د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمس الدین کاکړ

عبدالباري جهاني 20.11.2014 10:54

چی روغ زړونه پکښی مات لکه کودي سول   
 بېهوده  زه شمس الدین قندهار څه کړم

د نولسمی پېړۍ په  لومړۍ نیمایی  کی د کندهار د کلچ اباد په کلی کی د شمس الیدن کاکړ په نوم یو شاعر اوسېدی چی  ته به وایې له ازله یې د ښه استعداد ، علم او فضیلت ترڅنگ ډېره سخته تنگدستی په برخه وه.او همدغی تنگدستۍ کلچ اباد او کندهار هم د ده د وجود څخه محروم کړل. شمس الدین کاکړ دونه بې وسه و چی  حتی د خپلی خوښی یو واده یې  هم په نصیب نه سو.او په همدې ارمان کی گورته ولاړ.
چی یو قند د یار  د خولې په هار خرڅېږي
 شمس الدینه ډېر بې قدره قندهار دی
شمس الدین کاکړ په ډېره تاریکه زمانه کی په یوه  لیری پراته کلی  کی ژوند کاوه، او دغه علت و چی   خلکو د هغه دعلم ، فضیلت او شخصیت قدر ونه کړ. هغه ته یې  په دونه سپکه سترگه وکتل چی د نکاح دپاره یې دده لېږلې مرکه د نادارۍ او غریبۍ په وجه جواب کړه . او شمس الدین هم، د پښتو ژبی د یوه بل په زړه زخمی شاعر کاظم خان شیدا په څېر، د ملک او ټاټوبی پرېښودلوته مجبور سو  او مخ یې پر  هندوستان ونیوی.
لکه لعل په ایرو کښي وي بې قدره
هسی پروت دی شمس الدین پر قلیچ آباد
     شمس الدین کاکړ  په ځوانۍ کی لاهور ته ولاړ او د خپل قېمتی ژوند تقریبا ټول پسرلی یې  هلته  په مسافری کی تېر کړل.هر وخت کندهار ته د بیرته ستنېدلو  ارزو ورسره وه ، خو کله چی به د محیط ناخوالی او د ده د لوړ شخصیت او فضیلت  په مقابل کی  د خلکو بې قدرۍ ور په زړه سوې نو  په ډېر غمگین اواز به  یې ویل.
برایی می خوب لیدۍ چی مخ پر کور ځم
په هوس لکه بلبل  د باغ پر لور ځم
اشتیاق د دیدن آس راته زین کړی
دی په مخ کی زما پلی ځي زه سپور ځم
د گلرخ په هوا درسته شپه رفتن کړم
د شبنم په څېر  پښې یبلی سر سرتور ځم
واړي لاري بېلتانه راته سپارلي
زه بې لاري  غلی غلی لکه چور ځم
جذبه می د دلبر څکوي  وځانته
گڼه هومره طاقت نه لرم په زور ځم
چی بیا وایی خدای  خو مه وای راوستلی
زه یې محض د قبلېدو د دې پېغور ځم
قندهار خو د هستوگنی وطن نه دی
 باری څه کړم په زیارت د پلار او مور ځم
په نصیب  به می دیدن له یاره کېږی
شمس الدین چی اوس له ښاره د لاهور ځم

