د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سرجان فالستاف کیسه ( داستان )

عنایت الله " رمز " 09.09.2013 13:21

د انګلستان له بچیانو څخه ، چې هر یوڅوک سل ځلي په اعدام محکوم شوی وي ، هغه به هرومرو (( سرجان فالستاف )) وي او بس . سرجان فالستاف یو پنډ او چاق ،سور پوستی او د خرمايي رنګه ویښتانو خاوند ، ډارن ، باټو ، په شرابو روږدی ، خېټه ور ( شکم دوسته ) سړی ؤ . شپې او ورځې به يې په میخانو ، د شرابو په پلورنځیو او د فساد نه په ډکو ځایونو کې تېرولې ، تل به يې نفسک واهه او خولې به يې تویولې ، د هغه لیونی ژوند به هیڅکله دده له بوډاتوب سره د پرتلې وړ نه ؤ . کله ،چې یې عمر تر شپېته کلونو ورسېد ، د سر او ږیرې ویښتان يې سپین شوي ؤ، نو ژوند يې له ځوانۍ نه لانور هم له کثافته ډک ؤ . پرته له خوراک او څښاک نه په دې نړۍ کې ورته نور څه ښه نه برېښېدل . دوستانو به يې په زغرده ویل ، چې دده ګېډه د یوې بېړۍ ګدام یا تحویلخانې په شان ده !
په شراب نوشۍ کې دده دا ډول کړه وړه ، نه یوازې دی يې د زنګنونو په درد او د پښو د ګوتو په ناروغۍ اخته کړی ؤ ، بلکې تن او څېره يې یوې داسې سترې خمرې ته ورته شوې وه ، چې سر تر پښو یو شان ښکارېده ! دوستانو يې په اړه په زړه پورې کیسې جوړې کړې وې ، کله چې به سره راټول شول د خبرو ، ټوکو او خندا اصلي موضوع به د (( فالستاف )) قد او څېره وه ، په ګډه به يې ویل ، چې ګېډه يې دومره لویه ده او کلونه کلونه په دې نه دی توانېدلی ، چې خپل زنګنونه وویني.
په داسې حال کې ، چې پخپله وخاندي ،نو ددې ادعا يې هم درلوده ، کله چې په ځوانۍ کې د ښاروالۍ مستخدم ؤ ، ملا يې دومره نرۍ وه لکه د یوې ګوتمۍ د حلقې په شان .
دا به هیڅکله ممکنه نه وه ، چې د غوښو دا ډېرۍ د خوب پر تخت ویده شي او یا بر آسپ سپور شي ، چې د خوب تخت دده د بدن د دغه ستر وزن له زوره مات نشي او یا دخوارکي څاروي د ملا دتیر هډوکي ټوټه نشي . په طاس بازي یا دطاس په لوبو کې يې لوی لاس درلود او کله چې به نشه ( مست ) نه ؤ په اونۍ کې به يې له اوه ځلو لوبې نه کولې ، داسې یو انسان ، که رښتیا ووایم داسې یوټیټ صفته څاروي ته ورته له دوکه کولو ډک ، چاپلوس ، غل ، لارې وهونکی او جیب وهونکی ؤ د طاس په لوبو کې به يې هم دوکه کوله ، په ګڼه ګونو لارو او کوڅو کې به يې کیسه بري او د خلکو جیبونه وهل ، په تملق او چاپلوسۍ کې يې ساری نه درلود او په ډار او وېره کې بې جوړې ؤ !
هره اونۍ به يې (( ننه اورسل )) په نامه زړې بوډۍ ته د کوژدې کولو د ژمنې وړاندیز کاوه ، دا ددې لپاره ، چې دغه بدمرغه میرمن وځوروي او د پیسو ډک جیب يې خالي او لوټ کړي او دغې بې وزلې مېرمنې ، چې به هرڅه ګټل د واده کولو په هیله به يې دې ته سپارل ، ځکه هغه نرمه او خوږه ژبه چې ده درلوده ، په دوکه کولو او چاپلوسۍ سره به يې نوموړې مېرمن بې لارې کوله او څه به يې ورڅخه لوټول .
په یوې خبرې ، ګېډې به يې د خوږې ژبې له برکته ژوند کاوه ، هرچا چې به په څپېړه واهه ، مخ يې ورته نه اړوه ، سره له دې چې یو ډارن سړی ؤ ، خو د عسکرۍ د زمانې د زړورتیا لاپې او شاپې به يې وهلې او ځان به يې د نوې دورې له زړورو کسانو څخه شمېره او له خپلې ډلې څخه يې یوازې له یوه سړي سره پېژنګلوﺉ درلوده او هغه هم ژول سزار ؤ ، چې په پخوانۍ زمانې پورې يې اړه درلوده ! سپین سترګي يې د څپېړو وهلو په وخت د ژړورتیا په حساب شمېرله.
