د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لارډ کرزن د یاداښتونو له کتابچې څخه یو څو پاڼي

عبدالباري جهاني 29.12.2014 00:33

Leaves From Lord Curzon’s Notebook
د لارډ کرزن  د یاداښتونو له کتابچې څخه یو څو پاڼي
                            د افغانستان امیر
هغه خپل خلک متمدن کړل مګر پخپله وحشي پاته سو. وولټیرVoltaire
څوک چي د یوه ناکراره هیواد واکمن وي او بیا هم د آرام خوب کولو جرأت کوي، هغه ته باید قوي سړی وویل سي.    ماوډ ټینیسن  Maud Tennyson
ما مخکي هیڅکله د افغانستان د مشهور امیر عبدالرحمن خان د پایتخت او دربار او له هغه سره د مخامخ کیدلو او عمومي وضع په باب بیان نه دی کړی. ما د مرکزي آسیا د مسلې په باب ډیر کلونه څیړني او مطالعې وکړې، د هند د پولي د امنیت؛ د روسانو د پالیسی، په آسیا کي د روسېې د یرغلونو او فتوحاتو او په دغه سیمه کي د پرتو هیوادونو د رول، ایران، بلوچستان، افغانستان، تبت، چین په باره کي مي مطالعات وکړل او بیا مي نو زړه بیخي ډیرغوښتل چي د افغانستان امیر، چي تر ټولو مهم وو او تر ټولو ګوښه وو، له نیژدې ووینم او مخامخ ورسره وږغیږم. ځکه چي د هغه په برخه کي هم د برټانوي هند پرله پسې حکومتونو او هم لندن اندېښنه درلوده، ورته بدبین ول او حتی ویره یې ورڅخه درلوده.
زه پوهیدم چي امیر د کلکتې پر حکومت باندي باور نه لري، او ما فکر وکړ چي دا به ډیره غیر ممکنه وي چي هغه به د داسي یوه چا سره چي د انګلستان په اولسي جرګه کي د هند د چارو د حکومت مسول وي، وګوري. ما د هند د پولي څخه د دفاع او له افغانستان سره د نیژدې اړیکو درلودلو په باب څوکاله په ډیره دوستانه روحیه لیکني کړي وې. خکه نو ما په ۱۸۹۴ کال کي امیر ته یو شخصي لیک واستاوه او په هغه کي مي ورته کښلي وه چي زه غواړم ډیر ژر هیمالیې او پامیر ته سفر وکړم، دغو سیمو ته د تیریدلو لپاره ستاسي اجازه غواړم او ستاسي د لیدلو آرزو لرم.
په لیک مي، د دغو ملاحظو په باب، تر شرقي ډوله مبالغې وروسته یو پیراګراف ورزیات کړ او په هغه کي مي د تواضع ښودلو سره خپل غرور هم ساتلی وو.
خراسان مي لیدلی او ورغلی یم؛ بخارا او سمرقند مي لیدلي دي، چمن ته پر آس ورغلی یم او په پیښور کي مي شپې ورځي تیري کړي دي. مګر ستاسي عالیجناب هیواد ته، چي د دغو سیمو په منځ کي لکه د انګشتري په منځ کي د یوه قیمتي جواهر په څیر پروت دی، ماته د ورتللو اجازه نه ده راکړه سوې او دونه بخت مي نه دی پیدا کړی چي پخپله تاسي عالیجناب، چي د الماس په زړه کي لکه شغله داسي ځلیږی، له نیژدې ووینم. ما ډیر کتابونه  او مضامین لوستي دي او له ډیرو کسانو سره مي خبري کړي دي؛  مګر زه به ډیر خوشاله سم چي ستاسي عالیجناب سره ووینم ځکه چي زه پوهیږم چي تاسي تر دغو کسانو چي ما تراوسه لیدلي دي د دې سیمي په باب زیات پوهیږی. او زه یقین لرم چي تاسي به د حقایقو په باب زما پر نیمګړو معلوماتو باندي ښه رڼا واچوی.
د دې خبري ترڅنګ چي د امیر څخه د رسمي اجازې په برخه کي چنداني انتظار نه ایستل کیدی ځکه چي هغه یوازي هغو اروپاییانو ته چي د ده مستخدمین ول او یا هغو اروپايیانو ته چي د سر ماتیمرډیورنډ  Sir Mortimer Durandپه څیر د برټانوي هند د حکومت د خارجه وزیر په حیث کابل ته د ورتللو بلنه ورکړه سوه نور نو چنداني چاته، د امیر له خوا، بلنه نه ورکو کیده او د دې ترڅنګ لا نور خنډونه هم موجود ول. په داخلي حکومت کي لارډ کیمبرليLord Kimberley ، چي په هغه وخت کي د هند لپاره د دولت وزیر وو، هم کابل ته زما د سفر په باب اندیښمن وو. د هند حکومت هم چنداني دلچسپي نه ښودله او یو ډول خاصه اندیښنه یې درلوده او کله چي زه سیملې ته ورسیدلم او د خپل دغه راتلونکي سفر په باب می توضیحات ورکړل نو د هغوی اندیښنه هم ورو ورو کراره سوه. سر هینري بریکنبري Sir Henry Brackenbury چي په هغه وخت کي د پوځ یو غړی وو ا و ډیر لایق سړی وو زما شخصي ملګری وو سپه سالار سر جورج وایټ  Sir George White    یوې خواته هم مطلق میلان نه ښود وایسرا لارډ ایلجین Viceroy, Lord Elging زما د سفر په باره کي زړه نا زړه وو. د اجراییه شورا په یوه غونډه کي بالاخره فیصله پر دې وسوه چي ماته اجازه راکړي چي د پامیر څخه د راستنیدلو په وخت کي پر سرحد باندي را تیر سم، خو په دې شرط چي په دغه وخت کي د امیر له خوا مستقیمه بلنه راکړه سي؛ مګر ماته وویل سوه چي زه باید د برټانیې د یوه عادي تبعه په حیث کابل ته ولاړ سم او دا هغه څه وه چي ما غوښتل او د هند حکومت زما د ساتني هیڅ مسولیت پرغاړه ونه لري.
زه په کشمیر کي د ګورایس له وادي څخه د ګلګیت پولي ته روان وم چي د کابل د امیر له خوا بلنه راورسیدله. له دغي بلني سر زما ټولي اندیښنې پای ته ورسیدلې او دا مي وپتییله چي د پامیر څخه به د کابل سفر کوم. درې میاشتي وروسته د ۱۸۹۴ کال د نوامبر پر دیارلسمه په تورخم کي د افغانستان خاوري ته داخل سوم او ځان مي د افغانستان مقاماتو او د هغه هیواد د پاچا میلمه پالني ته وسپاره.
اوس به نو زه د دغه مشهور سړي د شخصیت او سابقې په باب یوه څه درته ووایم څو لوستونکي له هغه سره آشنایي پیدا کړي او په دې پوه سي چي دا څه ډول سړی وو چي ما باید اوږدې ورځي په دوستانه اړیکو کي ورسره تیري کړي وای او هغه په ډیرو سپینو الفاظو ماته د خپل زړه حال وایه او خپل نظریات یې راته څرګندول.
عبدالرحمن خان په ۱۸۴۴ کي زیږیدلی وو او د افغانستان د هغه مشهور او ستایلي امیر دوست محمد خان تر ټولو مشر زوی وو ( لمسی وو ج) چي په لومړي سر کي د برټانیې دښمن او  وروسته د برټانیې د حکومت لاس پوڅی وو. دی په نسب او میراث د خپل نیکه قانوني وارث وو او د بارکزیو د قبیلې پیژندل سوی مشر وو. امیر عبدالرحمن خان ماته پخپله وویل چي تر شل کلنی پوري یې نه د لوستلو او نه د لیکلو سره علاقه درلوده. دا هغه کلونه دي چي د اروپا ماشومان او ځوانان یې په ښونځیو کي تیروي خو امیر خپل دغه کلونه د توپکو په جوړولو او ترمیمولو کي تیر کړي ول. په ۱۸۶۴ کال کي، د امیر دوست محمد خان له وفات څخه یو کال وروسته، دی په افغاني ترکستان کي د والي په حیث وټاکل سو، او تر دغه وروسته یې نو د ژوند هر راز لوړي او ژوري لیدلي دي. دلته یې بری لیدلی ( ځکه چي دی عسکر دنیا ته راغلی وو)، هلته یې ماته خوړلې؛ نن په خپل هیواد کي تاج بخښونکی او سمدستي د هغه هیواد له سرحداتو څخه وتلی او مهاجر؛ د یو څه وخت لپاره د آمو د سیند پر څنډو یو مقتدر والي او بیا د مشهد، خیوا او بخار په دربارونو کي تبعیدي، وروسته يې په سمرقند کي د روسیې په تنخوا ګوزاره کوله، د برټانیې له خوا د افغانستان د تحت لپاره وتاکل سو. خلاصه دا چي تقریبا څلویښت کاله که په بري کي وو او که په شکست کي وو د افغانستان د یوه قوي شخص په حیث پیژندل کیدی.
امیر عبدالرحمن یو ځل خپل پلار افضل خان د کابل پر تخت کښیناوه او بیا یې خپل کاکا اعظم خان قدرت ته ورساوه. اعظم خان ته د هغه کشر ورور شیرعلي خان ماته ورکړه او عبدالرحمن خان مجبور سو چي لس کاله په تبعید کي تیر کړي. دی په دې عقیده وو چي یو وخت به د ده وطن د ده خدمت ته ضرورت لري او بیا به خپل هیواد ته ستنیږي.
