شعر: غزل
20.10.2012 12:28چوپتیا خوره وه ناڅاپی په کلی شورراغی
راباندی زیری داشنا د کومی لور راغی
زه یی لټون پسی وتلی ومه پاس هوا کی
چی ناببره می اشنا دزړه په کور راغی
دبی وسی یوخړانځور ومه دچاسترګو کی
اوس شوم غښتلی بیا په مټو کی می زور راغی
دغم بادونو رژولی وو دزړه ګلونه
خزان وهلی بڼ کی بیا سپرلی سمسور راغی
بیلتون راټول کړمه دخلکو نه جدا یواځی
پیغام دمینی دوصال په وزر خور راغی
د زړګی پاڼی نوری ډکی وی له سوو ټپو
خوږ ترنم شو ورسره هم ټنګ ټکور راغی