د ځوانانو مسؤلیتونه
18.10.2012 20:32نن ورځ چې له هر ځوان سره د یو څو خبرو وخت پیدا کړی، د زړه خواله ورسره وکړی نو لمړۍ خبره چې تری اوریدلای شی، لمړی توری یی چې له خولی را ووزي نو د نظام، مسؤلینو او سیاستوالو څخه به شکایت درته کوي، ډول، ډول ګیلی به کوي، دولت او لوړ پوړي چارواکي به په فساد، غلا او چور تورنوي، له ناخوالو به سر ټکوي او د هیواد او ولس د ډوبیدلو چیغی به وهي او پړه به یی په سیاستوالو او د هیواد په چارواکو ور اچوي.. خو د ژغورلو لار یی نه په ګوته کوي او نه یی په ګوته کول غواړي.
که په ځیر سره د افغان ځوانانو په ځانګړي توګه د پښتنو ځوانانو ټولینز او سیاسي ژوند ته پام وشي نو وبه کتل شي چې ډیر ځوانان له سیاست سره جوړ نه دي، یواځی همدومره غواړي چې ځان ته یوه ښه دنده پیدا کړي، د یوی عزتمندی او ښی کورنۍ له انجلۍ سره کوژده وکړي، پیسی وګټي، کور جوړ کړي، واده وکړي، د کور حویلي ښه ښایسته جوړه کړي او بیا له دفتر څخه تر راتلو وروسته د کور په هماغه چمن کې کښیني له خپلی میرمنی سره یوه پیاله شین چای وڅښي او د هیواد په سیاستوالو او چارواکو نیوکی وکړي، بډی خواره ورته ووايي او په سلو نورو نومونو یی یاد کړي او بس...
خو که له ښاغلي څخه وپوښتی چې وروره د هیواد او ولس د ژغورلو لپاره ولی د سیاست ډګر ته نه را دانګی؟ نو سمدستي به درته ووايي چې سیاست یانی دروغ، چل او فریب او د ولس سره خیانت او له نا مشروع لارو څخه په ګټه پورته کولو واک ته ځان رسول دي او سیاست یو مردار ډنډ ته ورته دی چې هر څومره تری لری وی نو په ګټه دی ده.
دومره جرأت نه لري چې د دی مردار ډنډ د پاکولو لپاره مټی را ونغاړي، پاک یی کړي او د هیواد او ولس د ژغورولو کار ته په ریښتیني ډول اوږه ورکړي.
زه خو وایم دا ډول خلک هیڅ حق نه لري چې په فاسدو او ناوړه چارواکو نیوکه وکړي، د همداسی خلکو له امله خو دا چورواکي په مونږ واکمن او حاکم دي، که په هغه وخت کې پوهو او وړ خلکو د سیاست ډګر ته رادانګلي وای، د دی فاسدو واکمنو سره یی مقابله کړی وای او د هیواد د ژغورلو هڅه یی کړی وای کیدای شي نن مونږ په دی برخلیک نه وای اخته.
دا ځوانان وايي مونږ ته شرایط نه دي برابر چې په سیاست کې برخه واخلو، دا وړتیا نه لرو چې په سیاست کې برخه واخلو او یا دا چې ولس په سیاستوالو باور نه کوي.
د دی ټولو خبرو څخه بیا هم یوه خبره جوتیږي چې مونږ له ځان سره مینه لرو، نه غواړو چې په ناوړه نوم یاد شو (حتی د هیواد د ژغورلو په قیمت هم دی ته نه یو تیار) د خپل موقف لپاره نه غواړو په سیاست کې برخه واخلو او نه غواړو چې د داسی خلکو په لیکه کې یاد شو چې په درواغو او خیانت تورن دي.
که دا ځوانان چې له سیاست سره نه دي جوړ، بد ورته وايي او د مرداریو ډنډ ورته وايي په دی پوه شي چې په سیاست او سیاسي فعالیت کې یی ګټه ده، نوم یی لوړیږي او ښه ژوند په کې جوړولای شي نو یوه شیبه به هم ورته ونه ګوري، اوس ځکه نه غواړي چې په سیاست کې برخه واخلي ځکه چې شرایط نه دي ورته برابر.
