لښکـر غواړي
06.05.2013 17:48يـواځـي ګـرانــه ده جـګـړه ګټــل لـښکـر غـواړي
د ژونـد کـاروان هم ورکـو لارو کـي رهـبـر غـواړي
پـه زور کـيـدي نـه شـي لازمـه ده رضـا د بل زړه
زړه خـپـلـول پـه مينـه ځـانتـه يـو هنـر غـواړي
چـې لـه اغـيـاره خـپـلوي خـپـلـه د مينـي زانـګـو
زړه د دريـاب پـه شـان کلـک عـزم لکـه غـر غـواړي
دا تـوري شپـي روڼـول دومـره هـم اسـانـه نـه دي
دا د چـا يـاد زړه کـي روښـانـه لکـه لمـر غـواړي
لکـه چـې ؤ نـه شـوه د زړونـو پـه تـاوان يـواځـي
سـوبـه د مينـي اوس د زړه د پاسه سـر غـواړي
احمـده دا وطـن په بـل چـا بانـدي نـه شـل کيـږي
دا خـواره شـوي پښتـانه د لـر او بـر غـواړي