د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خیبر پښتونخوا چارواکي دې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي پام وکړي

مجیب الرحمان انګار 21.03.2013 11:23

(خبرځای: ازادي راډيو)

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمدعمر داودزي د خیبر پښتونخوا پر دولتي مقاماتو غږ کړی، چې د افغانستان کډوالو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي داودزي په پيښور کې د خیبرپښتونخوا له نوي ټاکل شوي والي – ګورنر- انجنیر شوکت الله خان سره وکتل او هغه يې د افغان کډوالو له ستونزو خبر کړ.

عمرداودزي ازادۍ راډيو ته وویل، چې والي ته يې د کډوالو عمده ستونزې څرګندې کړې او له هغه يې وغوښتل چې د حل په موخه يې سمدستي اقدامات وکړي.

(افغان کډوال په پښتونخوا په ځانګړې توګه په پيښور کې دپولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي، دغه مشکل مې دوالي تر غوږونو ورساوه چې له نیکه مرغه سمدستي یې اړوندو مقاماتو ته جدي اوامر وکړل.

ددې ترڅنګ دیوشمیر کمپونو اوسیدونکي بیلابیل مشکلات لري چې ټول مې له والي سره شریک او  پر حال لارو يې وغږیدو)

شوکت الله خان دباجوړ اوسیدونکی او د پيپلز ګوند په حکومت کې څو کاله دسرحداتو او کډوالو دچارو وزیر و، چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د نوي والي په توګه وټاکل شو.

داودزی وايي نوموړي دکډوالو دوزیر په توګه په پاکستان کې د دیره افغان مهاجرینو دبرخلیک په باب نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي او هیله من دی، چې په پښتونخوا کې دیره افغان کډوالو ته د ورپيښو ستونزو په باب به هم کارنده ګامونه پورته کړي.

داودزي په پاکستان کې دبندي افغانانو دبرخلیک په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ازادۍ راډيو ته وویل:

( د پښتونخوا په زندانونو کې یوشمیر افغانان بندیان دي، چې ځينې يې له کلونو کلونو راهیسې پراته دي، که څه هم دامسله مو پخوا هم راپورته کړې خو چندیانې پرمختګ پکې ندی شوی اوس مې له والي وغوښتل چې دې موضوع ته دې هم جدي پاملرنه وکړي.)

نوموړی وايي هغه بندیان چې د مدافع وکیل دفیس ورکولو توان نه لري افغان سفارت حاضر دی چې دغه بار پر غاړه واخلي.

دیوې اندازې له مخې داوخت په پاکستان کې شاوخوا درې ملیونه افغان کډوال دیره دي، چې څه باندې شپاړس لکه يې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

ددغو کډوالو د اوسیدو قانوني موده چې د روان میلادي کال دجنون میاشتې په وروستۍ ورځ پای ته رسیږي خپل برخلیک ته انديښنمن دي او غوښتنه کوي، چې پاکستان دې څو کاله نور وخت هم ورکړي.

داودزی وايي والي ته يې هغه ستونزې په ګوته کړي د کومو په وجه چې کډوال دخپلو مهاجرت کارتونو دتمدید غوښتنه کوي:

(شوکت الله خان ډاډ راکړ چې داموضوع به دمرکزي حکومت تر مسوولینو رسوي او هڅه به وکړي چې افغان کډوال له دوی څخه خوابدي نشي)

د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یا UNHCR دمعلوماتو له مخې دا وخت په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا یوملیون راجستر شوي افغانان ژوند کوي، چې ډيری يې په پيښور او شاوخوا سیمو کې میشت دي.

افغان کډوال په هیواد کې ګډوډ امنیتي وضعیت، بیکاري او سر سیوري نه لرل دبیرته ستنیدو په لړ کې عمده ستوزنې بولي او غوښتنه کوي، چې که دغو مسایلو ته يې سمه پاملرنه وشي حاضر دي چې زر ترزره خپل کور کلي ته ستانه شي.