           شمس الدین د حمید ماشوخېل  ډېره ښه پیروی کړې ده. حتی په ځینو ځایونو کی  خو یې نه یوازی د هغه  د غزلونو په اقتفا غزلی ویلی دی، بلکه  مضمون  یې هم کټ مټ ورڅخه اخیستی دی.خو شمس الدین کاکړ یوازي د خط په ستایلو  اود  شیخ و زاهد څخه په گیلو اکتفا نه کوي؛ او د کاغذ پر مخ باندي  یوازی د نگار ښکلی مخ نه ترسیموی، بلکه  د خپل زمان شرایطو ته ښه متوجه و، او چی په سترگو یې بد ورغلي دی هغه یې بد بللي دی. او چی ښه یې لیدلي دی هغه  یې توصیف کړي دي.
شوه عجبه زمانه د تماشو
چی یې ښې خانوادې کړې شو په شو
په مجلس کی دانایان وینم خاموشه
هر کم اصل و نادان گډ سو په اور شو
د دې هسی بې تمیزو بې  قدریه
کښېنوي د هر زمري پر ځای پیشو
هغه خلک د منصب د جاه څښتن سول
چی به گرځېدل د نورو پر رشو
درېغه هغه  هیبتناک پښتانه څه سول
چی عالم یې وېرېده له خرخښو
چی د اوسپنی نینی یې پرې چیچلې
خدایزده پڅ یې کړل غاښونه کوم ترشو
د سنبل تر گل پاسته هغه وېښته سول
چی هر چا به یې فریاد کړ له لشو
سخندان یې د دېوان پر متن درج کړی
که غزل شمس الدین کاږي پر خاشو
د مغولو د وروستني لوی سلطان، محی الدین اورنګزیب له وفات نه وروسته، تر ډیره وخته په ټول هند کي د وروڼو ترمنځ جنګونه روان ول او طبیعي خبره ده چي له دې بې نظمیو څخه پیښور او د هغي سیمي کلي او ښارونه هم نه سو خلاصیدلای. حمید ماشوخیل د اورنګزیب په زمانه پسي ارمان کوي او ظالمو حاکمانو څخه شکایت کوي. شمس الدین هم په داسي حالاتو کي ژوند کوي چي د حمید ماشوخیل د وخت شرایطو ته ورته دي. په کندهار کي هر سردار د خپل سر پاچا دی او چي څه یې زړه غواړي هغه کوي.
 
د فلک مهربانی ولاړه  وخت نور سو
مخ د ځمکی و هر چا وته سور اور سو
آرامي په هغه ورځ ولاړه له خلکو
چي تیمور پاچا و خاورو ته نسکور سو
حق انصاف تمیز د هر چا له زړه ووت
رواداره هر سړی په ظلم زور سو
دراني هر یو هوا د وزارت کا
سدوزي هم هر یو ځان لره فغفور سو
هر ګدای و هر ناکس په ویښیده سو
د حیا و د ابروی خلک سر تور سو
زننده و چابک سواره پیاده ګرځي
هر بقال او دلاک وینم پر آس سپور سو
چی په درست عمر یې باج ښندلی نه و
اوس د تېر عمر باجونه باندی پور سو
ځینی غواړی پوښتېدن پر سر د ځمکی
حاکمان نکیر منکیر قندهار گور سو
هر پښتون د بل په کمه روادار دی
نه پوهیږم دا یې څه کاڼی پر کور سو
زوی له پلاره سره جنګ و عداوت کا
مدعي له یوې سرمي ورور د ورور سو
نازو نیاز به له چا بس وینې په سترګو
شمس الدینه د نیا ولاړه مخ یې تور سو
       شمس الدین کاکړ په داسی زمانه کی ژوند کاوه چی د افغانستان د سدوزیو امپراطوری  سقوط کړی او بارکزیو خپل بشپړ اقتدار نه و قایم کړی.د پښتنو ترمنځ بې اتفاقی وه. وروڼو سره وژل. د پښتنو لښکرو د خپلو پښتنو وروڼو کلی  او ښارونه تاراجول.د هیچا څخه  د هیڅ شی بازخواست نه کېدی.د یوې خوا سیکهانو، چی تر پرونه پوری یې پښتنو ته باج ورکاوه، د پښتنو مځکی لاندی کړی، اود پښتنو  دامپراطورۍ او قدرت سمبول، د کوه نور الماس د سیکهانو د دولت د موسس رنجیت سینگه  په تاج کی ټومبلی و.د بلی خوا داېران قاجاریانو د هرات د نیولو او د تل د پاره  د اېران په خاوری پوری  د موښلولو خوبونه لیدل. بل لوری ته برټانوی هند په افغانستان کی د خپل نفوذ د خورولو د پاره  نقشې طرح کړی وې. خو پښتنو په خپلو کی سره وهل. شمس الدین کاکړ  د بل هر حساس  او ضمنا عالم  او شاعر  پښتانه په حيث، د دې بې نظمیو او ورور وژنو په مقابل کی بې تفاوته نه سو پاته کېدلای؛ او د خپلو اسلافو په څېر یې د پښتنو د دې همېشگی  او وژونکی ناروغۍ څخه  شکایت کړی دی. د شمس الدین کاکړ د  کلام یو  لوی امتیاز د هغه  دغه راز اشعار دي چی د خپل محيط  د معرفی کولو په وخت کی یې  د هیچا مخ نه دی کتلی؛ اود  پښتو ژبی د ځینو نورو شاعرانو  په څېر یوازي د نګار د سرو لبو او تورو زلفو په ستایلو بسیا سوی نه دی  او سرو لمبو او توپانونو ته بې تفاوته نه دی پاته سوی. سره له هغه چي پښتنو د هغه هیڅ قدرداني نه وه کړې او هیڅوک یې په غم کي نه وو، خو له ده سره د خپل قام غم وو، او د ټولو په غم يې ځان شریک باله.
ربه ته پر پښتانه وکړې  نظر
په عزت دی وه د خپل خیرالبشر
د اسلام غیرت یې هسی له زړه ووت
د کافر له لاسه  گرځی دربدر
فراری یې په دا شان کړې سره جمع
چی یو ځله سره یو شی شیر شکر
اتفاق صلاحیت یې  کور په کور کړې
چی به یو له بله  بولی برادر
هر سپاهی یې وغزا ته هوا دار کړې
چی  ور درومی په زرگونی برابر
چی کلاوي د گوبیند کړی لوټی لوټی
په توبرو کی به را باسی سیم و زر
که ریشتیا وایم اوس دوی  سول بې همته
گڼه څه د مسلمان و د کافر
که ملتان و که ډېره وه که کشمیر و
ځینی ونیول سیکهانو په شیپر
د هر ملک رعیت یې  تښتی کړی له ظلمه
سول د ظلم په کوهی زیر و زبر
پیشینه خلکو گټلي ځینی لاړل
ناخلفه مه شه لوی د چا پر در
یو له بله سره وژنی قصابان سول
صبح و شام یې دی په کور کی شور او شر