(( سرجان )) د خپلې ناتراشه او ناکاره څېرې تنې له کبله د ډلې مشر ؤ ، په دې مانا ، چې څلور پنځه تنه کوڅه ډبي ( ولګرده ) اشخاص يې پرځان راټول کړي ؤ او له دې څخه نه جلاکېدونکي ؤ، دغه کوڅه ډبي په غلاوو او نامشروعو کارونو په ځانګړي توګه ، په رڼا شپو د جیب وهلو ، دڅوکۍ دارانو ( ساتونکو) د وهلو ډبولو د کسبګرو او سوداګرو د خلونو د خالي کولو او په پایله کې په روغني ډوډۍ ، کبانو کیک او کلچو دده د کېډې په ډکولو کې ورسره مرسته کوله . ځکه هغه کسان چې د (( سرجان )) په شاوخوا راټول شوي ؤ،داسې يې چې په هکله فکر کېده ، داړه ماران او ناسم کسان نه ؤ ، د بېلګې په توګه يو چې يې (( هال )) نومېده ، د څلورم هانري واقعي ځوی او د هغه د تاج اوتخت وارث ؤ ، چې وروسته بیا واکمنۍ ته ورسېد. باید په دې اعتراف وکړو ، چې (( هال )) وروسته په دې پوه شو چې د ځوانۍ د زمانې لیونتوب ته يو ځل بیا راوګرځي . په هماغه ورځو کې ، چې هال د سرجان په ډله کې کار کاوه ، تر ډېره حده يې خپل پنډ ( چاق ) ملګری او مشر تحقیراوه ، خو د هغه کثیفه کړه وړه ، دهغه ناوړه او بیشرمه شوخیانې او د هغه دوکه وهنه اوپه جیب وهلو کې ځانګړی مهارت ، غلا او نامشروعه کړه وړه که څه هم د شهزاده په اصل او نسب کې دده غرور او ځان غوښتنه راڅرګندوله ، خو په همدې ډول شهزاده سره له دې ، چې اصل او نسب يې اشرافي ؤ ،ددې وس نه درلود د هغه پر وړاندې ودرېږي. په دې وخت کې شهزاده د خپل سخاوت او خیرات ورکولو له مخې د ځان پر وړاندې د سرجان له تمسخراو نیش وهلو خوله ډب کړې وه او په دې توګه یې له ګېډې سره مینه او تنبلۍ ورځ تربلې زیاتېده .
د سرجان په خبره (( تدپوییتز )) د بشر له افرادو څخه یو ډېر جنایکاره سړی ؤ ، ورته يې د نړۍ جنایتکار لقب ورکړی ؤ، هغو شریفو لارویانو ته د (( ودرېږه )) د فرمان واک ، چې غوښتل به يې لوڅ او لوټ کړي ده به صادرول. هغه د خپلې اصیلې کورنۍ کوچنی زوی ؤ او هغه قوي احساس چې يې درلود ،ځان يې له نورو څخه وړاندې شهزاده ته نږدې کړی ؤ او ((سرجان ))ته يې چې کومې مسخرې او ډمګرۍ کولې ، د ډلې ټول افراد به يې خندول او تر ټول دمخه به يې شهزاده ته خوښي وربښله.
ددې ډلې یوبل کس هغه ځوان ؤ ، چې (( باردولف )) نومېده نوموړی د (( سرجان )) نوکر او چاکر ؤ ، یو خوشحاله سرتېری ؤ ، چې بیزو ته يې ورته والی درلود، سره او ګړنګنه پوزه يې د (( مالوازي )) شرابو په څکلو کې هغه د دوزخیانو په لومړۍ کتار کې درولی ؤ! د دوزخیانو ځانګړې نښه لا دمخه پرې څرګنده وه . (( پیستون )) او(( تیبو)) دوه مشهور او وتلي غله ؤ ، چې دقمار پر وخت ، په تقلب ( دوکه وهلو )) کې لوی لاس درلود او په همدې دواړو او نیمچه لیوني هلک په ګډون چې یو اوبل ته يې لاسونه سره ورکړي ؤ ، چې ګمان کېده ددې ښوونځي له ډېرو مشهورو او وتلو جیب وهونکو او شرابیانو څخه دي ،د ډلي بشپړېدل.
یوه ورځ سهار وختي (( سرجان فالستاف )) او د ډلې غړي يې د (( ګادشیل )) په سیمه کې د (( دکنټ )) د سړک پر غاړې ، په کمین کې ناست او د شوکمارۍ لپاره يې تیاری نیولی ؤ ، خبر تر لاسه کړ ، چې یوه ډله مسافر د ډېر مال او بار سره سهار وختی د (( روچستر )) له میلمستون څخه د لندن په لوري په لاره کې دي .
(( سرجان )) به تل د شوکمارۍ او لارې وهلو لپاره یوه طرحه جوړوله ، هغه کاروان ، چې نن د لندن په لوري روان ؤ عبارت له دوه بګیو څخه ؤ ، یوه بګۍ يې د فیل مرغانو له غوښو څخه د ډکو ټوکریو او بله بګۍ يې د خوک له غوښو او له زنجبیل څخه د ډکو ټوکریو لرونکې وې ، چې د لوټ او تالان لپاره وړ توکي بکې ځای پرځای شوي ؤ. دغو دوو بګیو د مسافروړنکو د لویی بګۍ نه مخکې او شاته پر لاره دخپل هدف په لوري حرکت کاوه .