د دغه مقصد لپاره یې د روسانو تنخوا ومنله او ماته یې وویل چي ډیره زیاته برخه یې مامورینو په خپلو جیبونو کي اچوله. ده ویل ځکه مي په سمرقند کي استوګنه غوره کړه چي ما ویل د افغانستان پولي ته نیژدې یم او د تنګسې په وخت کي حاضر یم. روسان تر ابده دې ته حیران ول چي هغه سړي چي د دوی په تنخوا یې ګوزاره کوله او لس کاله یې د دوی میلمه پالینه لیدلې وه، او کله چي تخت ترلاسه کړي، په سیاست کي دي، داسي لاره غوره کړي چي د هغوی د غوښتنو او  آرزوګانو سر برابره نه وي. تر یو وخته پوري خو دوی په دې خبري ځانونه قانع کول چي د امیر اوسنی سیاست یو چل دی او ریښتونی سیاست به یې وروسته څرګند سي او خلک به پوه سي چي هغه د روسانو ملګری دی. وروسته روسان له خپل دغه انتظار څخه ډیر مایوس سول. سره له هغه چي عبدالرحمن خان په برټانیه کي ډیر ری نه واهه خو روسان یې تر دوی ډیر بد ایسیدل؛ او په ډیره ځیرکي دې حقیقت ته متوجه وو چي د روسانو او افغانانو اتحاد به د  ده پر هیواد څه بدي ورځي راولي. ده یوه ورځ ماته وویل چي په روسیه کي یې په پټه روسي ژبه زده کړه او یوه ورځ یې د روسي افسرانو هغو خبرو ته غوږ نیولی وو چي د افغانستان په باب یې د روسیې د پالیسی په باب خبري کولې او ګومان یې کاوه چي د یوه ساده او بې سواده افغان په مخ کي مجلس کوي. په ۱۸۷۸ کال کي امیر شیرعلي خان د روسانو په وعدو وغولیدی او د برټانیې ملګرتوب یې پریښود؛ او پر خپل هیواد یې د برټانیې پوځ راووست؛ لومړی یې خپل تخت او بیا یې ژوند د لاسه ورکړ، امیر عبدالرحمن ته فرصت برابر سو، افغانستان ته ننووت؛ ټول هیواد یې ونیوی او تر ۱۸۸۰ پوري یې داسي قوي موقف تر لاسه کړ چي د برټانوي هند حکومت د یعقوب خان تر خیانت او د ایوب خان سره تر مخامخ جګړې او دښمنی وروسته د کابل د تخت لپاره په یوه مناسب سړي پسي کتل او دغه یوازینی قدرتمند سړی وو چي هغوی باید د کابل تخت ورتسلیم کړی وای او خپلي قواوي یې له هغه هیواده ایستلي وای.
تر ۱۸۹۴ کال پوري، چي زه افغانستان ته ورتللم، امیر په دې دیارلسو کالو کي د نړۍ تر ټولو سرکښه خلک د وسلو او شخصیت په زور کرار کړي او خپل قدرت یې ټینګ کړی وو. هغه په پرله پسې وحشت خپل ټول رقیبان له منځه وړي ول او په هیواد کي یې له ځان څخه داسي مشر جوړ کړی وو چي هر څوک یې له نامه څخه بیریدل. په افغانستان کي هیڅ پخواني پاچا د افغانستان یاغي اولسونه په دومره بیرحمی سره لاري ته نه وو برابر کړي او هیڅ یوه هم د افغانستان اولسونه په دغه اندازه یو موټی کړي نه ول. په اسیا او نړۍ کي د ده په اندازه بل  مستبد او سرزوری پاچا نه وو. د دغسي یوه فوق العاده سړي سره مي څه باندي دوې هفتې د ارګ په سلام خانه یا میلمستون کي تیري کړې او له خپلي کوټې څخه مي د ارګ خندق لیدی. امیر ماته نیژدې په یوه دوه پوړیزه وداني کي، چي شاوخوا یو لوی دیوال ورباندي را ګرځیدلی وو او بوستان سرای نومیدی، اوسیدی. دی اوس د هغه ځای په انګړ کي ښخ دی. موږ د هغي ودانی په یوه لویه کوټه کي خبري او کیسې کولې. زموږ خبري به معمولا په غرمه یا د ماپښین پر یوه بجه پیل کیدلې او څو ساعتونه به یې دوام کاوه.
زه نه غواړم چي دا ټولي خبري، چي ډیري یې سیاسي وې دلته راوړم، ځکه زه نه غواړم چي زما دا یاداښتونه سیاسي رنګ واخلي، او ډیري صفحي په توري کړم او بله خبره دا ده چي زموږ د خبرو زیاتره برخه خصوصي وې او امیر داسي څه ویل چي نه یې غوښتل خپاره سي. وروسته به د ده یوه کیسه درته وکړم چي لندن ته د ده د راتلونکي احتمالي سفر په باره کي ده او ده لندن ته زما بلنه منلې وه. دا کیسه د ده د هغه اولسي هوښیاری ښکارندوی ده چي له ښونځي څخه بهر یې تر لاسه کړې وه. امیر به د خبرو په ترڅ کي د هري خوا کیسې کولې او د هر څه په باره کي به ږغیدی او ما په کابل کي د خپلي هستوګني په وخت کي د هغه د عجایب او حیرانونکي شخصیت او کارونو په باب عجیبي کیسې واوریدلې.
مخکي له هغه چي زه د دغو خبرو او کیسو په باب څه ولیکم زه باید د ده په باره کي یو څه وږغیږم. امیر دیر غټ سړی دی که څه هم چي ډیر جګ نه دی، خو ډیر قوي بدن لري. په پاخه عمر کي ناروغی ډیر تغییر پکښي راوستلی دی. د مثال په توګه ما د ده هغه عکس لیدلی وو چي په ۱۸۸۵ کي یې د راولپنډي په دربار کي اخیستی وو او کله چی ما کابل ته د خپل سفر په شپو ورځو کي په ۱۸۹۴ کال کي د ده عکس واخیست یو له بل سره یې دیر توپیر درلود. امیر د نقرص له ناروغی څخه ډیر کړیږی او په هغه وخت کي یوه د سات تیري خبره دا وه چي په هند کي یوه لیکوال نقرص  Gout په حکومت  Governmentاړولی وو او لیکلي یې وه چي امیر د حکومت له بدي حملې څخه رنځ ګالي.
امیرپر یوه ټیته چارپايي باندي چي وریښمینه نیالي ورباندي هواره وي ناست وي، پر زنګونونو باندي یې وړین کالي اچولي وي، پنډ سمور یې پر اوږو وي، سپینه وریښمنیه بګړی یې تړلې وي او تر تندي پوري یې رسولې وي؛ په څیره کي یې د حاضري ناروغی نښي له ورایه ښکاري. کله چي به یې له چا سره خبري کولې نو توري غټي سترګي به یې مخامخ ورته نیولي وې او هیڅ بلي خواته به یې نه کتل. تور بریتونه یې پر پاسنی شونډه باندي ښه په ترتیب سم کړي، توره رنګ کړې ږيره یې نه د ملایانو په ډول اوږده او نه د برټانویانو په څیر فیشني او لنډه وه، په دې ویښتانو کي یې خوله داسي جوړه سوې وه چي هر ډول څرګندونه یې کولای سوای او کله چي به یې په استثنایی توګه وخندل او خوله به یې له یوه سره تر بله خلاصه وه نو د دواړو زامو ټول غاښونه به یې څرګند سول. آواز يې لوړ وو خو بد نه لګیدی، د خبرو په وخت کي ډیر دقیق وو او د موضوع په باب یې ډیر منظم او روښانه دلایل ویل، پر دې ټولو خبرو برسیره یې یو خاص وقار او متانت درلود چي چا سیالي نه سوه ورسره کولای او دغه زما د کوربه پاچا د شخصیت هغه دباندنی برخه وه.
د امیر بګړۍ، د اکثرو شرقیانو په څیر، د هغه څیرې ته خاصه برجستګي ورکړې وه. ما دی هیڅ وخت د عسکري یونیفورم په خولۍ کي، چي د پسه له پوستکي څخه جوړیدله، نه دی لیدلی. یوه ورځ چي موږ اینګلینډ ته د ده د سفر په باره کي خبري کولېو ده خپله بګړۍ لیري کړه او د سر په ګرولو یې، چي پاک یې خریلی وو، پیل وکړ. په یوه دم کي یې قیافې له یوه مستبد پاچا څخه یوه اولسي مشر او قومي سپین ږیري ته تغیر وکړ. ما هیله ورڅخه وکړه چي که لندن ته راغی نو نه به بګړۍ له سره لیري کوي او نه به سر ګروي. او کله چي ما دلیل ورته ووایه نو  د ده خپله سادګي په څیره کي ښکاره سوه او زما سره یې ژمنه وکړه چي همداسي به کوي.
  د ده خصوصیات تر ظاهري بڼې او قیافې نور هم برجسته وه. دغه خطرناکه ظالم سړی کله کله ډیر ارام، بانزاکته او محتاط ښکاریدی. دغه خونکار سړي له عطرونو، رنګونو، باغونو، ګلونو او د قنریو له اوازونو سره مینه درلوده. په داسي حال کي چي د هر څه په باب یې عملي فکر او عمل کاوه، مګر تصوف او کرامت ته یې ډیره سخته عقیده درلوده. ده فکر کاوه چي خوبونه ویني او په دې عقیده وو چي خارق العاده او ماوراءالطبیعه قدرت او استعداد لري( که څه هم چي دا د ده د سادګی ښکارندوی وو) د هغو کسانو په برخه کي چي د ده په درد خوړل بې اندازې سخي وو او د هغو کسانو سره یې ډیر ظالمانه سلوک کاوه چي ورځي یې پوره وې او د ده اعتماد به یې له لاسه ورکړی وو. مګر په هیڅ وخت کي یې له خپلو ټوکو څخه لاس نه اخیست. یوه ورځ په دربار کي د مالیاتو مامورینو د مځکو له خاوندانو څخه شکایت کاوه او دواړو خواوو به په یوه سلا خبري پیل کړې، او سړی به د یوې خوا خبري سمي نه اوریدلې. امیر د ټولو شاته عسکر ودرول او هر یوه ته یې امر وکړ چي که چا بې نوبته خبري وکړې یو سوک یې پر غوږ باندي ووهي.