کله چي ګوري چي نه یې پر خلکو نصیحت اثر کوي او نه یې مناجاتونه او دعا ګاني نتیجه ورکوي نو، لکه مخکي چي مو وویل، د کندهار څخه د وتلو پرته بله لار نه ورته پاته کیږي، او د خپلي ټولي نیستمنی سره، د هغه ښار څخه د وتلو نیت کوي. د شمس الدین کاکړ د زمانې او د هغه څخه لږ وروسته کلونو کي د کندهار په ښار او شاوخوا سیمه کي د ګډ وډیو او ظم او ستم څخه حاجي جمعه بارکزي هم شکایت کړی دی، خو شمس الدین کاکړ په خپله یوه قصیده کي د هغه وخت وضع ښه به تفصیل بیان کړې او تر ډیرو مورخینو او لیکوالانو یې ښه ترسیم کړې ده. د شمس الدین کاکړ په زمانه کي، پر ښار باندي حاکمو سردارانو او واکمنانو د خپلو خلکو  لوټمار ته داسي ملا تړلې ده چي د هغوی له بیري څوک نوي جامې اغوستلای نه سي، او چي د چا له چا سره بدي په زړه کي وي نو واکمنانو ته د هغه د شته منی په باره کي په غلطه یا په سمه رپوټ ورکوي او هغه بیچاره د حاکمانو چور او تاړاک ته انتظار باسي.

