د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ د کرکټ راتلونکی او ګواښونه

امين خاطر 09.12.2013 17:00

حتما يې تر آخره ولولی او خپل وړ نظر مو هم راسره شريک کړي
پرونۍ لوبه پاکستان وګټله! حال دا چې پاکستان بايد نه وای ګټلې او هغه ځکه چې پاکستان سمه ده چې د نړيوال کرکټ کونسل لخوا بشپړ عضويت لرونکی هيواد دی، خو ولې د پاکستان کرکټ پدې وروستيو کې تر بل بشپړ عضويت لرونکی هيواد څخه ډير خراب شوی دی چې تر ټولو عمده لامل يې په کرکټ بورډ کې د ښو، تکړه او د کرکټ په ټولو چارو پوهو کسانو نه شتون دی، او هر لوبغاړی يې (که هغه سينير دی او جونير دی) بيا هم په آزميښت کي دي چې له هر لوبغاړي سره يي پريشر لکه سيوری داسې ملګری دی، او مونږ د هغوی له دې کمزوري حالت څخه بايد په انتهايي زياتې هوښيارتيا سره کار اخيستی وای، ځکه خو مو کولای شول په ډير ښه توپير د پاکستان لوبډله له ماتې سره مخ کړو، خو خير د منجمنټ لخوا ددوی هوښياري او د پلان څرک هم په دې لوبه کې نه لګيده بيا هم لوبه همدغو څو تنو باتورو لوبغاړو په خپل خدای ورکړي پياوړتيا تر آخري آوره راورسوله چې د يادونې وړ ده چې د هغوی دغه ډول لوبه او تخنيک له څو کلونو راهيسي ورسره ملګری دی.
مونږ بې له کومه شکه په نړيوال کچه د آیرلنډ لوبډلې سره برابر ياستو او په دې ټول له يو او بل څخه ښه پوهيږي خو ولې کله خو ددې دواړو ملکونو تر منځ مقايسه هم وکړئ! او هغه داسې چې د آيرلنډ هيواد خو بار بار بشپړ عضويت لرونکو هيوادونو ته ماتې ورکړې ده لکه پاکستان، انګلستان، بنګله ديش..... نو ولې يې زمونږ لوبډله نشي ورکولای، دا مو کله هم جوته نکړه او نه مو سر پرې وګراوه چې مشکل چيرته دی، کومه برخه، څنګه او ولې او تر کومه....؟ بس په همدې يې بسنه کړې او مونږ هم  ورته خوشحاله يو چې سکاټلنډ مو مات کړ، نيپال مو مات کړ، کاناډا مو په ګونډو کړه، کينيا ته مو ماته ورکړه، نيپال مو راوغورځاوه، له دې، له هغه او له ده مو وګټلې.... آخر تر کومه به په همدې دايره کې څرخيږو او را څرخيږو، دا خو يو څرګند حقيقت دی چې همدغو لوبډلو ته خو مونږ دوه درې کلونه مخکې هم لا له دې هم پريکنده ماتې ورکړي دي.
په داسې غټ نوم او غټو خبرو بيا هم آیرلنډ او اماراتو ته ماته نشو ورکولای دا ځکه چې هغوی مونږ ډیر مطالعه کړي يو او زمونږ د لوبډلې پوره پوره ويډیو اناليسز کوي او له کلونو کلونو راهيسې زمونږ د کرکټ په همدغه يو حالت ښه دقيق پوه دي چې د ضعف نکتې مو ورته ښې سمې معلومې شوي، او بار بار مو وهي او همداسې دا حالت هم وانګيري چې که چيرته مو بشپړ عضويت لرونکو هيوادونو سره لوبې زياتي شي، نو بيا خو به هغوي هم زمونږ د لوبډلې د ضعف نکتې په بشپړه توګه تر مطالعې لاندې ونيسي چې بيا خبره څرګنده ده چې بيا به وايو چې هاغه يو وخت خو افغانستان د پاکستان په خلاف ښې لوبې کولې نو ولې اوس...........؟
خبره پاکه او سپينه ښه ده او همدا يې وخت دی چې لاندې نکتو ته هر څه ژر توجه وشي تر څو وکولای شو چې په نړيوال معيار برابره او سياله لوبډله ولرو:
اول: په ټوله معنی د بيټنګ روزونکی چې سرروزونکی هم وي، هر څه ژر  استخدامول، او هغه هم د انګلستان، هندوستان او يا هم آستراليا له هيواد څخه او هو که چيرته کبيرخان په کرکټ بورډ کې دومره زور لري چې لرې کول يې ناممکنه وي نو بيا خو هسې هم د ډیرو په خوله يې نيکونه د افغانستان دي نو يوه ښکلي کمپيوټري تذکره ورته جوړه کړئ، او په کرکټ بورډ کې يې له روزونکي هم په اوچته دنده وګمارئ. او پريږدی چې اتلان مو خپل هيواد په بريا وياړونه راوړي.