بله ورځ یې یو سړی د ناحقه شاهدی له امله په غیر منصفانه توګه وواژه. خپل ځان یې پخپله جریمه کړ او د وژل سوي سړي کونډي ته یې شپږ زره روپۍ ورکړې. هغه ښځه ځکه ډیره خوشاله سوه چي هم له میړه څخه چي د دې خوښ نه وو مفته خلاصه سوې وه او هم یې شپږ زره روپۍ تر لاسه کړي وې.
یو بل ځل د ده طبیعت ډیر ظالمانه څرخ وخوړ. له درباریانو څخه یوه امیر ته وویل چي هغه پلانی سړی یې بیګناه غرغړه کړ. امیر چیغه ورباندي وکړه او وې ویل بیګناه! که نن بیګناه وو کوم بل بد کار به یې بل وخت کړی وو، ښه سو چي مړ سو.
کله چي سړی دی په ټوکو کي او کله په دغه خراب قضاوت او حالت کی ویني، کله یو سیاستمدار او کله وحشي وي نو سړی ویلای سي چي ظلم او قساوت دده د شخصیت هغه اصلي برخه ده. امیر هر وخت دا تور رداوه چي دی ظالم بلل کیږي او ویل به یې چي د دغه راز غولونکي او جنایت خوښونکي اولس سره پرته له دغه بله لاره نسته. د مثال په توګه کله چي زه کابل ته روان وم نو د لته بند په کوتل کی مي ولیدل چي په یوه جګه خاده د اوسپني یو قفس ځړیدی و په هغه کي د یوه ډاکو هډوکي ول چي ده نیولی وو او په دغه قفس کي یې ژوندی اچولی وو. امیر دا کار خپلو خلکو ته د خبرداري ورکولو لباره کړی وو چي که هرڅوک د شاهي سړک او لارو امنیت خراب کړي سزا به یې تر دغه بدتره وي. ده د حکومت له دغو ویرونکو اجراآتو څخه خوند اخیست. سړی چي ثبت سوي کیسې اوري او هغه کیسې ور په زړه کړي چي زه یې پخپله شاهد وم نو ویلای سي چي ظلم د ده په خټه کي اخښل سوی وو. ده په کابل کي یوه انګریز ته وویل چي خپل ۱۲۰ زره انسانان یې وژلي دي.د یوه ښورښ له ځپلو څخه وروسته یې د زرهاوو قبیلوي خلکو په سترګو کي آهک ور واچول او ړانده یې کړل.او کله چي یې ماته د دغو سزاګانو په باره کي خبري کولې هیڅ ډول پښیماني یې په قیافه کي نه ښکاریدله. لارو نیونکو او هغو کسانو ته چی ښځي به یې په زور بې عزته کړي وې سختي سزاګاني ورکولي کیدلې. نارینه په توپونو کي الوزول کیدل، یا په سیاه چالونو کي اچول کیدل، یا ترمرګه وهل کیدل، یا ژوندي پوستیدلو یا یې د وجود هغه غړی چي جنایت به یې په کړی وو شکنجه کیدی. د مثال په توګه چا چي به وړه غلا کړې وه نو لاس به یې په بند کي ورڅخه پرې کیدی او سمدستي به یې پرې کړی لاس په ایشیدونکو تیلو کي غوټه کیدی. یوه مامور یوې ښځي ته سپکاوی کړی وو؛ هغه یې د کابل څخه دباندي پر یوه غونډۍ باندي تر غاړي پوري په مځکه کي ښخ کړ. دا نو د ژمي مابین وو؛ تر هغو پوري یې سړې اوبه ورباندي توی کړې چي هغه په ژوندوني یخی سو. امیر په ټوکو وویل چي بیا به هیځکله دونه  تود نه سي چي ښځو ته په بده سترګه وګوري. د ده د حرم یوې ښځي له کوم چا سره غیر مشروع اړیکي درلودلي وه، هغه یې په یوه جوال کي دننه وتړله، دربار ته یې را کش کړه او خپله توره یې په جوال ننه ایسته او د دربار په مخ کي یې په دغه توګه ووژله. دوو تنو د یوه ممنوع مضمون په باب خبري کړي وې. امیر امر وکړ چي د هغوی شونډي دي وګنډلي سي چي بیا داسي ګناه ونه کړای سي. یوه سړي، په عام دربارکي، امیر په تباهی او جنایاتو تورن کړ؛ امیر وویل چي ژبه یې ورڅخه پرې کړی. د هغه ژبه په یوه شیبه کي په بیخ کي غوڅه سوه او هغه بدبخته ځای پر ځای مړ سو. یوه ورځ امیر د کابل په لارو کوڅو کي د آس سورلی کوله؛ یوه بوډا یې ځان مخي ته واچاوه. امیر ورڅخه وپوښتل چي ته څوک یې هغه ورته وویل چي درویزه ګر یم. نو ته څرنګه ژوند کوې؟ په خیراتونو. څشي؟ ستا مطلب دا دی چي ته هیڅ کار نه کوې؟ نه زه هیڅ کار نه کوم. تا په ژوند کي بل هیڅ کار نه دی کړی؟ نه ما هیڅ وخت کار نه دی کړی.  نو هغه وخت را رسیدلی دی چي موږ ستا څخه ځانونه بیغمه کړو او سر جلاد ته یې اشاره وکړه.
امیر په جزا ورکولو کي دیر بیرحمه وو. سړی به بې ګناه وو او د ده پر امتیاز او قدرت باندي به یې هیڅ تیری هم نه وو کړی خو جزا به یې ولیدله. که څه هم چي زه د ده میلمه وم او ده په ریښتونې توګه غوښتل چي زما قدر وکړي او دغسي یې هم وکړه خو هیڅکله یې دا نه سوای زغملای چي د ده رعیت دي کوم خارجي ته درناوی وښيي. زه چي کابل ته په لاره کي وم یوه سړي زما سره خبري وکړې او په دغه ګناه په زندان کي واچول سو. کله چي زه کندهار ته ولاړم یوه سړي ماته انار راکړ، سرکار ډیر سخت وډباوه، بندي یې کړ او د هغه شته مني یې ضبط کړه.
په هرصورت دغه پاچا چي په یوه وخت کي هم یو وطن پالونکی او هم یوه توره بلاوه، په یوه وخت کي یو ستر انسان او هم تقریبا دیو یا شیطان وو، د خپل وطن د ښېګڼي لپاره ډیر سخت کار کاوه. ده کوښښ وکړ چي خپل خلک چي د چټلۍ او ناپاکۍ پروا یې نه ساتله او د هیڅ شي سره یې علاقه نه ښودله او د یوه بل ویني تویول یې د ژوند عادي برخه وه په یوه ملت تبدیل کړي. ده د افغان قبایل داسی یو موټی کړل چي مخکی یې داسي یووالی هیڅکله نه وو لیدلی او ده د بشپړي خپلواکی لپاره داسي لاره هواره کړه چي د ده اولادونو ترلاسه کړه. دی او یوازي دی د افغانستان حکومت وو. د پوځ له قوماندانی څخه نیولې، د ولایت تر حکومتي چارو، عسکرو تر یونیفورم او د دفترونو تر فرنیچر او لوازمو پوري داسي څـه نه وه چي ده مداخله نه پکښي کوله او شخصا یې نظارت او کنټرول نه کاوه. دی د افغانستان ماغزه، سترګي او غوږونه وو. مګر سوال دا دی چي د ده د ژوند په وروستیو کلونو کي دی منفور او که محبوب وو. ده د قتلیدلو له ویري بهر ته له وتلو څخه لاس واخیست؛ او شپږ آسونه چي په سیکو او پیسو به بارول د ده د ناڅاپي تیښتي لپاره تیار ولاړ ول.
سره له هغه چي هیڅ یې په باور نه وه او کله کله به یې سپکي سپوري هم ویلې، زه په عمومي صورت ویلای سم چي د برټانیې سره په ملګرتوب کي ټینګ ولاړ وو. که څه هم چي د برټانوي هند له حکومت سره یې اختلافات درلودل او د هغوی د ازارولو لپاره به یې ځیني کلمات استعمالول، سره له هغه چي کله کله به د دواړو خواوو ترمنځ اړیکي ډیر خراب سول، کله چي زه ویسرا سوم همدغه اختلافات یې راسره څرګندول او کله کله به جنګ ته سره ورسیدلو خو ما په دې خبره کي هیڅ شک نه درلود او اوس هم شک نه لرم چي د امپراطوری په لویو او پراخو مسایلو کي د هغه وفاداري یقیني وه. مګر ده په هره موضوع کي د مصلحت له مخي اقدام کاوه. دی په دې پوهیدی چي برتانیې نه د ده د خاوري نیولو ته سترګي خړي دي او نه د هغه د هیواد د غصبولو آرزو لري. دی د یوه مستقل پاچا په حیث مجبور وو چي د خپلو خلکو د قناعت لپاره کله کله داسي سخت دریځ غوره کړي چي بیخي به د منلو نه وو. مګر د بحران په وخت کی یې د برټانیې پر سلا مشورو غوږ نیوی او د برټانیې پر وسلو یې تکیه کوله. د ده نوم به د خپل هیواد د تاریخ په پاڼو او د برټانوي هند د امپراطوری په تاریخ کي ځلانده پاته وي.
 ده د خپلو خلکو د وطن پالني د احساس د تحریکولو او د پوځي خدمت لپاره د خلکو د حاضرولو په منظور یوه نقشه خپره کړه او له هغې سره یې یوه اعلامیه چاپ کړه چي په بازارونو کي خلکو ته ولوستله سوه او په ټولو لویو ښارونو او کلیو کي وځړوله سوه. په دې نقشه کي یې لیکلي وه:
ما اوس ستاسي لپاره یو ډول نقشه ترتیب کړې ده، چي د افغانستان د شوخوا هیوادونو په مقایسه د افغانستان حالات بیانوي. دا کار مي د دې لپاره کړی دی چي تاسي موضوع ته ښه متوجه سی او ځانونو ته لاره داسي روښانه کړی چی په دنیا او اخرت کي ستاسي په درد وخوري. زه یقین لرم چي که تاسي دغه نقشه په غور سره وګوری نو ستاسي د دنیا او اخرت په ګټه به وي.