نوموړې لوېې بګۍ کې درې سوه شمسه سره زر (( طلا )) وړل کېده ، چې یو تن پولیس یا ساتونکی د لویو سفري بکسونو سره ، چې د سره زرو او سپینو زرو ډکې کڅوړې ، چې سلطنتي خزانې پورې يې اړه درلوده ډک ؤ.
لارو وهونکو خپل کارونه په مسخره بازیو پیل کړل . بویینز ته دنده وسپارل شوه ، چې د ډلې د مشر آس دې په یوه ځای پټ کړي او (( فالستاف )) دې ته اړ ؤ ، چې په پلي توګه د پیسو لویه کڅوړه ولېږدوي ، خو کله چې يې دغه کڅوړه پر اوږو واړوله ، له سا ایستلو پاتې شو او چیغه يې کړه :
- لعنت دې وي پرما ، چې له دې وروسته به هیڅکله له دې بیشرفه غله سره غلا ته ورنه شم.
دوه ویشت کاله کېږي ، چې هره ورځ او هره ګړۍ پرځان لعنت وایم ، چې د دغه بیشرف ملګرتیا څخه سترګې پټې کړم ، خو داسې برېښی چې سحر او جادو شوی یم او نشم کولای ، چې ورڅخه لاس واخلم ، که څه هم له غاړې په دار و ځړول شم ، ددې امکان نشته ، چې له خپلې عقیدې تېر شم ، چې دغه جنایت کار پر دغو مرداریو اخته کړی یم . په دې باور لرم ، چې د مینې او محبت درمل يې را باندې خوړلي او زه يې دې ته اړ کړی یم ، چې دوستي ور سره ولرم .
اوه باردولف ، اوه بویینز ، غوږ ونیسی ! د ډېرو رذیلو افرادو څخه به واوسم او د شخوند لپاره به یو غاښ په خوله کې ونلرم ، که درواغ ووایم ، چې شپږ ګامه پلی تګ راته د شپېته میلو د لارې معادل دي :
په همدې وخت کې کله چې کاروان راورسید او لارو وهونکو پر خپلو څېرو نقاب را وځړوه ، شهزاده او (( پوییز )) اعلام وکړ ، چې د کمین نیولو لپاره دهمدې سیمې لاندېنۍ برخې ته ځي ، سرجان ترې وپوښتل :
- څو تنه دي ؟
- د اته وو او لسو تنو په شاو خوا کې .
- پر شیطان دې لعنت وي ، په دې توګه دا به ښه نه وي ، چې هغوﺉ موږ لوټ کړي؟
مسافرین ، چې د غونډۍ لمنې ته رسېدلي ؤ، د خپلو اعصابو د تازه کولو او د خوب د لیرې کولو په موخه پلي شول ، د بګۍ چلوونکي له فرصت څخه ګټه پورته کړه او خپله هم پلی شو او د آسونو قیضه يې ونیوله ترڅو له مسافرینو پرته په راحتي سره پر غونډۍ پورته شي او پرآسانو فشار رانشي : د ډلې سړي پر هغوﺉ ټوپ وکړ ، (( سرجان )) له ټولو نه مخکې غالمغال او چیغې وهلې ، خو له نورو نه يې ډېر لږ کار او فعالیت کاوه : چیغې يې وهلې :
وويې وهي ، ويې تړﺉ ، ددې بیشرفانو غاړې پرې کړﺉ ، او بیشرفانو ، او لعنتي رانبون خورانو، هلکانو! دغه بیشرفان موږ تیټ صفته بولي ، پرمځکه يې ووهي او پوټکی تر وباسی ، او پیسه لرونکو ، اوپنډو او چاغو بډایانو ، او خسیسو بوډاګانو ، زړه مې غوښتل ، چې ستاسو ټول شته اوپانګه باید دلته وای .