دويم: سرروزونکی بايد داسې يو څوک وي چې کم له کمه يې تر سلو زياتې نړيوالې لوبې کړي وي، او د بيټنګ له تخنيک څخه هم مخکې د لوبغاړو په سايکو کار وکړي، دا خبره څوک هم نشي منلاي چې شايد رانشي، ځکه چې نن سبا هر چا او د نړۍ په هر ګوټ کې د افغانستان ملي لوبډله په سياليو کې ليدلي ده او بيا خو يې د کرکټ د نړۍ مخکښان ددوی د لوبې حتی يو  بال هم نه قضا کوی او هر نړيوال روزونکي د خپلې لا ښې راتلونکې لپاره غواړي چې په هره بڼه خدای ورکړي استعدادونه له ځانه سره ملګري کړي ځکه خو دې نړيوالو روزونکو ته افغانستان تر ټولو بهترين چانس دی او په پوره زړه د افغانستان د کوچنګ لپاره چمتووالی لري ځکه خو نه بايد په دې اړه منفي فکر وکړو.
دريم: له لوبغاړو سره د افغانستان کرکټ بورډ بايد تر بل هر چا زيات باسليقه واوسي، بهترين چلند ورسره ولري  او په پوره درناوي د هغوي ټول حقوق په بيړني ډول ورکړي چې مثالونه يې خورا ډیر دي، لکه يوه ته کور ورکول کيږي بل ته نه ورکول کيږي، د نړۍ يو کرکټ بورډ د همدغو لوبغاړو د لاسته راوړنو مشخصه فيصدي برخه پيسې په خپلو لوبغاړو ويشي خو ولې دلته ترې انکار کيږي، يو ددې لپاره له لوبې کينول کيږي چې د خبرې جرات لري، بل ددې لپاره کينول کيږي چې سپينه خبره کوي او بل ددې لپاره کينول کيږي چې له نړيوالو کرکټرانو سره ښې اړيکي لري، او بل د ځان د ژغورنې لپاره قرباني کيږي.
څلورم: د افغانستان کرکټ بورډ بايد کورني کرکټ په چوکاټ کې پلټنه ډیره چټکه کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بيا په ځانګړې توګه په پاکستان کې په ميشتو مهاجرو کې لا چټک او تيزرفتاره بالران، او تکړه بيټسمينانو لپاره ټرايلونه جوړ کړي او په هغه ټرايل کې دې هيڅ افغان روزونکی هم کينوي خو ولې دا به بيا هم حياتي رول ولري چې  د يو څو ورځو لپاره دې يو انګريز د انتخابونې لپاره له ځانه سره کړي او هماغه دې ورته په ګوته کړي او بيا دې پرې نور کار هم وشي ځکه چې د انګريز په اړه دا مشهوره ده چي د کرکټ په تخنيکي چارو او د کرکټر پيژندنه کې د نړۍ د نورو کرکټي هيوادونو څخه مخکې دي.
پنځم: د کورني کرکټ لپاره منظم هر کال نوی نوی پروګرام جوړول او کال په کال يې په کوالټي کې توپير راوستل.
شپږم: د هيواد په دواړو ګراونډونو کې مختلف پيچونه جوړول تر څو مو لوبغاړي وکولای شي چې په هر  ډول پيچ کې په خپله وړتيا کار وکړای شي.