هیڅ محل د خوښی نه دی دا دیار
ځکه وړم له دې دیاره درد د یار
خوشحالي پکښي ممکنه چي یې څوک که؟
ځای د غم او د اندوه دی قندهار
جوړ له غمه د یعقوب بیت الحزن دی
څوک په ورو پکښي ژړیږي څوک کوکار
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ځیني تښتي دولتمند او ساهوکار
دوکاندار یې شو همه آفتاب نشین
دوکانونه مستطرح شول د بازار
هر سړی یې له حسده هسي پر دی
لکه پُر وي له دانو نه سور انار
تنګ چشمي یې د هیچا له سترګو نه ځي
که خرڅیږي په پیسه سره خروار
هم چغلي به یو دبل په دروغ کاندي
چي فلانا لري هزار هزار هزار‍
له تهمته ددولت به سر تور ګرځي
څوک له ویري تر سر نه تړي دستار
که څو غازه په زحمت وي چا ګټلي
په آب دم سره یې کړي تر ځان نثار
په واده نوي جامې اغوستای نه شي
څه قدرت چي په اختر به کړي سینګار
یو عادل حاکم پیدا نه شو په ده کښي
چي آباد په زراعت شي یا تجار
ورځ په ورځ یې کهتري بهتري نشته
مخ یې دی و تنزل ته وار په وار
حیراني ده و دا هسي سخت وطن ته
چي تر اوسه یې ده مځکه په قرار
نه خلاصیږي له بیګاره له چګاره
لکه خر وړي له خواریه په شا بار
ده لا یو نه وي تر ځایه رسولی
هغه دم وي بیا سل نور ورته تیار
احتمال شته ګوندي لږ عبرت پرې واخلي
که څوک وروړي تر حاکمه دا ګفتار
نه رسول یې نه وکیل یې چي ابلاغ کړې
نور دي څه دی شمس الدینه په چا کار

           شمس الدین کاکړ هم د پښتو ژبی د نورو  مشهورو شاعرانو ،حمید ماشوخېل او رحمن بابا په څېر  د گمنامۍ ژوند تېر کړی دی. او چندانی یې چاته د ژوند حالات، د زېږېدلو وخت، د وفات کال او ځای معلوم نه دی. لکه پخپله چی هم ځان په ایرو کی پټ لعل بولی؛ اود  زمانې د بې التفاتۍ څخه شکایت کوی، همداسی  د لعل په څېر دنیا ته راغلی  او  ځلیدلی دی خو شغلې یې د دې پر ځای چی  په ژوند خپرې سی، له مرگه وروسته څرگندي سوي دي. او که چا د ده په غم ورسره ژړلي دي نو هغه  هم یوه پېړۍ وروسته، هغه وخت چی  د ده د قبر شناختی هم معلومی نه وې.
ما یو جام کړ د ساقی له لاسه نوش
لاړ له سره زما دواړه عقل و هوش
کل خواږه زما په خوله زهر قاتل دي
هر لذت می د دنیا کړ فراموش
سر وهم لکه آبشار له هره سنگه
د هجران له غمه کړم جوش و خروش
نه می سر نه می د ستار نه می وقار سته
واړه گرو سول پر دوکان د می فروش
نه مقام نه می ارام لکه گردباد سی
خپله خونه همېشه وړم پر خپل دوش
بې صبري می جلب کش ده په بازار کی
د غم اوښکی می پر مخ ځی پوشاپوش
محبت تر هسی حده کړم بې شرم
بد ویل  می د چا نه لگي په گوش
د یار غم به یې فنا لکه حباب کړي
شمس الدین که له گفتاره سي خاموش
 
ویل کیږي چي سردار کهندل خان شمس الدین کاکړ ته یو آس ور بخښلی وو،
داسي ښکاري چي آس ډیر زوړ وو؛ ګواکي د دې پر ځای چي د شمس الدین کاکړ د مقام او فضیلت درناوی سوي وي د داسي یوه آس، چي د زوړ والي او ډنګر والي له امله پرلاري نه سي تللای، وربخښل، په حقیقت کي، د هغه د مقام سپکاوی وو. شمس الدین د دغه آس په باره کي د« الذم بما یشبه المدح» ( هغه بد ویل چي ستایلو ته ورته وي) د صنعت په اساس یو شعر ولیکی. ما د پښتو ژبي، په تیره بیا کلاسیک ادب، په تاریخ کي په دغه صنعت کي، په دغه قوت شعر نه دی لوستی. د دې شعر څخه د شمس الدین کاکړ د کلام او ظرافت استعداد له ورایه څرګند دی.
 