بدمرغه لوټ او تلان شوي مسافرین له مځکې سره سریښت شوي ؤ او (( فالستاف)) پر خپلې دندې یعنې د لوټ شویو مالونو پرویش بوخت شو! خو په هماغو شیبو کې چې (( فالستاف )) د (( پوییز )) او شهزاده په اړه په خبرو بوخت ؤ او هغوﺉ يې بې زړه او ډارن نومول او ویل يې ، په ټټر کې يې د مرغاوﺉ زړه دی ، چې ناببره د شا له خوا نه د (( فالستاف)) پرمخ سړې اوبه وشیندل شوې . له ډاره د (( فالستاف )) ژبه ګونګۍ شوه او د مځکې پرمخ برېوت ، پرته له دې ، چې نوي برید کوونکي وپېژني او د کومو کسانو له خوا تربرید لاندې راغلی ، خولې پرې ماتې ، ساه يې بنده بنده او مرګ ته نږدې ؤ . نوي برید کوونکي (( پوییز )) او شهزاده ؤ او دوﺉ پرته له دې ، چې د ډلې د ځواک فکر له ځانه سره ولري ، له هغوﺉ نه جلا اودهمدې سیمې بلې برخې ته تللي ؤ او اوس د لوټمارانو د شړلو او خواره واره کولو لپاره بېرته راګرځېدلي ؤ . په داسې حال کې ، چې د لارې وهونکو او لوټماران پر ډار او وېرې ، چې هله غله دي ، هله غله دي کټ کټ خندل ، کاروان يې د دوﺉ له لوټ اوتالان څخه وژغوره ، پرته له دې ، چې (( سرجان )) د پېښې پر حقیقت پوه شي او هغه څه ، چې (( سرجان )) غلا کړي ؤ زرو سکو ته رسېدل بېرته يې ترې نه واخیستل ، هغه لومړني سړي ، چې په (( ایست شیپ )) کې (( سانګلیه )) میخانې ته په خندا او خوښۍ سره ورسېدل پوییز او شهزاده ؤ، په داسې وخت کې ، چې په خوښۍ او خنداسره دشرابو په څکلو بوخت ؤ ، فالستاف په مرمۍ ویشتلي خوک په شان په غړمبا او چیغو میخانې ته ورننوت :
- لعنت دې وي پر هغه چا ، چې ډارن وي ، او ګارسون ، یو ګیلاس اسپانوي شراب راته راوړه . که چېرې د ښځو په شان ستن اوتار او یا د اوبدلو سیخ په لاس واخلم او جرابې ووبم ، هغه یو له بل سره و ګنډم او بیا تلی ورته واچوم ، سل ځلي له دې ژوند نه ، چې زه يې لرم ښه والی لري ، لعنت دې وي پر هغه چا ، چې ډارن وي . آیا فضیلت او تقوا له دې نړۍ نه خپله لمن ټوله کړې ده او داسې نور څه شتون نلري ؟ په انګلستان کې کوم باشرفه سړی شته ،چې اعدام ته نه وي برابر شوی او له دغو درېوو تنو څخه يې یو چاغ ( پنډ ) سړی دی ، چې بوډاتوب ته نږدې دی ، انشاءالله خدای پرما ورحمېږي ، بیا هم وایم ،چې لعنت دې وي پر هغه چا ، چې ډارن وي.
شهزاده هانري وویل:
- او د ګنده شوې ګېډې خمرې ، څه چټیات وایې .
فالستاف خپلو خبرو ته دوام ورکړ :
- د غه انډیوال ،مثلاْ شهزاده دی ؟ که د لرګیو په یوې توري مې ته د خپل هېواد له دې سیمې ونه شړلې د خپل پلار له نطفې نه به نه یم زېږېدلی ، که چېرې مې ستا د سترګو پر وړاندې ستا ټول رعیت ، د وحشي غازانو په شان پر لیکه ونه درول ، دې ته حاضر یم ، چې د خپل سر وېښتان وچ وخرېیم او پرځای یې سرخاب وموښم!... آیا ته ډارن نه يې ؟ ځواب راکړه ، ته او هغه ماشوم بوییز ، هلته ستا ترڅنګ ولاړ دی ډارن نه یاست؟
هال وویل :
- او خیکي خمرې . که چېرې یوځل بیا راته ډارن ووایې ، ګېډه دې څیروم :
- زه تاته ډارن ووایم ؟ مخکې له دې نه چې تاته ډارن ووایم ، ته د قبر غاړې ته نږدې شوی يې... خو دې ته حاضر شوی وم ، چې زر اشرفۍ تاته درکړم ، چې ستا په شان
له منډې وهلو سره آشنا وم : آفرین دې وي ستاسو پرحال ، چې کولای شی ښې منډې ووهی ، هوارې او ښې اوږې لرﺉ او په همدې دلیل دخپلې شا دڅرګندولو نه کومه وېره او ډار په زړه کې نلرﺉ ، د هغه چا په اړه خبرې وکړﺉ ، چې مخامخ یو اوبل ته ګوري .
هال پوښتنه وکړه :
- کومه موضوع ده ؟ د څه په اړه خبرې کوﺉ ؟
- دڅه په اړه خبرې کوﺉ ؟ په دې اړه ، چې موږ څلورو تنو نن سهار زر اشرفۍ وګټلې .
- جان دغه زر اشرفۍ چرې دي؟
- زر اشرفۍ چېرې دي ؟ بېرته يېواخیستلې ، هغه يې بېرته واخیستې ، د سلو بیشرفو ر‌ذیلانو په واسطه ، چې پر موږ رانازل شول ، بېرته يې واخیستې .
- څرنګه سل تنه ؟
سرجان خپلو خبرو ته دوام ورکړ :
- زه به بې شرفه یم ، چې درواغ ووایم ، په یواځې ځان مې دوه ساعته ، د ساعت له مخې د دوو تنو انسانانو سره ، جګړه او دتورې وهلو مبارزه وکړه ، زما تېښته او شاته تګ یوه معجزه وه ، پرجامو مې د تورې اته ګوزارونه وشول ، پنځه ګوزاره مې د پتلون پر لاندې برخې ولګېدل . ډال مې ټول سوری سوری شو ، تورې مې ، چې ویښته به يې پرې کاوه اوس ترې اره جوړه شوې ده ؛ تورې ته مې وګوره ، چې د ارې په شان شوې ده ، پر هغه چا دې طاعون ولګېږي ، چې ډارن وي!
