د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هند کې د پاکستان د ترهګر دولت په خلاف لاریون

ایمل څړوال 14.05.2014 16:36

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم
نن د چارشنبه ورځ چې د ۲۰۱۴ کال د مۍ د میاشتې ۱۴ نیټې سره سمون خوري، په هند کې د ملګرو ملتونو د دفتر او ځینې بهرنیو سیاسي استازولیو، په ځانګړي ډول د امریکا د سفارت مخې ته افغان ځوانانو د پاکستان د ترهګر دولت او نوم بدې څارګرې ادارې آی. ایس. آی د ترهګریزو کړنو د غندنې په موخه یو سولیز لاریون تر سره کړو.
لاریون کونکو چې له ځان سره یې په انګریزي ژبه لیکل شوي شعارونه په لاسونو کې لیږدول له نړیوالو غوښتنه کوله چې د پاکستان د ترهګر دولت، په ځانګړي ډول د پاکستاني پوځ او د بدنامې څارګرې ادارې له ملاتړ څخه لاس واخلي او نړۍ د ترهګرۍ له شره وژغوري.
لاریون کوونکي د نوي ډیلي د (لاجپتنګر) له سیمې څخه روان او په (لودي سټیټ) کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د پریکړه لیک د سپارلو په موخه تم شول او خپلې غوښتنې یې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپارلې، د پاکستان د ترهګر دولت د ناوړه کړنو او په ګران افغانستان کې د بربنډو لاس وهنو په اړوند خپل اندونه څرګند کړل.
د پاکستان د کرغیړنو کړنو په اړه د لاریون یو تنظیمونکي ایمل څړوال (د افغان یون د سراسري ولسي خوځښت د لوړواکې شورا غړی) داسې وویل: پاکستان یو ترهګر هیواد دی، د نړۍ امنیت او ټیکاو ته هر ډول ګواښ د شیطانت له همدې ځالې څخه پیښیږي، که نړیوال غواړي چې په خپلو هیوادونو او په ټوله نړۍ کې سوله راشي د پاکستان د ترهګر پوځ او ځارګرې ادارې له ملاتړ څخه دې لاس واخلي، پر پاکستان دې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
ښاغلي څړوال د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې: مونږ د ډیورنډ کرښه په هیڅ بیه په رسمیت نه پیژنو او نړیوالو په کلکه غوښتنه کوو چې دا خیالي کرښه د دوه هیوادونو تر منځ د رسمي پولې په نوم ونه نوموي، افغان ولس د ترهګرۍ قرباني دی، نړیوال که له ترهګرۍ سره د جګړې په موخه دلته راغلي وي نو وردې شي پاکستان ته، مونږ دا خبره ځکه کوو چې د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې پیدا شو، د هند پر پارلمان بریدکونکي په مستقیم ډول له پاکستان سره په اړیکه کې وه او ډیری غړي یې پاکستانیان وه، د هند په ممبۍ ښار کې په یوه هوټل بریکونکي ټول پاکستاني اتباع وه، په لسګونه پاکستاني اتباع په افغانستان او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې نیول شوي او یا وژل شوي، مونږ ترهګر نه، بلکه د ترهګرۍ قربانیان یو
د لاریون یو بل تنظیمونکي ښاغلي ژمن میرزکوال داسې وویل: د هیواد د ټولو ستونزو یواځنی حل په ملي یووالي کې دی، ټول وروڼه هیوادوال باید د هر ډول پردي یرغل پر وړاندې په یوه خوله غږ پورته کړي، مونږ نن دلته د افغانانو تر نامه لاندې را ټول شوي یو، نه تاجک شته، نه ازبک او نه بل کوم قوم، یوازې او یوازې افغان.
ښاغلي میرزکوال زیاته کړه: که نړیوال له پاکستان سره خپلې مرستې ونه دروي نو دا به په دې مانا وي چې هغوی هم د ترهګرۍ ملګري دي او په مستقیم ډول یې په روزنه، پالنه او تمویل کې برخه اخلي.

د لاریون یو بل تنظیمونکي ښاغلي عبدالقدیر مطفي (د افغان یون د سراسري ولسي خوځښت د لوړواکې شورا غړی) داسې وویل: پاکستان مستقیمآ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره ستر ګواښ دی، په تیرو څو لسیزو کې یې په ښکاره او پټه د افغان دولتونو د لړانده کولو او ړنګولو د خپلې خوښې د کمزوري دولت د رامنځ ته کیدلو لپاهر هڅې کړي.
ښاغلي مطفي زیاته کړه: پاکستان په نړۍ او په ځانګړي ډول په آسیا کې د ترهګرۍ د پالنې، روزنې او ملاتړ مرکزونه لري چې سیمې، نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان ته یې ستر ګواښونه پیښ کړي، د پاکستان ترهګر پوځ او بدنامه څارګړه اداره آی. ایس. آی د افغانستان د تباهۍ لپاره له نورو سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو څخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه پیسې او بسپنې تر لاسه کوي نو مونږ په نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د امریکا په متحدو ایالتنو غږ کوو چې د پاکستان له ملاتړ څخه لاس واخلي تر څو نړۍ په سوله کې ژوند وکړي.
د لاریون ګډونکونکو په خپل وار د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې او د پاکستان د ترهګر پوځ او څارګرې ادارې په وړاندې په خپلو غبرګونونو کې داسې وویل چې، مونږ به د خپلو وینو په بدل لوی افغانستان جوړوو او ساتنه به یې کوو، یو ګډونکونکي وویل د ډیورنډ د کورزې غاړې (په محکوم افغانستان کې) اوسیدونکي که لوی افغانستان نه غواړي لاړ دې شي پنجاب ته، مونږ خپله خاوره غواړو.
د ملګرو ملتونو له دفتر څخه وروسته لاریون کونکي د امریکا د سفارت پر لور وخوځیدل چې په لاره کې د پولیسو له لوري را وګرځول شول او سفارت ته یې له تګ څخه مخ نیوی وشو، له پولیسو سره له خبرو وروسته د لاریون کونکو په استازیتوب درې کسو، هر یو ایمل څړوال، عبدالقدیر مطفي او ژمن میرزکوال ته اجازه ورکړل شوه تر څو د امریکا تر سفارته ورشي او هلته خپل اعتراض ثبت او پریکړه لیک وسپاري.
لاریون کونکو له ځان سره لاندې شعارونه په لیکلي ډول لیږدول:

Justice for Afghans.
Pakistan is a Terrorism Sponsoring State.
Pakistan is Supporting Terrorism Since 1947.
Stop supporting Pakistan`s Terrorist Army and I.S.I
Pakistan The - Produce, Sponsor, Supporter and Exporter of Terrorism.
Pakistan A- Failed Country and mother of terrorism.
We Hate terrorism.
Declare Pakistan a Terrorist Country.