اووم: د تجارتي شرکتونو تر منځ ټورنمنټونه جوړول چې پکې به لوبغاړو ته له اوايلو څخه پیسې هم لاسته ورځي او بې کومه مشکله به په پوره  خوند،  ذوق او وخت خپل کرکټ کوي.
اتم: د مکتبونو او پوهنتونو تر منځ ښه او دوامداره ټورنمنټونه جوړول چې پکې نوي نوي لوبغاړي په ګوته شي او په خداي ورکړيو وړتياوو يې کار وشي چې نړيوال معمول دی او متاسفانه دلته نه مراعات کيږي.
نهم: د انتخابي کميټې لپار مشر يا چيف سيليکټر وټاکل شي تر څو د لوبغاړو د انتخاب او يا هم ډراپ کیدو په وخت ميډيا او ولس ته جواب ووايي او داسې به نه وي لکه چې پخپل د ملي لوبډلې يو لوبغاړی هم په دې نه پوهيږي چې ولې  او په څه ډراپ شوم، که چيرته اوس د پرفارمنس خبره وي نو بيا خو دوی پخپله پخپلې جوړې کړې پاليسۍ ګوته راکش کړې او هغه داسې چې په تير ټورنمنټ کې داسې لوبغاړي ډراپ کړي وو چې په روان کال کې يې په نړيوال شل آوريزه لوبو کې يې د افغانستان له لورې تر ټولو نورو زياتې منډې تر سره کړې (مطلب مې اصغرستانکزی دی) چې ددوی بيا وينا داسې شوه چې هغه شل آوريزه لوبو ته ډیر فټ ندی نه پوهيږم چې اوس به يې وينا څه وي ځکه چې پرون خو يې د نړۍ له دوهمې لوبډلې سره په شل آوريزه لوبه کې ولوباوه، او په پوره ډاډ وايم چې په راتلونکي نړيوال شل آوريز جام کې به هم لوبيږي.
ځکه خو د انتخابي کميټې مشر ضرورت دی چې کمه له کمه همدغه اصغرستانکزی دا پوښتلي وای چې آخر زه مو ولې ډراپ کړی وم  (چې ستره غلطي وه) او د هغه زور مو پرون وليد چې په دوو شاټونو يې د نړۍ دوهمې درجې لوبډلې ټول حاکم فشار ختم کړ.
لسم: د لوبې پر وخت بايد کرکټ بورډ له روزونکي څخه  د لوبې پلان وغواړي، او خبره ګونګه نکړي چې بيا هيڅوک هم نه پوهيږي چې پلانی ولې استعمال شو او پلانی ولې مخکې او پلانی ولې وروسته راغی، دا خبره که حل ونلري نو بيا د لوبډلې منجنمنټ ديکتاتوري کوي او د پوښتنې يې هم څوک نشته او په لوی لاس به په همدغه احمقو سیاستونو خپل وياړونه خراب او ختم کړو، کرکټر پدې پوهيږي چې که کوچ وغواړي نو هر قسم لوبغاړي خرابولای شي او خرابول يي ډیر اسانه دي چي که بيټمسين خرابوي نو د بيټنګ په ويکټه چانس مه ورکوه چې سکور وکړي او په نورو ټولو ويکټو یې ورمخکې کوه چې د بيټنګ مشکلې برخې يې ټول ولس وګوري چې په کريم صادق او بيا هم په اصغرستانکزی دا ډول عمليات تر ډیره تر سره شوي دي. چې ستره ناځواني ده.
يوولسم : د افغانستان کرکټ بورډ دې نور د ضدونو او يو طرفه منجمنټ څخه تیر شي او په خورا مينه دې د افغانستان د کرکټ مخکښ کسان چې د ځينو مشخصو او يا هم د نامشخصو دلايلو له امله له کرکټ څخه يو طرف ته شوي دي بيرته راوستل شي او په پوره يو لاس دې د کرکټ دغه ټولې نيمګړتياوې په شريکه حل او فصل کړي او نوره ددې مخه ډب نکړو چې ګران هيواد افغانستان مو د کرکټ له ميدانونو خپل ګران هيواد ته وياړونه راوړي.
مننه او کورودانۍ