- څرنګه ؟ تاسو له دومره انسانانو نه ماتې وخوړه ؟
- دومره انسانان ؟ نه پوهېږم ، چې مقصد له دومره سړیو نه څه دی ؟ که ما له پنځوسو تنو نه ماتې وخوړه ، دوه پیسې ارزښت نه لرم ! که چېرې پنځوس دوه یا درې تنه هم پر بوډا او بې وزلي (( جان )) راپرېوزي ، خپل نوم به وګرځوم ،
- خدای دې وکړي ، چې تا له هغوﺉ څخه یوتن هم نه وي وژلی .
- اوه ، نور دې د دعا وخت پای ته رسېدلی ، ډېر زیات وخت تېر شوی د دوو عاړې مې ماتې کړې !
کله يې ، چې پرما برید وکړ ، زه يې پروړاندې نیغ ودرېدم او ځانته مې پام ؤ او د تورې څوکه مې همداشان ، چې ونې يې مخامخ ورته نیولې وه . څلورو رذیلانو او بې شرفانو راباندې برید وکړ...
- څرنګه څلورو تنو ؟ تاخو همدا اوس وویل ، چې دوه تنه ؤ.
- نه هال ، تاته مې وویل څلور تنه .
له ډېرې خندا څخه د بوییز کولمې شنې واوښتې او زیاته يې کړه:
- هو، هو ما هم واورېدل ، چې څلور تنه ؤ.
- دغه څلور تنه سیده مخامخ راغلل او څلورو واړو یو په بل پسې راباندې برید وکړ ، اصلاْ ما په زړه کې وېرې او ډار ته ځای ورنه کړ ، وینې ، چې په ډال کې مې د اوه تورو د څوکو نښې له ورایه څرګندې دي ، دا د هغوﺉ د تورو د څوکو نښې دي .
- اووه ؟ تاخو همدا اوس وویل ، چې څلور تنه ؤ، هرو مرو له څلورو ټورو څخه يې زیاتې په لاس نه درلودې !
ما وویل اووه تنه ، نه څلور تنه ، زه به بیشرفه یم ، چې درواغ ووایم ! دغه نه تنه ، چې مې ویل هغه وخت ...
شهزاده د ژبې لاندې وویل: همدا اوس يې دوه تنه نور هم پرې ورزیات کړل .
- ... هغوﺉ په شاتګ پیل وکړ ، خو زه ورپسې شوم او د برېښنا په چټکتیا مې د هغوﺉ اووه تنه پرمځکه څملول ، څرنګه ، چې شیطان په هرډول کارونو کې لاسوهنه کوي ، د هغوﺉ نور درې تنه رذیلان او بې شرفه ، چې پاتې شوي ؤ راغلل ترڅو د شا له خوا نه ما ونیسي ، شنې جامې يې په تن وې ، څلورو واړو پر ما برید وکړ ، هوا تیاره وه ، هال هوا دومره تیاره وه ، چې نه دې شو کولای خپل لاس ووینې ! خو هال چې له بټۍ راوتی ؤ د توپ په شان وچاودېده او چیغه يې کړه:
دا ډول درواغ ،منډې رامنډې او څیرول ستا په نظر ډېر عالي کار دی ؟ نارینه د خیکي غوښو خمره ( کټوی ) . دا څرنګه تیاره هواء وه ، چې تا په کې د جامو شین رنګ وپېژاند؟ ، ستا په خبره هواء دومره تیاره وه ، چې تا نشو کولای خپل لاسونه ووینی ، نو له کومه ځایه پوه شوې ، چې شنې جامې يې اغوستې وې ؟راځه !زه نه غواړم له دې زیات له یوې ګناه نه بلې ګناه ته واوړې ، له درواغو پسې درواغ ووایې، اوه د غوښې ګرځنده کټوې ، دا دوه تنه چې ...
- زه دوزخ ته لاړ شه ، له ناکاره او رټل شوې څیرې سره . د غوايي کومه وچه ژبه ، چې لری . ځه مسخره ، نور راکې ددې ځواک نشته ، چې ستا ورته ورته والی وشمېرم . ځه بې ریخته عنتره .
هال وویل :
- لږ څه نفس وکاږه او ځان یوه دقیقه هوسا کړه ، ماته وخت راکړه ، دوه دقیقې خبرې وکړم: (( پوییز )) او ما تاسو دوه تنه مې څلور تن ولېدﺉ ، چې پر څلورو مسافرو مو برید کړی ؤ او د مالونو په لوټولو يې بوخت وﺉ ، موږ دوه نفره هم له تاسو سره وګډ شولو او هرڅه ، چې مو لوټ کړي ؤ هغه مو ستاسو له لاسون نه واخیستل ، اوس دېته حاضر یو هغه څه چې مو ستاسو نه اخیستي ؤ تاسو ته وښیو او ته (( فالستاف )) له یوه بل تن سره مو ډېرزوېرګی او نالښت کاوه او چیغه موپورته وه مننه !
