د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسلامي امت ځوانانو ته!

امين خاطر 27.11.2009 08:04

بسم الله الرحمن الرحيم
داسلامي امت ځوانانو ته!
ليکوال: عمرو خالد ژباړه: امين خاطر



إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ سوره الرعد ايت ۱۱
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله نه بدلوي حالت د يوه هېڅ قوم چې (عافيت او نعمت دی) تر هغه پورې چې بدل کړي وي دوی هغه حالت په خپلو نفسونو (په بد حالت).
دعراق په اړه:
بغداد – يو ښکلی ښار د تګرس د سيند په غاړه، داسلامي نړۍ او اسلامي هيواد ټاټوبی، کوم ځای چې له هغې پتې څخه مسلمانانو په نړۍ باندې تر سلو کلونو زياته باداري کړې ده او کوم ځای چې اوس پکې طاغوتي پوځونه (ټول يو ځای) لګيا دي؛ غواړي چې محاصره يې کړي او ماته ورکړي.
بغداد – د کلتور پېژندپاڼه او دساينسي پرمختياوو مرکز؛ چېرته چې نصاراوو دمسلمانانو تر حکمرانۍ لاندې تر سلو کلونو زيات په بشپړ امنيت او سوله کې ژوند تېر کړی او ټولو حقوقو ته يې درناوی شوی.
بغداد – يو اسلامي مرکز چې په تېرو وختونو کې يې د تاتاريانو د يرغل، د هغوی مقدساتو ته د سپکاوي او د هغوی (يرغلګرو) لخوا يې د ښځو او ماشومانو د حلالولو خاطرې لا په زړه پاتې دي؛ دادی يو ځل بيا د ننۍ نړۍ د تاتاريانو لخوا تر يرغل لاندې راغلي، دهغه چا تر يرغل لاندې چې وايي: مونږ ددې لپاره راغلي يو چې د عراق خلکو ته سوله او نېکمرغي راوړو او هغوی د نږدې لسو کلونو له تاوتريخوالي او ځورونې څخه بچ کړو.
په حقيقت کې همدوی يواځيني خلک دي چې هلته يې ظلم، ستم، رسوايي، بې پته کېدل او رسوايي په سوغات کې راوړل. او په تېره بيا خپلو وحشي او تورو لښکرو ته دا اجازه وړکړې ده چې خلک مړه کړي او کورونه يې وران کړي.