د نقشې د تفصیل څخه به تاسي ته معلومه سي چي هر څه قسمتي دي او څه چي خدای تعالی ستاسي په قسمت کړي دي هغه ستاسی د امیر په زړه کي اچوي او هغه ستاسي لپاره مناسب کارونه او مقامونه پیدا کوي. ستاسي څخه ځیني د سپه سالاری مقام ته رسیدلي او ځیني لا اوس هم ساده عسکردي. نو تاسي ته ښايي چي په قسمت راضي سی او د خپل خدای شکر وباسی او د خپل امیر منندوی اوسی. تاسي باید له هغو کسانو سره چي تر تاسي لوړ مقامونه لري حسد ونه کړی  بلکه هغو کسانو ته وګوری چي تر تاسي کښته مقامونه لري. په دې توګه به تاسي ته درې ګټي ورسیږي. لومړی به د خپل خدای رضا حاصله کړی ځکه چي خدای تعالي ویلي دي چي که تاسي پر هغه څه چي درته رسیدلي دي شکر وباسی نو هغه به یې درته زیات کړي. دوهم به د خپل پاچا رضاییت تر لاسه کړی او دریم به خپل اوسنی موقف وساتی او د پرمختګ انتظار به لری. مګر که تاسي په خپل اوسني مقام راضي نه سی او د هغو کسانو سره چي تر تاسي لوړ دي حسد وکړی او تر خپلو ځانونو کښتو کسانو ته ونه ګوری نو تاسي په خپلو زړونو کي حسد او نفرت پیدا کوی او هغه تاسي ته آفت راولي.
زه، ستاسي د پاچا په حیث، له سپه سالار څخه تر سپاهي پوري ټولو ته وایم چي د یوه بل سره خواخوږي ولری. سپاهي باید د خلکو سره خواخوږي ولري او دې ته متوجه سي چي ده دا مقام د خپل پاچا د مهربانی له امله ترلاسه کړی او باید چي د خپلو خلکو سره چي د ده د قبیلې غړي دي خواخوږي ولري. ځکه چي هغوی له سهاره ترماښامه لګیا دي خواري کاږي، په کرنه بوخت دي او د کال په پای کي ډیر لږ څه تر لاسه کوي ځکه چي د زیار او زحمت د محصول ډیره برخه یې په مالیاتو کي ځي او زه مالیات په پوځ لګوم. تاسي باید له سپه سالاره تر رعیته پوري ټول په دې خوشاله سی چي حکومت  ستاسي څخه اخیستي مالیات ستاسي په زامنو او کورنیو لګوي. تاسي باید د خپل خدای او پاچا څخه مننه وکړی.
زما د ښوونواصلی مطلب دا دی چي د خلکو په مقابل کي د پاچا مهرباني د زامنو سره د پلار د مهربانی په څیر ده. نو لکه پلار چي پر زامنو مهربان وي پاچا باید پر خپل رعیت همدغسي مهرباني ولري. خدای تعالی پاچاهانو ته هم دغه راز امر کوي. اوس نو که یو اولاد بد کوي نو پلار هغه ته نصیحت کوي او جزا ورکوي؛ مګر دا جزا هم د میني حخه ورکوي ځکه چي دی په زړه کی بد نیت نه لري. دغه راز پاچا هم خپل رعیت ته دغه راز نیت لري. پاچا هیله لري چي رعیت یې آرام او په استراحت وي او دی ښه نوم ولري. کله چي څوک ځوان وي نو د پلار نصیخت ښه نه ورباندي لګیږي مګر کله چي لوی سي نو پوه سی چي پلار یې هر څه دده د ښيګڼي لپاره وايی او دی باید د هغه خبري او نصیحتونه ومني. نو افغانانو زه، ستاسي د باچا په حیث، پر تاسي  د یوه پلار په څیر مهربان یم. که تاسي هوښیاران سی او زما پر نصیحتونو غوږ ونیسی نو زه یقین لرم چي دین به مو روښانه وي او هیواد به سمسوروي، او خدای تعالی به درڅخه راضي وي.
که سړی له خپلو خلکو سره د امیر عبدالرحمن خان سلوک ته وګوري او هغه له پلرنی میني سره مقایسه کړي نو که د ده رعیتو د ده د ټوکمار طبیعت زرمه برخه درلودلې وي حتما به یې یو تبسم کړی او په زړه کي خندلي وي.
یوه له هغو موضوعاتو څخه چي امیر ډیره زیاته علاقه ورسره درلوده هغه دا وه چی ویل یې افغانان د اسراییلو له نسله دي. ما د دغی نظریې په باب تیوري اوریدلې وه او د افغانانو او یهودانو د قیافو تر منځ شباهتونه مي مقایسه کړي ول. مګر کله چي مي له ده څخه پوښتنه وکړه نو ده بيله ځنډه وویل چي دا افسانه بالکل درسته ده. ده وویل چي افغانانو خپل نوم له افغانا څخه، چي د سلیمان پیغمبر سپه سالار وو، اخیستی دی. او نور یې د ساول( طالوت ج) د زوی جرمیا له نسله دي. د امیر مشر زوی حبیب الله هم دغه ته ورته نظر درلودی، که څه هم چي معلومات یې یو ډول بې خونده وه. هغه ویل چي یهودان د یزد ګرد په وخت کي ببونصر( نیبو خدنزر) فتح کړل او ځیني یې ایران ته فرار سول او ډیر کلونه هلته وهستیدل. وروسته دا خلک افغانستان ته وکوچیدل او د سلیمان د غره په لمنو کي یې واړول او د سلیماني نوم یې هم له دغه ځایه اخیستی دی. دا موضوع د ډیره وخته شاربل کیږي او ډیرو لویو لیکوالانو د دې نظر په طرفداری او مخالفت نظریات وړاندي کړي دي. د دې نظریې طرفداران زیاتره د یهودانو او افغانانو د قیافو مشابهت او د هغوی یهودي نومونو ته، لکه یوسف، ابراهیم، داوود، اسحق، یعقوب، سلیمان او نورو ته اشاره کوي او وايي چي یوسفزي پښتانه اوس هم د یهودو په څیر عید فصح یا د پتیرو اختر لمانځي؛ او وايی چي په تورات یا زړه عهد نامه کي د کابل نوم راغلی دی. دوی وايی چي سلیمان پیغمبر پاچا هیرم ته د ګالیله شل ښارونه، د هغو طلاوو او لرګیو په بدل کي چي د معبد د جوړولو لپاره یې ورکړي وه، و بخښل. کله چي هیرم دغه ښارونه وکتل نو ډیر بد یې ورڅخه راغلل او هغه ته یې د کابل یا چټلو ځایونو نوم ورکړ او دا نوم یې تر اوسه ساتلی دی. زه په دې عقیده یم چي دا نظریه ډیره غولونکې ده. یهودي نومونه د اسلام څخه وروسته افغانستان او افغانانو ته راغلي دي او کابل چي په زړه عهدنامه کي راغلی دی هغه د اوسني کابل سره پرته له لفظي مشابهته بل هیڅ ارتباط نه لري. د افغانانو د یهودیت نظریه اوس بیخي بې اعتلباره سوې ده. مګر سړی د هیڅ شي احتمال نه سي ردولای. ښايی ځیني قبایل د ایران له لاري افغانستان ته داخل سوي وي، چي دوی یې یو څه عامیانه ژبه هم وايي. ښايي د سوریې له لاري ځیني خلک دلته راغلي وي. ما دا کیسه ځکه یاده کړه چي غوښتل مي په دې باره کي د امیر خپل نظر درته بیان کړم.
اوس چي مي د امیر د قیافې او شخصیت په باب بیان درته وکړ نو زه به له هغه سره د یو څو په زړه پوري مجلسونو، چي چنداني یې په سیاست اړه نه درلوده، کیسه درته وکړم. ده د خپل ترجمان له لاري په فارسي خبري کولې. کله کله به یې خبري کرار کرار او شمیرلي کولې او کله به یې شپږ اووه دقیقی پرله پسې بیان کاوه.
د ده ځیرکتیا، ساده ګي او ناپوهي یوه ورځ په عام دربار کي هغه وخت بیخي ښه ښکاره سوه چي اینګلینډ ته د خپل یوه په نظر کي نیولي سفر په باب یې خبري پیل کړې. ده ته د انګلستان ملکې بلنه ورکړې وه چي هغه هیواد  ته سفر وکړي او دا بلنه یې د وایسرا لارډ ایلجین په وسیله ورسپارلې وه. امیر د دې بلني جواب څو میاشتي ځنډولی وو او وروسته یې بلنه منلې وه. زه په دې عقیده یم چي ده دا جواب کابل ته زما تر راتګ پوري قصداً ځنډولی وو. ده غوښتل زما څخه یې واوري چي په لندن کي د ده څرنګه هرکلی کیږي. موږ په دې باره کي څو ځلي ډیري خبري کړي وې. زه پوه سوم چي لومړی خوده ته دا خبره مهمه وه چي په انګلستان کي یې باید د افغانستان د یوه مستقل پاچا په حیث داسي هرکلی وسي چي د ده له شان سره مناسب وي، او دوهم دا چي که دی د څو میاشتو لپاره له وطن څخه لیري وي په هیواد کي به یې اوضاع او حالات څرنګه وي.ده به زما سره په دې باب ډیري خبري کولې خو ده ته په لندن کي د هرکلي تر کیدلو په هیواد کي دننه وضع ډیره مهمه وه. زما د سفر په پای کي ده فیصله وکړه چي لندن ته به سفر کوي. په دې اړه یې د بلني د منلو یو لیک د ملکې ویکټوریا په عنوان ولیکی او ماته یې را وسپاره او ما هم لندن ته د رسیدلو سره سم ملکې ته وسپاره. امیر به لندن ته تللی وای خو ده ته اطلاع ورسیده چي که دی د هیواد حخه لیري ولاړ سي نو هغه کسان به چي د ده د ظلم او استبداد مزه یې څکلې ده، د حکومت په مقابل کي ښورښ وکړي: دی به له تخته وغورځوي او په غیاب کی به یې داسي یو سړی قدرت ته ورسول سي چي د ده په څیر ظالم نه وي.
