چېرته د لیکوال احمد رشید خبرې رښتیا وي ، نو دا کارد افغانستان د راتلونکي لپاره په نوي پوستکي کې د پخواني مار د فعالیت او هڅو تازه پیل دی .
په پاکستان کې د پاکستان د اوسني حکومت په سر کې میا محمد نواز شریف ځای لري او د هېواد لومړی وزیر دی . دا خبره به د هغه وخت د هر افغان په یاد وي ، چې یوه ورځ نواز شریف خپل ملک او ملت ته د خپلو لاسته راوړنو څخه ستره لاسته راوړنه د افغانستان د سل کلنې اردو لمنځه وړل ښودلي وو . د پاکستان حکومت په دوه مخي سیاست کې نړۍ وال ریکارډ لري او افغانستان د پاکستان د حکومتونو د دوه مخي سیاست قرباني هېواد دی . افغان لوري تل پر پاکستان باور کړی ، خو پاکستان په شاتو کې زهر پټ کړي وي .
په اوسني وخت کې هم د پاکستان د حکومت په سر کې هماغه نواز شریف شتون لري چې د افغانستان د اردو لمنځه وړل یې د ځان لپاره ستره لاسته راوړنه ګنلې وه .
د افغانستان پوځ لاهم د هر اړخیزې روزنې په درشل کې دی ، لاهم پر پښو نه دی ولاړ ، دولت یې وسله وال مخالفین لري ، په کور دننه او بهر یې د تجزیې پلانونه هم جوړ شول .
د افغانستان په ګاونډ کې داسې حکومت چې د افغانستان سل کلنه اردو یې له منځه یوړه ، اوس به دغه نیمه جوړه او د کافي تجهیزاتو نه لرونکې اردو به جوړېدو ته کله پرېږدي . نو د افغانستان د پوځ په برخه کې د پاکستان هره مرسته او ژمنه باید وڅېړل شي ، د پوره غور وروسته یې باید په اړه تصمیم ونیول شي ، وایې چې د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي ، ړوند یو ځل امساء ورکوي ، هسې نه چې خدای مکړه په لوی لاس خپله دغه د جوړېدو په درشل کې اردو یوځل بیا د مکار دښمن په فرېب د خپله لاسه له منځه یوسو او دداسې پېښو شاهدان شو چې بیا به لاسونه مروړو او څه به مو له لاسه نه کېږي .
د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان تېرحکومت خو په دې چغو ستړی شو ، چې پاکستان د افغان دولت وسله وال مخالفین روزي او حمایه کوي یې . او د نوي حکومت هم همدا چغې دي ، چې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو او ترهګرو روزنځایونه په پاکستان کې دي ، د پاکستان پوځ یې روزي او حمایت یې کوي . او حتی داسې هم ویل کېږي چې د پاکستان پوځ او استخبارات ستا وسله وال مخالفین له تا سره خبرو ته هم نه پرېږدي ، ستا په وطن کې د سولې هره هڅه له ناکامۍ سره مخ کوي ، ستا په خاوره کې جنګ او جګړه د ځان بقاء ګڼي .
ښه نو چې یو هېواد دې ستا وسله والو مخالفینو ته امن پټنځایونه برابر کړي وي ، پوځ یې ستا د پوځ او پولیسو پر وړاندې جنګېدونکي وسله وال مخالفین روزي او د جنګ پرمهال یې ملاتړ کوي ، ستا وطن کې سوله او امن نه غواړي ، ستا وطن کې جنګ او جګړې د ځان په خیر ګڼي ، نو څه فکر کوئ ، همدغه پوځ به بیا ستا پوځ ته کوم ډول روزنه ورکړي ؟
دا چې داخبره به څومره رښتیني وي چې افغان حکومت د هند هغه څلور سوه میلونه ډالره مرسته چې د افغانستان پوځ پرې روزي ، د پاکستان په خاطر ځنډولې ، خو یوه خبره ده چې هند تر ډېره له افغانستان سره د دوستۍ او بلا عوضه مرسته کړې . که دا خبره کېږي ، چې د هند مرستې هم د خپلو اهدافو لپاره دي . خو په تېرو دیارلس کلونو کې چې لیدل شوي نو مرستې یې تر ډېره پر رښتیا او د افغانستان د ابادۍ لپاره دي او پاکستان تل هڅه کړې چې د بېلابېلو لارو او فشارونو په واسطه له افغانستان سره د هند د مرستو مخه ونیسي .
افغانستان په خپل سیاسي تاریخ کې نن بیا داسې یوه جمهور رئیس لري چې ، چې په علمیت کې نړۍ وال شهرت لري ، ددې ویجاړ وطن د ابادۍ تمه ترې کېدی شي او زیاتره افغانان هم دده په وجود کې د افغانستان ښې راتلونکې ته هیله من دي . خو که نوی حکومت د هغو حکومتونو په برخه کې چې د افغانستان د بربادۍ عاملین دي ، په احتیاط ګام وانخلي ، نو د دې وېره شته چې دښمن یوځل بیا په خپلو پلانونو کې بریالی شي او افغانستان یوځل بیا د تباهۍ کندې ته ور وغورځوي . هسې نه چې په نوي پوستکي کې پخوانی مار مو بیا
ونه چيچي .