وګوره څومره بدمرغۍ ، چې دې تورې ته ورکړې ده ډېره مضري يې کړې ، دا ددې لپاره ، چې موږ ته داسې څرګنده کړې ، چې د جنګ جګړې او وهلو او ډبولو په وخت کې دې توره له داسې بدمرغۍ سره مخامخ شوې ده ، اوس راته ووایه ، چې تا په څه ډول وکولای شول له دې جګړې نه ځان وژغورې ؟
مګر (( فالستاف )) انسان نه ؤ ، چې په دې خبرو وغولېږي او زیاته يې کړه :
- کله ، چې تاسو پرما برید وکړ، له هماغه لومړۍ ښیبې نه مې تاسې دواړه وپېژندلۍ: ایا دا ماته لازمه وه ، چې شهزاده مې وژلی وای ؟ تاسو په خپله ښه پوهېږﺉ ، چې زه یو زړور شجاع انسان یم او له هرکول نه هیڅ ډول کمی نلرم ، خو عقل اوشعور ښه شی دی ، عقل اوشعور ماته ددې حکم کاوه ، چې د شهزاده پر وړاندې ونه درېږم او همدا عقل او شعور دی ، چې ما ډارن او بې زړه ښیي او تر هغه وخته ، چې ژوندی یم – د ځان او ستاسو پروړاندې به زما عقیده او باور همداشان وي ، خو هلکانو یو ټکی مه هېروﺉ ، کله چې راته څرګنده شوه ، چې تاسو د پیسو خاوند کېږﺉ ډېر هوسا شوم ، همدا اوس هم دهوساینې ساه کاږم هله ، سور وسات ( ډهل او سرنی ) وغږوﺉ، ای قهوه چي ، دروازې او کړکۍ وتړه ، نن شپه به دلته کیف وکړو ، باید تفریح وکړو ، آیا دابه ښه نه وي ، یو مسخره او داسې خوشې چټي ننداره ونه ښیوترڅو ټول سرګرمه شو؟
شهزاده په ډېرې خوشحالۍ وویل:
ددې نندارې موضوع به هم ډار او بې زړه توب وي .
فالستف و چې د ځواب ویلو نه ؤ زیاته يې کړه :
- هال ، که چېرې زه درباندې ګران یم او له ماسره دوستي لرې ، نور په دې اړه څه مه وایه .
سرجان فالستاف په جګړه کې
هغه وخت ، چې شهزاده هانوی د انګلستان د پوځ قواماندان وټاکل شو ، د شورشي قواو د مشر (( پرسي کنټ نوتمبرلند)) او د دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته ، سرجان هم باید په دې جګړې کې برخه اخیستې وای ، ځکه شهزاده ددې هیله درلوده ، چې نوموړي ته په سپرو ( سوار نظام ) ځواکونو کې دنده وسپاري .
(( سرجان )) د آس له ځغاستې سره مینه درلوده ، غلا او لوټمارۍ يې ښه ګڼله ، له مجبوریته تسلیم شو اوپه سپرو ځواکونو کې شامل شو.
په پایله کې په دې وتوانید ، چې د غلا او لوټمارۍ د جبرانولو لاره پیدا کړي .
په پوځ کې د نوموړي دنده ، دجلبیانو د چارو مشرۍ وه او دې دندې ښه عاید هم درلود. ددې پېښې تعریف به ، په ځانګړې توګه ، کله چې ده یو ګیلاس اسپانوي شراب وڅکل وارو ، چې ډېر په زړه پورې دي .
- څرنګه ، چې زما سرتېرو ، زه نه خجالتولم او حق او حساب يې نه راکوه ، نو زه د یوه وچ کب (ماهي )غوړیوته ورته وم ، د پوځ پر سر مې کلاه ایښوده ، پدې معنی ، چې د یو سلوپنځوس سرتېرو د تبدیلولو له درکه مې څه باندې درې سوه اشرفۍ ترلاسه کولې ، نوځکه مې یوازې د لویانو بډایانو او د ملکیت د خاوندانو پرزامنو فشارونه راوړل ، د بېلګې په توګه د هغوﺉ په منځ کې د هغه چا پسې به ګرځېدم ، چې نوي شامل شوي ؤ او دا ډول افراد به مې ورڅخه جلاکول ، وروسته به مې دغه کسان پوځ ته د خدمت لپاره رابلل . د یو څرګند حقیقت ؤ ، چې دوﺉ به په دې لټه کې ؤ ، چې ځان داسې په اثبات ورسوي ،ترڅو په پوځ کې له دندې څخه خلاصون ومومي اوما دا ډول کسان ښه لوشل ، یعنې هرڅه مې ورڅخه لوټول . راڅخه به پوښتنه کېده ، چې ته دا ډول اشخاص او افراد له کوم ځای نه پیدا کوې؟
د دوﺉ لست او شهرت به په کلیسا کې ځوړندېده ، او دهغو کسانو نومونه به ، چې په راتلونکې میاشت کې يې د واده نوبت ؤ دهغه نوم به په نښه کېده . دا ډول اشخاص دې ته حاضر ؤ ، چې د شیطان څېره وویني ، خو نه د جلب او احضار د مامور او د سرتېرو د خونې ( قاغوش ) د دهل غږ يې هیڅکله ترغوږونو نه شي، یا به مې د پنبې اوکوچو خاوندان ترفشار لاندې نیول ددا ډول کسانو په ګوګل کې د زړه پر ځای د سنجاق یوه څوکه ځای پر ځای شوې ده. له ډاره ، چې ورته هرڅه ووایم او یا وغواړم مني يې . دغه کسان خدمت ته حاضرېدل . دغه کسان خدمت ته حاضریدل ،خو تل به نه ؤ ، همداشان ، څودلګیه ، بلوکه او ټولیه يې د څو جوړو شلېدلو بوټانو سره ، د هماغې څېرې په شان د (( لازار )) نه ، کله چې سپیان د ټپونو په څټلو بوخت دي موږ ته ښیي . او په پای کې یوه ډله بدمرغه افراد ، چې هیڅ وخت يې خدمت نه دی کړی او یا خو معلول دي او د خدمت کولو وړتیا يې نه درلوده او نور شمېر لکه ماجراغوښتونکي ، صغیره ماشومان ، عرق پلورونکي اود ابوابجمعي ماتې خوړونکي کوربه تیا هغه څوک ؤ ، چې زما تر بیرغ لاندې يې خدم کاوه .