په دربار کي یې په یوه عمومي مجلس کي د جنرال رابرټس په باب، چي ده ډیر زیات نفرت ورڅخه کاوه، خبري وکړې. ده وویل چي جنرال رابرټس باید ځکه غرغړه سي چي په کابل کي یې، په ۱۸۷۹ کال کي، د برټانیې د فقید استازي کیوناري تر وژ کیدلو وروسته، ډیر زیات افغانان وژلي دي. دغه پاچا چي ماته یې پخپله لاپي کولې چي د هزاره ګانو د ښورښ د ځپلو څخه وروسته یې د زرګونو کسانو سترګي ایستلي دي او د بشر ژوند هیڅ اهمیت نه ورته درلود؛ جنرال رابرټس یې په داسي سختو الفاظو غانده چي تر دې سخت کلمات نه جوړیدل. ده به هر وخت ویل چي رابرټس د افغانستان په زرهاوو بې ګناه انسانان وژلي دي، او دا به د افغانانو هیڅ وخت هیر نه سي. سوال او جواب داسي پیل سو.
امیر: که زه انګلینډ او لندن ته درسم او د ملکې سره مخامخ سم نو ته پوهیږې چي زه به څه وکړم؟
کرزن: بلې عالیجنابه زه به خوشاله سم چي خبر سم.
امیر: زه پوهیږم چي په لندن کی یو لوی صالون دی او هغه ویسټ مینسټر هال نومیږي؛ دغسي نه ده؟
کرزن: بلې همداسي ده.
امیر: دغه راز په لندن کي دوه مجلسه دي چی یو یې د لارډانو مجلس دی او بل یې د عوامو مجلس دی.
کرزن: همداسي ده.
امیر: کله چي زه لندن ته ولاړ سم، زه به د ویسټمینسټر هال ته ځم. ملکه به د صالون په پاي کي پر خپل تخت ناسته وي، او شاهي کورنۍ به شاوخوا ورباندي را ګرځیدلې وي؛ د صالون پر دواړو خواوو باندي دواړه مجلسونه دي. دغسي نه ده؟
کرزن: دا زموږ عادي پلان نه دی خو تاسي عالیجناب ادامه ورکړی.
امیر: زه به صالون ته داخل سم او لارډان به پر کیڼ او عوام به پر ښي اړخ باندي ودریږي او زما هرکلی به وکړي. زه به د هغوی په منځ کي تیر سم او د صالون په پای کي به د ملکې د تخت خواته ور روان سم. ملکه به ولاړه سي او زما څخه به پوښتنه وکړی چي تاسي اعلیحضرت چي له کابله راغلي یاست موږ ته د ویلو څه لری؟ ته پوهیږې زه به څه جواب ورکوم؟
کرزن: زه یقین لرم چي نه پوهیږم.
امیر: زه به ورته ووایم چي د ویلو لپاره هیڅ نه لرم. ملکه به زما څخه پوښتنه وکړي چي زه نو ولي د ویلو لپاره څه نه لرم. زه به ورته ووایم چي ما ته رابرټس را وغواړی او تر څو چي هغه مو را غوښتی نه وي زه خبري نه کوم. دلته به تر هغه وخته پوري چي رابرټس را رسیږي یوه وقفه راځي. کله چي رابرټس راسي او د ملکې او مجلسونو په مخ کي ودریږي نو زه به خبري پیل کړم.
کرزن: او تاسي عالیجناب به څه وایاست؟
امیر: زه به دوی ته وایم چي رابرټس څرنګه د دروغو د شاهدانو د پیداکولو لپاره په زرهاوو روپۍ ولګولې او څرنګه یې زما په زرهاوو بیګناه خلک قتل کړل. او زه به وغواړم چي رابرټس دي په سزا ورسیږي او کله چي هغه په سزا ورسیدی نو زه به خبري پیل کړم.
دې هیڅ ګټه نه کوله چي زه امیر ته وایم چي په اینګلینډ او لندن کي کارونه، لکه دی چي فکر کوي، هغسي نه دي او د ده هرکلی، لکه دی چي فکر کوي،په هغه ترتیب نه دی. ده ته هیڅ شي قناعت نه سو ورکولای. که ده اجراآت کولای نو همداسي به یې کولای او ده ته لندن د کابل په شان ښکاریدی؛ د ده په نظر به ستیج یو څه لوی او صحنه به بدله وه.
کله چي ما فکر وکړ چي که امیر اینګلینډ ته راغلی وای او د واقعیتونو سره مخامخ سوی وای نو څه به پیښ سوي وای، نو زه په دې ډیر خوشاله سوم چي امیر دا سفر ونه کړ او د ملکې حکومت د هغه نارضاییتي ونه لیده، ځکه چي دې کار به په راتلونکي کي جدی نتایج درلودلي وای او دا به ښه نه وای. که څه هم چي د دې دوو دښمنو کسانو ترمنځ لیدلو به د ډیرو کسانو توجه ور اړولې وای.
کله چي ما دا کیسه ولیکله نو په اینګلینډ کی یوازینی سړی چي خوند یې ورڅخه وانه خیست او البته موږ یې ملامتولای هم نه سو هغه  جنرال رابرټس وو.
څرنګه چي زه د پارلمان غړی وم او امیر په دې خبر وو نو زما یې ډیر خیال ساتی، که څه هم چي د عوامو پر مجلس باندي به یې کله ناکله ټوکي کولې. مګر د نور چا یې دونه پروا نه کوله. یوه ورځ یې خپل یوه انګریز مستخدم ته وویل چي ته کله په کابل کي حمام ته تللی یې. د کابل حمام او د برټانیې پارلمان باید یو شان وي. هغه انګریز هم حمام ته ولاړ. او هلته د امیر په مطلب پوه سو. په حمام کي چا د صابون،چا د ځان وچولو د دستمال، چا د کټوري نارې وهلې. ږغونو په ګمبتي حمام کي انعکاس کاوه او ټولي خبري ګډي وډي کیدلې او بالاخره خبري ورکیدلې او د هیڅ یوه ږغ سم نه اوریدل کیدی.
امیر د خپل ځان په باب یو ډول فکر درلود چي د ماشوم په څیر سادګي وه. د دربار خلکو به هم تشویقاوه او سرونه به یې ورته ښورول. مثلا امیر فکر کاوه چی دی نابغه دی او ټول کمالات یې زده دي، په تیره بیا په تخنیک او نقاشي کي خو اول لمبر دی.
یوه ورخ دربار ته به لاره کي له یوه کفشکن څخه را تیریدلم او هلته مي یوه ډیره لویه پیانو ولیده. دا پیانو په دې تازه شپو ورځو کي د اروپا څخه راوړه سوې وه او پر پوښ باندي یې رسمونه سوي ول. ماته ویل سوي وه چي دا نقاشی د سر اي برنس جونز Sir E Burne Jones کار دی. خدا زده چي دا به صحیح وه که نه. امیر زما څخه بوښتنه وکړه.
هغه پیانو دي ولیده چي په کفشکن کي ولاړه وه؟
کرزن: بلې ومي لیده.
امیر: د هغې پر پوښ باندي د نقاشی په باب څه فکر کوې؟
کرزن: ډیره ښایسته او اعلی نقاشي وه.
امیر: دا نقاشي یې ما کړې ده.
یوه بله ورځ زه مجلس ته یو حه ناوخته ورغلم، ځکه چي ساعت مي سهار دریدلی وو.
امیر: نن څرنګه ناوخته راغلې؟
کرزن: بخښنه غواړم. زما ساعت سهار دریدلی وو.
امیر: او ستا ساعت انګریزی دی. ما ته يې را ولیږه چي زه به یې ډیر ژر درته سم کړم. زه پخپله مسلکي ساعت ساز یم او د ټول کابل د خلکو ساعتونه ورته جوړوم.
ما سمدستي ورته وویل چي زما ساعت بیرته کار پیل کړی دی او په دې توګه مي خپل ساعت د دې نامي شوقي ساعت ساز څخه وژغوره.
په دې اړه به یې یوه بله کیسه هم درته وکړم. کله چي زه لندن ته ولاړم؛ هلته مي په ۱۸۹۵ کال کي واده وکړ او امیر ته مي د خپل واده د اطلاع سره سم د خپلي میرمني عکس هم واستاوه. امیر په بدل کي تحفه را ولیږله او څرنګه چي ده د قیافه پیژندلو او جمجمه پیژندلو د علم ادعا درلوده نو دا لیک یې په فارسي ژبه را لیږلی وو.
زما هوښیار دوست، د پارلمان غړي محترم جي کرزن ته.
زما ارزو دا ده چي زما هوښیار دوست یو ځل بیا ووینم. زه باید درته ووایم چي ما ستا د مارچ د میاشتي د پنځه لسمي او جون د نهمي لیکونه ولوستل. د لیکونو څخه دي مننه او زما جواب دا دی: زه ډیر خوشاله سوم چي ستا له واده څخه خبر سوم، او دغه راز د میرمني کرزن د عکس د لیدلو څخه خوشاله سوم. شکر دی چي د خپلي خوښي سره سم دي واده کړی دی. زه خدای ته دعا کوم، زما هوښیار ملګرې، چي خدای دي په ټول ژوند کي بریالی لره.