دوی دی ته پام نه کوي، که د میوند په جګړه کې پیغلی ملالۍ داسی انګیرلی وای چې زه یوه پیغله یم، په پښتني ټولنه کې تور سرو ته اجازه نشته چې له کوره ووزي، له نارینوو سره په یو صف کې د دریدلو او حتی په یوه دسترخوان د ډوډۍ خوړلو اجازه ورته نشته نو زه به له یو داسی ځواک سره چې په څو چنده له افغان غازیانو څخه په مدرنو وسلو سمبال دی د جګړی غږ پورته کړم؟ نو نن به د میوند د جګړی او د میوند د ډګر انځور داسی نه وای، اوس به د یو هیواد او یو غښتلي ولس تاریخ په بل ډول لیکل شوی وای او اوس به هم په میوند کې د افغان غازیانو د ماتی څلي ولاړ وای نه د بریا.
که یوه پیغله کولای شي په یوه چغه د یوه هیواد که په بل ډول ووایو د نړۍ تاریخ ته بدلون ورکړي او په خپله ګټه یی را وڅرخوي نو بیا اوسني ځوانان ولی دا جرأت نه شي کولای؟
ځواب یی بیا هم یواځی او یواځی همدا کیدای شي چې پیغلی ملالی د هیواد او ولس په اړه فکر کولو خو اوسني ځوانان یواځی د ځان او خپل موقف او عزت په اړه فکر کوي.
که اعلحضرت غازي امان الله خان دا ډول فکر کړی وای چې مونږ افغانان په تش لاس د نړۍ له یو زبر ځواک سره څنګه ډغری وهلای شو، څنګه له داسی چاسره د جګړی جرأت وکړو چې په امپراطورۍ کې یی لمر نه ډوبیږي او د نړۍ په هیڅ کونج کې یی څوک په مقابل کې د دریدلو او مبارزی جرأت نه کوي، نو اوس به مونږ د هیواد د استقلال د بیرته اخیستلو ۹۳ کلیزه نه لمانځلای.
که د روسانو په مقابل کې افغان ولس چوپه خوله پاته شوی وای او دایی ویلي وای چې مونږ څنګه په تش لاس د نړۍ له زبرځواک سره د جهاد پیټي ته اوږه ورکړو نو نن به شوروي اتحاد دړی وړی نه وای.
که د هند د آزادۍ اتل ګاندي داسی فکر کړی وای چې مونږ ته د مبارزی شرایط نه دي برابر، انګلریزان واک او ځواک لري نو مونږ به څنګه د یو داسی ځواک په مقابل کې را پورته کیږو چې ۲۵۰ کاله یی په هندوستان حکومت کړی او هندیان یی دومره ځپلي چې د انګلیس په وړاندی د دریدلو په اړه فکر لا نه شي کولای، نو هندیان به اوس آزاد نه وای بلکه اوس به یی هم د انګلیسانو تشنابونه پاکولای.
داسی نور هم ډیر زیات مثالونه شته چې یو څو کسه سره راټول شوي، نظام ته یی بدلون ورکړی، هیواد یی ژغورلی او ولس ته یی نجات ورکړی.
زه یو وار بیا وایم چې د هیواد او ولس د اوسنیو حالاتو، فساد، کړکیچونو او ناخوالو پړه د هغه چا په اوږو پرته ده چې په خپل وخت کې یی یواځی په سیاستوالو، نظام او سیاست نیوکی کړي، خپل ژوند یی له سیاست څخه لیری تیر کړی او په سیاست کې یی برخه نه ده اخیستی، تر څو له ستونزو سره مخ نه شي او هر څه یی نورو ته پریښي.
د سبا ورځی د ناخوالو، کړکیچونو او فساد پړه به زمونږ په اوږوو پرته وي، د سبا ورځی ځوانان دا حق لري چې په مونږ دا پړه را واچوي او دا ووايي چې مونږ خیانت کړی، مونږ له مسؤلیت څخه تیښته کړی او مونږ یواځی د دی لپاره چې ژوند مو آرام تیر شي له ستونزو سره مخ نه شو او په ټولنه کې په بد نوم یاد نه شو له سیاست څخه تیښته کړی.
که نن له خپلو وړتیاو ګټه وانخلو، که نن له خپلی انرژۍ څخه ګټه پورته نه کړو او لاس په کار نه شو نو بیا دا نیوکی هیڅ ګټه نه لري، مونږ بیا دا حق نه لرو چې په نورو نیوکه وکړو