هسي شان کړم سکاڼي آس بې دست و پا
چي په درسته شپه مي درد کاندي اعضا
که په رنګ سره کهار په خوی ابلق وو
په صورت  له غوښو خلاص لکه عصا
که په سن نه وي پنځه ویشت دی له غاښو
لا دی طفل چي ځواني لري پخوا
تر ولاړو اوبو تیز دی په رفتار کي
د ګانټې منزل په میاشت وهي تنها
چي یې زین پر شا ور کښیږدم پر سپریږم
ګویا کړه مي پر دیوال کوټه بنا
که یې زه له دواړو خوا وهم په لته
لکه پُل پر زمکه نه خوځي له ځا
لکه آس چي د شطرنج له سپارلی خلاص وي
نه شوه شا د ده له زین سره اشنا
تازیانه ورسره وصل لکه لم وي
یو دم نه وي له ورنو د ده جدا
که رکاب یې شو قالب د لحد خښته
خلاص به هلته شم له ده پر دا دنیا
برابر یې نه دی یو له څلور څیزو
څلور جیمه یې څلور واړه خطا
دراز ګردن یې اوږد تر میاشت د رمضان دی
سر له مځکي سره سم وړي له هوا
میل که و اردا وې ته دانه نه خوري
نو دندان د پاسته شي کړي اقتضا
ته هوس کوه د سپو د چغالانو
شمس الدین به پلی درومي زین په شا

د پښتو په شعر کي چي هر ځای د زشت و زیبا، یا بدرنګ او ښکلی، د صنعت مثال راوړل کیږي نود شمس الدین کاکړ هغه مشهور شعر راوړي چي:
یو وار ما وا واخیستای پښې د خپل نګار
چي رنګ کړای په نیکریزو ګل انار
ته ویده وای ما تمامه شپه کولای
باري ستا په باب دعا هزار هزار
که یې یو ځله پر سر ورباندي کښینې
رنځ د هجر به شي رفع د بیمار
بند یې خلاص که پورتې  ونیسه پخپله
مخ پوټی په نقاب نه ښايي د یار
ستوني ستغ که آزاریږې پر اړخ واوړه
چی چاپي دي کړم یو ځل کرار کرار
چي هر څو په موټه زور کړم سم په نه ځي
په رقیب کي زما غشی د آزار
په مدار مدار بې کاږم چي خوږ نه شې
د باڼو په ستني ستا د پوندي خار
دم په دم یې هم وهمه هم یې کاږم
ستا له غمه تر خوله دود نارې کوکار
څو پر سپور یې باندي ښوره شمس الدینه
د عشق اوښ پر لاري کله ځي هموار

حقیقت دا دی چي په پښتو ژبه کي بل چا په دغه قوت دغه راز نظم نه دی لیکلی.
 او کله چي د مشجر یا وني په شکل د شعر جوړولو خبري کیږي نو یوازي د شمس الدین کاکړ د هغه مشهور مشجر مثال ورکول کیږي چي د« ن» په قافیه کي یې لیکلی دی:
نن مي ولیده په باغ کي یو جانان
موزون قده لکه سر د بوستان
نن مي ولیده په باغ کي یو جانان
موزون قده له سرو خرامان
نن مي ولیده په باغ کي یو جانان
موزون قده لکه سرو په سامان... او نور

له هغه شیر و شکر څخه یې چي په پښتو او عربي یې لیکلی دی، ښکاري چي ځانته په ناحقه ملا نه وایی بلکه په عربي ژبه کي دونه مهارت او سواد لري چي د ده په معاصرو شاعرانو او له ده څخه مخکي شاعرانو کي نه دی لیدل سوی. د پښتو برخه یې په سیلابونو پوره او د عربي برخه یې د عروضو او معنی له مخي بشپړه ده.

شپه او ورځ چي پسي زه ګرځم غمناک
الا یا بلدتهـ سلمی این سلماک
زه په هر ګړي کي دا له خدایه سوال کړم
تعالی الله یجمعني و ایاک
که دا ځل مي په روضه کي د رضوان کړې
لعمري لا یطلب العیش لو لاک
په هر لور چي ګرځوم عنان د وصل
سوا دارالحبیبي لیس مأ واک
په سبب د سترګو زړه چوي له غمه
لقلبي کان قبل العین ادراک
خوبرویان که د جهان شي راته جمع
په والله لست انظر عنک سواک
د هجران له ډیره غمه به زه ومرم
الا یا لیت شعري انّي القاک
شمس الدین که دي د هجر په تیغ مړ شو
الی یوم القیامته الله ابقاک