زما ریښتونې دوسته، زه دغه راز تاته مبارکي وایم چي که څه هم چی تاسی یوازي یو خل واده کوی خو ډیر پر ځای انتخاب دي کړی دی. زما د جمجمه پیژندني د پوهي په اساس، دا یوه هوښیاره ښځه او ستا دعاګویه او دوسته ده، او تر زرو نارینه وو بهتره ده.
زه امید لرم، زما ګرانه دوسته، چي دا به د خدای خوښه وه چي تا په ټول ژوند کي له دې سره خوشاله او راضي وساتي. د خدای شکر دی چي تا ته یې داسي میرمن په نصیب کړې ده چي په اینګلینډ کي به یې مثال کم وي. زه د دې له عکس څخه پوه سوم چي دا یوه وفاداره، هوښياره او ریښتونې میرمن ده. زه دا خبري د دې د عکس او د جمجمه پیژندني د علم په اساس درته کوم. تا ته دي خدای ښه اولادونه په نصیب کړي.
او د لیک په پای کی یې د خپل طبیعت سره سم یوه ټوکه هم کړې وه.
که یې یوه ورځ وډبولې نو زه پوهیږم چي حتما به دي کوم غلط کار کړی وي.
ستا ریښتونی دوست او دعا ګوی. عبدالرحمن د افغانستان امیر.
د امیر سره د لیکونو په اړه باید زه د ده یو سیاسي لیک هم را واخلم چی له هغه څخه د ده د لیکني طرز معلومیږي. په لومړی برخه کی یې هغه مطبوعاتي رپوټ ته، چی د افغانستان په باب خپور سوی وو، او داسي ادعا کیدله چی مسول به یې زه یم، اشاره کړې ده. دوهمه برخه یې د تیرا د جنګونو په باب، چي د ۱۸۹۷ کال زیاتره برخه یې نیولې وه، د برټانوي هند د حکومت او افغانستان په باب د دایمي اختلاف موضوع ده.
هیله لرم چي زما هوښیار دوست قدرمن جورج کرزن، د پارلمان د عوامو د مجلس غړی د څښتن په حفاظت کي وي.
ستاسي د ۱۸۹۷ کال د ډسمبر د میاشتي د دیرشمي لیک ستاسي دوست ته په نیک ساعت کي ورسیدی. دا چي روغ او جوړ یې ډیر خوشاله سوم.
زما د مهربان دوست د خصمانه کلماتو په باب چي ماته یې رپوټ راکړه سوی دی وایم چي ما هیڅ وخت د خپل دغه مهربان دوست د ملګرتوب څخه د شکایت کولو لپاره دلیل نه دی درلودلی، او نه هم د افغانستان د حالاتو په باب د خپل دوست د اظهاراتو څخه شکایت لرم او نه هم داسي فکر کوم. زه، په نړۍ کي، تا په خپلو دوستانو کي لومړی شمیرم. په دې باب زه ډیري خبري کولای سم ځکه چي دا ډیر دلایل لري. کله چي زما مهربان دوست په کابل کي وو، موږ د افغانستان په باب د روسیې د اصلي نیتونو به باره کي خبري وکړې، د روسیې سره د افغانستان د اختلاف او دښمنی په باره کي وږغیدلو؛ د افغانستان نیمګړتیاوي نه دي بهتری سوي او په دغه وخت کي چي په سرحد کي د برټانیې له عسکرو سره نښتو ګډوډي او هله ګوله رامنځته کړه. تر څو چي د برټانوي هند افسرانو زه د هغوی د احمقانه اعمالو او خبرو په باب بدبین کړم. دوی داسي اعلامیې خپرې کړې چي غواړي د غرنیو سیمو وګړي قتل عام کړي؛ خلک پر ځانونو وبیریدل او د برټانیې د ستایلي حکومت استازی یې قتل کړ او هغه یې وسوځاوه او بې عزته یې کړ. په دې هلو ګلو کي په زرهاوو کسان ووژل سول او د برټانیې د ستایلي حکومت عسکر هم پکښي قتل سول؛ دوی له دې حرکاتو څخه له دښمنۍ پرته بل هیڅ شی تر لاسه نه کړل. خدای دي څوک د روسانو له ګاونډیتوب او د افغان قبایلو له دښمنی څخه ساتي. زه په دې نه بوهیږم چي د دې پای به څه وي؛ ځکه چي زه د تیرا، اپریدیوو باجوړ او سوات له خلکو سره هیڅ اړه نه لرم، مګر دا یوولسمه میاشت ده چي زما له خاوري څخه د ټولو کاروانونو وتل بند دي. او هغه وسایل چي زما د ماشین جوړولو د کارخانې لپاره ضروري ول په لاره کي بند پراته دي. ما ستا د معلوماتو لپاره هغه لیک در واستاوه چي د پيښور کمیشنر زموږ د کاروانونو خلیفه باشي ته د تیلو د بکسونو د بندولو په باره کي لیږلی دی  او زه نه پوهیږم چي کمیشنر به ولي دا کار کړی وي. د هغه دې کار زه د هند په برخه کي شکمن کړی یم، او دوست او دښمن یې راڅخه ورک کړي دي. که تاسي هغه رپوټونه چي په هغه ځای کي خپریږي په غور سره وګوری نو تاسي ته به معلومه سي چي ستاسي دوست د ډیري زیاتي حوصلې څخه کار اخیستی دی او درته څرګنده به سي چي زه د برټانیې د ستایلي حکومت سره په دوستي کي ډیر ټینګ یم. که داسي نه وای نو ما به هم کومه احمقانه خبره کړې وای. مګر زه څه وکړم او زه څه ووایم؟ زه دونه ویلای سم چي زه د برټانیې د حکومت دوست یم؛ او دا دوستي مي په زړه کي ټینګه ساتلې ده. مګر د برټانیې د ستر حکومت استازي د هغه د چپه کیدلو سبب کیږي. خدای دي د دې سقوط په مسولیت کي ما نه شریکوي. که څه هم چي د دښمنی د پیل کولو ابتکار د برټانیې حکومت واخلی هم ز نه پوهیږم چي څه به پیښه سی. مګر زه له خدایه څخه غواړم چي د دې دښمنی ابتکار زما له لوري پیل نه سي. ځکه چي د هغه ستر حکومت سره زما دوستي د غره په شان مستحکمه او تینګه ده. زه له خدایه څځه هیله لرم چي برتانیه هم زما په برخه کي دغسي نیت ولري، څو موږ د خپلو دښمنانو د آرزو سره سم سلوک ونه کړو.
نور نو تا لیکلي دي چي دا د روان کال پای او د اختر ورځي او د ۱۸۹۸ کال د نوي کیدلو ورځي دي. زه تاسي ته د نوي کال د را رسیدلو مبارکي وایم او تاسي ته  نیکمرغه کال او او ښيګڼي او روغتیا غواړم. خدای دي وکړي چي ستاسي د بریاوو او سرلوړی ورځي همداسي دوام وکړي.
د دوشنبې ورځ  د ۱۳۱۵ کال د روژې د مبارکي میاشتي پنځه لسمه د ۱۸۹۸ کال د فبروري د میاشتي اوومه.
لاسلیک د ضیاء الملته والدین امیر عبدالرحمن.
چي د امیر خبرو اترو او مجلس ته را وګرځو. امیر ډیري څرګندي خو نیښ داري او توندي ټوکي کولې. او کله چي به د ده د رعیت خبره سوه نو داسي له خښمه ډکي ټوکي به یې کولې چي خلک به د ده له قساوت او بې رحمی څخه بیریدل. زه به د دغو ټوکو څلور مثالونه درکړم چي په کابل کي زما د اوسیدلو او یا د دغه وخت په شاو خوا کي پیښ سوي دي. یوه ورځ دا خبره راپورته سوه چي امیر په اینګلینډ کي د ظالم نوم وړی دی.
امیر: لطفاً ریشتیا راته ووایه. په اینګلینډ کي زما د حکومت د سسټم په باب څه ویل کیږي؟
کرزن: دوی وايی چی تاسي عالیجناب ډیر قوي مګر ډیر سخت واکمن یاست، او تاسي د خپلو یاغي او سرکښو مخالفو قبایلو ښورښونه په ډیره سختي ځپی.
امیر: مګر دوی تر دغه زیات هم وايي دوی وايي چی زه بیرحمه او وینو ته تږی وحشي یم؛ او زه په دې نه پوهیږم چي پر خپلو خلکو څرنګه حکومت وکړم، او یا په خپل هیواد کي څرنګه سوله او کراري راولم.
کرزن: دوی ښايی ستاسي عالیجناب د حکومت کولو پر طرز باندي انتقاد وکړي. زه پخپله د نتایجو په باره کي خپله عقیده نه سم څرګندولای.
امیر: په اینګلینډ کي د سټینډرډ په نوم ورځپاڼه سته؟
کرزن: بلې
امیر: دا ښه ورځپاڼه ده؟ او حقایق خپروي؟
کرزن: په عمومی صورت زه ویلای سم چي حقایق وایي.
امیر: په اینګلینډ کي د بیرمینګهم په نوم ښار سته؟ هغه لوی ښار دی؟ نفوس یې څومره دی؟ او په ښه توګه اداره کیږي؟
کرزن: بلې هغه ډیر لوی ښار دی او څه باندي اوه سوه زره نفوس لري، او زه عقیده لرم چي خلک یې د خپلي ښاري ادارې څخه راضي دي او افتخار په کوي.
امیر: د مانچیسټر په نوم هم ښار سته؟ او هغه هم د بیرمینګهم په څیر دی؟
کرزن: هغه هم یو لوی ښار دی، ډیر زیات خلک پکښي اوسیږي او رپوټونه وايی چي خلک یې د خپل حکومت څخه راضي دي.