اې داسلامي امت ځوانانو!
تاسو بايد پدې وپوهيږي چې داسلامي امت د اصل او وينې ساتل د کعبې تر ساتلو زيات ارزښت لري. په ګناهونو او تېروتنو بايد وځوروېږو او پدې دومره زښتو ګناهونو به څنګه دالله جل جلاله حضور ته دريږو!!! او پدې مو سوچ کړی دالله جل جلاله له لوري له بل مسلمان سره مرسته کول؛ يوه ډېره جدي او پرېکنده مسله ده چې خامخا به يې پوښتي او پر ځای کوونکي ته به يې په زړه پورې مکافات او نه پرځای کوونکي ته به يې دردناکه جزاوې ورکول کيږي.
اې داسلامي امت ځوانانو!
تاسو بايد پدې وپوهېږی چې الله جل جلاله به له مونږ سره ذره ذره حساب کوي او دا به راڅخه پوښتي چې اې مسلمانه! تا په دنيا کې خپل دين، اسلامي امت او خپلې ټولنې ته څه کړي دي.
ګرانه لوستونکيه!
مخکې لدې چې زه دا څرګنده کړم چې رښتيا هم مونږ خپلو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته په نړۍ او په ځانګړې توګه عراق کې څه کولای شو، بايد په ډاګه کړم چې د هغو تېرو سلو کلونو شاوخوا چې زمونږ اسلامي امت ځورېږي او له هرې خوا ژړيږي؛ لاملونه څه دي.
اساسي يې دادي:
• له الله جل جلاله څخه لېرې والی او اسماني قوانينو ته درنښت نه کول.
• د ساينس اوتکنالوجي په زده کړه کې بشپړ سستوالی.
• اسلامي اخلاق شاته غورځول او د رويې خرابوالی.
• ډېرو غلطو اصطلاحګانو پسې تلل او دهغوی څارل؛ بې لدې چې سوچ وکړو چې اسلام پکې څه وايي.
• داسلامي امت، وطن او اسلامي ټولنې له غوښتنو څخه خپلو شخصي غوښتنو ته ترجېح ورکول.
• له اسلام څخه غلط تعبير.
له نتيچې سره سم بايد ووايو چې زمونږ امت خپله پوهه، باخبري، هدفونه او هويت له لاسه ورکړي دي، چې دا په خرګند ډول زمونږ دښمنان دېته ته ترغيبوي چې مونږ ته په ټيټه سترګه وګوري او دا راته په ګوته کړي چې تاسې خو هسې پوچ او بې ګټې ياستی. اودا هسې بېهوده خيالونه دي چې اسلام يې درته ښايي.
څرنګه چې يوه ناروغي د انسان په ښکاره بدن کې بدلون راولي نو څرګنده ده چې اسلامي امت ته پېښ شوي دا دومره ناروغتياوې د امت پر بدن پرېکنده اغېزې لري او دښمنان به يې راته په سپکاوي په ډاګه کوي.
امکان لري چې ټولنيز انحراف تر ښکاره ناروغيو زيات اغېزناک او خطرناک وي او دا ځکه چې ټولنيز انحراف د هغې ټولنې د غړيو ذهنونو ته ټکان ورکوي او له کاره يې غورځوي او په هغوی کې بشپړه لټي را منځته کوي.
همدغه علت ده چې داسلامي امت مخلص خلک نارې وهي او دا پوښتي چې څنګه کولای شو لدې حالت څخه بهر ووځو؟... آيا د تونل په پای کې روښنايي شته؟!... آيا له بايللو وروسته کومه لارښوونه شته؟!... آيا دا حقيقت ده چې مونږ کولای شو له دغو نارواوو او تيارو څخه بهر ووځو او دا هر څه تبديل کړو؟!... نه....!!!.... مګر؛ بې لدې مقدس، سپېڅلي او ستر ټولنيز اصل څخه چې الله جل جلاله ورته اشاره کړې ده... هېڅ بدلون نشي راتلای او نه به دغو نارواوو او ظلمونو ته د پای ټکی کېږدو.
الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: بېشکه الله جل جلاله نه بدلوي حالت د يوه هېڅ قوم تر هغه پورې ې بدل کړي دوی هغه حالت په خپلو نفسونو. (۱۳:۱۱)
اې داسلامي امت ځوانانو!
دا اصل کومه خالي لوګو او يا هم تش سمبول ندی!!! بلکه دا يواسماني، مقدس او سپېڅلی اصل دی چې تر اړخه يې مونږ کولای شو له ګردو ستونزو او ربړو څخه چې مونږ يې زغمو د خلاصون لاره ومومو، اودا څرګندوي چې تر هغه پورې چې مونږ ځانونه سم نکړو، د خپلې ټولنې ستونزو ته هېڅکله هم ځواب نشو ورکولایاو نه هم ورته د پای ټکی اېښودای شو.
ګرانه لوستونکيه!
اوس څنګه کولای شو ې اسلامي امت او خپله اسلامي ټولنه له پېښو ربړو وژغورو؟!
نو بايد لاندې لس شيان عملي کړو:
1. بايد الله جل جلاله ته په بشپړه توګه رجوع وکړو.
2. دتنبلي او سستي پر ځای بايد د قرآنکريم او سنتو پيروي وکړو.
3. د بې نظمۍ او مردارۍ پر ځای بايد جدي واوسو اوشريفانه سلوک خپل کړو.
4. په ساينسي ډګر کې ځانونه پياوړي او نوښتونه وکړو.
5. بايد سوچ وکړو چې مونږ اسلامي امت پورې منسوب يو او غربي روايتونه شاته پرېږدو.
6. د خالي کارونو، وخت ضايع کولو، بې ارزښته او مبتذلو کارونو پر ځای ګټورو او مهمو کارونو ته لاس واچوو.
7. د منفي کارونو پر ځای مثبت کارونه تر سره کړو.
8. اسلام بايد په بشپړ ډول زده کړو او له اوامرو څخه يې اطاعت او له نواهيو څخه ډډه وکړو.
9. داسلامي امت او اسلامي ټولنې لخوا اړوند مسوليتونو ته د وړاندېتوب حق ورکول او له خودخواهۍ څخه ډډه کول.
10. د مايوسيو او ناهيليو پر ځای بايد امېد ولرو او هيله مند واوسو.
دغه پورته ټکي يواجې د ښو جذباتو لپاره ګټور ټکي ندي! بلکه دا د بدلون له اساساتو څخه دي چې تر اړخه يې مونږ کولای شو په ټولنه او ځان کې بشپړ بدلون راولو.
شايد هره ورځ تاسو دا پوښتنه وکړی چې څه بايد وکړو؟! پس همدغه بشپړ ځواب دی چې پورتني اس شيان په ځان عملي کړه او بيا د الله جل جلاله له لوري د بري او سوبې انتظار وکړه او وبه ګورې چې الله جل جلاله ب تاريخ ته بدلون ورکړي.
اسلام ستاسو په شان ځوانانو پيل کړی وو نو د پورته لسو ذکر شويو شيانو عملي کول خپله دنده وګڼی تر څو وکولای شی لدې امله اسلامي امت ته مثبت او اغېزناک کارونه تر سره کړی. او له اوسنيو کړاوونو او ربړو څخه يې وژغوری او دا ځکه چې تاسو به په بنسټيز ډول د بدلون اصول او اساسات خپل کړي وي.