یوه ورځ مې یو مسخره ( دلقک ) په لاره ولید ،چې زما ابوابجمعي سرتېرو په اړه يې ویل: هرڅومره مې چې د مملوجین تر تخرګ لاندې لرګي لوټ کړل او ټول قبرونه مې واړول را واړول ، ستا د افرادو په شان مې د هغوﺉ په منځ کې د وحشتناکو څېرو لرونکي تر سترګو نه شول ، دغه نر خره ، واز واز پرلاره ځي ، داسې برېښی ، چې ځنځیر يې په پښو تړلي دي ، د هغوي مې ډېر له زندان څخه ایستلي او زما په ځان کې یوازې یو کمیس ؤ ، د کمیس نیمايي برخه مې له دوو دستمالونو نه ګنډلې وه او د کمیس پرځای مې پر دواړو اوږو اچولی ؤ ، خو لستوڼي یې نه درلودل او دا هغه بشپړ کمیس ؤ ، چې په (( سنټ آلبان )) کې مې د خپل تم کېدو په وخت کې د خپل هغه کوربه نه ، چې (( دنتري )) نومېده ، سره پوزه يې لرله او د یوې میخانې خاوند ؤ او کله ، چې د قضا یوه چارواکي ورته څرګندوله ، چې ، څلور تنه ټګماران او کوڅه ډبي يې ساتلي او دوه تنه حسابي او ځواکمن انسانان يې خوشې کړي دي ( البته دا څرګنده خبره ده ، چې دغو دوو تنونه هر یوه د خپل ځان د خلاصون لپاره د خپلې تنخواه شپېته شلینګه هغه ته ورکړي ؤ ) په لوړ آواز ویل :
- اوس تاسو غواړۍ ، چې ما ته د انسان پېژندنې درس راکړۍ ؟ خوزه د افرادود ټاکلو پر وخت د اندام ، بدن ، غړو او عضلاتو ، چاقوالي او د ټټر د پرخوالي او دګېډې د پنډوالي او داسې نورو مسایلو په لټه کې یم ؟ خبرې وکړه او هرڅه دې ، چې په زړه کې دي را وکاږه ، د بېلګې په ډول هغه قوزي ته پام وکړه ، څومره شیطاني خېره لري . خو همدا قوزي سړی ، هغه څوک دی ، کولای شي خپل تفنګ داسې ژر خالي او ډک کړي ، لکه چې بخارۍ جوړونکی ، خپل څټک پورته او کښته وهي او یا هغه بل ته وګوره ، چې نوم يې (( لومبر )) دی ، دا دهغو کسانو له ډلې څخه دی ، چې ما ته په درد خوري او هغه داسې دی ، چې زه يې غواړم ، دا سړی د خپل قد او څېرې په لرلو سره د دښمن لپاره ښه هدف نه شي ګرځېدای ، ځکه نه پنډ دی او نه هوار او نه عرض لري او نه اوږدوالی . د یوه پنسل تراش د تیغ څوکه ترهغه ښه ده ، چې غواړي خپل هدف وګرځوي . آه دا ډول ناکاره ، بیکاره او شړل شوي کسان ما ته راکړه او هغه نخبه او لوړ کسان ، چې تا ټاکلي دی رانه لیرې کړه .
کله ، چې شهزاده خدمت ته احضار شوي سرتېري ولیدل له حیرانتیا يې چیغه کړه :
- په خپل ټول عمر کې مې د غو رذیلانو په شان دا ډول بې وزلي او رټلي کسان نه ؤ لیدلي !
(( فالستاف )) وویل :
- ډېر ښه ، څومره وړاندیزونه ، همدوﺉ د خپل توپ پر وړاندې وتړۍ ، چې غوښې او هډوکي يې هوا ته پورته شي . دوﺉ کولای شي ، چې له ښو سرتېرو نه ، په ښه ډول ژورې کندې ډکې کړي . زما ګرانه ، دا تلونکي سړي دي . خو د هغوﺉ د کمزورۍ او بې وزلیتوب په اړه باید ووایم ، چې دغه بې وزلي مو له کومه ځایه کړي دي ، خو هغه څه چې څرګند دي ، ډنګرتوب او د وینې کمښت يې له ما نه ، نه دی اخیستی .
