د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسرار اتل ډاکتر شو

مجیب الرحمان انګار 15.11.2012 15:03

د کوزې پښتونخوا ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالیست محمد اسرار خان اتل په پوره بریالیتوب سره د پي اچ ډي یا دکتورا له تیزس نه دفاع وکړه.

نوموړې په هغه غونډه کې، چې نن د پيښور پوهنتون د پښتو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د دې څانګې د یوشمیر پروفیسرانو، محصلینو او نورو ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او له خپل تیزس يې دفاع وکړه.

اسرار اتل ( په پښتو ادبیاتو کې راپور تاژ لیکنه او د راپورتاژ تاریخ) پر موضوع څیړنه کړې او تیزس یې لیکلی.

دغې غونډې ته د پيښور پوهنتون رئیس پروفیسر ډاکتر قبله ایاز او د پښتو څانګې څو تنو استادانو ویناوې وکړې او د نوموړي دا تحقیق یې د پښتو ادب لپاره یوه ګټوره زیاتونه وبلله.

ډاکتر قبله ایاز پر پښتنو لیکوالو غږ وکړ، چې د پښتو ژبې خدمت ته دې په پوره اخلاص مټې ونغاړي او خپل مسوولیتونه دې په پوره صداقت سره ترسره کړي.

قبله ایاز وویل، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته، چې په کابل کې د پښتو اکاډمۍ هلې ځلې او فعالیتونه ټکني شول بیا تر ننه په دې برخه کې د پښتنو او نړیوالو ټولې هیلې د پيښور پوهنتون پښتو څانګې پورې تړلي دي او غوښتنه يې وکړه چې ددې څانګې مسوولین او زده کوونکي دې دغه ټکي ته په جدیت سره پام وکړي.

هغه همداشان وویل، چې له بده مرغه څه باندې درې لسیزې وړاندې پښتونخوا ته د افغان پوهانو تر هجرت وروسته دغې اکاډمۍ هغوی ته هیڅ ډول پاملرنه ونه کړه او نه يې د هغوی له پوهې ګټه پورته کړه.

په پای کې ټولو ګډونوالو په ځانګړې توګه د پيښور پوهنتون رئیس، د پښتو څانګې رئیس او نورو پوهانو ډاکتر اسرار اتل ته مبارکي وویله او د هغه د لا بریاوو غوښتنه يې وکړه.

ډاکتر اسرار اتل تردې وړاندې له پيښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې ماستري، په پښتو ادبیاتو کې ماستري او ایم فل سندونه ترلاسه کړي دي.

نوموړی د –زیړ مازیګری په پيښور کې – تر سرلیک لاندې یوه شعري ټولګه لري، په بیلابیلو ورځپاڼو کې يې مقالې چاپ شوي.

اسرار اتل د پيښور په ګورنمنټ کالج کې د پښتو ادبیاتو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

ددې ترڅنګ په ژورنالیستکه برخه کې يې په دلبر راډيو، براق راډو، پکټ راډیو او د پاکستان په دولتي رادیو کې د بیلابیلو ادبي خپرونو د مسوول چلوونکي او ویاند په توګه کار کړی او دا مهال د ازادۍ مشال راډیو سره له پيښوره د خبریال په توګه کار کوي.