د افغان پوسټ میاشتنۍ خپرونه مې ولوستله
09.09.2013 13:18افغانستان پوسټ میاشتنۍ خپرونه ، چې په لوګو کې يې د بشري وقار د ساتنې شعار هم مل دی ترلاسه او ډېر خوښ شوم چې دمطبوعاتو په آسمان کې دغه ستوری هم وځلېده . له دې امله ددغې میاشتنۍ خپرونې ژمنو او زیارکښو چلوونکو ته ، چې خپل هېواد اوهېوادوالو ته يې د چوپړ ملا تړلې ده د لازیاتو بریالیتوبونو هیله کوم .
د ډېر ویاړ ځای دی ، چې زموږ دغه فرهنګیان او قلم په لاس ځوان لیکوالان ددې جوګه شوي دي ، چې دقلم اولیکوالۍ له لارې د ژبې ، ادبیاتو او فرهنګ د ودې ترڅنګ د اطلاعاتو په رسونې او دستونزو په راسپړلو او حل کې خپل ملي ، اسلامي او مطبوعاتي رسالت اداء کړي ، ځکه رسنۍ د خلکو په پوهاوي او لوري ورکولو کې ستر رول لري او دا دسې یو ځواک دی ، چې د یو دولت د درې واړو( اجرایه ، مقننه او قضایه ) قواو وروسته څلورم قوت بلل کېږي .
همدا رسنۍ ،که هغه چاپي دي یا غږیېزې او انځوریزې دي دخپل ځای او ارزښت په لرلو سره ، یو هېواد ، ټولنې او خلکو د چارو د سمون او د ژوندانه د نیکمرغۍ او سوکالي په برخو کې نه یواځې سالمه رول لوبوي ، بلکې د بدمرغیو کندې ته له غورځېدو څخه يې هم ژغوري .
د رسنیو ډېرې مهمې دندې او رسالت د یوې ټولنې خلکو ته د اطلاعاتو رسول ، دپېښو په اړه دمعلوماتو خپرول ،د چارو او د ژوندانه د بېلا بېلو برخو په اړه ددوﺉ د پوهاوي له لوړولوڅخه عبارت دي . په دې ډول د رسنیو د چلوونکو دنده او رسالت دادی ، چې خپلې لیکنې او قلم هغې لوري ته واړوي ، چې د هرټکي او کرښې په کښلو سره د هېواد ، ټولنې او خلکو د نیکمرغۍ او سوکالۍ لاره ولټوي او داسې څه وکړي ، چې تاریخ او راتلونکي نسلونه پرې وویاړي ، چې دا ویاړ به هرو مرو د افغانستان پوسټ میاشتنۍ خپرونې په برخه هم شي .
زه هیله لرم ، چې ددې خپرونې د چلوونکو په زیار او هڅو سره دغه خپرونه اوونیزې اوبیا ورځپاڼې ته واړول شي ترڅو يې د لوستونکو تنده ماته شي.