د الله جل جلاله له لوري سوبه نږدې ده
الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: وعده کړې ده الله جل جلاله له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی دی له تاسې او کړي يې دي ښه عملونه، چې قسم دی خامخا الله جل جلاله دوی د حمکې خليفه ګان کړي لکه هغه نور کسان چې له دوی څخه مخکې تېر شوي دي.
الله جل جلاله په بل ځای کې فرمايي:
ژباړه: ليکلي دي الله جل جلاله چې مامخا به غلبه وکړم هرو مرو زه او رسولانو زما، بېشکه الله جل جلاله ډېر قوي دی، ښه غالب دی.
همدا راز الله جل جلاله په بل ځای کې داسې فرمايي:
ژباړه: بېشکه چې خامخا مدد کوو له رسولانو خپلو سره او مدد کوو هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی دی په ژوندانه کې په حجت او په ظفر او په انتقام له اعداوو ددوی او په هغې ورځ چې و به دريږي شاهدان (له ملايکو، انبياوو، مؤمنانو پر منکراتو باندې).
همدا راز حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي:
ژباړه: آخري ساعت به رانشي تر څو چې مسلمانان له يهودو سره جنګ ونکړي او بېشکه چې مسلمانان به يې وژني او يهود به ځانونه د تيږو او ونو شاته پټوي او همدغه تيږې او ونې به مسلمانانو ته غږ کوي چې: اې مسلمانه! اې د الله جل جلاله مزدوره او نوکره! زما شاته يهودي پټ دی؛ راشه او ويې وژنه.
همدا راز حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په بل حديث شريف کې فرمايي:
ژباړه: الله جل جلاله ماته زما دامت ډېرښت اوغټوالی راښودلی دی چې د حمکې له ختيځ او لويديځ څخه به چاپېره وي.
آيا تاسو دغه سپېڅلې او مقدسې اسماني وعدې او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم وړاندوينې ګوری؟
ايا الله جل جلاله مسلمانانو ته سوبه او بريا نه ورپه برخه کوي او هغه هم په داسې حال کې چې بشپړه عقيده ورته لری؟
بېشکه چې الله جل جلاله به سوبه ور په برخه کوي او دا ځکه چې د الله جل جلاله وعدې هېڅکله نه بدليږي او نه هم په وعدو کې پاتې راځي.
اې داسلامي امت ځوانانو!
ستاسو لومړنۍ جګړه کې بريا تر لاسه کړه نو بېشکه چې الله جل جلاله به ستاسو په لاسونو ستاسو امت ته برياوې ورپه برخه کوي. هېڅکله نااميده نشی او نه هم خپلې کړنې بې اثره او بې نتيچې وګڼی چې دا د بريا په وړاندې خنډ کېدلای شي او په همدې حالت کې به هغوی درخخه پوښتنه وکړي چې دا سوبه به کله راځ؟ نو ته ورته ووايه چې ډېر ژر. او همېشه په ياد ولره چې زمونږ داسلامي امت اوسنۍ تر ټولو ستره دنده د فلسطين د پاکې خاورې آزادول او له هغه څخه د غاصبو يهودو اېستل دي. (انشاء الله)

مونږ خپلو عراقي خويندو او وروڼو ته څه کولای شو؟
په عراق او فلسطين کې د خپلو خويندو او وروڼو لپاره دعاوې کول.
داسلامي امت له ګردو ستونزو څخه د نورو خبرول لکه د انترنت له لارې او داسې نور.
له ټولو امريکايي او انګريزي توليداتو سره پرېکون.
د عراق له خلکو سره مالي مرسته.
له ګردو ورځپاڼو، مجلو اوتکړه ليکوالانو سره په دې جوړېدل چې اسلامي روحيه ژوندۍ وساتي.
د حمله راوړونکو هيوادونو دسفارتونو په وړاندې احتجاج او اعتراض کول.
له ټولو هغو موادو چې اسلامي امت تنبل اموخته کوي او پکې اسلامي روحيه له منځه وړي، بشپړ پرېکون.
له ټولو عراقي خويندو او وروڼو سره چې مونږ يې پېژنو او که يې نه پېژنو، اړيکې نيول او دهغوي د ستونځو دحل لپاره هلې ځلې.

په پای کې يو ځل بيا وايم چې داسلامي امت د هر راز ستونزو او ربړو حل او ځواب تر ډېره د ځوانانو په لاس کې دی.