د شمس الدین کاکړ له زمانې څخه زیات و کم پنځوس کاله وروسته، د کندهارد یو شمیر شاعرانو، چي زیاتره یې ملایان هم وه، له سندریزو شعرونو څخه ښکاري چي هغوی به  چشتیه طریقې ته منسوب ول، خو څرنګه چي قادریه او نقشبندیه طریقې له ډیري پخوا زمانې څخه په افغانستان کي، په عمومي صورت او په کندهار کي په خاصه توګه، له پخوا څخه، زیات نفوذ لري، نو د شمس الدین له هغه شعر څخه چي د پیر بغداد یا شیخ محی الدین عبدالقادرجیلاني په ستاینه کي یې ویلی دي ښکاري چي دی هم دغي طریقې ته منسوب وو او شیخ عبدالقادر خپل پیر او مدد ګار بولي. له دې شعر حخه یې له ورایه ښکاري چي شمس الدین کاکړ بیا هم د خپلي ناداری څخه شکایت کوي. بله لاره نه لري؛ خکه یې د خپل پیر ګریوان ته لاس اچولی دی او مرسته ورڅخه غواړي.

اې د کل پیرانو پیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
د بې دستو دستګیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
که ګدای که اهل تاج دی کل و تا و ته محتاج دی
همګي دي دامنګیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
د جیلان د ملک آفتابه ښایسته یې بې حسابه
د بغداد بدر منیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
د جمله ولیانو شاهه د بیکس پشت و پناهه
د هر چا د زړه ضمیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
څوک چي پښې ستا پر اوږې ږدي  هغه عرش و ته زینې ږدي
د سرور د عرش سریره زما لاس ستا دي ګریوان وي
د حسن حسین له آله نیک سیرته نیک خصاله
د قریشو د لپذیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
خپل حاجت در څخه غواړم همیشه و تاته ژاړم
نن خراب په زړه زهیره زما لاس ستا دي ګریوان وي
نوم دي غوث محی الدین دی دامن ګیر دي شمس الدین دی
د حاجت د دیوان میره زما لاس ستا دي ګریوان وي
شمس الدین کاکړ د پښتو ژبي په شاعرانو کي، له رحمن بابا څخه وروسته، د حمید ماشوخیل صفت کوي او دی یې هم، د نورو لویو شاعرانو په څیر، موشګاف بولي.

که څوک ونیسي په لاس میزان د شعر
په عروض که سنجیده بیان د شعر
وبه نه رسي په شعر له رحمانه
که هر څو کوي هوس افغان د شعر
په تحقیق سره ریشتیا غیب اللسان دی
لیاقت درلود د ده لسان د شعر
پسله ده نه موشګاف عبدالحمید دی
باریکي یې د کلام ده ځان د شعر
درست دیوان یې له نوخطو ګفتګوی که
هم یې واخیست له نوخطو شان د شعر

شمس الدین کاکړ کوښښ کړی دی چي د حمید ماشوخیل لاره ونیسي او حتی د یوه غزل خو یې دونه تقلید کړی دی چي سړی په لومړي سر کي فکر کوي چي دا د حمید ماشو خیل غزل ده او کاتبانو لاس پکښي وهلی دی. دغه راز یې د ماشوخیل د هغه مشهور ترکیب بند، چي وايي نن به شپه زما د یار په کوم مکان وي، موضوع تعقیب کړې نه بلکه تقریبا تقلید کړې ده.
ماشوخیل وايي:
خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کښي
دا یې غاښ په خوله کي زیب کا که ژاله شوه په لاله کښي
شمس الدین دا غزل دا سي را اخیستې ده.

خط پر مخ د صنم زیب کا که سپوږمیه په هاله کښي
غاښ یې ښه ایسي په خوله کښي که شبنم په سره لاله کښي
چي هم سحر هم جادو کا هم یې زخم هم رفو کا
توري سترګي د دلبر دي که ټګان په بنګاله کښي
څوک چي ښه لري جمال باندي بد لګي شمال
دا ګلاب دی پروت پربټي که جانان په دوشاله کښي
ژړ مخ سور لکه انار کړي سترګي پټي په خمار کړي
دا سرې شونډي د دلبر دي که سره می دي په پیاله کښي
لکه نښتی چي مرغه وي په امید د خلاصیده وي
کښیووت زړه زما په زلفو که مسکین په کشاله کښي
سر تر پا سوری سوری دی چي له غمه یې زګیر وی دی
دا زما زړه لکه نی دی تل په آه و په ناله کښي
نن د یار سترګو له ما وحشت واخیسته له ورا
دا وحشت نه وو هیڅکله د حرم په غزاله کښي
په سرو سترګو پسي ژاړه شمس الدینه اشنای غواړه
ډوبه وي نیمه هر کله په دریاب نه په نا له کښي.
( که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده
دا په دا چي دُر مونده شي په دریاب نه په ناله کښي)

