د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ته اخر به را پاڅیږی کله؟

اتل احمدزی 22.08.2013 21:52

ماشومان یی در ووژل، پانڅیدلئ!
د ځوانانو بی سره تنی درګرده در روانی دی، پانڅیدلئ!
دخپلو اولادونو د زبحی ویډیوګانی در باندی ګوری، بیا هم نه پاڅیږۍ!
د خپلو ځوانانو له جنازی نه یی منع کړی یی، خو ته لا هم نه پا څیږئ!
ښوؤنځی در سوځی او ته یی د کور د دربچی نه ننداره کوی، خو نه ورپاڅی!
اویا کلنه انا یی په ونه در وځړوله، بیا هم پانڅیدلئ!
سپین روبی یی د سړک په غاړه در وویشتل، لا هم ناست یی!
په هدیرو کی یی ښځی درووژلی، بیا هم ونه خوځیدۍ!
د سړک نه یی ښځی درنه برمته کړی، پانڅیدلئ!
په ماشومانو دی په سنګرونو کی تیری کیږی، خو ته لا هم نه پاڅیږئ!
خره یی در ځانمرګی کړل او خلاص یی کړی د کاروبار نه، ته لا په ځمکه پلن یی!
اخر...
په تا شوی څه دی؟
ته ولی نه پاڅیږئ؟
وایی چی ډیر ستړی او ستومانه یی!
پاڅیدلی نه شی!
نه...
دا نه ده چی ته نه پاڅیږئ!
ټه ډیر ښه پاڅیږی!
ټه ‎ډير په چټکی او په غبرګو پاڅیږئ!
خو نه د ځان لپاره!
د ځان نه ماورا د بل هر چا لپاره ډیر ښه پاڅیږی...
د بل هر چا په دښمنی کی تل ورغورځیدلی یی.
د بل هر چا د دښمنی لپاره ولاړ یی!
پخپله د فنا په کنده ولاړ...
خو ځان دی په غم کی د نورو پوره ورشریک کړی!
ته اصلا بی سده شوی یی
کوم شی ته ډیر سخت نشه کړی یی!
لکه افیون د ځان د درد احساس یی دروژلی!
ځان نه یی بیګانه کړی یی
تا نه یی د ځان واک اخستی
خپلواکی یی درنه پټه کړی!
نو تا ته زه د کومی خپلواکی مبارکی ووایم؟
هو!
د ځان نه د خپلواکی مبارکی درته ووایم!
مبارک دی شه د ځان نه خپلواکی!
مبارک دی شه د ځان له غم نه د بی غمی ویاړ!
او...
مبارک دی شه دا د فنا سفر!
هغه چا ډیر ښه ویلی...
«هغه څوګ چی هیڅ شی ته نشی ودریدلی هغه د هر څه لپاره پریوځی.»
او دا پریوتلی ته یی!
هیڅ شی ته نشی پاڅیدلی خو د هر څه لپاره پریوتلی يی!
ته نور هیڅ هم نه یی
بس...
د وګړو یوه بی سده، بی هوشه، بی خوده، او ویده کتله او ډیر
او ژر ده چی شناخت او وجود به دی لکه دسرو هندیانو او مایانو په څیر
یواځی د تاریخ په کتابونو کی ژوند وکړی
یوه هیره شوی کیسه او افسانه