امیر: د خپلي چپني څخه یو کاغذ را وایست او وې ویل دا دی د سټینډرډ ورځپاڼي څخه یو نقل چي ته وايې ښه ورځپاڼه ده او حقایق وايي. ورځپاڼي لیکلي دي چي تیر کال په مانچیسټر کي دونه قتلونه سوی دي او په بیرمینګهم کي دونه قتلونه سوي دي. قاتلان نه نیول سوي او نه اعدام سوي دي. دا حقیقت دی؟
کرزن: که سټینډرډ ورځپاڼه د حکومتي مقاماتو له قوله وايی نو زه یقین لرم چي هغه به حقیقت وي.
امیر:خپلو درباریانو ته چي د دربار په هغه بل سر کي ولاړ ول مخ واړاوه او پوښتنه یې ورڅخه وکړل چي زما د هیواد نفوس څومره دی؟
درباریان: تاسي اعلیحضرت پر اتو میلیونو خلکو حکومت کوی.
امیر: او په تیر کال کي په ټول افغانستان کي څومره قتلونه سوي دي.
درباریان: ستاسي اعلیحضرت تر سخاوتمندانه او عادلانه نظام لاندي، چي نظم او قانون په بشپړه توګه تطبیقیږي، په ټول هیواد کی یوازي شپږ قتلونه سوی دي؛ قاتلان نیول سوي او ټول اعدام سوي دي.
امیر ماته مخ را واړاوه او راته وې ویل دغه هیواد دی او زه په اینګلینډ کي په دې تورن یم چي په حکومت کولو نه پوهیږم؛ او زه یو خونکار، وحشي او بیرحمه انسان یم. بیرمینګهم زما د هیواد لسمه برخه نفوس لري او مانچیسټر زما د هیواد پنځه لسمه برخه نفوس لري؛ هغه ښارونه په ښه توګه اداره کیږي خو د یوه کال په اوږدو کي دونه قتلونه کیږي او سټینډرډ ورځپاڼه، چی حقایق خپروي، وايي چي قاتلان نه نیول سوي نه اعدام سوي دي.
زما لپاره دا ډیره ګرانه وه چي په دغه راز بحث کي دلایل وړاندي کړم او څوک په قانع کړم. په افغانستان کي خلکو قانون ته د درناوي له امله ځانونه د قتل او جنایت څخه نه ژغورل بلکه د وحشیانه شکنجو او بیرحمانه سزاوو او وحشت له بیري یې د جنایت او قتل کولو زړه نه سو کولای.
یوه ورځ د امیر دربار ته یو سړی راغی چي خولې پر را ماتي وې او نفس یې واهه، او د ستړیا او خستګی په هغه وروستنی مرحله کي وو. دا یو هراتی افغان وو او ویل یې چي د هرات څخه یې کابل ته ځان په ځغستا را رسولی دی؛ مطلب مي دا دی چي امیر ته ووایم چي روسان تر سرحد را اوښتي او د افغانستان په خاوره کي پرمختګ ته دوام ورکوي؛ ده له امیر څخه د خپلي دغي اطلاع په بدل کي د انعام غوښتنه وکړه.
امیر چي د یوې شیبې لپاره یې هم د هغه په کیسه باور ونه کړ له هغه څخه پوښتنه وکړه تا روسان په خپلو سترګو ولیدل، هغوی څومره وه، څومره توپکونه ورسره وه او پر کوم سړک را روان دي.
هغه سړي وویل بلې اعلیحضرته ما هغوی په خپلو سترګو ولیدل او هغوی شل زره تنه وه او دوی ډیر توپکونه درلودل او د هرات او کابل پر لور یې حرکت کاوه. او دوی به ډیر ژر کابل ته ورسیږي او ما له هغوی څخه مخکي خان په ځغستا را ورساوه. څو ورځي مي وخغستل څو تاسي ته د دې خطر څخه خبرداری درکړم.
امیر خپلو درباریانو ته مخ واړاوه او ورته وې ویل  د دې سړي بخت ډیر پر ځای وو چي هرات ته نیژدې یې تر هر چا دمخه روسان لیدلي دي، او تر دغه ځایه  د دې لپاره په ځغستا راغلی دی چي موږ ته له دې خطر څخه خبر راکړي. موږ باید هغه ته څرنګه مناسب انعام ورکړو؟ زه به تاسي ته ووایم، دی ښايی دا بخت هم ولري چي هغه روسان تر ټولو دمخه وویني چي دلته را رسیږي. نو موږ باید دی په داسي ځای کي وساتو چي تر ټولو مخکي د روسانو د لیدلو امکان ولري. دی په دې شاوخوا کي تر ټولو لويي وني ته وخیژوی او د هغي وني تر ټولو لوړ ښاخ پوري یې وتړی. تر هغه وخته پوري چي روسان راځي دی په هغه ښاخ پوري تړلی پریږدی. کله چي روسان راغلل دی به راکښته سي او موږ ته به خبر راکړي او خپل انعام به ترلاسه کړي.
دغه وفادار افغان یې د یوې جګي وني په ښاخ پوري وتاړه او تر هغه وخته په هغه ښاخ ځړیدی چي ساه یې ورکړه. دا ټولو وفادارو افغانانو ته خبرداری وو چي د خپل صداقت په ښودلو کي تر حد تیره مبالغه ونه کړي او پښې تر کمبلي اوږدې نه کړې.
بله کیسه په لومړي سر کي خورا ښه روانه وه او په پای کي یې نتیجه د نورو پیښو په څیر ظالمانه او ویرونکې وه.
یوه ورځ په دربار کي د امیر په مخ کي د بخارایي طلاوو او نورو سیکو یوه لویه کوټه، د سیکو جوړولو کارخانې ته تر لیږل کیدلو مخکي، شمیرل کیدله. د افغانستان وزیران پر مځکه ناست ول او طلاوي یې شمیرلې  او امیر ورته کتل.
د طلاوو د شمیرل کیدلو په جریان کي د حرم یوې نجلۍ چي، د جاسوسی کولو لپاره یې، د هلک جامې اغوستي وې، او د خلکو شاته ولاړه وه، یو مهم وزیر، چی سلیمان خان نومیدی ولیدی چي طلاوي یې پټولې او د وخته یې اته لس طلاوي خپلو جورابو ته رسولي وې. نجلۍ امیر ته یو نوټ ولیکی او هغه یې یوه درباري ته ورکړ او درباري د امیر په غوږ کي وویل چي سلیمان خان طلاوي غلا کوي.
امیر هیڅ ری ونه واهه او کله چي د طلاوو د شمیرلو کار پای ته ورسیدی، نو امیر خپلو درباریانو ته مخ واړاوه او وې ویل چي ډیر خلک وايي افغانان د روسانو او انګریزانو په شکل سپین پوستي نه دي. دا ریشتیا دي؟
درباریان: اعلیحضرته! تر دې لوی دروغ نسته. هیڅوک د افغانانو په شان سپین پوستکي نه لري او هیڅ افغان ستاسي په څیر سپین پوست نه لري.
امیر: دا خبره بالکل سمه ده او د اثبات لپاره به یې زه خپله پښه درته وښیم.
امیر د خپل پتلون پایڅه پورته کړه او خپله پښه یې چي ریشتیا هم سپینه وه خلکو ته ښکاره کړه.
درباریانو ورته وویل چي اعلیحضرته روسان او انګریزان هم دغسي سپین پوستونه نه لري، او ستاسي تر سپین پوست پوري نصواري ښکاري.
امیر وویل دا خبره سمه ده خو زه به د خپلو نورو درباریانو پښې هم وګورم چي زما په څیر سپیني دي کنه. یو ځل یې د حاجی محمد او بیا یې د علي اکبر پښې وکتلې او وروسته نوبت سلیمان خان ته ورسیدی. هغه ځان په یوه اوبله کړ خو امیر د پښې لڅولو او د جورابي ایستلو ته مجبور کړ. د سلیمان خان له جورابي څخه یوه یوه طلا پر میدان ورغړیدله. امیر له ډیره قهره چوپ پاته سو. په خپله چوکۍ کي یې ځان واچاوه، او وروسته یې چیغه کړه چي بندیخانې ته یې بوزی، ټوله شته مني یې ضیط کړی او باید چي بیا ونه لیدل سي. او سلیمان خان بیا چا ونه لیدی.
یوه بله پیښه له کابل څخه زما له روانیدلو نه لږ وروسته منځته راغله او دا پیښه د هغه صاحب منصب په حق کي وه چي ما به هره ورځ په دربار کی لیدی. دا سړی د امیر د محافظینو قوماندان وو چي هر وخت به په ډیر ښایسته یونیفورم کي د امیر په خدمت کي خاضر وو. دی چي هلک وو، امیر به يې له نڅا څخه خوند اخیست او کله چي امیر قدرت ته ورسیدی نو کرار کرار یې ترفیع وکړه او تر دغه مقامه پوري را رسیدلی وو.
امیر ته داسي اطلاع رسیدلې وه چي دغه سړی وفادار نه دی او خیانت په خیال کي لري. د محافظینو قوماندان د ځان په باب د دغي اطلاع څخه بیخبره وو او بیغمه په دربار کي حاضریدی. امیر یوه ورځ په عام دربار کي ورته وویل چي تا د نڅاګرهلک په حیث ژوند پیل کړی او همداسي یې باید پای ته ورسوې. ته باید خپل کورته ولاړ سې؛ د نڅا جامې واغوندې او دلته په دربار کي ونڅیږې.
هغه بدبخته اوس څلویښت کلن وو او د جنرالی رتبې ته رسیدلی وو. د امیر د امر سره سم یې خپلي د نڅا جامې په تن کړې او په دربار کي ونڅیدی. سړی تر دې زیات ظلم او بیرحمی تصور کولای سي؟ دغه برجسته او مشهور امیر تر دې لا ډیري عجایبي او بیرحمانه کیسې لري.
