د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ ټول ښه سړی د کار سړی

اتل احمدزی 29.01.2014 16:23

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتی روستی شپی ورځی وی. کابل بی رنګه، او سپیره وه، لکه د پیریانو ښار. د منی یخی او وچی سیلی د خدای په نوم د وران شوی ښار په ورانو کوڅو او کنډوالو کښی خاوری او دوړی باغی کړی وی. ورسره ځواک او برم د زمانی د خدایانو د غرور نشه هم یاغی او باغی کړی وه.د راډیو ګانو څپو د یوی بلی طوفانی سیلی د رارسیدو ویریونکی خبری هره شیبه د ښار د وږو او خوارځواکو اوسیدونکو سپیره غوږونه څک څک ساتلی ول. دا ځل هم د پیړیو او یا هم د زرګونو کلونو روایت نه وه مات. د زمانی خدای به بیا خپل برم او خدایی د افغان په خاوره ازمایی، ځکه چی دی خاوری بیا چښتن نه درلود او چا یی چی د ملکیت دعوی کوله هغه خو یا پردی ول او یا هم ددی خاوری ناخلفه زامن، او شان د حقیقت دادی چی پردی او ناخلفه زامن په مور زړه نه خوږوی. خبرونه ول چی د سترو ځواکونو جنګی بیړی د خلیج په لوری خوځیدلی دی، تر څو د عربو په اوبو کښی لنګر واچوی او د افغان بی چښتنه خاوری په وړاندی جګړه پیل کړی، او عربو هم ورته په پوره تجوید او حسن بیان سره ورته لبیک لبیک د دریا له موسیقی سره یو ځای زمزمه کوله. او دی خوا ته په هیواد کی بیا نو د تیاری زامنو د افغان په رګونو کښی یو ځل بیا هغه نشه ورپیچکاری کوله چی دا بی وزله او خوارځواکی وجود ته بیا کاذب ځواک او انرژی ورکړی تر څو د زمانی د خدایانو په وړاندی د ډغری وهلو لپاره خپلی سینی ودرزوی. افغان یو ځل بیا د ازل یو ستر مسؤلیت په خپلو کړوپو او د زمان په جبر ځپلو اوږ بار کړی وه، او هغه مسؤلیت د زمانی د خدایانو د جبر او ظلم څخه د ستر چښتن د نازولو ساتنه وه. افغان نیم ویده مخلوق ته بیا بیا په جوماتونو کښی د خپلو نیکونو د سنګ سره د سر وهلو کیسی په حماسی ډول زمزمه کیدی. افغان به هم د حماسو په دی اندوخړ کښی له پیړیو پیړیو نه خپل سربداله او ګنګس شوی سر را پورته کړ او وبه یی ښؤده چی دا سر به بیا په سنګ وهم. خو دا خوارکی له دی بی خبره وه چی دا سره نور د سنګ وهلو نه ده ځکه چی دا سر یوی نشی ډیر سخت خوسا او وروست کړی دی، او وروست شی نه په سنګ ماتیږی او نه هم سنګ ماتوی.