هانري وویل :
داسې معلومېږي ، چې ستا په نظر ډنګرتوب عبارت دی له دې نه ، چې ، د ملا د اړخونو د قطر پنډوالی يې با ید د درېوو ګوتو په اندازه وي ، داسې نه ده ؟
جبون (( فالستاف )) هڅه وکړه ، چې له جګړې وروسته ځان (( شریوسبوری )) ته ورسوي ، سره له هغو ټولو احتیاطونو ، چې ده کړي ؤ ، دې ته اړ شو ، چې په دې ځای کې په جګړه کې ګډون وکړي ، خو له کومې وضعې او تیارۍ او له کومې تورې او بریښ سره يې ویل : تر اوسه لا زما د مړینې وخت نه دی را رسېدلی ، که چېرې داسې وي ، چې له وخت نه دمخه ، خپل پورونه آسمان ته ورکړم ، نو حالت به مې ډېر تریخ شي ، بیړې ته څه اړتیا ده ، چې دهغه غوښتونکي مخې ته ورودانګم ، چې زما په لټه کې نه دی او اصلاْ خو زما په لټه کې نه دی ؟ خو په هر صورت باید پرمخ ولاړ شم ، ځکه له دې نه بل کوم لوړ ویاړ ، چې د تورې څوکه مې په بدن ورننوزي . هو ، که دغه ویاړ ما دمرګ کندې ته واچوي ، کومې خاورې پرسر واړوم ؟ په داسې حالت کې به څه وشي ؟ آیا دغه ویاړ به هغه یوه پښه او یولاس ، چې له لاسه مې ورکړي دي بېرته راکړي؟ څرګنده ده ، چې نه ، آیا کېدای شي هغه درد او سوزش ، چې د ټپونو او زخمونو له امله زما پربدن راغلی تسکین شي؟ چې البته نه ، نو ویاړ یعنې څه ؟ داکلمه څه معنی لري ؟ یوازې یوه کلیمه ده او بس . دا کومه کلمه ده ؟ باد او هوا ده . په دې توګه زه اصلاْ ویاړ نه غواړم ، دا ویاړ دې د هغه چا په برخه شي ، چې غواړي يې !
کله چې شهزاده له (( پرسي )) سره دجګړې او د هغه له مړینې نه وروسته ناڅاپه يې سترګې پر پخواني آشنا ولګېدې ، چې د یوې لویې تنې او پنډې خېټې په لرلو سره پرمځکه لوېدلی او نفس یې له تنه وتلی دی ، ډېر هک اوپک شو او په مړینې کې يې اصلاْ اوښکې تویی نه کړې ، ځکه هغه شان چې ده ویل ، چې دده مړینه د ورځې له ناوړه مرګونو څخه نه ده ، خو هغه يې لا تر اوسه پر بل مخ نه ؤ را اړولی ، چې (( سرجان )) سترګې پرانیستې او له مصنوعي مرګ نه راویښ شو ، ډېر خوشحاله ؤ ، په دې نوښت سره يې ځان ژغورلی دی ، کله چې د (( پرسي )) جسد ته ونږدې شو ، یو فکر يې راپه یاد شو :
ډارېږم ، چې دده مړینه هم ، زما د مړینې په شان نه وي او یو ځل بیا ژوندی شي. په دې توګه غواړم ډاډ ترلاسه کړم ، سر يې له تن نه جلاکوم او بیا قسم خورم ، چې ما هغه وژلی دی ، همدا ساعت ماته د هیڅ چا پام نشته او څوک مې نه ګوري !
راځه داهم د هغه په ورانه کې یو بل ټپ او توره يې په ورانه کې خښه کړه .
فالستاف د شهزاده هانري د عکس العمل پر وړاندې هغه ته وویل:
- شهزاده دا هم پرسي اعلیحضرت پلار دې باید ډېر ژر ماته سوغات راکړي او ما دې په ویاړونو وستايي . همدا نن او یا سبا ته سترګې په لاره یم ، چې کنټ یا دوک شم !
شهزاده وب،ښتل :
- په څه ډول ، (( پرسي )) ما په خپله وواژه ، کله چې مې هغه وواژه ، ته مې ولیدې ، چې مړ يې .
- قربان ، قربان ، څه غوښتنه لری ،چې ووایې ؟ نه پوهېږم ، چې دنیا د داسې درواغو او دوکې نه ډکه ده ، داسمه ده ، چې زه پرځمکه لوېدلی وم او ځان مۍې مړ اچولی ؤ ، خو زه او هغه ( د پرسي جسد ته اشاره ) دواړه یوځای په یوه وخت له مځکې نه راپورته شولو او په جګړې سره اخته شولو او د (( شریوسبري )) د دیوالي ساعت له مخې ، بشپړ یو ساعت مو مرګونې جګړه وکړه ، هغه ټپ چې د هغه په ورانه کې وینې ، هغه زما د لاسه دی .
(( هانري )) ورته په ډېرې سخاوتمندانه ډول وویل :
- ډېر ښه ، اوس دې دا بار او بستره درواخله او اوږو ته دې پورته کړه ، که چېرې دا ډول درواغ ستا حالت ښه کولای شي ، درته اجازه درکوم ، په دې شرط ، چې په ښه ډول ورته رنګ ورکړې .
- په دې توګه فالستاف په (( شریوسبري )) جګړې کې د اتلولۍ شهرت وموند .