امیر عبدالرحمن خان به کله کله خپلو خلکو ته بد ویل او سپکاوی به یې ورته کاوه. په عام دربار کي به یې ویل چي افغانان خاینان او بې زړه خلک دي. کلونه کیږي چي زما د وژلو هڅي کوي مګر بریالي سوي نه دي. یا خو دوی زما د ویشتلو جرأت نه لري او یا ویشتل نه سي کولای. بیا به یې مخ درباریانو ته واړاوه او چیغه به یې کړه چي زه ریشتیا نه وایم؟ تاسي ټول ټپوسان او بدبخته خلک نه یاست. درباریانو به سرونه ځړولي ول او په یوه سلا به یې وویل چي بلې اعلیحضرته همداسي ده.
امیر یوه ورځ ماته د خپل کاکا د زوی سردار محمد اسحق خان سره د جګړې او د هغه د ماتیدلو کیسه کوله او وې ویل چي له هغه څخه یې جنګ د خپلو پوځیانو په توره نه بلکه د هغه د خپلو پوځیانو د خیانت په وجه، چي د جنګ په میدان کي ورڅخه بیل سول او زما سره یوځای سول، وګاټه. ده وویل چي تر دغي فتحي وروسته په مزار شریف کي د عسکري رسم ګذشت په ترڅ کي د تسلیم سویو عسکرو له جملې څخه یوه تن له ډیري نیژدې فاصلې څخه پر ما باندي ډزي وکړې. په دغه وخت کي زه د خپل یوه جنرال سره د خبرو لپاره یوې خواته کوږ سوی وم. مرمۍ زما له اوږې سره نیژدې تیر ه سوه او زما شاته د یوه غلام په ورنه کي ولګیده. امیر په دغه وخت کي د هغه عسکر پر نالایقی باندي په ډیر زور وخندل چي له څو فوټه فاصلې څخه یې خپل هدف خطا کړی وو.
امیر پر خپلو خلکو هیڅ اعتماد نه درلود او هغوی ته یې دا موقع نه ورکوله چي له ده څخه ځان بیغمه کړي. یوه ورخ یې پر غاښ درد وو، ډاکټر یې را وباله او د غاښ د ایستلو فیصله یې وکړه. ډاکټر کلوروفورم برابر کړل او امیر پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا مواد هغه د څومره وخت لپاره بیهوښه کوي. ډاکټر ورته وویل چي شل دقیقې. امیر په جواب کي ورته وویل چي شل دقیقې پریږده زه شل ثانیې بیهوښي نه سم منلای. ته کولای سې چي پرته له کلوروفورم څخه زما غاښ وکاږې.
امیر په خپله حاضر جوابي ډیر مغرور وو او دا یې د خپل ځان یو خاص استعداد باله. ماته یې په دې اړه دوې کیسې وکړې. یوه دا چي ویل یې د روسانو یوه صاحب منصب ماته احوال راکړ چي دوی د افغانستان د شمال لویدیځي پولي سره نیژدې د پنځو سوو عسکرو نظامي تمرینات کوي؛ هیله ده چي د افغانستان حکومت دا کوم خصمانه عمل ونه ګڼي. ما په جواب کي ورته وویل چي هیڅکله نه. زموږ پخپله په نظر کي دي چي هغي سیمي ته پنځه زره افغاني عسکر د تمریناتو لپاره ولیږو. روسي صاحب بیا د عسکري تمریناتو نوم وانه خیست.
یوه بله ورځ ما ورته وویل چي برټانیې داسي توپ جوړ کړی دی چي مرمۍ تر پنځه لسو میلو پوري رسولای سي. امیر هیڅ ونه ویل. یو ګړی وروسته یې د توپچي قواوو قوماندان ته، چي په دربار کي حاضر  وو، مخ واړاوه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي هغه توپ چي ما جوړ کړی او هرات ته  استولی دی څومره فاصلې ته مرمۍ رسولای سي. هغه سمدستي جواب ورکړ چی پنځوس میله.
امیر د شخصي او کورني ژوند به باب د خبرو کولو سره خاصه علاقه درلوده او کله کله به یې درباریان حیران سول چي امیر څرنګه له یوه بیګانه سړي سره د خپل حرم په باره کي خبري کولای سي. یوه ورځ زما پر غاښ درد وو او مخ مي پړسیدلی وو، ده سمدستي د غاښو د ناجوړی په باب خبري پیل کړې، ځکه چي په هر علم کي یې د کمال درلودلو دعوه کوله. ده وویل چي څلور شیان غاښو ته ډیر تاوان لري. غوښي، شیریني، سړې اوبه او شراب. ده پخپله د غاښونو ناروغی لیدلي او رنځ یې ګاللی وو. دی چي په سمرقند کي وو د غاښونو د دردونو له لاسه کړیدلی وو او د څلویښت کلنی څخه یې ټول غاښونه مصنوعي ایښي وه. دا غاښونه د سیملې یوه ډاکټر ورته ایښي ول او کله کله به یې د خبرو کولو په وخت کي له خولې څخه را وایستل. ده په سمرقند کي په روسي ډاکټرانو باور نه سو کولای ځکه چي د ده دوه دیرش ملګري په هغه ښار کي ناروغ سوي او روغتون ته وړل سوي ول خو یو هم ژوندی نه وو راوتلی. ده ځکه د غاښو د ناروغی په باب زده کړه وکړه او د خپلو ملګرو او خپل ځان تداوي یې پخپله کوله.
ده په بیلو بیلو هیوادونو کي د واده له قوانینو او رسوماتو سره خاصه علاقه درلوده. ده به ویل چي په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کي یوازي د یوې ښځي درلودلو قانون ډیر تاواني دی. ده ویل لومړی خو دا خبره ده چي په اروپا کي د ښځو شمیر تر نارینه و زیات دی. د یوې ښځي دردلو د سسټم له امله ډیري ښځي بې میړونو پاتیږي او دا یو ظالمانه کار دی. دوهمه خبره دا ده چي که یوه سړي ته یوازي ړد یوې ښځي د کولو اجازه ورکړه سي هیواد به ټول له حرامیانو ډک وي. د برټانیې مستعمراتو لکه اسټرالیا، کاناډا او نور د دغه لپاره خوندي سوي دي چي دغه حرامیان ورته واستول سي، ځکه چي په برتانیه کي د هغوی لپاره ځای نه وو. خو دا د برټانیې د مرطوبي آب و هوا سره هم اړه لري. د انګلستان خلک په اوبو او خټو کي روزل کیږي او لوییږي، نو داسي وي لکه وریجي او د ختیځ خلک چي په وچه هوا کي اوسیږي داسي وی لکه غنم. ځکه نو انګریزان د مسلمانانو په څیر غښتلي نه دي او څلور ښځي نه سي درلودلای. دا چي ولي انګریزان، له هغې جملې څخه زه پخپله، ولي ناوخته ودونه کوي علت یې دا دی چي په برتانیه کي ډیري ښکلي ښځي دي او سړی فکر کوي چي که یو څه منتظر سم نو تر دې به هم ښکلې پیدا کړم.
زه ښايي د خپلو یاداښتونو له کتابچې څخه، چي د خپل فوق العاده حیرانونکي کوربه سره د څه وخت تیرولو په شپو ورځو کي مي ترتیب کړي دي، ډیري نوري کیسې هم ولرم. یوه ورځ ښايي زه له هغه سره د خپلو اړیکو او چلند په باب ځیني یاداښتونه او کیسې ولیکم. دا هغه وخت دی چي زه د ده په پایتخت کي د میلمه په حیث نه بلکه د هند د حکومت د ریس په حیث له ده سره د ارتباط نیولو رسمي مسول وم. له ده سره کار کول ډیر ګران وو او دا سی یو سړی وو چي یو ځل به یې مخالفت پیل کړ بیا یې نو قانع کول اسانه کار نه وو.
زه دا لاپه کولای سم چي ما د امیر سره په یو شمیر لیدنو کتنو کي د هغه باور تر لاسه کړی وو، او کله چي د ده منشي، چي زموږ په مجلسونو کی به یې ترجماني کوله، د ده عمري سوانح خپره کړه نو امیر زما یادونه په ښه نامه کړې وه. پخپله پر ما باندي د ده شخصیت ژوره اغیزه کړې ده. مخکي له هغه چي له کابل څخه روان سم، امیر ماته د طلايي ستوري یو نښان راکړ چي یاقوت او الماس پکښي کار سوی ول او فارسي پکښي لیکل سوې وه.
اووه کاله وروسته، د ۱۹۰۱ کال د اکټوبر په میاشت کي امیر عبدالرحمن خان په نسبتا کم عمر یعني اووه پنځوس کلنی کي وفات سو، که څه هم چي ډیرو خلکو فکر کاوه چي عمر به یې تر دې ډیر زیات وي. د ده زوی حبیب الله ، چي د ده پر ځای کښیناست،په دغه مناسبت وینا وکړه او زه د هغه په وینا سره خپل دغه فصل پای ته رسوم.
د عالي نسبه او مقتدر پاچا خدای بخښلی مړی، د هغه له وصیت سره سم، په ډیر احترام او درنو تشریفاتو، په شاهي باغ کي خاورو ته وسپارل سو. هغه په هغه ځای کي خاورو ته وسپارل سو چي د ټولو انسانانو وروستی آرام ځای دی. هغه عالي نسبه او مقتدر پاچا، چي د ستایلو ډیر زیات صفتونه یې درلودل وفات سو او د حق تعالی په رحم او مهربانی کي ډوب سو. خدای دي یې جنتونه په نصیب کړي.
د ده د شخصیت  د ارزوني لپاره زه ګومان کوم هغه بیان ښه مناسب دی چي د امپراطور هارډیان د وفات څخه وروسته د هغه یوه رومي سوانح لیکونکي کړی دی. څه چي هغه د هارډیان به باب لیکلی دي د امیر عبدالرحمن خان به باب صدق کوي. هم ترینګلی هم خوشاله، هم مهربان هم کنجوس، هم حسابي هم بیقیده، هم سخت هم سخي، هم ریاکار هم مستقیم او سپین، هم ظالم هم زړه سواندی، او په ټولو حالاتو کي بې باوره.