د کابل په مرکزی لیلی کښی هم دوه، دوه نیم زره سرونه د سنګ سره د جنګیدلو لپاره خوځیدل را خوځیدل. خو دوی ته لا یو راز نه وه ویل شوی، هغه راز چی د سترګو په رپ کی به هر محصل په پرمخ تللو او وژونکی وسلو سمبال کړی او ورسره به د زمان د فرعون د کروز او اتومی تکنالوژی درلودلو برلاسی په را روانه احتمالی جګړی کښی خنثی کړی. باالاخره هغه مبارکه ګړی راورسیدله چی د کابل پوهنتون د لیلی محصلین په اتومی او زروی وسلو سمبال شول. د جمعی ورځ وه، د کابل د پیریانو د ښار منظره د لاوډسپیکرونو په اوازونو لږ څه خوځنده معلومیده. محصلینو هم خپل د جمعی د ورځی غسلونه کړی ول، مصلی (جای نمازونه) په اوږه او د مرکزی لیلی مخی ته د کویټانو جومات په لور ورمات شول. نن به بیان په باب د جهاد او سرښندنی کیږی. نن به بیا حماسی، جذبی، او نشی د زمان او روزګار ځپلو وجودونو په وچو شؤو رګونو کښی ورپیچکاری کیږی تر څو د راروان سیلی په وړاندی سپر وګرځی . د خدای په کور کښی نن خطیب مولوی ارسلا رحمانی، د لوړو زده کړو وزارت د وخت معین، وه. د جهاد د فضلیت او فرضیبت په اړه ایتونو، حدیثونو، او عربی مقلو نه روسته خبره په روانو او عملی حالاتو کښی د جهاد په اړه پیل شوه. مولوی صیب وایی: ؛محصلینی وریڼی (محصلینو وروڼو) غم مه کوی، موږ به یو ځل بیا د زمان طاغوت په ګونډو کړو. پام چی د کریز او اټیم ( کروز او اتوم) نه یی په زړونو کښی خوف وانه چوی. ځکه چی خوف ګناه کبیره ده. موږ به یی د خدای په مرسته ماتؤو. تاسو پوهیږی چی تاسی په کومو وسلو سمبال یاست؟ ستاسی ږیری (ګیری) کریز او بی ۵۲ دو او ستاسی پټکی اټیم دو (دی). په دی سره جذبی او ولولی په جوش راغلی. تکبیرونه شول، ناری شوی،په پټکیو د ناز او برم سره لاسونه را تیر شول، او ورسره د لاندی نه پورته خواته د ګیرو خلالونه هم پیل شول. پی مخو هم په خپلو ښویو مخونو لاسونه تیر کړل. مولوی صیب هم په ډیر برم او ناز د خپلی توری لنګی ولونه نور هم ټینګ کړل او ورسره یی مخ د قبلی خواته واړاوه، د ښئ لاس پنځه ګوټی یی سره خلاصی کړی او ورو یی د غاړی له لوری پورته خواته خپله مبارکه سوربخنه توره ګیره دری څلور واری خلال کړه. د جمعه االمبارک لمونځ ادا شؤ. مولوی صیب لاړ او محصلین هم د لوړو احساساتو او ولولو سره خواره واره شول. د زمان فرعون بیا په ګنډو ښکاریده. هفته دوه نه وی تیری چی د کابل پوهنتون د مرکزی لیلیی ګرمی او سرګرمی دواړه سړی شوی. دوه، دوه نیم زره محصلین ټول تښتیدلی ول، څه چی شاته پاتی ول ول ول پټکی او لنګی او د لیلی زړی بستری او سپګنی شړی. دوه میاشتی روسته لیلیه بیا په ګرمیدو شوه، خو دا ځل محصلین بی وسلی ول، نه په کریز سمبال ول او نه هم په اټیم او یا ذ۵۲. خبره می د امنیتی تړون په اړه د کرزی د دریځ اړوند د افغانانو د احساساتو نه ډک پلوی او یا هم مخالفت په اړه را په یاد شوه. موږ هغه وکړی یو چی تل مو د ځواک او قدرت په خاوندانو پسی ناری، چکچکی، تکبیرونه، بلوی، او بغاری کړی ، خو په پای کښی بیا موږ په خپلو اوږو هیڅ د مسؤلیت بار نه پریږدو. د وخت د پړیکو او د زمان له روزګار نه روسته موږ بیا نو سپین سپیڅلی بازان شو، باانصافه او د خبر په غونډی ناست قاضیان را نه جوړ شی. په دی خاوره کښی چی ملامت دی هغه یا شاه شجاه ، یا هم عبدالرحمن خان، د سقاؤ بچی، تره کی، ببرک او کمونست، او یا هم ګلبدین، سیاف، عمر، مجاهد، طالب او کرزی دی. ځکه چی دا ټول (سوپر مین) دی او دوی دا هری نادودی په یواځی ځان کړی او کوی یی، او د دوی شاته موږ هیڅکله هم د پسونو په څیر نه وه روان او نه مو هم هیڅکه د کار د سړیو پښی له شانه نه دی وهلی. او دا ځکه چی موږ ډیر لوړ، ښه، او د کار سړی یو او موږ تر بل هر د ځان په ګټه ښه پوهیږو ځکه خو هم په خیټه ماړه یو، هم په تن پټ یو، او هم مو وطن د سیالانو سیال کړی