کله چي د شمس الدین کاکړ هغه مسدس چي د حمید ماشو خیل د مشهور ترکیب بند، نن به شپه زما د یار په کوم مکان وي، را واخلو، نو ګورو چي د موضوع په اساس یې د حمید ماشوخیل دونه پیروي او حتی تقلید کړی دی چي سړی فکر کوي د حمید ماشو خیل شعر لولي. شمس الدین کاکړ ډیر پوخ شاعر دی؛ له هغه څخه داسي غزلونه، قصیدې او رباعیات را پاته دي چي د پښتو د ادب په خزانه کي ځانته بیله بیه او ارزښت لري. زه یقین لرم چي په پورتنی غزل او لاندني مسدس کي یې، یوازي حمید ماشوخیل ته د اخلاص ښودلو په غرض د هغه پیروي کړې ده. موږ د دې اوږده مسدس یوازي څو نمونې، چي د حمید ماشوخیل نظم ته ډیري زیاتي نیژدې دي، را اخلو.

وخت د سحر دی مرغان چغیږي
جرس آواز کا زړه مي لړزیږي
سترګي مي غورځي باڼه رپیږي
اثر د غم دی را معلومیږي
کوم بد خبر به را ورسیږي
د یار د تللو خبري کیږي

ګوره چي څوک به ورسره مله وي
په همراهی به د ده په خوله وي
دا رفیقان به د ده پر پله وي
خدای زده چي غله وي او که به مله وي
دی به بیده وي دوی به پر تله وي
له ستومانی به نه ور پیښیږي

پرون په شهر نن به پر بټ وي
پر لاريې کاڼي او که به مټ وي
ملاستی د شپې به د چا پر هټ وي
نه یې پوزی وي او بې کټ وي
له ستومانی به په مټو پټ وي
هر دم بې ورګي په ځان څرخیږي

یار په سفر ځي زه ناست پر کور یم
دی به ځي پلی زه پر کټ سپور یم
لایق د خلقو د هر پیغور یم
تر اشنا پوري هسي مخ تور یم
نه پسي شل شوم نه کر و کور یم
عالم و ماته کل حیرانیږي

نشته څوک داسي چي مخ مي تور کړي
سر مي په خټو پر خره مي سپور کړي
بیا ګرځول مي هم کور په کور کړي
را پسي ګرمي نارې په زور کړي
څوک چي له یاره سره انځور کړي
سزا یې دا ده چي ترې پاتیږي
حمید ماشو خیل ښايي د پښتو په ژبه کي لومړنی شاعر وي چي د نوخطانو سره یې د میني لرلو ډیر زیات اظهار کړی دی. د نیرنګ عشق او شاه و ګدا د قصو له پښتو منظومو ترجمو څخه یې، چي د پښتو ادب تل پاتي شاهکارونه دي، او دواړي فصې د نارینه معشوق په باب دي، ښکاري چي، د نورو صوفي او درباري شاعرانو په څیر یې، له دې موضوع سره زیاته علاقه ساتلې ده. شمس الدین کاکړ نه یوازي  په غزلو کي د ترکیباتو او کلماتو په انتخاب کي د حمید ماشوخیل پیروي کړې ده بلکه د موضوع له مخي یې هم د حمید ماشوخیل له کلام څخه د نوخطانو او دلبرانو د ستایلو موضوع ته زیاته توجه کړې ده.
دا تور خط راغی پر مخ د ګلعذار
که غالب شو پر کشمیر باندي کفار
چي په حسن یې څوک زړه تړي نا دان دی
یو څو ورځي وي د ګلو نوبهار
«««««««««««««««
چي ښکاره شو د دلبر پر سپین رخسار خط
بد نموده پر کاغذ شو د زنګار خط
پستې خوله کړه ځکه خلاصه په خندا شوه
چي پر زړه یې اثر وکړ د دلدار خط
د عاشق یې و بوسې وته لار نشي
هسي شان له مخه وواهه دیوار خط
«««««««««««««««««
زه تر میان ورته حیران یم له دې غمه سرګردان یم
که شم ښاد پر یو طرف شم غمګین پر بل طرف
چي یې ګورم و تور خط ته د سرو شونډو حلاوت ته
دي مچۍ  پر یو طرف انګبین پر بل طرف.

شمس الدین کاکړ د خپل دیوان په پای کي وايي چي کتاب یې په دوولس سوه اته دیرش هجري قمري کي، چي د ۱۸۲۲ میلادي سره سر خوري، ختم کړی دی. دی خپل دغه دیوان دوهم دفتر بولي او وايي چي دا یې تر اول دفتر مختصر کړی دی. نه پوهیږم چي د اول دفتر څخه یې مطلب څه دی. ښايي د اشعارو بل دیوان به هم لري چي د زمانې باد او توپان به له منځه وړی وي. د شمس الدین کاکړ په څير یو پوخ شاعر د دیوان له بشپړولو څخه وروسته د شعر لیکل نه سي بس کولای. وروسته به یې څه لیکلي وي که نه وي، موږ بیا هم معلومات نه لرو.
د هجرت کلونه څه وو
دوولس سله دیرش اته وو
ما تمام دوهم دفتر کړ
تر اول مي مختصر کړ
دا په افغانستان کي د اړودوړ کلونه دي. د کابل تخت د سردار محمد عظیم خان په لاس کي دی، چي دوست محمد خان تیار په څو کي ورته ناست دی. کندهار د کندهاري وروڼو او هرات د شاه محمود او کامران په لاس کي دی. پر هیواد باندي د غم توري وریځي ګرځي او ده هم دا وضع په خپله یوه قصیده کي تشریح کړې ده.  دا چي له دغه  کال څخه وروسته به څو کلونه نور هم ژوندی وو، موږ معلومات نه لرو، خو څرنګه چي په دیوان کي څو څو ځله خپلي سپیني ږیري او کمزوری ته اشاره کوي نو ویلای سو چي ښايي د دیوان تر بشپړیدلو وروسته به ژر وفات سوی وي. شمس الدین کاکړ د تیمور شاه په زمانه کي ژوند کړی او د هغه وخت له نسبي آرامی څخه یې خوند اخیستی وو، ځکه نو د هغه له وفات څخه وروسته د بې قانونیو او قومي او قبیلوي جنګونو څخه سر ټکوي. کله او د عمر په کومه مرحله کي د کندهار پریښودلو ته مجبور سو. کله او څونه وخت وروسته بیرته د خپلي خاوري د لیدلو مینه ور ولاړه سوه؟ څومره وخت یې په کندهار کي تیر کړ؟ او آیا د عمر تر پایه پوري په کندهار کي پاته سو او که یې دوهم ځل بیرته هجرت وکړ؟ موږ ته هیڅ معلومات نسته. موږ ته یوازي د هغه د خواږه کلام بشپړ دیوان را پاته دی، او له دیوان څخه یې هم دونه پوهیږو چي د هغه د ژوند تر ټولو لویه ستونزه د هغه تنګدستي او بیحده غریبي وه.

شمس الدین کاکړ یو له هغو بې بختو انسانانو څخه وو چي پوهه او شخصیت یې تر خپلو خلکو او شا وخوا محیط ډیر لوړ وو. د هغه فوق العاده استعداد د وخت د پښتنو د بیسوادی او جهالت قرباني سو. څوک د هغه په قدر ونه پوهیدل، او نه پوهیدلای سوای. موږ نه یو خبر چي هغه به چیري، په څه عمر او د کوم رنځ له لاسه وفات سوی وي. د هغه له ټولو اشعارو څخه ښکاري چي ټول ژوند یې په بې قدري کي تیر کړی دی. اولس ملامت هم نه وو، ځکه چي د ده پوهه، ژبه او استعداد هغوی درک کولای نه سوای. البته پسله مرګه یې هم چنداني قدر نه دی سوی.